تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د ناټو غړي هېوادونه نن او سبا د دسمبر په ۴مه په لندن کې ددغه سازمان د جوړېدو ۷۰مه کلیزه نمانځي.
د ناټو د سرمنشي د ویاند مرستیال پیرز کزالي د لندن د غونډې د اجنډا په اړه خبریالانو ته ویلي، چې ناټو مشران به نن او سبا ته د ترهګرۍ پر ضد ګده مبارزه او افغانستان او عراق لپاره د خپل ګډ ماموریت په څرنګوالي او تنظیم خبرې وکړي.
ښاغلي کزالي ویلي، د بحثونو یوه برخه به په افغانستان کې د افراطي ډلو د مخنیوپ په اړه بحثونو ته ځانګړې وي او ناټو مشران به د افغانستان پر سوله هم سلا مشورې وکړي.
ښاغلي کزالي زیاته کړه، د افغانستا سوله د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره خورا مهمه ده او طالبانو ته یې پیغام دا دی چې د سولې مېز ته له واقعي ژمنتیا او ارادې سره راوړاندې شي: (( په دې معنا چ هغوی باید هوکړه وکړي او ځینې شیان ومني، که داسې وشي نو د افغانستان د سولې پروسه به په بریالیتوب سره مخته ولاړه شي.))
تر دې وړاندې په بروکسل کې هم د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د ځواکونو د تمویل او تجهیز برخه کې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د ملاتړ اعلان شوی و، خو لا معلومه نه ده چې د ناټو مشران به دا ځل په لوړه سطحه د افغانستان په اړه څه ډول پرېکړې کوي.
ناټو او ټول نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه ، امنیت شورا او په ځانګړی ډول امریکا او برتانیه او همدا د ناټو سازمان غړی پدی ښه پوهیږی چی پاکستان د ټولو جنګی ډلو پناه ځای او تربیه ځای دی او همدا پاکستان دی چی زیاتره طالب مشران یرغمل کړی او زیاتره یی بندیان کړی او زیاتره یی ووژل چی ژوندی مثال یی ملابرادر وو چی سولی په خاطر یی بندی کړ او همدارنګه ملاعمر او ملامنصور او د ملاهیبت الله ورور یی ووژل نو لدی ښکاری چی په خلاصه تڼی یی روزنه او پالنه او نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کوی مګر امریکا او برتانیه او همدارنګه د ناټو غړی هیوادونه او ملګری ملتونه او امنیت شورا یی ګوری مګر په وړاندی یی هیڅ غبرګون نه ښایی
ددی دا معنا چی پاکستان هرڅه کوی ښه کوی ځکه چی نړیوال د افغانستان بربادی غواړی نه سوله او آبادی ځکه دوی پاکستان له هره لحاظه ښه پیژنی مګر د خپلو ګټو په خاطر چی په افغان وژنه کی یی ده څه نه وایی