تاند- د ناټو مشرانو په بروکسل کې د خپلې سرمشریزې په پای کې له پاکستان، ایران او روسیې څخه وغوښتل چې د افغانستان د بې ثباته کولو پر ځای د سولې او ثبات په راوستلو کې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.

د ناټو په اعلامیه کې د افغانستان ګاونډیو – ایران او پاکستان ته، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې په لاس لرلو تورن دي، او دغه راز روسیې ته، چې ځینې چارواکي وايي طالبانو ته وسلې ورکوي، د انتقاد ګوته نیول شوې ده.

اعلامیه وايي، ناټو له پاکستان، ایران او روسیې څخه غواړي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې په بشپړ ملاتړ په سیمې کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، «په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره کار ته دوام ورکوي، موږ به تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ جاري ساتو…»

ناټو تړون په خپله اعلامیه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په نوم په افغانستان کې د خپل ماموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي:

«موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو.»

د ناټو مشرانو یو وار بیا په افغانستان کې خپل ماموریت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دوی د سولې او پخلاینې لپاره طالبانو ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیزونو ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې هم ږغ وکړ چې د افغان ولسمشر وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.

دا تړون حاضردمه په افغانستان کې نژدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعني ۱۴ زره یې امریکايان دي.

One thought on “د ناټو مشرانو له پاکستان، ایران او روسیې وغوښتل چې د افغانستان له بې ثباتۍ لاس واخلي”
  1. I was hoping to read one or half sentence about Taliban main demand related to the status of foreign troops in Afghanistan, but not even a word.

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *