تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل، راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته پرانیستي لیک کې بلنه ورکړې که د وطن دوستۍ غږ دې رسا ساتل غواړې نو زموږ ټیم ته راشه، خو امرالله صالح ورته په وچ ځواب کې ویلي چې ماته اندېښنه مه کوه، له ولسمشر غني سره په کار کولو خوشاله یم.

د  افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل اطلاعات روز ورځپاڼه کې خپل پرانیستي لیک کې امرالله صالح ته د هغه ټولې نیوکې وریادې کړې دي چې صالح په تېرو کلونو کې پر ولسمشر غني لرلې او بیا یې ورته ویلي که غواړې د وطندوستۍ غږ دې د تل لپاره خاموش نه شي، نو زموږ له انتخاباتي ټیم سره یو ځای شه.

په ځواب کې یې د افغانستان د ملي امنیت بل پخواني رئیس او د دولت ساز ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل فیسبوک لیکلي: (( زه له ولسمشر غني سره په څلورو برخو کې ګډ کار کوم، تر څو افغانستان له اوسني وضعیت څخه وژغورو.))

صالح، نبیل ته په ځواب کې زیاته کړې، دوستان دې د ده راتلونکي ته اندېښنه نه کوي، بلکې پکار ده د نظام د ټینګښت او د افراطیت د ریښو د ایستلو لپاره په ګډه کار وشي: (( له موږ سره شئ چې دولتداري لا غوره او پیاوړې کړو.))

رحمت الله نبیل او امرالله صالح دواړه د افغانستان د ملي امنیت رئیسان تېر شوي او په وطندوستۍ کې خورا شهرت لري.

ویل کېږي کله چې حنیف اتمر د ولسمشر د ملي امنیت سلاکارۍ ته ځان ورساوه، نو د نبیل د خپلې خولې خبره ده چې دی له پاکستاني استخباراتي مشرانو سره د حنیف اتمر له ناستې پاڅول شو او بیا وروسته دا جنجال په دې تمام شو چې حنیف اتمر هڅه وکړه هغه د ولسمشر غني له پامه بد راولي او له دندې یې رخصت کړي.

دغه راز امرالله صالح هم کله چې د کندوز د پېښې د پلټنې راپور حکومت ته وسپاره نو د اتمر ډلې دغه راپور تر تخر ګ لاندې ونیو چې په دې سره یې تر یو وخته صالح له حکومته خواشینی کړی او د ولسمشر سلاکاري یې پرېښوده.

مګر بېرته چې ولسمشر غني له دې ټولو اختلافاتو سره سره پر صالح باور وکړ او د کورنیو چارو وزارت یې وسپاره، صالح بېرته د نظام د پیاوړتیا لپاره لاس په کار شو چې د خپلو سیاسي حریفانو لخوا سختو نیوکو سره مخ شو، مګر صالح ټولو ته په زغرده ځواب ورکړ چې د ولسمشر غني څنګ په هیڅ شان نه پرېږدي.

3 thoughts on “د نبیل او صالح ټاکنیز رقابت په رسنیزو ناندریو واوښت”
  1. نبیل آنقدر هوشیار و زرنگ نیست به اندازه یی که صالح است ! در دنیا معمول است وقتی میخواهند انسان شناسی کنند بیوگرافی آنرا مطالعه میکنند که متاسفانه نبیل جان آنقدر گذشته عالی ندارد در چند موسسه بعد گارد ریاست جمهوری و بهتر میدانید که در وقت کرزی ریس شدن وزیر شدن به لیاقت نه بلکه سر کلان و گردن کلفتی بود همینطور نبیل جان به ریاست رسید! ولی صالح نسبت به او
    درک بالا داشته در سیاست آگاهی کامل دارد! در این اواخر با یکجا شدن اشرف غنی خود را ثابت ساخت و جایگاهش در تاریخ ماندگار میباشد فراموش نباید کرد که این نوع اشخاص زرنگ کم است!
    رحیل کابلی

  2. څو ورځی مخکی می د فیسبوک په ځنګل کی سترګی پر یو اړ و دوړ وموښتی کله چه نژدی ورلم د خلقیانو او مجاهدینو د خواخوږو تر منځ د غلا او چور متقابل اتهامونه او تورونه می تر غوږو او سترګو سوه
    له نژدی می ور ږغ کړه………. ا
    البته نن سبا هیڅوک د چا څخه نه بیریږی خو د (فکری – عقیدتی) ډیوالی کسانو څخه ( چی د زړه سوی هم دی) باید څوک وبیریږی، نن ډیرو کسانو د ښیراوو او کنځاوو عالی کورسونه هم لوستی او پاس کړی دی
    خبره می داده چی
    داسی ښکاری چی نن سبا ډیر کسان د خپل مظلوم وولس د خدمت په فکر نه دی بلکه فقط ځانو ته د لوړو اجتماعی مؤقعیتونو د لاسته راوړلو په فکر کی دی او پدی لیاره کی د اخلاق او حتی قانون درناوی ور ته اصلاً د منلو وړ خبره نه ده
    دا څنګه وطن دوستانه احساسات دی چی د یو مهم او حساس پوست مسئول په بالفعل توګه پر ملی غلا ولیدل سی خو د ځینو ملاحظاتو له کبله ئی پر کړنو سترګی پټی سی

  3. Yawa talk sho(pakistani)ke mai wakatal chai da sirajulHaq pasaira sarai tha bal sarai wayee sirajulhaq saib sta pashan sarai pa Dir ke Datsan chalawee na Jamat e islami.from kpk.da maudodi saib Jamat sa sho siraj saib

ځواب ورکول Dr Rahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *