تاند- د ناټو سرمنشي نن /چهارشنبه/ اټکل وکړ چې راتلونکې جګړه به د افغانستان د حکومت لپاره یو سخت جنګ وي.

په افغانستان کې عموماً په پسرلي او دوبي کې د هوا له تودېدو سره جګړه زیاتېږي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د کابل د دوه ورځني سفر په لړ کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، وسله وال طالبان به د افغانستان د حکومت پر ضد د جګړې پر دوام اصرار وکړي او ښايي د افغانستان حکومت له یوه بل سخت کال سره مخامخ شي.

له کله چې ښاغلی ستولتنبرګ په افغانستان کې د ناټو سرمنشي ټاکل شوی، دا افغانستان ته د ده دوهم سفر دی.

طالبان، القاعده او داعش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله به په روان ۲۰۱۶ م کال کې هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملو ته دوام ورکړي.

ستولتنبرګ وویل:«موږ بېلابېل تروریستي تنظیمونه وینو چې هڅه کوي په افغانستان کې ځانونه منظم او پیاوړي کړي. موږ د القاعده، طالبانو او نورو ډلو حضور وینو، دوی لا هم په افغانستان کې دي.»

د ناټو سرمنشي همداراز وویل:«جګړه به دوام وکړي او موږ باید توقع ولرو چې پر حکومتي ځواکونو به نوي حملې وشي.»

ناټو حاضردمه په افغانستان کې ۳ زره پوځیان لري چې د ۹۸۰۰ امریکايي پوځیانو ترڅنګ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

له مهالوېش سره سم، امریکا د سږ کال تر پایه د خپلو ځواکونو شمېر نیمايي ته لږوي.

خو ستولتنبرګ وویل چې د ۲۰۱۷ م کال لپاره د ناټو د ځواکونو پر شمېر لا پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو پر ضد په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د امریکايي جنګي الوتکو رول مهم ګڼل کېږي.

د ولسمشر غني حکومت هڅه کوي چې وسله وال طالبان خبرو ته حاضر کړي او جګړې ته اړتیا پاتې نه شي.

خو داسي ښکاري چې طالبان جګړې ته تیاري نیسي.

تېر کال د طالبانو په بریدونو کې د وړم کال په پرتله په سلو کې ۳۰ زیات افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.

وړم کال پنځه زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي ول.

همداراز د ملګروملتو له شمېرنو سره سم د تېر کال په جګړو او د طالبانو په چاودنو کې ۱۱ زره ملکي افغانان یا ووژل شول او یا ټپیان شول.

2 thoughts on “د ناټو سرمنشي وايي راروان دوبی به د افغانستان لپاره لا خونړی وي”
  1. مخکی له محکی ځان ته لاره هواره وی چه بیا افغان دولت نیوکه ونه کړی داحمق دولت ولی ددوی په خبرو عبرګون نه ښکاره کوی

  2. دآفغانستان جنګ هم دا ناټو او آمريکاه انګلس او عربستان سعودی پلان او مخ ته ئې وړی او مخا مخ ودولت او دآفغانستان خلګو ته وائې چه داکال به ډير سخت وي او زموږ په بې کفايته حکومت کي داجرئت نه سته چه دا تاسی ياست او بيا دلته راځئ او په خلاصه خوله واياست چه دا کال به خونړۍ کال وي
    يو تعداد آفغانان دسپو په شان دکفر او يهودو دګټو لپاره دخپلو وړونو وتويولو ته ادامه ورکوی
    آفغانانو ته ملي قيام ضرور دئ چه واقعايو ملۍ او دخلګو حکومت وي تر ځو دا پورته هيوادونه چغه کړي
    دخپل هيواد دساتلو لپاره دروس سره چه دآمريکاه ضد سياست ئې غوره کړئ دئ کومک وغواړي تر څو دا پليد عنصرونه ورک اونابود کړو.

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *