نقیب الرحمن عمري

د  ملي وحدت حکومت تر جوړېدو  وروسته ځینې زور واکي اشخاص چې له ډېر وخته یې د دولت لوړې او مهمې چوکۍ په لاس کې وې، ولسمشر  یو څه له پامه وغورځول، مانا دا چې ځینې یې له دندو ګوښه کړل او د ځینو  بیا صلاحیتونه را کم کړل شول دا طبعي ده چې له قدرت څخه لرې کېدل  زغم، حوصله، انساني اخلاق او کامل جرئت  غواړي له اقلیت څخه د اکثریت وګړو حقوق اخیستل هم ستونزې را ولاړوي او د داسي حقوقو په نسي ډول لاسته راوړل په ‌خپل ذات کې له غبرګونونو سره مله وي په دې اړوند د غني جرائت د ستایلو  دی څو  ورځې وړاندې څو له حکومته خپه حکومتي چارواکو  په ترکیه کې د محمد اشرف غني په ضد د افغانستان ژوغورنې تر نوم لاندې یو دری اړخیز  ایتلاف وکړ .

د دغه ایتلاف د رهبري شورا مهم غړی د جنبش ګوند پخوانی رهبر  او د ولسمشر لومړی مرستیال  عبدالرشید دوستم  په ایشچي باندې د جنسي تېري په تور په دولت کې لویه دوسیه لري د نړیوالو سازمانونو او ټولنو  په تاکید او څارنه کاري دفتر ته له تلو منع شوی تر څو  دوسیه یې وڅیړل شي د جنرال  دوستم دغه او دېته ورته چارو په ازبک قوم کې د خپل محبوبیت کم او جنبش ګوند په دو ټوټو تقسیم کړ، هغه نفوس چې مخکې دوستم پر ازبک قوم درلود اوس یې نه لري…….

د جمعیت ګوند اجراییه رییس او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او د یاد ګوند رهبر  او بهرنیو چارو وزارت برحاله سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د دغه ګوند په استازیتوب د یاد ایتلاف سه یو ځای شول  د جمعیت ګوند د رهبري شورا  فکري بې ثباتي او  بې اتفاقي ددې لامل شوې،  چې په مقابل کې یې د جمعیت ګوند د انسجام شورا رامنځ ته شي په یاده شورا کې د جمعیت ګوند برجسته، فعال او بانفوذه شخصیتونه برخه لري مانا دا چې اوس د جمعیت ګوند پریکړې د قومي، ژبني او سمتي موخو پر اساس کیږي او د یاد ګوند ملي توب یې په بشپړ ډول له منځه وړی دی……..

محمد محقق د حزب وحدت ملي مردم افغانستان رهبر او د اجراییه ریاست دویم معاون هم  د دغه مثلث یو اړخ دی نوموړی په ښکاره د ځینو  همسایه هېوادونو  پروژې په افغانستان کې پلې کوي او د افغانستان ملي ګټې ورته د مولی ارزښت هم نه لري د غني په حکومت کې هزاره قوم نظر نفوس ته، په حکومت کې فعاله ونډه لري او دا په ډاګه ویلی شو  چې یوازې محقق د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو  په خاطر  له حکومته خپه دی د ده په مقابل کې  درې چنده هزاره وروڼه د کریم خلیلي او دانش تر څنګ د حکومت په ملاتړ دریږي………

د دغه ایتلاف د غړو بل ستر جنایت او غلفت دادی، چې  دوی اوس هم د دولت په لوړو پوستونو کار کوي د بیت المال له پیسو او د دولت په امکاناتو  د دولت پر ضد د نورو ملکونو  په ګټه د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ اور ته لمن وهی او داسې یوه زمینه جوړول غواړي چې هغه پخوانی برم او قدرت پکې لاسته راوړي دوی له دې ډول ایتلافونو  کافي ترخې تجربې لري د دوی دا ډول ایتلافونه اوس په حکومت ځکه فشار نه شي راوړی یو دا چې  د دغه  مثلث هر اړخ د خپل ګوند او قوم ملاتړ له ځان سره نه لري او بل داچې له غني سره د حزب اسلامي امیر حکمتیار  په څنګ کې ولاړ دی نو دا ځکه  د غني له پاره ښه بدیل دی، حزب اسلامي په پوره مانا یو سیاسي او ملي ګوند دی د افغانستان د هر وګړي حقوق پکې خوندي دي او بل هيڅ قومي او سمتي رنګ ته لري په ټوله کې ویلای شو چې دغه ایتلاف به نه دا چې کوم خاص امتیازات تر لاسه کړي بلکي د تیر  په څېر به له څه مودې وروسته په  خپلمنځي جنجالونو لاس پورې کړي او دا به د دوی وروستۍ ازموینه  وي چې د خپلو شخصي ګټو د لاسته راړلو په خاطر  د خپل قوم په مخ کې ناکامیږي او خپل محبوبیت له لاسه ورکوي.

4 thoughts on “د ناکامه تجربې تکرار|| نقیب الرحمن عمري”
  1. این آخرین زور قابل ملاحظه مامد عطا خواهد بود . امکان زیاد دارد که این مثلث متزلزل مانند مثلث شیطانی که متشکل از شورای نظار، دوستم و حزب وحدت که توسط اوامر و دستورهایی باداران روسی ، ایرانی و پاکستانی شان ، پلان انتقال مسالمت‌آمیز قدرت را از دولت شهیدِ شهیر و قهرمان واقعی این مرزوبوم، ډاکټر صیب نجیب الله رحمت‌الله علیه خنثی ساختد ، باشد . که بعد از یک مدت بسیار کوتاه بجان هم به افتند.

    .

  2. Pakistan will douch afghanistan by doing millitory operation on both side of durand line.again afghan pokhtoon nation will suffer

  3. سلامونه
    عمَری صاب په رښتیا هم ناکامه تجربه ده.
    زه ، ولسمشر ,او پخواني پریزدنټ (کرزی ساب) ته حیران یم چې دا پیژندل شویو څیرو ته ېې ولې دومره وخت ورکړ؟
    زما په یاد دي، د مرحوم بابای ملت په دیموکراسي لسیزه کې به یو صدراعظم نه نیولې تر مدیره پورې دولتي مامور له ۲ کاله زیات پر یوې څوکۍ نه پاتې کیده او تبدیلیده به. او که څوک به په قتل، فساد ،رشوت، بغاوت… متهم یا ونیول سو ، د اشد مجازات سره به عُمري منفور اوملت کښې به بدنامه کیده، او چا به ېې په خوله پیاز هم نه خوړل!!!.
    هغه متل دی چې وايي:” د مېږي (مورچه) چې زوال رایشي نو وزرونه باسي” ؛ هغه هم تورکِستان ته!

  4. سلامونه
    عمَری صاب په رښتیا هم ناکامه تجربه ده.
    زه ، ولسمشر ,او پخواني پریزدنټ (کرزی ساب) ته حیران یم چې دا پیژندل شویو څیرو ته ېې ولې دومره وخت ورکړ؟
    زما په یاد دي، د مرحوم بابای ملت په دیموکراسي لسیزه کې به یو صدراعظم نه نیولې تر مدیره پورې دولتي مامور له ۲ کاله زیات پر یوې څوکۍ نه پاتې کیده او تبدیلیده به. او که څوک به په قتل، فساد ،رشوت، بغاوت… متهم یا ونیول سو ، د اشد مجازات سره به عُمري منفور اوملت کښې به بدنامه کیده، او چا به ېې په خوله پیاز هم نه خوړل!!!.
    هغه متل دی چې وايي:” د مېږي (مورچه) چې زوال رایشي نو وزرونه باسي” ؛ هغه هم ت

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Z Safpi دکتور حمیدالله زړهءور ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *