یو شمېر افغانانو په خپلو فېسبوکپاڼو کې د نامتو هنرمن ډاکتر فطرت ناشناس د مړینې اوازې خپرې کړي دي.

د فیسبوکي اوازو تر اغېز لاندې د خامه پریس په شان ځینو خبري اژانسونو هم لیکلي چې ډاکتر فطرت ناشناس وفات شوی دی .

خو د ناشناس کورنۍ د دغه لوی هنرمن د مړینې اوازې ردوي.

په لندن کې د ناشناس د کور غړيو تاند ته وویل چې د ډاکتر فطرت د مړینې خبرونه ناسم دي.

 د دې ټېلفوني مکالمې په مهال ښاغلي ناشناس په بل ټېلفون کې خبرې کولې.

د ډاکتر ناشناس د مړینې د خبرونو له خپرېدو وروسته ده ته پر له پسې ټېلفونونه کېږي  او د ناشناس د ژوند په اړه ورڅخه پوښتنې کېږي.

3 thoughts on “د ناشناس د مړینې اوازې ناسمې دي”
  1. استاد دوکتورصادق فطرت ناشناس د دري ژبې یو تکړه هنر مند دی ، دري ژبې ته یی ډیر خدمت کړی او په ډیر خوږ آواز کې یی سندری ویلی دی. یو څو سندرې یی په پښتو هم شته ، خصوصا د حمید ماشوخیل مومند شعرونه یی په ښکلي غږ کې ویلی دی. مونږ ورته اوږد او له خوشحالیو ډک عمر غواړو.
    نن به شپه زما د یار په کوم مکان وی.
    خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې
    دایی غاښ په خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې

  2. کمی پیشتر یکی از فیسبوکیان روُف دل ولایک طلب ! بخانهُ ایشان زنګ زده بود و مرحوم فقید ….. وغیره صادق فطرت (ناشناس) درجواب ایشان فرموده بودند که خیلی ببخشید این خبرصادق میباشد اما ناشناس!؟من همینحالا از آخرت مخاطب شما هستیم،خیلی مصروف سوال وجواب نکیر ومنکرمیباشم لطفاُ بعداً به تماس شوید!

  3. (ډاکټر ناشناس) إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون
    راپور: حبیب الرحمن تاثیر

    إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون دا د خدای تعالی د سپیڅلي کتاب هغه مقدس دوعایه ایات دی چې د نړۍ ټول مسلمانان په ځانګړې توګه افغانان یې د خپلو هیوادوالو په مرګ هره ورځ د ورځې څو ځله وايي.

    خو د تیرې جمعې په ورځ افغانانو، د ځینو سندرو، ټپو، شعري بیتونو او د نظم د ټوټو ترڅنګ دغه ایات د یوه داسې شخصیت په حواله په زرګونو ځله تقرار کړ چې د پښتو، هندي او پارسي موسیقي په دونیا کې یو لوی نوم لري، ډاکټرمحمدصادق فطرت چې موږ او تاسو یې د ناشناس په نوم پیژنو.

    د ډاکټر ناشناس د مرګ خبر افغانانو په سوشل میډیا کې لکه د ځنګل اور خپور کړ، خو نه یې مرجع مالومه وه، نه یې منبع، چا ویل دوی ویل، خو په دوی کې د هیواد د معتبرو ژورنالیستانو ترڅنګ لوی مدني فعالان او نوموړي لیکوالان هم ورګډ وو، خو ناشناس د خپل مرګ خبر له رسنیو سره په مرکو کې رد کړ او دا یې له وخته وړاندې خبره وبلله.

    دا چې دا خبر د هیواد معتبرو خبریالانو او لیکوالانو او نورو شحصیتونو په لومړي سر کې په سوشل میدیا کې خپور کړ او وروسته نو بیا زرګنو کسانو واخیست، نو ځوان لیکوال او شاعر وحیدالله جمعه زاده وايي دا ډول شیان خپرول د خبریالانو او لیکوالانو هڅې تر پوښتنې لاندې راولي باید دوی له احتیاط څخه کار واخلي.

    په افغانستان کې د خواله رسنیو په ډیری کارکوونکیو دا پړه وراچول کیږي چې د نوم د ګټلو، د پردیو د ګټو له باره د خلګو د ذهنونو د مخشوشولو او یا هم د راپور له وصولو څخه د غړولو په موخه له رسنیو څخه ناسم کار اخلي، نو په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمدعارف نوري دا ډول کار د تروریزم برخه ګڼي او وايي: ژوندی مثال یې هم د ناشناس د مرګ خبر خپرول دي.

    دا چې په افغاني ټولنه کې په سوشل میدیا کې د سیاسي شخصیتونو، خبریالانو، سندرغاړو او ځینو پیژندل سویو څیرو په نومونو په سلګونو پاڼې جوړې سوې دي نو په غزني کې د شمشاد ټلویزیون خبریال محمدابراهیم امیري وايي: افغانان باید له دغه رسنیو څخه هغه ډول استعفاده وکړي لکه نوره نړۍ چې ورڅخه ګټمنه کیږي.

    د ډاکټرمحمدصادق فطرت ناشناس د مرګ دروغژنه خبر په داسې حال کې په سوشل میډیا کې خپریږي چې تر دې وړاندې هم دغه افغانانو په خپلو انټرنیټي پاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د زرڅانګې، خیال محمد او استاد ګلزمان ترڅنګ ډیری نور سندرغاړي په څو ځله مړه کړي او بیا یې ژوندي کړي دی.
    By: Habib Urehman Taseer
    [email protected]

ځواب ورکول تاثیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *