تاند- د ناروې صدراعظم په پټه په پلازمېنه اوسلو کې ټکسي چلاوه څو په سیاسي چارو کې د خلکو پر نظرونو ځان پوی کړي.

له هغې ویدیو سره سم، چې د صدراعظم لیبرال ګوند پرون په ټولنیزه شبکه کې خپره کړې ده، ښودل کېږي چې بالاخره د ټکسي یو مسافر موټر چلوونکی پېژني چې صدراعظم دی.

صدراعظم ویلي چې دا کار یې د دې لپاره کاوه چې په دې پوي شي چې خلک په رښتیا څه غواړي.

ده همداراز وویل، ښايي یوازینی ځای چې خلک پکې د زړه خبرې وکړي هغه ټکسي وي.

ناروې د نړۍ تر ټولو سوکاله او سوله ییز هیواد دی.

3 thoughts on “د ناروې صدراعظم د خلکو پر نظر د ځان خبرولو لپاره ټکسي چلاوه”
  1. خپل تیر راوسپړی !! خپل مشران او د هغوی زرین تاریخ وګوری پوه به شی چي دوی دا له چا زده کړي خو نن مسلمان……………..

ځواب ورکول Rafiullah Najam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *