تاند – د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت د سې شنبې په ورځ وویل چې ډیر ژر به هغه صندوقونه قرنطین شي چې پکې درغلۍ شوې دي.

 دا ژمنه ستار سعادت دوې ورځې وروسته تر دې کوي چې اشرف غني احمدزي په کابل کې په خبرې غونډه کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او د شکایتونو له کمیسیونه وغوښتل چې ژر تر ژره پاکې او ناپاکې رایي بیلې کړي.

 اشرف غني احمدزي سربیره پر دې چې د دې راییو د تفکیک عاجله غوښتنه وکړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارونه یې د تیرو شپږو میاشتو په ترڅ کې وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې تر دې وروسته هم دغه کمیسیون خپل کارونه سم ترسره کړي.

 بل لور ته د اصلاحات او همګرایي ډلې په خپل فیسبوک پاڼه کې یو عکس خپور کړی دی چې پکې د اشرف غني احمدزي ډله د انتخاباتو د کمیسیون له مشرانو سره لیدل کیږي. دې ډلې اندیښنه څرګنده کړې ده چې په انتخاباتو کې د اشرف غني په ګټه جوړ جاړی ونه شي.

 تر اوسه د ۲۶ ولایتونو یوازې ۱۰٪ نتیجه اعلان شوې ده چې پکې د عبدالله عبدالله رایي شاوخوا شل زره تر اشرف غني زیاتې دي.

 عبدالله عبدالله د دغو لس فیصدو رایيو له اعلانه وروسته وویل چې دی او ډله یې ډاډه دي چې د نورو رایيو له ګڼلو وروسته به هم معلومه شي چې  دوی مخکې دي، خو اشرف غني احمدزي ویلي دي چې دغه ۱۰٪ رایي داسې دي لکه د فوټبال د لوبې تر پیل مخکې لس دقیقې وخت چې لوبغاړي پکې ځانونه تودوي او اصلي لوبه تر دې وروسته پیلیږي.

5 thoughts on “د ناپاکو او پاکو رایو د بیلیدو په درشل کې اندیښنې”
  1. ټولو لوستونکو ته د سلام او احترام په وړاندی کولو سره باید ووایم چه احمدزی صاحب ډیر عالمانه تحللیل ورته کړی چه پاکی او ناپاکی رایی په ډیر صداقت سره جلا کړی او دا د فوتبال د مسابقی د اولی نیمایی ۱۰ دقیقی دی د لوبی خوند به وروسته معلومیږی

  2. د عبدالله ډله پوهیږی چی اکثریت رای یی نه دی ګټلی او خاماخا له ماتی سره مخ کیږی او دوهم یی دا په نظر کی دی که چیری له ماتی سره مخ شول نو دا ډول عکسونه د شواهدو په شکل خلکو ته وړاندی کړی تر څو خپل هغه سرغړونی چی په هرات، مزار او د افغانستان په ګوټ ګوټ کی کړیدی پټ کړی او ځان پاک معرفی کړی خو ان شاء الله چی خلک پوه شویدی او ددوی دا خیانتونه په پټ پاتی نشی

  3. داصلاحات اوهمجنسګرایي دفېسبوک خپورشوی انځورپخوانی دی چې دټاکنودمخه اخيستل شوی.ـ

  4. %10 is a small portion of votes, %90 votes are still left to be counted.
    Warlords and corrupt officials are not leaving a good individual become the president.

  5. کوم انځور چې عبدالله عبدالله ډلې خپور کړی دا دټاکنو کمېسیون یو عادي ماموریت دی او هغه مهال چې به نوماندان په رسمي ډول په ټاکنو کمېسیون کې خپل ځانونه ثبتول نو نوموړو به لومړی دکمیسیون رهبری سره غونډه کوله داسی په سل ګونه عکسونه شته چې نورو نوماندانو هم په کمیسیون کې دا سی عکسونه اخیستي دي او په اخستل شوي عکس کې د ټاکنو کمیسیون رسمي لوګو مخامخ معلومیږي.
    اوس چې عبدالله عبدالله دخپل تقلب څخه ویریږي نو ځکه داسې پوچ عکسونه او اندیښنې خپروي

  6. په دې لس فیصده شمارل شویو رایو کې د عبدالله عبدالله دوه فیصده ناپاکې او درغلې رایې هم شمارل شویدي او وروسته له تصفیې او فلتر څخه به معلومه شي، چې عبدالله عبدالله دوه فیصده له ډاکټر اشرف غنی څخه لاندې راځي!! او رښتیا هم چې ۹۰٪ رایې نورې هم پاتې دي اصلي بازي لا شروع نده!!

  7. پرته د کوم تعصب څخه د ګران هیواد افغانستان لپاره په اوسنیو شرایطو کی مناسب راتلونکی جمهور ریس ښاغلی احمدزی ده.که چیری زما دا ادعا درسته وی نو الله(ج) دکامیاب اشرف غنی ته بری ورکړی. هغه چاته چی د نوموړی په ضد توطیی جوړوی د بری چانس مه ور کوی

ځواب ورکول ش. صالیحزی شیکاګو ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *