تاند- د ناټو مشران هیله لري چې راتلونکې میاشت د دوی په سرمشریزه کې د افغانستان نوی ولسمشر ګډون وکړي خو په افغانستان کې د انتخاباتو نتیجه لا روښانه شوې نه ده.

د تړون ځینو چارواکو ویلي چې دوی نه غواړي چې حامد کرزي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي ځکه چې د ښاغلي کرزي د واک قانوني دوره بشپړه شوې ده.

د ناټو چارواکو دا هم ویلي چې ممکن هغه څوک وروبلي چې د دوی په باور د افغانستان استازیتوب کوي.

د اشرف غني احمدزي ټیم ویلي، تر څو چې د دوی کاندید د انتخاباتو په نتیجه کې ګټونکي اعلان شوی نه وي، د ناټو په غونډه کې ګډون نه کوي خو د عبدالله عبدالله ټیم ویلي چې د دې ملاتړ کوي چې دواړه کاندیدان دې د ناټو غونډې ته لاړ شي.

د ناټو مشران راتلونکې میاشت په خپله مهمه سرمشریزه کې د افغانستان پر حالاتو په داسي حال کې خبرې کوي چې د ناټو پوځیان له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

خو دوی ته لویه پوښتنه دا ده چې په دې سرمشریزه کې به د افغانستان استازیتوب څوک کوي ځکه چې د افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کې ګټونکی ولسمش�� تراوسه پوري اعلان شوی نه دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان لا هم د رایو د تفتیش په جنجال بوخت دي.

لوېدیځوالو هیله لرله چې په افغانستان کې به قدرت په ارامه فضا کې انتقال شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو څلور ورځې تېرېږي خو لا هم حامد کرزی، چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسېدلې ده، په ارګ کې دی او واک په لاس کې لري.

دیپلوماتان وايي چې ښايي د ناټو د مشرانو غونډې ته، چې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د بریتانیا د ویلز ایالت په سیلټیک منور کې جوړېږي، حامد کرزی وروبولي او یا هغه څوک دعوت شي چې د افغانستان استازیتوب کولی شي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په سرمشریزه کې د ولسمشر کرزي ګډون تخنیکي ستونزې پېښوي ځکه چې د افغانستان په اساسي قانون کې د نوموړي د واک دوره پای ته رسېدلې ده.

د کرزي ګډون د امریکا متحد ایالتونه هم خوابدي کولی شي ځکه چې کرزي ورسره په امنیتي موافقه کې مخالفت کړی.

که امنیتي موافقه، چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو یې د لاسلیکولو ژمنه کړې ده، لاسلیک نه شي، باید ټول نړیوال پوځیان د سږ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

رویټرز خبري اژانس ته یوه دیپلومات، د نوم د نه څرګندېدو په شرط، ویلي چې ناټو نه غواړي چې د دوی غونډه کرزی ورخرابه کړي.

له افغانستانه د ناټو پوځیانو د وتلو په حال کې وسله والو طالبانو حملو ته زور ورکړی او نه یوازې ملکیان وژني بلکې پر بهرنیو مرستندویانو هم یرغلونه کوي.

په داسي یوه حالت کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اوسنیو سیاسي لانجو حل ته چټکه اړتیا پیدا کېږي خو داسي لږ نښه ښکاري چې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دې جوړجاړي ته غاړه کښېږدي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی طاهر زهیر وویل:«موږ هیله لرو چې د انتخاباتو ��سله به د ناټو تر سرمشریزې پوري حل شوې وي. که لانجې دوام وکړ نو دا به زموږ او نړیوالې ټولنې لپاره لویه اندېښنه وي.»

ده په عین حال کې وویل:«نوی ولسمشر باید د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي، خو که د انتخاباتو نتیجې څرګندې نه وې او موږ ته د ګډون بلنه راکړای شوه، موږ به پکې برخه وانخلو ځکه چې دا به شرموونکې وي.»

خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عبدالله عبدالله د دې پلوی دی چې دواړه کاندیدان یا یې استازي د ناټو په غونډه کې د افغانستان له لوري ګډون وکړي.

په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي وویل:«دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي. وخت مهم دی او سرمنشي (د ناټو) په زغرده ویلي چې له قانوني موافقې پرته ناټو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د روزنې ماموریت پر مخ نه شي بېولی.»

ټاکل شوې وه چې د افغانستان نوي ولسمشر د اختر په پنځمه لوړه په ځای کړې وای او د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوه منتخب ولسمشره بل ته په سوله ییز ډول واک لېږدلی وای.

4 thoughts on “د ناټو مشران نه پوهېږي چې د افغانستان په استازیتوب څوک خپلې غونډې ته وروبولي”
  1. داجه عبدالله تول عمر غير قانوني اعمال دافغانستان دخلكو به مقابل كي إنجام كري داورته دشرم خاي نه شكاري غواري دنا تو به غونده كي هم به غير قانوني دول برخه وأخلي به جعلي شكل خانته أوتريتيت وركري دده دباره داجه ماشوم دي دماشومانو غوندي يو خوا بلي خوا توبكي وهي دافغانستان او دافغانستان دملت حيثيت او او تريتيت تيت راولي هرخوك جه دبلار به درست خوان لوي نه شي همداسي وي لكه عبدالله دا تبليغ او بروباكنده نه ده مطبوعاتو او رسانو ليكلي جه عبدالله ددوه كالو وو جه بلار ءي مورته طلاق وركر أومور ءي يو قندهاري ميره وكر او عبدالله هم دمور سره وإده او دبلندر ترسيوري لأندي لوي شو نه دخبل بلار ناتو بايد قانوني شخص ته دعوت وركري تر خو هر خه جه تصميم نيول كيزي قانوني بنه ولري بعدي جنجالونه بايد ختم وي

  2. دا ټولی هغه بانی او چالونه دی چی بايد موږ خپل سر پر خلاص کړو ،ايا دا 13 کاله ګوم تړون وه چی دنړی په لک هاوو عسکر زموږهيوا دته دخپلو گټو په خاطر راغلی وه ، زه نور څه ووايم دا ټولی خبری په راڼه ډول دمحترم کرزی دافغانستان دجمهور ريس په ويناو کی لوستلی شی، اما په غونډه کی يوازی کرزی کولی شی ګډون وکړی دا زموږ تر هغه جمهور ريس دی تر څی چی خپله دافغان ولس اکثريت ته مخ نوی کړی. ناټو خو دنړی هغه نظامی کميټه ده چی دحق او عدالت تله يي د بی انصافو په لاس کی ورکړی، دوی به هيڅکله رښتيا ته غاړه کشينيږدی،همدا اوس تاسو خپله سوچ وکړی چی دنړی په څو هيوادونو کی جګړه روانه ده اما دوی هيڅ کله خپل سر نه په درده وی وبخشی زما ديو دوست کيسه راپياد شوه(په هندکی کله چی ډاکوان وغواړی غلا وکړی نو په يوه کوڅه چی دوه لورته يي دوکانونه پرا ته وی دسوټو سره منډه وهی او وای چور دی تاسو وژنی ځان خلاص کړی نو پدی وخت کی بيچاره دوکانداران هم دوی سره په منډو شی ،دوکانونه واز پاتی شی ورپسی ډاکوان ددوکانونوپه لوټولو شروع وکړی، کله چی دوکانداران راستانه شی نو هيڅ ورته پاتي نوی) اوس نا ټو همداسی رول لوبوی .

  3. دا چی ناتو وایی چی مونژ آنذیشنه لرو چی خپلی غوندی د افغانستان په استازیتوب سوگ راوغواری زکه چی تر اوسه د افغانستان نوی منتخب ریس جمهور ندی اعلان شوی تر سو د ناتو په دی غونده دافغانستان په استازیتوب گدون وکری خو زما په نظر دا اوسنی حالات هم دوی جور کریدی او دوی غواری ددی لاری خپلو شخصی اهدافوته زانونه ورسوی د مثال په دول د افغانستان ولس مشر حامد کرزی له ملگرو ملتو و غوشتل چی د انتخاباتو د رای شمیرنی په پروسه مداخله وکری اورای د ددوی د نظر لاندی تفتیش شی په داسی حال کی ملگری ملتو په ظاهر کی موافقه وکره مگر هغه سه چی لازم وو دوی ونه کرل .
    فلهزا اوس زما په نظر اول خو د ریس جمهور حامد کرزی ددی غوندی وروبلل شی زکه چی تراوسه همدا ریس جمهور د افغانستان رسمی او منتخب استازی تر وکرای شی په دی راروانه ناتو. غونده کی د افغانستان استازیتوب وکری

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *