تاند- له ناراضو او برطرفه شویو چارواکو جوړې ټلوالې (د افغانستان لوی ملي ايتلاف) نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او له همدې کبله مدني نافرماني اعلانوي.

دې ټلوالې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه دوی حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته دوې اوونۍ مهلت ټاکلی چې غوښتنې یې ومني خو ونه منل شوې.

ټلوالې دا اعلان وروسته له دې وکړ چې تېره شپه په ټلوالې کې د شاملو ګوندونو مشرانو په ارګ کې له ولسمشر غني سره د خپلو غوښتنو په اړه وکتل او پرېکړه وشوه چې د دواړو خواوو ترمنځ دې د مسلې د حل لپاره کمېټه وګومارل شي.

ټلواله وايي«حکومت، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او نړیواله ټولنه د راتلونکو انتخاباتو په اړه د سیاسي ګوندونو، غورځنګونو او د افغانستان د خلکو د غوښتنو په وړاندې بې تفاوته دي.»

ویل کېږي چې ټلواله د بایومتریک سیستم او په انتخاباتو کې د ګوندونو د ونډې په شمول یو لړ غوښتنې لري چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو نېټې ته یوازې ۲۴ ورځې پاتې دي، د دغو غوښتنو عملي کېدا ناممکنه ده.

پرون په کابل کې پولیسو د رد شویو کاندیدانو د پلویانو د پرلت خیمې ټولې کړې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دروازه پرانیستل شوه.

په همدې حال کې د امریکا سفارت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د بېرته پرانیستل کېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې انتخابات له ټاکلي مهالوېش سره سم ترسره شي.

One thought on “د نارضو چارواکو ټلواله وايي، مدني نافرماني پیلوي”
  1. آیا پدی کی تاسی کوم یو سړی وینی دا ټول د وطن دشمنان اوخره دی خطا خر ، غدیر خر، ډبل خرمامور خر ، لاړلی خر او ترټولو غټ ګرګی سپی بړستن خنذیر او داسی نور دا یو هم دسړی زامن ندی ددوی خپلی ګټی چی نه وی والله که هغه ځای ته ور هم شی الله ج د دوی تباه او برباد کړی دوطن پدی شرایطو کی دوی غوبل جوړ کړی دی

ځواب ورکول abid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *