تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د جلال اباد په یو تروریستي وسله وال برید کې د وژل شوي ۷۳ کلن ډاکتر ناکامورا کورنۍ او خپلوان د هغه په مړي پسې کابل ته راورسېدل.
د جاپاني الاصله افتخاري افغان ناکامورا په جسد پسې د هغه لور، مېرمن، د ښوونځي دوستان، درې تنه همکاران راغلي او له سردارداوود خان روغتون څخه به د ناکامورا جسد ورته وسپارل شي، تر څو یې خپل پلرني ټاټوبي د جاپان فوکواکا ته ولېږدوي.
افغان حکومت هم وايي چې سبا شنبه به د ناکامورا جسد د هغه خپلوانو ته په خاصو دولتي مراسمو کې وسپاري.
د ناکامورا د وژنې په غبرګون د جاپان سفارت له مخې څخه نیولې، په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پېښور، اروپا او نورو ګڼو ښارونو کې افغانانو د ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې او د هغه د انځور مخ ته یې د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
افغان حکومت هم ناکامورا یو ویاړلی افغان او د انسانیت لوی خادم بللی دی.
همدا راز د ننګرهار والي اعلان کړی چې هر چا د ناکامورا د قاتلینو په نیولو کې مرسته وکړه، له خپل شخصي جیبه به یو میلیون افغانۍ جایزه ورکړي.
په ناکامورا داسې حیواناتوهم د تمساح اوښکې تویه کړې چې اشرار یې ترلکۍ نیولي وایي ملي مشران دي. حیران حیران یم پټاني ځناور ته، له جهالت و خرتوبه یې وژني له منافقته پرې ژاړي،
په ناکامورا داسې حیواناتوهم د تمساح اوښکې تویه کړې چې اشرار یې ترلکۍ نیولي وایي ملي مشران دي. حیران حیران یم پټاني ځناور ته، له جهالت و خرتوبه یې وژني له منافقته پرې ژاړي. وطندوسته او له وژونکو بیزار پښتنو ته په احترام
د ارواح ښاد ډاکتر او انجنیرناکامورا عزتمندی اغلی مېرمن،اغلی لور او ښاغلو عزتمندو خپلوانو او دوستانو ته ستړی مشی او د زړه له کومی تسلیت وړاندی کووم.
د ارواح ښاد ناکامورا شریف فامیل، خپلوانو او دوستانو ته پیغام رسوم چه کوم شریر صفته ملک چه د ځناور صفته خلکو په لاس یی ځمونږ مراد کاکا وواژه، افغانان به د دغه ترهګر او شریره هیواد دغه وحشی صفته قاتلین په سنګینه او بدرنګه جزأ رسوی.
په درناوی