تاند- د ناټو ځواکونو د کابل په جنوب کې د افغان امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو هوايي برید وکړ او په لړ کې یې لږترلږه ۸ افغان سرتېري ووژل.

په لوګر کې د ملي اردو قومندان عبدالرزاق وویل، په دې برید کې، چې نن سهار وختي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې وشو، پنځه نور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د لوګر امنیه قومندان محمد داوود احمدي هم پېښه تایید کړه او د وژل شویو شمېر یې ۸ تنه یاد کړ خو د لوګر ځینو نورو چارواکو د مرګ ژوبلو شمېر متفاوت ښودلی دی.

د برکي برک ولسوال محمد رحیم امین وویل، داسي ښکاري چې د ناټو ځواکونو د بدې همږغۍ له کبله نښه غلطه کړې وي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویندوی ډګروال برین تریبس وویل چې ايتلافي ځواکونه د لوګر له پېښې خبر دي.

ده همداراز وویل:«د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.»

لوګر د افغانستان یو نارامه ولایت دی او په وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفو ډلو په دغه ولایت کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه تېز کړي دي.

3 thoughts on “د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې لږترلږه ۸ افغان سرتېري ووژل شول”
  1. نه پوهيږ م چه بعدي خيرني او كنترول شته اوكه نه دا داستخباراتو وظيفه ده چه دنا تو دقو تو هغه دوسيه و څييړي جه دكومو را پورو په أساس دا كور دينات ور كړل شوي او را پو ر ور كوو نكي پيدا او دقانوني پو شتنو لاندي ونيول شي كيدي شي دشمن ددوست په جامه كي خپل شوم أهداف تر سره كړ ي ؤي وزارت دفاع او دوزارت دفاع كشفي او استخباراتي أر كانونه ولي دغفلت به خوب ويده دي .ددو ي ډنډه څه ده؟ او هم امنيت دولتي ولي بي تفاوته پا تي كيږ ي

  2. May be one of the illiterate translator(TURJUMAN) give wrong coordinates or some one give wrong coordinates intentionally. This must be thoroughly investigated by independent individuals.

  3. وس تازه راپور الجزیری خپور کړل وایی چی تعداد شلو ته ورسیده هیله ده تان ورونه راپور سم کړي الجزیره داسی لیکی:

    قالت الحكومة الأفغانية إنها كلفت لجنة بتقصي المعلومات بشأن الغارة الأميركية التي أودت بحياة نحو عشرين جندياً من الجيش الأفغاني وإلى جرح خمسة آخرين في ولاية لوغار (جنوبي العاصمة كابل).
    وكانت مروحيات أميركية قد قصفت “عن طريق الخطأ” حاجزاً للتفتيش في منطقة بركي براك بولاية لوغار أمس الاثنين في واحدة من سلسلة الحوادث الأكثر دموية من نوعها في أفغانستان في السنوات الأخيرة.

    اوس باید پوښتنه دهغو خلکو نه وشي چي ددغو شین سترګو راتلو ډولونه وهل او ګډیدل څرنګه دا پیښه دا توجیه کوي دغه امریکایان داسی دعوی کوي چي دوی سره وسائل شته چي په توره شپه کی هم یو وړوکی شی وینی څرنګه دالویه پوسته نه لیدله؟! ولی دافغانستان بیرغ نه لید؟
    اشرف غنی باید ځان پوه کړی چي په دی محافظ کاری کارنه کیږي باید غوڅ داپيښه وغندي او خپله پریکړه بیرته واخلی چي خارجیاناتو ته دعملیات کولو اجازه ورکړي که خبره دسهوی وي نو داڅرنګه سوه ده ړوند وای یوځل امسا غلط کړی دوه ځلی نه همیش دا څویم ځل چې داخلک دکار کوي، که ددوی په خلاف سخت ژبه ونه کارل شي نو ان شاء الله هغه وخت لري نه دی چي کابل کی ناست داخیټماران چې ځان ته مجاهدین وایی یو یو داسی په خپل کور کی ونه ولی بیا وای چي مونږ غلط شولو سهو شو ………………..

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *