د افغان مفتي په حضور کې د بغداد د لوی عالم او د نادر افشار د ملا باشي بحث

علامه عبدالله السویدې له افغان مفتي سره له خبرو وروسته د ملاباشي ملاقات ته ورځي او داسې لیکي:

،، کله چې د ملاباشي خیمې ته ورلنډ شوم ، د ما هرکلي ته راووت، په ونه لنډ او غنم رنګه سړی وو. زه له خپل آسه کوز شوم ، د ما هرکلی یې وکړ. زه یې دمجلس په صدرکې په اوچت ځای کینولم او خپله دیوه شاګرد په څیر دما مخې ته کیناسته ، دمونږ ترمینځ خبرې وشوې تردې چې افغان مفتي ته يې مخ واړاوه او وویل : هادي خوجه بحر العلم دې نن ولیده؟

هغه وویل: هو.

دبخارا د قاضي هادي خوجه ، لقب بحرالعلم وو، د ما له ورتګه اوه ورځې مخکې د ماوراء النهر له شپږو کسو نورو عالمانو سره د نادر پاچا اردو ته راغلی وو.

ملا باشي وویل : هغه څنګه ځان ته بحرالعلم وايي په داسې حال کې چې له علمه بې برخې دی ، قسم مې دې په خدای وي که دعلي  دخلافت په اړه ورڅخه د دوو دلیلونوپوښتنه وکړم ځواب یې نه شي راکولی ، بلکه داهل سنت له ټولو لوی علما يې ځواب نه شي را کولی. ( داخبره یې درې ځلې تکرار کړه.)

ما ورته وویل: دا کوم دوه دلیلونه دي چې څوک یې ځوابولی نه شي؟

هغه وویل : د بحث له تحریره مخکې له تا پوښتنه کوم، آیا علي ته د رسول الله دا خبره  چې: ،، انت مني بمنزله هارون من موسی ، الا انه لا نبی من بعدی،، (۱) ( ژباړه : ته د ما لپاره داسې یې لکه هارون چې موسی ته وو، خو له ما وروسته بل پیغمبر نشته .) تاسو منئ ؟

ما وویل: هو دا یو مشهور حدیث دی.

هغه وویل : ددغه حدیث لفظ او معنی صریح دلالت کوي چې له نبي روسته واقعا علی بن ابي طالب خلیفه دی.

ما وویل: په څه  دلیل ؟

هغه وویل : پیغمبر علي ته  دهارون ټول منزلتونه ثابتوي او یواځې نبوت ترې استثناء کوي – استثنا‌ء دعموم معیار دی ـ نو خلافت چې دهارون له منزلتونو څخه دی علي ته ثابت شو. که هارون ژوندی وای نو دموسی خلیفه به وو.

ما ورته وویل : ستا له خبرو ښکاري چې دغه قضیه کلیه موجبه ده. ددغه ایجاب سور (احاطه او حد : ژباړن ) کوم دی ؟

( ژباړن : دا ډیر عمیق منطقی او لغوی بحث دی شاید  د ځینو لوستونکو سرپې  خلاص نه شي خو ما په  نقل کې دامانتداری لپاره ترجمه کړ.)

هغه وویل : داستثنا‌ء په قرینه په اضافت کې استغراق.

ما وویل: اول داچې دغه حدیث  ځکه جلي نص ( څرګند او ثابت متن : ژباړن) نه دی چې محدثینو په کې اختلاف کړی، ځینو ویلي صحیح دی ، ځینو حسن ګڼلی ، او ځینو نورو ویلي چې ضعیف دی تردې چې ابن جوزي مبالغه او ادعا کوي چې موضوع ( تقلبی، ساختګي) دی. نو په داسې حال کې چې تاسو جلي نص شرط ګڼی خلافت څنګه ورباندې ثابتوی ؟

هغه وویل : هو لکه څنګه چې ما ذکر کړل. دمونږ یواځې دا دلیل نه دی نور احادیث  هم لرو خو تاسو یې موضوع ګڼی. خو له تاسو سره دما خبره په همدغه ذکر شوي حدیث کې ده. ولې په هغه باندې علي ته خلافت نه ثابتوی ؟

ما ورته وویل: دا حدیث دلیل نه شي کیدای .

اول دا چې استغراق (شمولیت: ژباړن) ځکه ممنوع دی  چې دهارون له منزلتونو څخه یودادی چې د موسی ترڅنګ هغه هم دخدای پیغمبر وو ،اوپه دې خو مونږاوتاسوسره اتفاق لرو چې علي پیغمبر نه وو ، نه له محمد (ص) سره یوځای او نه له هغه وروسته ، اوس نو که چیرې  دهارون ټول منزلتونه  علي ته ثابت شي او له نبي (ص) نه وروسته نبوت ترې استثنا‌ء کړې نو معنایې دا شوه چې علي  دپيغمبر(ص) ترڅنګ پیغمبر وو ځکه چې دا خو دهارون منزلت وو.

بله دا چې هارون دموسی سکنی ورور وو او علي دپیغمبر(ص) ورور نه دی. او عام چې کله له استثناء پرته مختص شي دلالت یې ظني دی، او مفهوم په یوه منزلت باندې حمل کیږي. لکه څنګه چې موسی طور غره ته د تللو په مهال خپل ورور هارون ته ویلي وو چې ته زما په غیاب کې د ما جانشین یا خلیفه اوسه . دغه راز پيغمبر ص هم تبوک غزا ته د تللو په مهال علي په مدینه کې خپل جانشین پریښوده.

ملا باشي وویل : داچې علي د پیغمبر لخوا جانشین وټاکل شو معنی یې داده چې هغه افضل او له پيغمبره وروسته خلیفه دی.

ما ورته وویل : که چیرې داخبره ومنل شي نو ابن ام مکتوم (۲) هم له پيغمبر ص وروسته خلیفه دی . پيغمبرص هغه  او څو کسه  نورهم په مدینه کې خپل جانشین ټاکلي وو. نو ولې تاسو علی ته په دغه خصوصیت قایل یاست او نورو ته نه ؟

بله داچې په مدینه کې د پیغمبر ص جانشین پاته کیدل که چیرې فضیلت وای نو خپله حضرت علی به اعتراض نه وو کړی او پیغمبرص ته به یې داسې نه وو ویلي چې : اتجعلني مع النساء والاطفال والضعفه؟ ژباره:(آیا ته ما د ښځو ، اطفالو ، او ضعیفانو په جمع کې راولې؟).  پیغمبرص دعلي  دخاطر د خوشالولو لپاره وویل : اما ترضی ان تکون مني بمنزله هارون من موسی؟ ژباړه :(آیا ته نه غواړې دما لپاره داسې اوسې لکه هارون چې موسی ته وو؟)

ملا باشي وویل : دتاسو په اصولو کې دادي چې عموم د لفظ اعتبار لري نه خصوصیت دسبب.

ما ورته وویل : د سبب خصوصیت  نه بلکه دیوه مهم جز‌ء دتعیین قرینه دما دلیل دی.

مباحثه قطع شوه .

بیا ملا باشی وویل : زه بل دلیل هم لرم چې په هغه کې هیڅ تاویل نه شي کیدلای. او هغه دخدای تعالی دا قول دی چې فرمایی: [ فقل تعالوا ندع ابناءنا وابناءکم ونساءنا ونساءکم وانفسنا وانفسکم ثم نبتهل فنجعل لعنه الله علی الکاذبین] (۳)

ما ورته وویل : په دې آیت کې څه دلیل دی؟

هغه وویل: کله چې دنجران نصاری د مباهلې ( یوبل ته ښیرا کول:ژباړن)  لپاره راغلل . پيغمبر ص حسین په غیږ کې واخیست، حسن یې له لاسه ونیوه، فاطمه یې ترشا وه او علی ددوی ترشا وو. پیغمبر د دعا لپاره له ټولو افضل کسان وړاندې کړل.

ما ورته وویل : دا د مناقبو(خصوصیت او خصلت) له بابه دي نه دفضایلو، هرصحابي یو خصوصیت درلوده چې په بل کې نه وو. او داخبره هغوکسانو ته چې دسیرت کتابونه یې لوستي معلومه ده.

بله داچې قرآن دعربو د محاورې په اسلوب نازل شوی، کله به چې د دوو ټبرونو دمشرانو ترمینځ کومه لانجه یا جګړه رامینځ ته کیدله یو بل ته به یې ویل : ته دخپل ټبر له برجسته کسانو سره راشه او زه هم دخپلو خواصو سره ، مونږ به سره مخامخ شو او هیڅ کوم پردی کس دې د مونږ تر مینځ نه وي، نو د دې معنی خو دا نه شوه چې له دغو مشرانو سره له خپلو خپلوانو پرته نور زړور کسان نه وو. بله داچې دخپلوانو په حضورکې دعاء ، دسمدستي اجابت لپاره لازمي خشوع ( سکون او زاري) رامینځ ته کوي.

ملا باشي وویل : د خشوع منشاء دمینې او محبت زیاتوالی دی.

ما ورته وویل : دغه ډول محبت خلقی او طبیعی دی، انسان نسبت نورو ډیرو افضلو کسانو ته بیاهم خپل ځان او اولاد سره زیاته مینه کوي نو په دې کې کومه ګناه او ثواب نشته او دا اختیاری محبت دی.

ملا باشي وویل : په دې آیت کې دافضلیت یو بل دلیل هم شته، او هغه داچې پیغمبر خپل ځان دعلی ځان ګڼي ځکه په (ابناءنا ) کې مقصد حسن او حسین دي ، په ( نساءنا ) کې مقصد فاطمه ده ، او د (انفسنا ) لپاره یواځې علي او پیغمبر پاته شول.

ما وویل : الله اعلم چې ته نه یواځې په اصولو بلکه په عربي هم نه پوهیږې.

(انفس) چې جمع د قلت ده ، (نا) ضمیر دجمعی ته یې اضافت شوی، کله چې جمع دجمعی په مقابل کې راشي دآحادو دتقسیم په معنی وي ، لکه چې مونږ وایو ( رکب القوم دوابهم) (ژباړه : خلک په خپلو مرکبونو سواره شول،) معنی داچې هر یو کس په خپل څاروي سورشو او دا مساله په اصولو کې څرګنده ده.

خلاصه داچې له یوه نه په زیاتو باندې دجمع اطلاق شوی لکه چې خدای تعالی فرمایي : { اولئک مبرء ون مما یقولون} (سوره النور: د۲۶ آیت یوه برخه ) یعنی عایشه او صفوان رضی الله عنهما. اودخدایتعالی دا قول: { فقد صغت قلوبکما } ،( سورت التحریم: د ۴ آیت یوه برخه ) دوی یواځې دوه زړونه درلودل. منطقیان له یوه نه په زیات باندې هم دجمعی اطلاق کوي نو مجازا حسن او حسین ته د(ابناء) اطلاق شوی او بي بي فاطمې ته  د (نساء) . هو که چیرې د (انفسنا) په ځای (نفسي) ویل شوي وای نو بیا به ستاسو خبرې ظاهرا کوم دلیل درلوده.

بله خبره دا چې که دغه آیت په خلافت باندې دلالت وکړي نو بیا به حسن او حسین او بی بی فاطمه  داشتراک له امله دپیغمبرص جانشینان یا خلفاء وای ، حسن او حسین هغه مهال دواړه صغیران وو او ولایت د بي بي فاطمې او نورو ښځو څخه قطع دی. نو دغه آیت په خلافت باندې دلالت نه کوي.

مباحثه قطع شوه ….

بیایې ماته وویل چې زه یو بل دلیل هم لرم او هغه دخدای تعالی دا وینا ده چې فرمایي : { إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ }  ما ئده  55 آیت شریف . ټول مفسرین دا مني چې دغه آیت هغه مهال نازل شو چې حضرت علي  دلمانځه په وخت د خپل لاس ګوته یو سوالګر ته وبښله. دلته (انما) دحصر لپاره ده  او ( الولي ) په دې معنی چې ( په تصرفاتو نسبت تاسو ته اولی ).

 ما ورته وویل : ددغه آیت په هکله زه ډیر ځوابونه لرم.

مخکې له دې چې خپل ځوابونه پیل کړم په مجلس کې ځینو کسانو ملا باشي ته په پاړسي څه وویل چې معنی یې دا وه : له دغه سړي سره مباحثه پریږده ، دی مجسم شیطان دی .هرڅومره چې ته ورته دلایل وايي دی یې ځوابوي اوپه دې ستا منزلت را کوزیږې.

ملا باشي ماته وکتل مسکی شو او داسې یې وویل:

ته فاضل سړی یې ددغه دلیل او نورو ځوابونه ویلای سې خو دما خبره له بحر العلم سره ده ، هغه یې نه شي ځوابولای.

ما ورته وویل :  تا دخپلو خبرو په پيل کې وویل چې داهل سنت لوی عالمان ځواب نه شي راکولی نو ځکه ما له تاسره خبرې وکړې.

هغه وویل : زه اعجمي (غیرعرب) یم ، په عربي ښه نه پوهیږم ، کیدای شي له ما غیرقصدي کلمه صادره شوي وي.

بیا ما ورته وویل : زه له تا دوه پوښتنې کوم چې ټول اهل تشیع یې ځوابولی نه شي.

هغه وویل :کومې پوښتنې دي؟

ما وویل : اوله داچې دشیعه وو په نزد  د پیغمبر یاران څه حکم لري ؟

هغه وویل :  له پنځو کسو ( علی ، مقداد ، ابوذر، سلمان فارسی او عماربن یاسر ) پرته  نور ټول ځکه د پیغمبر له وفاته وروسته  مرتد شول چې له علي سره یې بیعت و نه کړ.

ما وویل : که چیرې داسې وي نو ولي علي خپله لور ام کلثوم عمرخطاب ته واده کړه؟

هغه وویل : له مجبوري او ناچاري یې دا کار وکړ.

ما وویل : قسم په  خدای تاسو دعلي په حق کې داسې یو عیب او نقصان منی چې د بنوهاشم خو په ځای پریږده چې دعربو سرداران دي دعربانو ادنی خلک یې په ځان نه شي زغملی. یو ډیر عادي عرب د خپل ننګ او  ناموس لپاره سر ورکوي . او تاسو څنګه داخبره دعلي په حق کې کوی ، حال داچې هغه یو ډیر مشهور زړور جنګي سردار پیژندل شوی.

هغه وویل : کیدای شی دام کلثوم په بڼه کې یوه ( جنیه ) پیرۍ عمربن الخطاب ته واده شوي وي.

ما وویل : دا دې له هغې پخوانۍ خبرې هم ډیره بده او سپکه خبره ده. دا معقوله نه ده . که چیری مونږ دغه دروازه پرانیزو نو دشریعت ټولې دروازې تړل کیږي ، کیدای شی یو کس خپلې میرمنې سره نیژدیوالي ته ورشي او هغه ورته ووايي چې لیری شه : ته د ما د میړه په  بڼه کې جني یا پیری یې او ځان ترې لیری کړي. که چیری هغه بیا  د خپل هویت دثابتولو لپاره دوه عادل شاهدان راولي نو کیدای شي دهغوی په حق کې هم وویل شي چې دوی دواړه پیریان دي او همداسې نو ورځه ورپسې ……..

او کیدای شي یو کس بل ووژني ، په قاتل باندې عرض وشي خو هغه ووایي قتل ما نه بلکه یو پيري ( جني) چې د ما بڼه یې اختیار کړې وه کړی او کیدای شي جعفر صادق – چې تاسو ادعا کوی چې عبادت مو دهغه په  مذهب دی – کوم پيري دهغه په بڼه ځان جوړ کړي وي او دغه ثابت احکام یې تاسو ته بیان کړي وي.

بیا ما ورته وویل : د شیعه ګانو په نزد دظالم خلیفه دافعالو حکم څه دی ؟ آیا نافذ دي ؟

هغه وویل : نه صحت لري او نه نا فذ دي.

ما ورته وویل : د خدای لپاره راته ووایه چې دعلی بن ابی طالب  د زوی محمد بن الحنفیه مور د کوم قوم وه ؟

هغه وویل : دبني حنیفه دقوم.

دبنی حنیفه داسیرانو څخه ؟

هغه وویل : زه نه پوهیږم ( دروغ یې ویل).

د دوی ځینو حاضرو ملایانو وویل: ابوبکر اسیران کړي وو.

ما ورته وویل : نو بیا څنګه علي له یوې اسیرې ښځې سره یوځای کیږي او له هغې خدای اولاد ورکوي- اودظالم  امام احکام د تاسو په ګومان نافذ نه دي او په تناسل کې ا حتیاط په کار دی.

هغه وویل : کیدای شی د بنوحنیفه د قوم په رضا یې ورسره واده کړی وي.

ما ورته وویل : داخبره دلیل ته ضرورت لري.

دلته بیا ملا باشي ساکت شو.

بیا ما ورته وویل : ما کوم آیت او حدیث ځکه تا ته دلیل نه کړ چې حدیث هرڅومره صحیح هم وي کیدای شې ته ووایې چې صحیح نه دی ، او په دلیل کې شرط دادی چې دواړه متخاصم اړخونه ورباندې توافق ولري او که چیری آیت می دلیل راوړی وای او ویلي مې وای چې په اتفاق دمفسرینو یې حکم دادی او د ابوبکر په هکله نازل شوی ، تا به ویلې وای چې دمفسرینو اجماع په ما باندې دلیل نه شي کیدلای او یو لیرې تاویل به دې په کې کړای وای او ویل به دې چې کله په دلیل کې احتمال داخل شي استدلال پرې باطل دی نو ځکه ما په آیت او حدیث باندې استدلال ونه کړ.

کله چې د دغې مباحثې تفصیلات نادر پادشاه ته  انتقال شول ، هغه امر وکړ چې د ایران ، افغانانو ، او ما وراء النهر علماء غونډه وکړي او د کفر عوامل دې لیرې کړي ، او زه به د پادشاه لخوا وکیل او په دغو درې واړو فرقو شاهد اوسم.

مونږ له مجلسه  ووتو ، شا وخوا ته مو ډیرې خیمې ولاړې وي او مونږ يې په مینځ کې روان وو ، افغانانو ، ازبکو او عجمو مونږ ته کتل او د ډلې په مینځ کې یې ما ته په خپلو ګوتو اشارې کولې . یوه ډیره لویه او مشهوره ورځ وه.

                                     «««««««

وروسته لدې علامه عبدالله بن الحسین السویدی العباسي متوفی ۱۱۷۴ هجري ، دپنجشنبې په ورځ د ۱۱۵۶هجري قمرې کال د شوال دمیاشتې په  ۲۵ ، په نجف کې حضرت علی کرم الله وجهه ته منسوب زیارت ته ورڅیرمه  دغه لويه غونډه دایروي . په غونډه کې  د بخارا قاضي العلامه هادي خوجه بحر العلم ابن علاء الدین ، له ملا باشي علي اکبر سره مباحثه کوي. دغه بحث یوې حساسې مرحلې ته رسیږې چې بیا دافغان مفتي ملا حمزه القلنجانی ( غلزايي) په مداخله پای ته رسیږي.

تفصیل به یې په راتلونکې برخه کي ولونئ.

هغه افغان علماء چې په دغې تاریخي غونډه کې یې برخه اخیستی نومونه یې داسی لیکل شوي.

1.  الشيخ الفاضل الملا حمزة القلنجاني الحنفي مفتي الأفغان.

2.  الملا أمين الأفغاني القلنجاني ابن الملا سليمان قاضي الأفغان.

3.  الملا طه الأفغاني المدرس بنادر آباد الحنفي.

4.  الملا دنيا الخلفي، الحنفي.

5.  الملا نور محمد الأفغاني القلنجاني الحنفي.

6.  الملا عبد الرزاق الأفغاني القلنجاني الحنفي.

7.  الملا إدريس الأفغاني الابدال الحنفي.

که چیرې ګران لوستونکي ددغو ملایانو په هکله نور معلومات لري راسره شریک دې کړي. ( ژباړن)

توضیحات :

(۱)

(انت مني بمنزله هارون من موسی ، الا انه لا نبی من بعدی)، ژباړه: ته ماته داسې یې لکه چې هارون چې موسی ته وو خو وروسته له ما پیغمبرنشته.

دغه حدیث شریف بخاری او مسلم دواړو روایت کړی. کله چې پیغمبر(ص)دتبوک غزا ته روانیده نو علی کرم الله وجهه ته يی وفرمایل چې په مدینه منوره کې دپيغمبر جانشین پاته شي خو حضرت علي باندې چې جنګي سردار وو ګرانه تمامیده او پیغمبر(ص) ته یې وویل : ته ما دلته له ضعیفانو ، ښځو او کوچنیانو سره پریږدې ؟ رسول دخداي يي دخوشالولو لپاره وویل آیا نه غواړې چې ته ماته داسې اوسې لکه څنګه چې هارون (ع) موسی (ع) ته وو؟ (ژباړن)

(۲)

(جلیل صحابي ابن مکتوم د بی بی خدیجې دماما زوی وو. دی نابینا وو او پیغمبر ص د ډیرو غزاګانو په مهال په مدینه کې خپل جانشین پریښی.( ژباړن)

(۳) فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَةَ اللَّهِ عَلَى الْكَإذِبِينَ) سورة آل عمران : 61 ژباړه : څوک چې مناقشه کوي له تاسره  وروسته لدې چې تاته علم راغی . نو ورته ووایه چې راشی مونږ به خپل زامن اوستاسو زامن ، خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپله مونږ او تاسو به  راشو او بیا به خدای ته د عا وکړو چې په درواغژنو لعنت وکړي.)

 دغه آیت شریف وروسته لدې نازل شو چې دنجران دمسیحیانو یوه ډله دیني عالمان مدینې منورې ته راغلل او له رسول اکرم (ص) سره یې دعیسی علیه السلام په هکله مناقشه وکړه. هغوی دعیسی ع  په هکله د پیغمبر ص د نظر له اوریدو وروسته هم  په خپل باور ټینګ پاته شول . پيغمبر ص ورته وویل چې عیسی ع دخدای بنده دی خو هغوی ویل چه نه زوی یې دی. وروسته لدې دغه آیت شریف را نازل شو یعنی دا چې که چیری هغوی عناد کوي نو ای پيغمبره ته له دوی سره مباهله وکړه. کله چې دنجران دنصرانیانو مشرانو پیغمبر ص ،حضرت حسین ، حضرت حسن ، بی بی فاطمه او حضرت علی ولیدل نو له مباهلې یې لاس واخیسته او پیغمبر ص ته یی وویل چې مونږ تاسو یو بل ښیرا نه کوو ، تاسو په خپل دین اوسی او مونږ په خپل.

————————————————————

ماخذ : مؤتمر النجف = الحجج القطعية لاتفاق الفرق الإسلامية .

لیکوال : علامه عبدالله بن الحسین السویدی العباسي متوفی ۱۱۷۴ هجري قمري

دغه کتاب په کال ۱۳۲۴ هجري که په قاهره او ۱۹۸۸ میلادي کې په بغداد کې چاپ شوی . مقدمه یې استاد محب الدین الخطیب لیکلې .

دغه کتاب په قطر او سعودي عربستان کې هم څو ځلې بیا چاپ شوی.

لومړۍ برخه

2 thoughts on “د نادر افشار په دربار کې افغان مفتي (۲) س.م. س”

ځواب ورکول ارغند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *