شرف الدین عظیمی

زما په مراجعینو کې ډېر کم شمېر نارینه دا ویلی شي چې ژر نه انزالېږي او زما په خیال چې د مورد د ډېری کورنیو د کورنیو او جنسي ستونزو لامل ګرځېدلی او په یوه پټ جنګ بدل شوی او له ګډو جوړو ورځ تر بلې قرباني اخلی. د ځینو څېړنو له مخې په هرو ۵ نارینه وو کې ۴ نارینه په دې ګډوډۍ اخته دي او دا ستونزه له ۲۵ کلونو پیل بیا تر ۳۵ کلونو نرانو کې ډېره لیدل کیږي له همدې امله په لسګونو کمپنۍ سپرې او درمل جوړ کړي او خپل بازار یې په خلکو ګرم ساتلی چې نه یوازې ګټه نه کوي بلکې زیانونه هم لري او ډېر نارینه یې نا امیده کړي.

ښکاره ده چې د ژر انزالېدو په اړوند به مو په ذهن کې بېلابېلې پوښتنې راګرځيدلي وي، دا یوه اروايي ګډوډي ده، چې له امله یې اخته شخص له درې دقیقو او ۱۱ ځله څخه په کم مهال، او یا له داخېلولو سره سم انزالیږي او په ذهن یې ډېر بد تاثیر او اغېز کولی شي.

د پام وړ مسله داده چې څنګه کولی شو له ژر انزالېدنې څخه خلاص شو په همدې موخه لومړی باید له یوه یورلوژیست سره خبرې وشي ځکه چې یو لامل یې جسمي هم کیدای شي ښایي کومه هورموني ستونزه ولرو که مو احیاناً کومه هورموني ستونزه نه لرله نو فوراً ارواپوه ته مراجعه وکړئ.

بل لامل یې ښایي اروایي وي له بدلمنو ښځو سره جنسي اړیکي، جنسي ځوريدنه، خود ارضایي یا ځان خلاصونه، چې دا هرڅه له وېرې سره مل وي یعني مغز دا منلې چې یو وخت دې له اضطراب ډکې جنسي درلودې چې له امله یې وروسته په مشروع اړیکو کې هم اضطراب پیدا کیږي او انسان ژر انزالیږي او بایده ده چې له دې کړنو مخنیوی وشي دا خبره ځکه کوم چې څو ورستي کلونه افغان نارینه ډېرې موازي اړیکي ساتي.

په نویو واده شويو نارینه وو کې تر شپږ میاشتو عادي ده خو ژر یې باید غم وخوړل شي، په نورمال ډول نران له ۵ تر ۱۰ دقیقو انزال یا خلاصېدای شي، مېرمنې په نورمال ډول ۲۰ تر ۳۰ دقیقو وخت او اړیکي ته اړتیا لري تر څو ارضا شي په دې مرحله کې  د مېرمنو د انزال په خاطر لمس، مینه ناکې لوبې، او ښکولول ډېره مرسته کولی شي.

بله مسله دنرانو جنسي اړخ دی، نارینه له جنسي اړخه فعال دي چې باید له عاطفي اړخه هم فعاله شي یاني باید د مېرمنو په شان عاطفي کړنې هم سرته ورسوي تر څو یې د ژر انزالېدو ستونزه په تدریج سره له مینځه لاړه شي همدارنګه نارینه باید خپلې هغه ناروغۍ ورغوي چې جنسي لېوالتیاوې یې له میننځه وړي لکه په نارینه وو کې د شکر او په مېرمنو کې د جاغور ناروغۍ.

خاوند سره باید مرسته وشي، ډېری افغان مېرمنې د شرم، حیا، ناپوهۍ او هغې زده کړې له مخې چې ورکړل شوې له خاوند سره مرسته نه کوي او نه ورته وایي چې زه په ځنډ خلاصېږم ته ژر خلاصېږې زه وخت ته اړتیا لرم ته باید ماته وخت راکړې ته باید له جنسي اړیکو وړاندې مینه ناکې لوبې سرته ورسوې او ډېری له هغو تمثیل کوي او خپل خاوند ته وایي زه خلاصه شوم زه ارضا شوم چې دا هر څه په ژر انزالېدو کې خپل رول لري او په اوږد مهال دواړه ساړه کوي.

بله ستونزه په جنسي اړیکو کې نظم دی، ډېری کسان خپلو جنسي اړیکو ته مهالوېش جوړوي یاني خپلې اړیکې د جمعې، یک شنبې یا دو شنبې شپې ته پریږدي چې عموماً دا چاره په نارینه وو کې د ژر انزلېدو لامل ګرځي جنسي اړیکه یوه خود جوشه کړنه ده چې باید هماغه د تحریک او غوښتنې وخت یې په نظر کې ونیول شي نه مهالویش او جنتري.

په رڼا کې جنسي اړیکي هم ژر انزالېدل رامینځته کوي یانې د ورځې یا د شپې له د لوري د ګروپ رڼا ته چې کله جنسي اړیکي سرته رسیږي خاوند د مېرمنې بدن ګوري او په دې سره ډېر تحریک او ژر انزالیږي او دا چاره د د دې ستونزې تر حله وځنډول شي.

ژوره ساه یانې په ګېډه او جنسي آلت فشار راوړل، په دمه دمه داخلول، خپل جنسي فکر بل لوري ته کول هم ددې ستونزې په درملنه کې مرسته کوي.

هغه پوزیشن چې تاسو ژر انزالوي په هغه پوزیشن یا حالت اړیکه مه نیسی برسېره پر دې هغه پوزېشن وکاروئ چې په هغه کې ژر انزال نه شئ او په بدلولو رابدلولو همداسې مخته ولاړ شئ.

د ډبلو او وخت ډېروونکو کانډومونو څخه ګټه واخلئ آن که کانډومونه سر په سر هم وکارول شي مرسته کوونکي تمامیږي او دا یوه روسي درملنه ده چې بریالۍ واقع شوې.

که هڅه وشي چې په خونه، دروازه، کړکۍ او په امن ځای کې جنسي اړیکي ونیول شی هم ژر انزال ستونزه حل کیدای شي.

ورستی مورد چې غواړم یادونه ورته وکړم هغه په یخو اوبو د جنسي الې لمدول او د خپلې جنسې الې لمس کول دي چې له امله یې د جنسي تحریک کچه راکښته کیږي او ژر انزالېدل له مینځه ځي.

په همدې اړوند ويډیو کې نور تفصیل هم ووینئ او واورئ

پایله: کولی شو ووایو چې په جنسي اریکو کې ژر انزالېدل جنسي – اروایي ګډوډي ده که یې بابېزه وګڼو نو ورځ په ورځ به د ډېرېدو په لور ولاړه شي چې هم به موږ او هم به زموږ ګډ ژوند کمرنګه او ګډوډ کړي مېرمن به مو ټول عمر ځوریږي او تر عذاب لاندې به وي نو ښه دا ده چې هر څومره ژر دا ستونزه حل کړو تر څو یو خوښ او خوشاله جنسي ژوند ولرو.

د لیکنې په اړوند مو نظر څه دی؟

راتلونکې لیکنې او ويډوګانې په کومو موضوعاتو جوړې کړو؟

2 thoughts on “د نارینه وو ژر انزالېدل د معاصرو کورنۍ یو پټ غم او جنګ؟”
  1. د ښاغلی محترم ډاکټر صاحب ش.عظیمی څخه په ډیری مننی سره
    رشتیا هم په پورته غوندی موضوعاتو پوهیدل یو حیاتی ارزښت لری خصوصاً چی د مقابل او مخالف جنس انسانی- اخلاقی- عاطفی حقوقو اداینه هم په منځ کی وی
    زه د ښاغلی ډاکټر څخه یوه پوښتنه لرم
    زما یو دوست همیشه شکایت کوی چی
    مخکی د دوست د داستان څخه یوه ټوکه
    کوم وخت د ترافیک کوم مامور کومه رکشا را ایسار کړه او ورته وئی ویل چی هلکه ودریږه د مخ لمبر پلیټ دی کوږ دی رکشا والا ورته وویل مخته را تیر نه سی چی بریکونه ئی هم کار نه کوی
    زما دوست ویل چی ژر انزال څه چی اصلاً د پاڅون او تحریک درک نسته خو کله چی د اروپا څخه پرواز وکم او کابل او خصوصاً خپل ننګرهار کی پښه کښیږدم ( البته دا کس په کال کی یو دوه ځله حتماً خپل وطن ته سفر لری)نو د خواښی په کور کی می ماندینه راڅخه روزګار نلری که څه هم راضی او خوښه ده خو ظاهراً شکایت کوی او راته وائی چی په پخپل کور یعنی اروپا کی زړه پیشو غوندی پر څنګلو روانه ئی او دلته بیا د بل په کور او مسافری کی زمری زمری کیږی
    زما پوښتنه داده چی
    چه د ژر انزال په هکله ستاسی د علمی دلائلو د توجیه تر څنګ آیا د اقلیم څرنګوالی هم د جنسی اړیکو د کیفیت سره کوم علمی تړاؤ درلودای سی که نه؟
    دلته د شمالی اروپا( کوم چی زما دوست هم پکی اوسی) اقلیم ډیر مرطوب او ناشوخ اقلیم دی
    ممکن دا اقلیم پر هغه چا منفی اغیز ولری کوم چی دلته ندی زیږیدلی او په لوړ عمر راغلی دی او شاید دا اقلیم ددې ځای پر اصلی اوسیدونکو کوم منفی اغیز ونلری البته د جنسی اړیکو د کیفیتپه هکله
    په هر حال هیله ده چی زما پوښتنه مو سمه درک کړی او لازم توضیحات را ته ولیکی
    ډیره مننه

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *