د مېړه په اړه وضاحت:
“مېړونه مري، خو نومونه یې پاتېږي.” میړه مړ کړه پړ یې مه کړه.” “پلانی سل میړونه لري” مانا سل جنګیالي لري. “ميړه هغه دی، چې جنګ کې میړانه وکړي” پلانی مېړانه لري” داسې ډېرې بېلګې شته، چې مېړه کلمه پکې کارول شوې ده.
هدف: مېړه یانې غیرتي، مېړه یانې قوي سړی، د خبرې سړی. مېړه یانې پوله ساتی، مېړه یانې د تربرۀ پر وړاندې درېدونکی سړی، مېړه یانې جنګ کې تکړه، مېړه یانې، چې ښه توره ووهي، مېړه یانې چې له درب سره بس سړی راچپه کړي، پکې وخېژي.
زموږ سیمه کې یوې ښځې چیني لوښي مات کړي وو، مېړه یې پرې راغلی و، په “کیه” یې پر سر وهلې وه بوکه یې را اړولې وه(وژلې یې وه). بل کس کوټه کې ویده و، ښځې یې بېرون شور ماشور کړی و، په ترښځ یې ویشتلې وه. نورې ډېرې بېلګې دي، چې پخواني پښتون انسان ښځه وهله.
له دې خبرو مطلب دا دی، چې پخواني پښتون ښځه سرکوبه کړې ده، وهلې یې ده، بې مورده یې تحدید کړې، ځورولې یې ده، تر لغتو لاندې کړې یې ده.
پخوانیو پښتنو ښځو داسې ماینډسېټ درلود چې سړی یې باید غیرتي وي، مېړه وي، که یې ووهي خیر. ښځو داسې ذهنیت درلوشت، چې دا ښځه ده، باید مظلومه وي، چوپ وي، د خبرې حق دې نه لري، له مېړه سره دې خوله نه کوي. هماغه ژوند کې خوشحاله هم وه، د مېړه تر جبر لاندې هم ژوند خوند ورکاوه، ځکه ذهنیت یې هماغسې جوړ و، چې دا ښځه ده باید همداسې وي.
اوس پښتون تقریباً له هغه تشدد راوتی او له ښځو سره انساني چلند کوي. ښځې ته مینه ورکوي، ژوند یې زده کړ، دیده شو، پښتون چې داسې شو، پښتنو مېرمنو هم لږ ساه وکښه، تعلیم یې وکړ، له نړۍ آګاه شوې، ښه ژوند یې ولید؛ نو پښتنې مېرمنې تقریباً له مشکلاتو راووتې، اوس ماډرن نړۍ ده، بې ځایه غیرتونه خوند نه کوي. مېرمنې له مېړونو د مېړانې تمه نه لري، د مینې او تعلیم تمه ترې لري. اوس د مېړه تصور له منځه تللی دی، ننی نړۍ کې قلم او علمیت کش لري، تربګېنوتونه مخ په ورکېدو دي، قومي شخړې مخ په تنزل دي اوسنی نسل انساني ژوند غواړي او کوي یې.
بنا پرې دې مېړه کلیمه اوسني عصر کې د نجونو لپاره یوه متنافره او نه مننونکې کلیمه ده. دا کلمه باید یوازې هغوی ځاینو کې وکارول شي، چې هلته اړتیا وي، نه د دوو انسانانو تر منځ ګډ ژوند کې، اوسنۍ ماډل رومانتیک نجونې د ژوند له ملګرو بل څه غواړي. ځوانان باید له عصر سره سم د نجونو نېک خواهشات او عاطفه ور پوره کړي.
درنښتونه
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
…سمون صاحب ډیره په زړه پوری او له واقعته ډکه لیکنه مو کړي ده
علیکم سلام حسین خېل صیب ډېره مننه کور ودان، چې له فکر سره مو همغږي ښودلې.
ژوند حسین خېل صیب ډېره مننه