تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یوه مشر اعلان وکړ چې حاضر دی د یو شمېر فاسدو افغان چارواکو له لوري له هیواده بهر زېرمه کړي پیسې افشا او افغانستان ته یې راوړي.
مارک هارتمن د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا په یوه غونډه کې، چې د اداري اصلاحاتو لپاره جوړه شوې وه، د افغانستان پر دولتي اورګانونو نیوکه وکړه.
په دې غونډه کې هارتمن د وینا په مهال دومره په غوسه و، چې خپل قلم یې مات کړ، ویې ویل چې تراوسه پوري نه د اوسنۍ کابینې او نه د پخوانۍ کابینې هیڅ وزیر او نه یې کوم معین په فساد کې د لاس لرلو په خاطر محاکمه شوی دی.
ده همداراز وویل، تراوسه پوري ۶ زره دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړي، خو هیچا د دوی د شتمنیو په اړه څېړنه نه ده کړې چې ایا هغه څه چې چارواکو ویلي رښتیا دي.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر دغه چارواکي له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ځانګړې محکمې پر جوړېدو خوښي وښوده، ویې ویل، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه تیار دي هغه پیسې افغانستان ته بېرته راوړي چې فاسدو چارواکو غلا کړي او په بهرنیو بانکونو کې یې زېرمه کړي دي.
هارتمن وویل، دا کار به د فاسدو عناصرو په محاکمه کې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي.
داخود ټولی دنیادخلکو اوخصوصاً دافغان مظلوم ولس ارزو،أمید، تمنا،هیله،خوښی،اوخوشالی ،سکالی،روحی،نفسیاتی،اوجسمی روغتیا ده ،خولمړی،دننه په افغانستان دخیره تصفیه وکړی،اودارګ، ناستو،وزارت ناستو،پارلمان ناستو،ولایت ناستو،اوټولوحرام خورو،اودافغانستان دخاوری،اوخلکوددشمنانو تصفیه ،وکړئ ،اوداسی کره اوپاکو،اوأهلو،،اوزړه سواندو ورونوته ،دقدرت ،انتقال وکړی،اودفساد،اوغلا،پوهنتونونه،اومدرسی ،ړنګی اواستادان،ئې دخپلوناوړو اعمالو په جزا ورسوۍ،صدام،معمرالقذافی ،تری جوړکړئ نومخکی دمخکی نه ! ستاسی ،کامیابی اوبریالتوب غواړو ! اورښتیا خوکه تاسو ورسره مرسته نه وای کړی ،دابی ډبه .بی ادبه، لیوان،شرمښان،چاڅه کول ،خوتاسی تری ،داسی مکروبونه ،اوجراسیم ،جوړکړل ،چه اوس ئې ټوله د نیا په مرض ککړه کړه ،اودزیست محیط ئې داسی الوده،اوککړکړچه اوس ئېددنیا کره ،ډاکټران ،قانون ،پوهان ، اوسیاست دانان علاج نشی کولی،اودا مکروب که تداوی نشی تاسی به هم په بشپړه توګه ونیسي؟ والسلام .