تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن نن د ۶۵ بندیانو د خوشي کېدو په اړه د افغانستان د حکومت پرېکړه په دغه هیواد کې د قانون د حاکمیت لپاره یو ګوزار وباله.

ده دا اقدام وغانده، ویې ویل، ظاهراً دا کار د سیاسي محاسبو پر اساس د افغانستان د محکمو له لوري د قضايي مراحلو له بشپړولو پرته شوی دی.
خو د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیټه  وایي چې د دې بندیانوپه اړه هیڅ ډول جرمي شواهد نه وو موجود.

راسموسن د دې یادونې په ترڅ کې چې د خوشي کړای شويو بندیانو په اړه ادعاوې کېږي چې د افغان ملکیانو، افغان امنیتي ځواکونو او د ایساف پوځیانو په وژنو کې لاس لري، وویل: «اوس جدي امنیتي اندېښنې شته.»

راسموسن زیاته کړه:«له افغان چارواکو غواړم، د دې لپاره چې خوشي شوي بندیان د افغانستان خلکو او د ناټو پوځیانو ته نور ګواښ پېښ نه کړي هر ډول هلې ځلې وکړي.»

په کابل کې د امریکا سفارت هم نن په یوه اعلامیه کې د بګرام له زندانه د پنځه شپیته بندیانو خوشې کیدا د خواشینۍ وړ وبلله.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د دې بندیانو په هکله موجود اسناد او شواهد سم نه دي څیړلي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت وایي چې د افغان حکومت له خوا د بګرام له زندان څخه په خوشې شویو بندیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د افغان اوبهرنیوسرتیرو او ملکي افغانانو د وژلو مسوول دي.

په اعلامیه کې یادونه شوې، دا بندیان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د افغان حکومت اوامریکایی ځواکونوترمنځ د تفاهم لیک پرخلاف خوشې شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان حکومت به د خپلې دې پریکړې د نتایجو مسوولیت په خپله غاړه ولري.

 

3 thoughts on “د ناټو سرمنشي د افغانستان له لوري د بندیانو خلاصون وغانده”
  1. كار أهل كار ته

    د فبر ورى به ١٣ نيته مي غو شتل خبر ونه وكو رم إنترنت مي خلا ص كر دتا ند به ورخبانه كي مى ستركى

    به لا ند ي سر ليك ونختي.

    د امر يكا بوخ واءي أفغانستان له نن سها ره خطر ناكه بند يأن خو شي كوي.

    مضمون مى مكمل ولوست .

    ددي نه مخكي هم دامريكا ديرو لور بورو مشرانو بدي باب دخطر زنك او انتقادي بايغامونه دافغانستان د نجيب

    خلكو او لور بورو مقاماتو غورو ته رسولي وه .

    خائن خائف دي. جه هر خوك وي . خائن بأيد د قانون داحكامو سره سم محاكمه او جزا وويني بي كناه

    أشخاص بأيد محكوم نشئ او جزا ونه ويني .

    دافغانستان دولت خانته خانكري قوانين لري أمريكا او ناتو بأيد خرنكه جه خبل قوانينو ته احترام لري خمور

    قوانينو ته هم به درنه ستركه وكوري .
    ج
    بيخا يه نظامي قوماندي بايد صادري نكري جه دبكرام بنديان بأيد خوشي نشئ . حتمي بأيد محاكمه شي.

    صحيح ده دمحاكمي د باره جرمي إسناد او شهود لازم دي أمريكا بأيد متهمين. جرمي اثنادو سره يو خاي

    دافغانستان دولت ته تسليم كري به هغه صورت كي جه متهمين جرمي اثناد،شهود او جرمي دلائل ونلري او

    متهمين به كلونو،كلونو بى سر نوشته ددوي به محبوسونو كي شبي سبا كري دافغانستان دولت مجبور او مكلف

    دي جه دخبلو أطباعو به هكله قانوني تصميم ونيسي تر خو دهاغوي بشري حقوق بايمال نشئ .

    أمريكا يأن فكر كوي جه مونزه ابوالقدرت مملكت يو هر خه جه مونزه وايو بايد عملي شي .دافكر نكوي جه

    أفغانستان يو أزاد او يو مستقل دولت دي خانته خانكري أساسي قانون لري ،خانته مدني قوانين لري،

    خانته يو مستقل انتخابي رئيس جمهور لري .دري كوني قوا لري يغني قووه مقنينه، قووهء إجراءيه،قووه قضاءيه

    أمريكا بايد بي خايه مداخله ونكري أفغانان دي بريزدي جه دخبلو افغانانو سرنوشت دخبل مطروحه قوانينو به ر

    رىا كي به قانوني شكل ونيسي.

    دامريكا دولت بايد خبلوموءظيفونو ته بآم وأروي جه ولي يو تعداد إنسانان ءي به كلونو ،كلونو،بي سر نوشته به

    محبوسونو كي أجولي اودخلكو بشري حقوق ءي بايمال كري

    كه جيري واقعاء أمريكا غواري دا بنديان محاكمه شي لأندي ورانديزونه جه قانوني بنه لري مراجع كرفتاري

    مكلف دى جه هغه عملي كري دمتهمينو دوسيه كي ضميمه كري أودّ أفغانستان دولت ته دى تسليم كري

    كه جيري د أفغان دولت قانوني إجراءات ونكره هغه وخت كولي شي جه ملل متحد ته شكا يت وراندي كري د

    ملل متحد له لاري خبل مشكل حل او فصل كري .

    ورانديزونه :

    هر نفرباىد خانكري دوسيه ولرئ ،كه جيري كروبي كرفتاري شوي وي او مشترك جرم ولرئ هغه مشتركه دوسيه

    ولي بيا هم هر نفرد باره لأنديني اجراءت لازم او ضروري دي .

    ١ – دوسيه بايد تحريك دعواي جزاءاي ولرئ .

    ٢- دمتهم به دوسيه كي محضر كرفتاري موجود وي – تاريخ ، محل ، شكل ، كرفتاري ذكر وي .

    ٣ – بروتوكول معانيه محل واقعه .

    ٤ – دشاهدانو شهود به تحريري توكه دمحل واقعي حخه.

    ٥ – محضر تلاشي شخصي . دتلاشي كي كوم جرمي إسناد جه لأس ته وأغلي به محضر كي بايد درج شي.

    ٦ – دكور دتلاشي محضر. كوم جرمي إسناد جه لأس ته راغلي به محضر كي درج شي .

    ٧ – دمتهم تول جرمي إسناد د دوسي سره ضميمه وي .

    ٨ -حالت كرفتاري متهم بايد واضح وي .

    – أيا بالفعل به مخامخ جنك كى . أويا به تنهاءي شكل،أويا به كروبي شكل كرفتارشوي.

    ٩ – د تحقيق ابتداءي ورقي .

    ١٠ -دخارنوالي حخه دمتهم دباره أخستل شوى توقيفي أوراقي .

    ١١ – د دوسي دانتقال قرار دخارنوالي به تاء يداو يا مواقفه.

    كله جه دوسيه به بورتني معيار ترتيب اودتحقيق اوركان ته وسبا رل شي تحقيقاتي اوقضاءي اوركانونه كولي

    شي قانوني اجرءات تر سره كري .

    د داسو دوسيو فيصله كول دقضاءي د اوركانونو دنده ده نه د منتخب كميسونو ، كومه دوسيه جه دخارنوالي له

    خوا قانوني توقيف ولرئ ،دمتهم دبراءت او محكوميت صلا حيت يوازي دخارنوالي او محكمي به اختيار كي ده.

    بشهاد:

    د دي دباره جه دبكرام دبنديانو موضوع د داخلي او خارجي دولتو تر منخ به يوه ستره منازعه نه وه بدل شوي،

    محترم رئيس صاحب جمهور كولي شوه به عوض ددي جه كميسون ته دنده وسباري لازم وه جه يو تحقيقاتي

    مسلكي أداره تشكيله ،ددي اداري به أرخ كى ،يوه خانكري اختصاصي خارنوالي،او يوه اختصاصي محكمه

    تشكيل أو منخ ته راغلي وه اودا دري واره اداري مستقيماء درءيس جمهور تر قوماندي لأندي ،او دري وارو أدارو

    خبل كذارشات رئيس جمهور ته وركول ، اوهدايات ءي هم درءيس جمهور خخه اخستل.

    دلته به د دولت حيثيت او اعتبار ، درءيس جمهور عدالت او اعتبار ،أوبي طرفي د أفغاني اوخارجي تولنو تر منح

    د دعه دري قانوني اوركانونو دقانونى تصاميمو به رنا كي بؤرته تللي وه .

    دكميسون تشكيليده او كميسون دنده يوازي بررسي دقضاءياوه وه نه قانوني تصاميم نيول .

    دا رئيس جمهور دخبل صلاحيت خخه استفاده كري او كميسون ته ءي قانوني صلاحيت ور كري دايوه استسناء

    ءي موضوع ده .

    تبصيره. :

    نن مي بيا ولوست . دناتو سرمنشي او دامريكا سفير به أفغانستان كي نيوكه كري جه دبكرام دمحبس بنديانو

    بوره إسناد درلوده جه داخلي او خارجي سربا زان ءي ترور او وزلي دي .

    كه جيري د دوي خبره واقيعت ولرئ ،واقعاءدادبشري نورين به مقابل كي يوه ستره نه بخشونكي كناه اوستر جرم دي

    كه جيري د دوي خبري دروغ اوحقيقت ونه لري ،اواسنادءي افغانانو ته نه وي ور كري دلته ناتو او أمريكا يأنو ،

    د يو ي خوا دستر اونه بخشونكي جرم او خيانت سره مخامخ دي ،دبلي خوا أفغانستان دولت بسي بي خاءيه

    تبليغات او بروباكند كوي جه دنطامي له طرفه دي ته حرب سرد ( يخ جنك ) واءي.

    حرب سرد ونسبت حرب كرم ته دير خطرناك وي.

    بشهاد :

    ديو باتجربه كار بوه افراتيفي او تحقيقاتي مسلكي به توكه بشهاد كوم دغه دوسيه ءي جه دجهاني به سويهءي برابلم او منازعات رأ

    منخ ته كري زه به بوره ايمانداري او مسلكي بوهه او هغه تجربه جه دتحقيق له لاري زه لرم دا موضوع حل

    او فصل او د دوارو خاوو لوربورو مقاماتو مسولينو ته دخوشحالي به فضا كي قانوني قناعت وركرم.

    به درناوي.

    تل دى ويد افغانانو تر منخ ملي وحدت

    جنرال حبيب ا لله جلاللزوي.

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *