تاند(جمعه، د قوس ۲۲) جاپاني رسنۍ وايي، په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان ډاکتر تیڅو ناکامورا د ایرو یوه برخه به د نوموړي له وصیت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.

د جاپان د جې آی جې آی پریس د راپور له مخې، ډاکتر ناکامورا ته یوه نژدې کس د پنجشنبې په ورځ وویل چې نوموړي تر وژل کېدو وړاندې هیله کړې وه چې که مړ شو نو د ایرو یوه برخه دې یې په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.

ناکامورا په ځلونو له افغانستان او په تېره بیا د افغانستان له ختیځو سیمو سره مینه ښکاره کړې وه او ویلي یې و چې دا سیمې هماغسې پرې ګرانې دي لکه څومره چې زېږنځای فوکوکا (Fukuoka) پرې ګران دی.

په افغانستان کې د جاپان د بشري مرستو د موسسې پېښور- کای (Peshawar-kai) مرستیال استازي ۶۴ کلن افغان ډاکتر ضیاالرحمن د جاپان په جنوب لوېدیځ ښار فوکوکا کې یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال د ناکامورا په قول وویل چې نوموړي هیله لرله چې که مړ شو نو د افغانستان په ګمبیري (دښته) سیمه کې دې خښ شي.

د ناکامورا په هڅو د ګمبیري دشته په یوه ښرازه سیمه بدله شوې ده.

د ډاکتر ضیاالرحمان په وینا د ناکامورا خپلوانو له دې نظر سره موافقه کړې وه چې د نوموړي مړی دې په کمبیري دښته کې خاورو ته وسپارل شي.

د ناکامورا وروستي مراسم د چهارشنبې په ورځ په ځای شول.

نوموړی د روان دسمبر په څلورمه په جلال اباد ښار کې له ۵ نورو افغانانو سره ووژل شو.

7 thoughts on “د ناکامورا د ایرو یوه برخه به په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي”
  1. ډاکتر ناګامورا د افغانانو د زړونو پاچا او د ابادی اتل وه روح د ی ښاد او یادونه دی همیشه تازه او تاند وی زه د داکتر ناکامورا د هځو درناوی او ستاینه کوم دا هم د دهغه د افغاننو د مینی یو ثبوت دی ه

  2. د کامورا د ایرو – نه هیرو – یوه برخه به په افغانستان کې خاورو ته وسپارلې شي.

  3. په پښتو کې د یوه شي له سوځېدو وروسته پاتې شونو ته ایره وایي . البته هېر ، هېرول ، هېرجن ، هېرونکی بله کلمه ده چې د فارسي له فراموش سره مطابقت کوي.

  4. ناکامورا! ته اېرې نه یې، ته اور یې؛ د انسانیت اور د و طنپالۍ اور. ته ایله اوس بل شوې، ته ایله اوس ابدي شوې. څوک وایي ته اېرې شوی یې؟؟؟

  5. ایرې سمه بڼه ده، هیرې مو بلې خواته بیايي، ناکامورا مه هیروئ .

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *