تاند- د امریکا متحدو ایالتونو پرون /جمعه/ د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د تروریستي ډلو پناهځایونه بند کړي خو پاکستان یې په وړاندې وویل چې د ټرمپ حکومت دې د افغانستان په خاوره کې خوندي پناهځایونه او د مخدرو موادو له کاروباره د هغوی د عوایدو مخه ونیسي.

د پاکستان او امریکا د استازو ترمنځ دا بحث تېره شپه د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وشو.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولفین وویل، امریکا تر هغو له پاکستان سره کار نه شي کولی چې تروریستي ډلو ته پناه ورکوي.

ده په کلکه وویل چې پاکستان باید دا پناهځایونه ختم کړي او د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو په هلوځلو کې ملګری شي.

په ملګروملتو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي وویل، افغانستان او متحدان یې په ځانګړي ډول د امریکا متحد ایالتونه باید نورو ته د انتقاد د ګوتې د نیولو پر ځای په افغانستان کې دننه تمرکز وکړي.

د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي وویل«موږ په دې خوشاله یوو چې اوس تر بل هر وخت دا حقیقت منل کېږي چې اساسي ستونزه په سیمه کې د تروریستانو له پناهځایونو سره تړاو لري.»

په دې غونډه کې د ملګروملتو سرمنشي ښاغلي ګوتیریش وویل چې په سیمه کې له تروریزم سره د مبارزې مسوولیت یوازې د افغانستان په غاړه نه دی.

One thought on “د م.م. په امنیت شورا کې د امریکا او پاکستان د اتسازو بحث”
  1. دا لعنتي آی اېس آی او پاکستانی مرتد پوځ به چې د اسلام په نامه یې افغانستان وران کړ او لکونه افغانان یې ووژل خامخا خدای تعالی شرموي. لعنت پر آی ایس آی او لعنت پر پاکستاني پوځ

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *