تاند- ولسمشر اشرف غني د ناټو له سرمنشي منشي ینز ستولتنبرګ سره په خبري غونډه کې د ناټو د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

ده وویل لکه څنګه چې ناټو د افغانستان له تیر حکومت سره مرستې کولې د افغانستان له نوي حکومت سره دې هم په پوځي برخه کې خپلو مرستو ته دوام وکړي.

په دغه کنفرانس کې د ناټو سر منشي د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.

ده نن افغان پوځي مرکزونه هم ولیدل او ویې ویل چې افغان ځواکونه اوس پياوړي شوي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې د دوی مرستي دوام ولري.

د ناټو سرمنشي او د پاکستان لوی درستیز کابل ته راورسېدل

د ناټو سرمنشي ینس ستولتن برګ نن په یوه ناعلان شوي سفر کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر او د ناټو له قومندانانو سره وویني.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی ستولتنبرګ په څو شېبو کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په یوه خبري غونډه کې حاضر شي.

ستولتنبرګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ناټو د سرمنشي په توګه د دندې له پیلولو سمدستي وروسته په افغانستان کې د ناټو له لوري د خاصو افغان ځواکونو د روزنې د یوه مرکز لیدو ته لاړ.

ده افغان ځواکونو ته وویل چې ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغانستان ته د ناټو د سرمنشي له راتګ سره په یوه وخت د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف هم راغلی دی.

څرګنده نه ده چې د دوی دواړو سفر له یو بل سره ارتباط لري او کنه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې راحیل شریف به له افغان چارواکو وغواړي چې له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.

One thought on “ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي وغوښتل چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي”
  1. پنجاب او همکاری:
    د همکاریو او هغه هم د ستراتیژیکو همکاریو سند د دو دوستو هیوادونو ترمنځ لاسلیک کیږی ، نه د دو متخاصمو او یو بل ته په کمین کی ناستو هیوادونو ترمنځ. دا څلویښت کاله کیږی چی د پاکستان دولت او استخبارات د افغانستان د خلکو په وژلو او د اقتصادی بنسټونو په ورانولو لګیا دی. په زرګونه مهاجر افغانان د دوی په زندانونو کی مړه او نور د مرګ راتګ ته په انتظار دی. د سوداګرو مالونه د کراچی په بندر کی وراسته او هرکال په میلیونونو دالر خپلو مسلمانو ګاونډیانوته خساره اوتاوان وراړوی . د افغانستان د خلکو او دولت ضد تروریستی او ورانکاری ډلی د اسلام د دفاع په نوم مونږ ته را صادروی. په نړیواله سطحه دافغانستان پر ضد تبلیغات او معاملی کوی ، حتی د خپل لاسپوڅی رژیم سفیر یی د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف لاس تړلی د امریکا د متحده ایالاتونو زندانونو ته واستاوه ، د انګلیس ، روس ، امریکا متحده ایالاتو نه چی دوی د افغانستان د دولتونو او حاکمانو په مقابل کی خپل دلایل درلودل ، پاکستان څلورم هیواد دی چی زمونږ په خاوره یی توغندی ویشتی اوبی له کوم موجه دلیل یی د الوتکو په واسطه په افغانانو بمباری کړی ده او داسی نور تخریبی اعمال چی په لیکلو یی کتابونه لیکل کیدای شی.نو څنګه کیدای شی چی افغانستان له پنجاب سره ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی.
    د افغانانو هیله د پاکستان له ولس او خلکو نه داده چی په خپلو نظامیانو او جاه طلبو حاکمانو فشار راوړی تر څو په عمل کی خپله همکاری ، صداقت او ښه ګاونډیتوب ثبوت کړی . له افغان او پښتون وژلو نه لاس واخلی او د دښمنی پرځای افغانانو ته د همکاری لاس ور واوږد کړی ، هلته به افغانان هم په ټول توان سره له دوی سره همکاری وکړی. البته افغانانو لا پخوا خپله ایمانی او اسلامی دنده د دوی په هکله سرته رسولی ده او هند اوپنجاب ترمنځ د کشمیر په سر د جګړی په وخت کی افغانستان د خپلی خاوری د دوباره الحاق په باب کوم اقدام ونه کړ. او بیطرفه پاته شو که دا قضیه د پاکستان له خوا وای نو حتما به یی زمونږ هیواد اشغال کړی وو.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *