نادرافشار چې د سیمې یو لوی امپراتور ګڼل کیږي او له نوي ډيلي تر بغداده پورې ګڼې سیمې یې تر واک لاندې وې ۲۹۰ کاله پخوا یې د بغداد د نیولو کوشش هم وکړ خو د عثمانی خلافت د والي احمد باشا له سخت مقاومته وروسته د دوی ترمینځ سوله وشوه.
نادر افشار په بغداد کې د ځینو زیارتونو له لیدلو وروسته له احمد باشا وغوښتل چې دبغداد له ټولو لوی مذهبی عالم دده اردو ته واستوي ترڅو دځینو مذهبی مسایلو په اړه ایراني علما ووسره خبرې وکړي .
همدا و چې علامه عبدالله السویدی العباسی (رح) په هغه وخت کې دبغداد له ټولو لوی عالم بصرې ته واستول شو چې بالاخره یې د دربار له ملاباشی علی اکبر سره له یوه لنډ خو ژور علمي او لغوي بحث وروسته د ایران له ملایانو سره دافغان او بخارا دعلماوو دیو مذهبي بحث او څیړنې مشري وکړه.
پوره نه ده معلومه چې لوی پاچا نادر افشار دکوم سیاسي هدف لپاره دعثماني ترکیې اوچت دیني عالم علامه عبدالله السویدي العباسي (رح) د دربار د سني او شیعه ملایانو ترمینځ حکم کړ.
ځینې فکر کوي چې د نادرافشار د دربار ملایانو غوښتل چې شیعه امامي مذهب د سنیانو د څلورو مذاهبو ترڅنګ پنځم مذهب وپیژندل شي خو عثماني وزیر احمد باشا علامه سویدي (رح) ورلیږه چې له دوی سره مناظره وکړي. ځینې نور بیا وايي چې د مذهبونو د نیژدې کولو لپاره دغه غونډه ځکه وشوه چې دنادر پاچا په عسکرو کې اکثریت سنیان وو او د دربار شیعه ګان د سنیانو له غلبې په اندیښنه کې وو او غوښتل یې اختلافات بی تفاوته څرګند شي. خو د دغې غونډې د راغوښتلو له ټولو موجه دلیل هغه یو دی چې پخپله نادرافشار لومړی ځل له علامه سویدي سره د لیدو په مهال بیان کړی.
کله چې علامه سویدي (رح) بصرې ته نژدې دنادرشاه دربارته داخلیږي شاه له هرکلي وروسته هغه داسې پوښتي.
شاه : پوهیږې چې ولې ما راغوښتي یاست ؟
سویدي (رح): نه !
شاه: دما په مملکت کې دوه ډلې دي ، ترکستانیان (ازبک) او افغانان ، دوی ایرانیان کافر ګڼي، کفر بد او قبیح دی ، نه ښایي چې دما په مملکت کې داسې خلک وي چې یو بل کافر ګڼي. اوس ته دما لخوا وکیل یې چې دکفر ټول اسباب او عوامل لیرې کړې او د دریمې ډلې په التزاماتو شاهد اوګواه اوسې. هرڅه دې چې ولیدل او واوریدل ما او احمد خان ( احمد باشا) ته به یې وايې……
کله چې غونډه د ۱۱۵۶ هجري قمري کال دشوال دمیاشتې په ۲۶ په کوفه کې د جمعې د ورځې په لمانځه پا ی ته ورسیده او ټولو علماوو دغونډې په وثیقې لاس لیک وکړ نادرپادشاه بیا علامه سویدي ورغواړي او ترې مننه کوي.
په دې وروستۍ پلا نادر پادشاه علامه عبدالله السویدی العباسي ته داسې وایي:
نادرشاه افشار : ،، عبدالله افندي ! ګمان مه کوه چې شاهنشاه ( زه) په تر سره شوي کار ویاړم مګر خدای تعالی یې زمینه ماته برابره کړه او توفیق یې راکړ چې اصحاب کرامو ته ښکنځل منع کړم. لدې مخکې آل عثمان ( عثمانی ترکیې) دسلطان سلیم له دورانه ترنن ورځې پورې ډیر عسکر او مالونه ددغه مقصد لپاره وګمارل او نفسونه یې تلف کړل چې ښکنځل منع کړي خو موفق شوي نه وو. او ما الحمد لله دا کار په آسانۍ ترسره کړ.،،
دپادشاه او علامه سویدي له دغو خبرو ښکاري چې دغه لویه غونډه دکوم مقصد لپاره شوې وه او نور جانبي سیاسی انګیزې ورته لټول باید په موجه دلیل باندې استوار وي.
علامه سویدې (رح) ددغسې یوې لویې غونډې له مشري وروسته دخدای تعالی دشکرانې په ځای کولو لپاره حج کوي اودغونډې واقعات دموتمر النجف په نامه رساله کې لیکي چې ډیرو عربی منابعو ورباندې بحثونه او کتابونه لیکلي دي. خو شیعه منابعو ورته ډیره کمه اشاره کړې او حتی انکاریې ترې کړی.
خوپه هرصورت دمونږ لپاره په دغې غونډې کې له ټولومهمه خبره دافغان علماوو ګډون او نقش دی.
دافغان مفتي ملاحمزه القلجانی ( غالبا غلزایی ) په مشرۍ دافغان ملایانو اوه کسیزې ډلې دایران او ماوراء النهر ( بخارا) دعلماوو په دې بحث کې برخه اخیستې.
علامه سویدي (رح) له ملا حمزه سره خپل لومړی ملاقات داسې بیانوي.
،، کله مې چې له اعتماد الدوله سره دغرمې ډوډۍ وخوړه امر راغی چې له ملا باشي ( هغه مهال دایران دټولو دیني علماوو مشر) ملاقات ته ورشم . په خپل آس سور شوم په داسې حال کې چې دمهماندار خلک دما مخې ته روان وو. یو دنګ سړی می مخی ته ودریده چې افغانانو لباس یې پرتن وو. ماته یې سلام واچاوو او دماهرکلی یي وکړ. ماورته وویل : ته څوک یي ؟
هغه وویل : زه دافغانانو مفتي ملا حمزه القلجانی یم.
ما ورته وویل : ملا حمزه ! په عربي پوهیږې؟
هغه وویل : هو.
ما وویل : شاه امر کړی چې دایرانیانو څخه دکفر ټول عوامل لیری کړم. کیدای شي په ځینو کې له ماسره لانجې وکړي او یا دکفر ځینې وجوه ماته بیان نه کړي مونږ ته خوددوی احوال او عبادت نه دي معلوم دکفر په هغو عواملو چې ته آګاهی لري ماته یې بیان کړه چې زه یې موقوف کړم.
هغه وویل : ښاغلیه ! دشاه په خبره هیڅکله ونه غولیږې. هغه یواځې ددې لپاره ملا باشي ته رالیږلی یې چې دخبرو په مهال درسره مباحثه وکړي او دبحث په مهال ورته بیدار اوسه او پام کوه .
ما وویل : زه ددوی له بي انصافي ویره لرم.
هغه وویل : په دې برخه کې ډاډه اوسه . شاه په دغه مجلس باندې خپل یو څارونکی ټاکلی او دهغه دپاسه یې بل او دهغه دپاسه یې دریم ، او ددوی څخه هیڅ کوم یو له نورو خبر نه دی شاه ته پرته له واقعیته بل شی نه انتقالوي.
نوربیا
علامه عبدالله السویدې له افغان مفتي سره له دغو خبرو وروسته د ملاباشی مجلس ته داخلیږي چې ډیر ګڼ شمیر نور دیني علما هم ناست دي او ددوی ترمینځ یو ډیره ژوره علمي او لغوی بحث کیږي او نتیجه کې یې ملا باشي د سویدی ( رح) په علمي منزلت او پوهې اقرارکوي.
د دغه بحث تفصیل به په بله برخه کې ولولئ
——————————-
ماخذ: بېلابېلې عربي سرچینې
ډیره به ښه چی په تی برخه یی زر خواره کړی. ډیره په زړه پوری لیکنه ده.