تاند- د ناټو د دفاع وزیرانو نن د افغان ولسمشر د نیوکو په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د دغه تړون په مشرۍ جګړې افغانستان ته ډېرې ګټې په برخه کړي دي.

د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامنډ د دفاع وزیرانو غونډې ته د ننوتو په مهال وویل:«په ۲۰۰۱ کال د جګړې د پیل د وخت په پرتله، چې طالبان له واکه وپرزول شول، افغانستان خورا زیاته ګټه کړې ده.»

د ده په وینا هماغه وخت افغانستان د یوه دولت او هیواد له لومړنیو امکاناتو برخمن نه و خو اوس هر څه بدل شوي دي.

ده په عین حال کې وویل:«له افغانستانه هیڅکله سویس نه شی جوړېدای خو په کابل کې به حکومت وي چې وسله وال ځواکونه لري او د هیواد اکثره برخې په کنټرول کې لري.»

د جرمني دفاع وزیر توماس دي میزرې هم ورته څرګندونې وکړې، ویې ویل چې د ناټو پر رول د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي حملو (نیوکو) سخت حیرانه کړی دی.

ده وویل:«افغان ولسمشر پخوا د ناټو د ماموریت په اړه خورا مثبتې خبرې کړې وې. د ده وروستیو څرګندونو زه حیران کړم او دا خبرې هغه څه نه منعکسوي چې افغانان یې هره ورځ موږ ته وايي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي روانه میاشت د ناټو پر ماموریت سختې نیوکې وکړې، ویې ویل چې له غم او درده پرته یې افغانانو ته سوله نه ده راوړې.

کرزي ویلي:« د امنیت په برخه کې د ناټو کړنې د افغانانو د کړاو سبب شوې دي، ډېری وګړي د جګړې قرباني شوي او هېڅ پرمختګ نه دی شوی.»

ده دا هم ویلي: «ناټو په غلط ډول د دې پرځای چې پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو له منځه وړلو لپاره د جګړې پام ورټول کړي، د افغانستان په کلیو کې یې د جګړې تمرکز ډېر کړی و.»

کرزي پر ناټو دا نیوکې په داسي حال کې وکړې چې یو شمېر کتونکي د ناټو د ماموریت او په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو کې د دغه تړون پر جدیت شک څرګندوي، وايي: داسي ښکاري چې بهرنیان د ځینو نورو هدفونو لپاره قصداً جګړه پای ته نه رسوي.

خو ناټو دا ډول شکونه پخوا هم په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې په زرګونو عسکر یې په دې جګړه کې وژل شوي او په سلګونو ملیارد ډالره یې لګولي دي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه

ټاکل شوې ده چې د ناټو دفاع وزیران نن ناوخته له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د پوځیانو د ایستلو لپاره د تیاري په لړ کې د افغانستان د عملیاتو په اړه خبرې وکړي.

په همدې منځ کې د بریتانیا دفاع وزیر هامنډ د امریکا او افغانستان امنیتي خبرو ته په اشارې وویل:«نښې نښانې ښيي چې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.»

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د افغانستان د دفاع وزیر بسم اله محمدي چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یې ګډون کړی، په ډاډ دا خبره کړې چې دغه تړون به ډیر ژر لاسلیک شي او اکثره افغانان به یې ملاتړ وکړي.

په خپله محمدي رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ناتو عمومي منشي وایي، ډاډه دی چې د افغانستان قومي مشران او پارلمان به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون ملاتړ وکړي.

اندریس فوګ راسموسن دا خبره د بلجیم په مرکز بروسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو د سې شنبی د ورځې د غونډې په پای کې وکړه، ویې ویل:

«ډاډه یم چې له افغانستان سره امنیتي تړون به نهایي کړو، د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون او ترهغه ځایه چې په ناتو پورې تړلې ده، د ځواکونو د شرایطو تړون. زه ډاډه یم چې موږ به موافقې ته ورسیږو ځکه افغانان پوهیږي چې دغسې یو تړون افغانستان ته له ۲۰۱۴ کال وروسته د روزونکو د استولو لپاره یو مخکینی شرط دی.”

د بریتانیا دفاع وزیر هم وویل، د ده د معلوماتو له مخې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه به مخکې تر دې لاسلیک شي چې د افغانستان په اړه ناټو په خپل منځ کې خبرې پیل کړي.

One thought on “د ناټو دفاع وزیرانو پر دغه تړون د کرزي نیوکې په کلکه رد کړې”
  1. ګرانو د تاند چلونکوسلامونه

    په پاسني راپور کې راغلي چې نن د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې ویل شوي چې د برتانیا دفاع وزیر ویلي چې له افغانستان څخه هیځکله سویس نشي
    .جوړیدی

    رښتیا چې وي په کینه کې شوم چې افغانستان خو په تبي ښلا کې اوس هم د سویس څخه ښکلی دی بل افغانستان او سویس سره پرتله کیدلای نشي سویس د افغانستان په پرتله ډیر کوچنی هیواد دی که دابادی او امن خبري وي نو دا سمه نه ده چې ،،،هیڅکله ،،، به سویس غوندې نشي

    ایا دا خبره کټ مټ همداسې شوې ؟
    ما غوښتل چې څه پرې ولیکم خو بیا مې پکر وکړو چې د یو هیواد دفاع وزیر به دومره ناپوهه نه وي چې داسې څرګندونې وکړي

    ګوګل پلټنه مې وکړه خو په دې ډول خبر مې ونه لیدلو خبرونه وو خو زپاړه یی کټ مټ داسې نه وه

    تاسو که ښه سرچینه لری مونږ سره یی شریکه کړی

    مننه

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *