تاند- د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په افغانستان د ناټو پوځیانو د حضور او لاسته راوړنو په اړه د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې رد کړې.

ښاغلي راسموسن نن په بروکسل کې وویل، د امریکا او د نورو هیوادونو د بې سارو هلوځلو او قربانیو په نتیجه کې په افغانستان کې پرمختګ شوی دی او څوک ورڅخه انکار نه شي کولی.

راسموسن ټینګار وکړ ، افغانستان په تېرو لسو کلونو کې اوږد مزل کړی دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې ناټو په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې ناکامه شوې ده.

کرزي وویل، ناټو په ځای د دې چې د تروریزم په اصلي اډو کې جګړه متمرکزه کړي د افغانستان په کلیو کې د تروریزم پر ضد جګړه کوي.

ده وویل:« په اوسني نسبي امنیت راضي نه دی، دا هغه څه نه دي چې دی یې غوښتونکی یو. څه چې موږ غوښتل هغه بشپړ امنیت او د ترهګرۍ پرضد څرګنده او واضح جګړه وه.»

کرزي دا انتقادونه په داسي وخت کې وکړل چې د امریکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي موافقې خبرې لا روانې دي او د موجودو اختلافاتو له کبله نه نهايي کېږي.

د افغانستان ولسمشر یوه کمیسون ته مسوولیت سپارلی چې له امریکا سره پر امنیتي موافقې د پرېکړې لپاره د لویې جرګې د دایرولو لپاره ترتیبات ونیسي.

د افغانستان ولسمشر تر دې مخکې هم په ځلونو په افغانستان کې د ناټو پر روان ماموریت انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې باید ناټو د تروریستانو اصلي ځالې چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې دباندې دي، له منځه یوسي.

کرزی حتي د امریکا او ناټو په روانه جګړه شک کوي. څو ځلي یې ویلي چې امریکا او ناټو نه غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.

له همدې کبله یې د امنیتي موافقې پر سر په خبرو کې په دې ټینګار کاوه چې افغانستان په هغه صورت کې امریکا ته اډې ورکوي چې امریکا به د افغانستان جګړه پای ته رسوي.

ټاکل شوې ده چې امنیت شورا نن په افغانستان کې د ایساف ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.

امنیت شورا به د ایساف ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر اکتوبره پوري تصویب کړي.

3 thoughts on “د ناټو سرمنشي د افغانستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې”
  1. د ناټو عمومي منشي ښاغلی اندریس فوګ راسموسن وایی چه په افغانستان کی پرمختګ شوی دی، زه نه پوهیږم دغه ښاغلی پرمختګ څه ته وای؟
    آیا پرمختګ دیي ته وای چه افغانستان دامریکا اوناتو په موجودیت کی دفساد اومخدره توکود تولید په وجه دنړی لمړی هیواد ونومول شو، اودامن په لیحاض پرمختګ دی ته وای چه د افغانانودمړینی تعداد دورځی ۵۰۰ ته رسیدلی دی..
    دښاغلی کرزی خبره درسته ده چه وای دتروریزم اصلي زیلۍ اوځاله شپه اوورځ دپرمختګ په حال کی ده اومونږدزوال په حالت کی قررارلرو،
    وګوری کله چه افغانستان ته دناتو اوامریکا قواوی راننوتی نوپه دغه وخت کی دمخالیفو طالیبانواوالقاعده تعداد ۵۰۰ کسان وه مګرپه نن وخت کی تر۲۵۰۰۰ هم لوړ دی،بله داچه په افغانستان کی چا انتحاری نه پیژندلو مګر نن دانتحاریانو حملی ګروپی شکل ته رسیدلی دی. داولی داځکه چه دتروریزم زیلۍ اوریشه په خپل حال ارامه پاتی ده، امریکا اوناتو فقط دتروریزم څانګی اوښاخونه وهلی دی مګرریښه اوزیلي یی امانته پاتی ده اوشپه اوورڅ لنګون اوبچی اچوی. مثلآ که یوڅوک وغواړی دخپلی ځمکی څخه یوه ونه ختمه کړی نود زیلۍ اوریښی څخه به یی اوباسی، اوکه څوک غواړی چه زما ونه ګڼه شی نوښاخونه یی وهی.

    خدای دی زمونږ وطن ارام کړی

  2. As a General Secretary of Nato, I think Mr Rasmussan cannot say things other than he did, In politics no one says that he/she failed. As a general rule, politicians do not know failure. They always succeed. Even if their sucess looks occasionally worse than utter failure, they call it still a success. The tough and heroic resistance his well equipped forces from about fifty nations met, during the last 13 years, in this land of ‘superb and rugged beauty’ should have convinced him of the spirit of Afghan people with which Mr Nexon was so impressed. ‘ Afghanistan has never been conquered and not conquarable’. This is not what an Afghan says. These are the words of MR Richard Nexon the vice prisedent of US in early sixties. He expressed these words with conviction in his welcoming speech to the late Sardar Mohammad Daud Khan when he was on an official visit to Washington in late fifties or early sixties. Rasmussan should see this video. Though late, it is still instructive. It might be easy for him to believe the Vice Prisedent of the United States.

    And thanks Taand for this video.

ځواب ورکول Khogyani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *