په جلال آباد کې د وژل شوي جاپاني الأصله افغان ډاکټر نیڅو ناکامورا چې خلکو کاکا مراد باله، له ظالمانه او خاينانه ترور وروسته په عامه بڼه افغانانو په بې ساري ډول د غم او غصې اظهار وکړ، په همدې ترڅ کې ځينې خبرې ښکته او پورته شوې چې يوه يې هم افغانانو لپاره د هغه د کلونو کلونو خدمت او د هغه د انسانيت په بدل کې د هغه لپاره له خدايه د بښنې او الهي رحمت غوښتنې د جواز او حرمت خبره ده. 

آيا د ډاکټر ناکامورا لپاره د رحمت او بښنې اميد، دعاء يا هيله شرعاً ناروا ده؟ دا هغه پوښتنه ده چې زموږ يو شمېر افغانان يې په خپلو کې سره ښکېل کړي دي، د ځينو په آند ډاکټر ناکامورا کافر و، پر دې اساس د هغه لپاره د جنت ارزو او يا د هغه لپاره دعاء کول، شرعاً حرام کار دی، نه بايد ورته د الهي رحمت او مغفرت دعاء او هيله وشي. او د ځينو په آند بيا ډاکټر ناکامورا يو بې ضرره، خيرخواه، په افغاني او اسلامي ټولنه کې مدغم شوی شخص و. د دويمې ډلې په آند د خدای تعالی جنت ډېر پراخ او د رحمت دربار يې د انسانانو له تصوره په بې شمېره ځلې ستر دی، که د ډاکټر ناکامورا په څېر د ټولنې خادمو او انسانيت ته وفادارو اشخاصو لپاره د الهي رحمت هيله مندي ښکاره کړی شي، د ګناه کار نه دی، بلکې دا کار د يو چا د احسان په بدله کې په منطقي لحاظ معقول او مطلوب دی.

په دې اړه مې مناسبه وګڼله چې پر دې موضوع لږ تجزيوي (تحلیلي) خبرې وکړم، نو له هر څه وړاندې به دا وڅېړم چې په اسلامي شريعت کې مسلمانان د چا لپاره د الهي مغفرت او رحمت دعاء او هيله څرګندولای شي او په دې اړه د قرآن کريم سپارښتنې او حکايت څه دی؟ 

البته دا خبره واضحه او د قرآن کريم د صريح نص په استناد ثابته ده چې الله تعالی يوازې د شرک ګناه نه بښي او تر شرک رالاندې ګناهونه د دې مجال لري چې بښنه ورته وشي. الله تعالی فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ لا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ} سورة النساء:۴۸

ژباړه: يقيناً چې الله دا نه بخښي چې له ده سره شرك وشي او له دې راكوز هرڅه هغه چا ته بخښي چې ويې غواړي.

له دې الهي فرمان څخه څرګندېږي چې شرک يواځينۍ ګناه ده چې د بښنې مجال نه لري، له دې رالاندې بله هره ګناه د دې وړ ده چې د مغفرت حق پيدا کړي. البته دا خبره ډېره واضحه او ثابته ده او نور بحث ته په کې اړتيا نه شته. اوس راځو دې ته چې آيا په قرآن کريم کې داسې څه ذکر شوي دي چې په کې په مشخص ډول يو چا له الله تعالی د يو چا د بښنې دعاء او هيله کړې وي او په مقابل کې يې الله تعالی له دې کار څخه منع فرمايلې وي؟ که ذکر وي، هغه کوم موارد دي؟ چا د چا لپاره د مغفرت دعاء کړې او په مقابل کې يې الهي سپارښتنه څه ده؟ اوس پر همدې غږېږو.

دا موارد په لاندې ډول دي.

  • د نوح عليه السلام او د هغه د زوی واقعه:

دا واقعه په سورت هود کې ذکر ده، لنډيز يې دا دی چې کله د نوح عليه السلام د قوم د غرقېدو الهي تصميم عملي کېږي، پر دغه مهال نوح عليه السلام د خپل هغه زوی د نجات هيله څرګندوي چې د ده په مقابل کې د ده له سرکښ قوم په خوا کې پر سرکښۍ او کفر ټينګ ولاړ و او آن د غرقېدو له الهي عذاب سره يې د مبارزې باټې وهلې. الله تعالی د دغه سرکښ او معلوم الحال مشرک زوی په اړه د نوح عليه السلام د نجات پيدا کولو هيله ناسمه وبلله او ورته يې وفرمايل: {قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلا تَسْأَلْنِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنْ الْجَاهِلِينَ} سورة هود: ۴۶

ژباړه: ويې فرمايل: اې نوح! هغه ستا له ټبره نه دی، هغه يو ناصالح شى دی، نو له ما د هغه څه په اړه مه پوښته چې نه پرې پوهېږې، زه د دې وعظ درته كوم چې (داسې نه چې) له جاهلانو شې.

  • د ابراهيم عليه السلام او د هغه د پلار واقعه:

د ابراهيم عليه السلام او د هغه د سرکښ مشرک پلار (آزر) د مباحثې او جدال يادونه الله تعالی د سورت مريم له ۴۱ څخه تر ۴۸ آيتونو کې کړې ده. په دغو آيتونو کې قرآن کريم د ابراهيم عليه السلام د پلار د شرک اعتراف او د الهي دعوت په مقابل کې د هغه درېدل ذکر کړي دي. خو ابراهيم عليه السلام له دې سربېره خپل پلار ته بيا هم وعده ورکړې وه چې د هغه لپاره به د الله تعالی له دربار څخه د مغفرت غوښتنه کوي. مګر الله تعالی له خپل پلار سره د ابراهيم عليه السلام دغه ژمنه خوښه نه کړه. الله تعالی په سورة الممتحنة کې مؤمنانو ته په خطاب کې فرمايي: {قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَداً حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلاَّ قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لأَبِيهِ لأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ} سورة الممتحنة: ۴

ژباړه: بې شكه چې تاسو ته په ابراهيم او د ده په ملگرو كې غوره بېلگه شته؛ هغه مهال چې خپل قوم ته يې وويل: له تاسو او له ټولو هغو معبودانو بې زار يو چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، له تاسو منكر يو، زمونږ او ستاسو ترمنځ به عداوت او دښمني د تل لپاره او تر هغه څرگنده وي چې تاسو يوازې پر يوه الله ايمان راوړئ، مگر خپل پلار ته د ابراهيم هغه وينا چې حتماً به تا ته بخښنه غواړم په داسې حال كې چې له الله تا ته كوم څه په واك كې نه لرم، اې زموږ ربه! پر تا مو توكل كړى، ستا لوري ته مو رجوع كړې او بېرته ستنېدا ستا لوري ته ده.

معنی دا چې د ابراهيم عليه السلام له خوا خپل عنادي مشرک پلار ته د مغفرت د دعاء غوښتلو د ژمنې ورکولو پرته، د مؤمنانو لپاره د ابراهيم عليه السلام په کړنو او خبرو کې غوره بېلګه ده چې تعقيب يې کړي. يعنې مؤمنان یې له دې منع کړي دي چې د ابراهيم عليه السلام د پلار په څېر د معلوم الحاله مُعانِد مشرک لپاره د مغفرت دعاء وغواړي.

  • نبي عليه السلام او د هغه د تره ابو طالب واقعه:

اګر که په قرآن کريم کې د نبي عليه السلام د تره ابوطالب په اړه مشخص ذکر نه دی راغلی، خو د سورت التوبه د ۱۱۳ آيت د شأنِ نزول په اړه مفسرينو يو قول دا هم ذکر کړی چې دغه آيت د ابوطالب په اړه نازل شوی دی، کوم چې په مکه کې د قريشو پر خلاف د نبي عليه السلام ستر مدافع و، خو له نبي عليه السلام سره له دې خواخوږۍ سربېره يې هم الهي وحدانيت ونه مانه او آن د مرګ په حالت کې د نبي عليه السلام له خوا د توحيد دعوت قبول نه کړ او ويې ويل چې د عبدالمطلب پر دين يعنې د مشرکينو په دين مري. خو نبي عليه السلام بيا هم هيله درلودله چې له خدایه ورته مغفرت وغواړي چې الله تعالی ترې منع کړ. الله تعالی فرمايي: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ * وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لأَبِيهِ إِلاَّ عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لأَوَّاهٌ حَلِيمٌ} سورة التوبة: ۱۱۳ – ۱۱۴

ژباړه: پيغمبر او مؤمنانو ته دا نه ښايي چې مشركينو ته له هغه وروسته بخښنه وغواړي چې ورته څرگنده شوه چې دوى دوزخيان دي، كه څه هم خپلوان (يې) وي. او خپل پلار ته د ابراهيم بخښنه غوښتل خو يوازې د هغې وعدې له مخې وو چې له ده سره يې د هغې ژمنه كړې وه، خو كله چې ورته جوته شوه چې هغه د الله دښمن دی نو ترې بې زاره شو، يقيناً چې ابراهيم ډېر نرم زړى او د زغم خاوند وو.

دا آيت هم د معلوم الحاله مشرکينو په اړه د مغفرت غوښتنه پر نبي عليه السلام او مؤمنانو باندې په قطعي ډول تحريموي.

  • د مدينې د منافقينو واقعه:

د مدينې د منافقينو د مختلفو حالتونو، د هغوی له خوا د نبي عليه السلام او د هغه د ملګرو پر ضد توطئو، نبي عليه السلام او د هغه د منونکو په اړه د هغوی سپکاوي، د منافقينو لخوا د کفر د کلمې د ويلو په اړه د قرآن کريم تصريح، د قرآن کريم د آيتونو په اړه د هغوی استهزاء او خندا او داسې نور بد اعمال چې د منافقينو لخوا د اسلام او نبي عليه السلام د مخالفت معنی او واقعيت افاده کوي، قرآن کريم يې په ځای ځای يادونه کړې. يعنې منافقين هغه څوک و چې د نبي عليه السلام پر خلاف يې هم مرموزې توطئې کولې او هم يې په ټولنه کې د اصلاح پر ځای د فساد هڅه کوله. خو دا چې نبي عليه السلام الله عز وجل د ټول عالم لپاره رحمت ګرځولی و، هغه بيا هم د منافقينو لپاره له خدایه د مغفرت غوښتنه کوله، خو الله تعالی د دوی بدو کړنو او کفر ته په کتلو نبي عليه السلام د دوی لپاره د مغفرت غوښتنې څخه منع کړ او ورته يې وويل چې که هر څومره د دوی لپاره د بښنې دعاء وکړې، الله تعالی به يې ونه بښي، ځکه چې د دوی کفر او په ټولنه کې فساد څرګند او واضح و. بلکې دوی خپله هم د الله تعالی په مغفرت باور نه درلود او اړتيا يې ورته نه ليدله، الله تعالی په دې اړه فرمايي: {وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ * سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ} سورة المنافقون: ۵ – ۶

ژباړه: او كله چې هغوى ته وويل شي: راشئ چې رسول الله تاسو ته بخښنه وغواړي، خپل سرونه به تاو كړي او دوى به وگورې چې په داسې حال كې به ډډه كوي چې د خپلې لويي په لټه كې وي. دا ورته برابره ده چې بخښنه ورته وغواړې او كه بخښنه ورته ونه غواړې، الله به هيڅكله دوى ته بخښنه ونه كړي، يقيناً چې الله دا فاسق وگړي نه هدايتوي. 

دا څلور موارد هغه دي چې الله تعالی خپل پيغمبران او مؤمنان د يادو شويو اشخاصو لپاره د نجات موندنې له هيلې او د مغفرت له دعاء په قطعي بڼه منع کړي دي. دلته به اوس په دغو څلورو مواردو يو نظر بيا وکړو، په دغو څلورو مواردو کې چې يو يووالی ليدل کېږي هغه د وحدانيت له دعوت او د دغه دعوت له لارويانو سره د ډاګيز او څرګند مخالفت او يا د نه منلو نقطه ده. د نوح عليه السلام زوی هم سرکښ و هم مشرک، بلکې آن د غرقېدو پر مهال يې خپل پلار نوح عليه السلام ته ويل چې زه به غره ته وخېژم او له غرقېدو به ځآن وژغورم خو له تاسو سره ملګرتيا نه کوم. د ابراهيم عليه السلام د پلار آزر مخالفت او پر شرک کلک درېدل او آن ابراهيم عليه السلام ته د ګواښونو قصه هم په سورت مريم کې ذکر شوې ده. د نبي عليه السلام تره اګر که په مخالفت کې واقع نه و، بلکې د نبي عليه السلام حمايت او ننګه يې کوله، خو دا يې د خدای په خاطر نه و، بلکې يوازې د خپلولۍ او توربورۍ په خاطر يې دا هر څه کول او د ژوند تر پايه يې اسلام قبول نه کړ، بلکې د مرګ پر مهال پر شرک د اقرار او اعتراف په حالت کې مړ شو. د مدينې د منافقينو حالت هم معلوم دی چې په ټولنه کې د نبي عليه السلام اصلاحي مبارزې په خلاف يې د فساد او مخالفت تګلاره خپله کړې وه او آن په دې کې دومره وړاندې ولاړل چې د کفر کلمات يې هم پر ژبو جاري شول. دا هغه څه و چې الله تعالی دوی له خپل مغفرت څخه محروم کړل.

اوس پوښتنه پيدا کېږي چې آيا يو څوک که د دغه پورته ذکر شويو خلکو په څېر علني او معلوم الحال مشرک نه وي او يا هم د مدينې د منافقينو په څېر د فساد او کفر پلويان نه وي، آيا د دوی د نجات موندنې هيله او يا هم د دوی په اړه الله تعالی ته د هغه د بښنې او رحمت واسطه نه شو وړاندې کولای؟ څرنګه چې ابراهيم عليه السلام په سورت ابراهيم کې فرمايي: {رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيراً مِنْ النَّاسِ فَمَنْ تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} سورة ابراهيم: ۳۶

ژباړه: اې زما ربه! يقيناً چې دوى ډېرى وگړي بې لارې كړل، نو چا چې زما متابعت وكړ هغه زما له ډلې څخه دی او چا چې زما سرغړاوى وكړ نو بې شكه چې ته مهربان بخښونكى يې.

او يا هم لکه عيسی عليه السلام وينا چې الله تعالی یې د سورت مائدې په آخري برخه کې د قيامت د ورځې په حواله حکايت کوي، داسې چې الله تعالی به د قيامت په ورځ له عيسی عليه السلام څخه پوښتنه کوي چې آيا تا دې خلکو ته ويلي وو چې ما (عيسی عليه السلام) او زما مور مريم عليها السلام په خدايۍ ونيسئ؟ نو عيسی عليه السلام به ورته په ځواب کې ووايي (دلته د قرآن پلوشې تفسير پښتو ترجمه کټ مټ راکاپي کوم): 

  • زما ربه! ستا شأن تر دې لوړ دئ او ستا د عظمت لمن له دې پاكه ده چي شريك ولرې.
  • ما به څنگه دوى ته هغه خبره كوله چي د ويلو حق ئې نلرم؟ څنگه به مي دوى ته ويل چي ما او زما مور د خدايانو په توگه ومنئ؟! تا ته ښه څرگنده ده چي ما دا خبره نه ده كړې، دوى له خپله ځانه جوړه كړې.
  • ما دوى ته يوازي هغه خبري كړې چي تا ئې امر راته كړى وو او هغه دا چي د هغه الله عبادت وكړئ چي هم زما رب دئ او هم ستاسو رب.
  • زه تر هغه پر دوى شاهد وم چي په دوى كي وم، خو كله چي تا زما كار پاى ته ورساوو، له دوى نه دي بېل كړم، له حاله ئې خبر نه يم، ته په خپله پر دوى څارونكى وې او ته په هر څه ښه شاهد يې.
  • كه ئې تعذيبوې نو هغوى دي بندگان دي او كه ئې بخښې نو بې شكه چي ته باحكمت عزتمن يې او ستا په هري پرېكړي كي حكمتونه مضمر دي.

دلته زما د استدلا ټکی د سورت مائدې دا آيت دی: {اِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ} سورة المائدة: ۱۱۸

ژباړه: كه ئې تعذيبوې نو هغوى دې بندگان دي او كه يې بښې نو بې شكه چې ته باحكمت عزتمن يې.

ګورئ دلته وينو چې د خدای تعالی دوه پېغمبران د خپلو نه منونکو لپاره الله تعالی ته د هغه رحمت، د هغه د ذات د عزت ستروالی او حکمت وسيله کوي، يعنې يو مجال پرېږدي او د حال په ژبه وايي چې الله تعالیٰ ټولواک ته يې دا خلک ستا بنده ګان دي، ستا د رحمت او مغفرت دربار ډېر ستر دی، د دوی سرکښۍ ته مه ګوره، دوی که ستا د مغفرت او رحمت په نعمت ونازول شي، ستا لپاره ناممکنه نه ده او ستا له درباره هيڅ نه کمېږي.

نو اوس راځو د جاپاني الاصله ډاکټر ناکامورا شخصيت ته چې آيا هغه داسې معلوم الحاله د الهي وحدانيت مخالف مشرک شخص و لکه د نوح عليه السلام زوی او يا هم د ابراهيم عليه السلام پلار؟ او يا هم داسې يو څوک و چې د الهي وحدانيت د دعوت په مقابل کې لکه د ابوطالب پر شرک معترف او مُقِر پاتې شوی؟ او يا هم داسې يو څوک و چې په ټولنه کې لکه د مدينې د منافقينو په څېر د اسلامي دعوت او اصلاحاتو مخالف او په فساد ککړ وي؟ نه، هيڅ کله هم نه. ډاکټر ناکامورا داسې يو څوک و چې دا ټولنه چې يوه اسلامي ټولنه ده، پر مرګ يې له ډېر خفګانه د وينې اوښکې تويوي او د هغه د اصلاحي او تعميراتي برنامو يادونه په افتخار سره کوي.

سمه ده چې ډاکټر ناکامورا په جاپان کې زېږېدلی و او دا چې جاپانيان اکثره بودايان دي، نو ډېر امکان لري چې دی به هم د خپل د هېواد د اکثريت پر مذهب و. دا چې نوموړی بودائيت ته څومره معتقد او پابند و، د دې اندازه په افغانستان کې د هغه له اوږد ژوند تېرولو نه ښه معلومېدای شي. ما په ټولنيزو شبکو او بيا په مختلفو مجلسونو کې له ځينو داسې اشخاصو معلومات ترلاسه کړل چې له ده سره له نېږدې پاتې شوي و، هيڅ چا د هغه په اړه دا ونه ويل چې دی يې دلته کله د بُتانو په عبادت ليدلی وي، بلکې داسې ګنګوسې هم اورېدل کېږي چې هغه په پټه اسلام قبول کړی و. که اسلام یې ظاهراً قبول کړی نه و او يا اسلامي شعائر يې نه پر ځای کول، خو دلته د هغه د ژوند له تيرولو او دې ټولنې ته د هغه خدماتو ته په کتلو دا په ډاګيز ډول ويلای شو چې د اسلام او د مسلمانانو مخالف په هيڅ صورت هم نه و. هغه خو لکه ابوطالب زمونږ د ټولنې غړی هم نه و چې دلته د هغه خدمات په خپلولۍ تعبير کړو، بلکې هغه يو پردی نژاد او د داسې ټولنی غړی و چې له مونږ سره يې هيڅ ډول کلتوري او قومي تړاو نه شته. د هغه د اوږدې مودې لپاره د افغانستان په څېر يو اسلامي هېواد کې او بيا د مسلمانانو په منځ کې کلونه کلونه اوسېدل، دلته زمونږ لپاره شاړې ځمکې ابادول، روغتيايي مرکزونه جوړل او آن جوماتونه تعميرول د دې دلالت کوي چې هغه زمونږ مذهب او زمونږ دين سره کومه ستونزه نه درلوده. بلکې د جومات جوړول چېرې چې پنځه وخته له شرکه د برائت او بيزارۍ غږ پورته کېږي، په دې دلالت کوي چې ډاکټر ناکامورا مشرک شخص نه و او کله چې يو څوک مشرک نه وي، يعنې د شرک پر ګناه اخته نه وي، نو د بښنې مجال يې د قرآن کريم له ظاهري نص څخه ثابت دی، بلکې يو شخص چې د ژوند په نورو چارو کې د ټولنې د يو بې مزده خادم او خيرغوښتنکي په نوم په عملي ډول پېژندل شوی او ثابت شوی شخص وي، نو د هغه په حق کې د ابراهيم عليه السلام په څېر د {فَمَنْ تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} هيله څرګندول او يا هم لکه د عيسی عليه السلام په څېر هغه لپاره د {اِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ} په مصداق د مغفرت آرزو کول به ولې حرام عمل وي؟ 

مناسبه بولم چې دلته د هغه مؤمن سړي ذکر هم وکړم چې د فرعون له ټبر څخه و، مګر خپل ايمان يې پټ ساتلی و، الله تعالی يې يادونه د مؤمن/غافر په سورت کې په رجلِ مؤمن سره کړې ده. دې رجلِ مؤمن اګر که خپل ايمان پټ ساتلی و، مګر ايمان يې په خپلو کړنو کې ثابتاوه، د فرعون غوندې د يو سرکښ او جابر پاچا په دربار کې يې د مظلومانو ننګه کوله. الله تعالی فرمايي: {وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلاً أَنْ يَقُولَ رَبِّي اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ وَإِنْ يَكُ كَاذِباً فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِنْ يَكُ صَادِقاً يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ} سورة المؤمن: ۲۸

ژباړه: او د فرعونيانو يوه مؤمن سړي چې خپل ايمان يې پټولو وويل: آيا يو سړى له دې كبله وژنئ چې وايي: زما رب الله دی؛ په داسې حال كې چې په يقيني توگه يې ستاسو د رب له لوري څرگندې نښې درته راوړې، كه هغه دروغجن وي د درواغو پايله به يې پر غاړه وي او كه رښتينى وي نو له هغه څه به كومه برخه درورسېږي چې وعده يې دركوي، يقيناً چې الله هغه څوك نه هدايتوي چې دروغجن تېرى كوونكى وي.

د رجل مؤمن په دې واقعې کې مونږ لپاره يو لوی درس پروت دی، هغه دا چې نه بايد هر وخت په ظاهر پريکړې وکړو، ځينې خلک چې مونږ يې سم نه پېژنو، خو دوی په پټه د انسانيت او مظلومانو ننګه کوي، اګر که خپل ايمانونه يې پټ ساتلي وي، چا ته حال نه وايي، خو الله تعالی يې د زړه پر حال خبر وي، بلکې د اعمالو يادونه يې الله تعالی د نورو خلکو لپاره د مثال په توګه يادوي. 

دې رجلِ مؤمن چې ايمان يې پټ ساتلی و، فرعونيانو ته يې ويل  آيا يو سړى له دې كبله وژنئ چې وايي: زما رب الله دی؟ ډاکټر ناکامورا هم زمونږ په ټولنه کې د حال په ژبه نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانانو دښمنانو ته ويل غوښتل چې دا افغانان مظلومان او انسانان دي، دوی هم د ژوند حق لري، دوی هم مستحق دي چې هېواد يې اباد شي، دوی هم د ژوند له نعمتونو او د خپلې خاورې له حاصلاتو د ګټې اخيستنې حق لري، افغانان ډېر وکړېدل، د ډېرو شريرو خلکو ظلم او وحشت ته پاتې شول، مه يې وژنئ، په مختلفو پلمو يې قتلول بس کړئ. آيا د دې په خاطر يې وژنئ چې مسلمانان او افغانان دي؟ د دې په خاطر يې وژنئ چې الله تعالی پر خپله خاوره پراخ معدنيات او د کنړ سيند په څېر پراخې اوبه ورکړې دي؟

هو، ډاکټر ناکامورا زمونږ په خاطر مړ شو، زمونږ په خدمت کې مړ شو، نړۍ ته يې په ژوند او مرګ يو پيغام پرېښود، د افغانانو د مظلوميت او بې وسۍ پيغام، داسې چې په ژوند کې يې خلک عملاً پوه کړل چې په افغانستان کې څه کوي؟ او هغه چې د ده له خدماتو خبر نه و، هغوی يې د مرګ په خبر خبر کړل چې ده دلته يې څه کول؟

ناکامورا زمونږ محسن دی، په حق کې يې د ابراهيم او عيسی عليهما السلام په څېر احساسات لرم چې دوی دواړو د خپلې ټولنې انسانانو لپاره لرل، آرزو لرم چې خدای يې وبښي، ناکامورا او مونږ ټول د انسانانو په توګه له تېروتنو او نيمګړتياو پاک نه يو، خدای پاک ته لاسونه پورته کوم او وايم، لويه خدايه! که مونږ ته عذاب راکوې ستا عاجز بنده ګان يو او که مونږ بښې، دا ستا په رحمت او توان پوره ده، ته غفورٌ الرَّحيم او عزيزٌ حکيم يې. آمين يارب

One thought on “د ناکامورا په حق کې دعاء | اسدالله شهاب”

ځواب ورکول Abdulrahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *