دا د هغه نوي چاپ سوي کتاب نوم دی چي ښاغلي (تفضیل احمد ضغیم ) لیکلی او  په هلمند کي د غلام نبي شاکر په زیار پښتو سوي.

کتاب په ننګرهار کي د مومند خپرندوی ټولني په مټ په ښه کیفت او صحافت چاپ سوی.

د کتاب په ۱۸۶ مخونو کي د ګډ ژوند د خوښیو او نیکمرغیو لپاره نارینه وو ته خورا مهم ټکي، لارښووني او نسخې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کي اوډل سوي.
د کتاب په پیل کي د لیکوال او ژباړل د خبرو تر څنګ د منلی عالم او مبلیغ ښآغلي (محمد یاسین فهیم) سریزه او څرګندوني هم راغلي دي.

سپارښتنه: هغه څوک چي په ګډ ژوند کي ستونزه لري باوري یو چي ددې کتاب لوستل به ډیره ګټه ورته وکړي.

د کتاب تر لاسه کولو درکونه :

خوست: غرغښت کتاب پلورنځی او سباوون کتاب پلورنځی

ګردیز: علمي کتاب پلورنځی حمید ګردیزي مارکیټ

پکتیکا( ښرنه) مجاهد کتاب پلورنځی

کابل اصلاح و افکار کتاب پلورنځی

هلمند سید جما الدین افغان کتاب پلورنځی

3 thoughts on “د مېرمني زړه خپل کړئ / غلام نبي شاکر”
  1. الله پاک د ټولو هغو پښتنو لیکوالو او ژورنالیستانو ته هدایت وکړي چې تر اوسه هم پښتو پخپله سیمیزه لهجه لیکي.

    دا لوی شرم دی، دوه پک هغه هم سره ورک.

    د شرق پښتانه د جنوب او د جنوب د شمال په ژبه نه پوهیږي.
    سم شئ د خدای قهر در باندې نازل دی. پښتو سمه کړئ او یوه ېې کړئ

  2. میرمن دی ده میره زره خپل
    که چیری میره،،خاوند،، پرمیرمن حق نه در لودای الله ربالعزت جل جلاله نه ویل په مبارک کلام سره چی الرجال قوامون عل النساء

    اودغه رنگ زموژ ستر پیشوا سپارشتنه نه کول وشجو ته لپاره دعزت دخاوند!!

  3. ښاغلیه! تاسو یوځل کتاب ولولئ بیا پرېکړه وکړئ، زه افسوس کوم چي اوس هم داسي لوستي خلک لرو چي د خلکو په سترګوو کي خاوري وراچوي، ګرانه: که یو مېړه د مېرمني زړه خپل کړي په دې کي کومه بدي ده؟ او بیا دا خو دا معنی نه ورکوي چي یواځي مېړه حقوق لري او که هغه د خپلي مېرمني سره هرڅه کوي ورته جواز لري، زه ستاسو څخه هیله لرم چي یوځل کتاب ولولئ زه باور لرم چي پر خپله خبره به پښېمانه سئ ځکه پوه به سئ چي نبي کریم صل الله علیه وسلم د خپلو مېرمنو سره څنګه ژوند تېر کړی دی

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *