ليکنه : وسعت الله خان – 

په نواز شريف کې ناڅاپه له سندهـ او خيبر پښتونخوا سره مينه پيدا شوې ده. د سندهـ وروسته پاتې والي عمران خان ته ژړا وروستې او آصف زرداري پنجاب او خيبر پښتونخوا ته زړهٔ ورکړی دی. د دې معنا دا ده، چې د ټاکنو موسم پيل شوی دی. څوک د بل چا د اغېز په حوزه کې څومره رايه ورکوونکي رام کولی شي؟ ښخو شويو مړيو ته د بيا کفن وراغوستلو فېشن په پيلېدو دی. د تاريخ، نظريې، ناپوهۍ او کم پوهۍ دېګ د غوښتنو پر نغري بار شوی. د تودوخې درجه يې ورو، ورو لوړيږي.

په همدې لړ کې زموږ د کورنيو چارو خواږهٔ وزير چوهدري نثار علي خان هم په خپله حوزه کې ټاکنيز ټغر غوړولی دی. خپلو رايه ورکوونکو ته په خبرو کې دهٔ خپل ځان امين او صادق ثابت کړ او ويې ويل:« د ځينو خلک او ځينو ګوندونو زهٔ ځکه بد راځم، چې زهٔ د اسلام خبره ولې کوم؟ ياره: که تاسې په سيکولريزم وياړئ، پر بې دينۍ وياړئ، نو زهٔ له اسلام سره پر خپلې مينې وياړم». (چکچکې) …

اوس که څوک د لارې پر سر روان وي او دا خبره وکړي، چې سيکولريزم بې ديني ده، نو زهٔ به هېڅ غوږ پرې و نه ګروم، خو کله چې د لاهور د ايچيسن کالج فارغ التحصيل او په پاکستان کې د تروريزم د له منځه وړنې مسئول داخله وزير سيکولريزم بې ديني بولي، نو بيا پر دهٔ نه، بلکې د ايچيسن کالج پر استاذانو غوسه کېږم، چې هغوی خپلو تکړه زده کوونکو ته دا لا ور و نه ښوودل، چې سيکولريزم کوم دين نه دی، بلکې سياسي نظريه ده او د بې دينۍ لپاره په انګليسي کې له لږ تر لږه دوو سوو کلونو راهيسې يوه بله اصطلاح ( ايتييزم ) دود ده. ايتييزم الحاد ته ويل کيږي او منونکی يې ملحد بلل کيږي. يعنې هغه څوک، چې هېڅ ديني عقيده و نه لري. حال دا چې، د سيکولريزم معنا ټولو عقايدو ته يو شان فردي او ټولنيز درنښت او د هغوی په اړه يوه ناپېيلي مساوي دولتي پاليسي ده. سيکولري نظريه د ګڼو عقيدو لرونکو دولتونو د نظام چلونې يو عملي تدبير دی او موخه يې دا ده، چې له کومې ځانګړې ديني تشريح ورهاخوا سياسي او اقتصادي چارې له زور او تعصب پرته وچلول شي.

د بېلګې په ډول؛ په تر ټولو لوی مسلمان مېشتي هېواد اندونيزيا کې شپږو دينونو ته دولتي درجه ورکړل شوې ده. د منځنۍ اسيا هېوادونو ( کرغېزستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازربايجان ) په اروپا کې بوسنيا، کوسوو او د البانيې مسلمان مېشتو دولتونو، په منځني ختيځ کې ترکيې، سوريې او لبنان او په افريقا کې مصر، تونس، الجزاير، سينيګال، مالي، ګني، چاد او برکينافاسو ته سيکولر دولتونه ويل کيږي. له سوريې پرته دا ياد شوي دولتونه د اسلامي کنفرانس غړي دي او ځينې خو يې د سعودي  عربستان په مشرۍ د ۴۳ هېواديز اسلامي اتحاد غړي هم دي. که د سيکولر معنا بې ديني وي، نو آيا په اسلامي کنفرانس کې به د دغو هېوادونو غړيتوب شونی و؟

د شيخ الاسلام حسين احمد مدني رح ۷۶ کلن زوی مولانا ارشد مدني په ۸ کلنۍ کې قران کريم ياد کړ. دی له ۱۹۸۲م کال راهيسې په ديوبند مدرسه کې د حديثو دوره ورکوي. دا وخت دی د ( جمعيت علمای هند ) مشري کوي. همغه (جمعيت علمای هند) چې (جمعيت علمای اسلام) ترې راوپنځېد. دی په يوه لويه غونډه کې وايي :

« په دې هېواد (هند) کې د دوو سوو ميليونو مسلمانانو، پنځوس ميليونو عيسويانو، همدارنګه سکهانو، هريجنو او قبايلو په بڼه ګڼ لږه کيان پراتهٔ دي. که دا هېواد ژوندی پاتې کېدای شي، نو يواځې د يوه سيکولر دولت او قانون تر چتر لاندې پاتې کېدای شي، د هندو دولت په بڼه نه، کنه نو په هېواد کې به امن و امان ګډوډ شي. په کوڅه، کوڅه کې به د اکثريت او لږه کي وينې وبهيږي. وګورئ، ښي او کيڼ اړخ ته. هلته څه روان دي؟ که هغه بد بادونه تر دې هېواده راورسيږي، نو ستاسې به څه کيږي او زموږ به څه کيږي؟ موږ حکومت نهٔ، د دې هېواد ساتنه غواړو او دا ساتنه يې يواځې د يوهٔ سيکولر دولت په بڼه کېدای شي ».

دا د مولانا ارشد مدني خبرې دي. د دهٔ وېډيو پر انټرنېټ شته. څوک شته؟ چې په يوه ساه مولانا مدني ته سيکولر، بې دينه او يا ملحد ووايي؟ ( د مولانا ارشد مدني يو پيغام په دې وروستيو کې په نوښار کې د جمعيت علمای هند و پاکستان د سلمې کليزې په غونډه کې واورول شو، ځکه دی د ناروغۍ له امله رانغی. البته د جمعيت علمای هند سکرتر جنرال مولانا محمود مدني او د ديوبند دارالعلوم مهتمم مولانا ابوالقاسم ورته راغلي وو ).

هو !

که څوک ملحد دولت ليدل غواړي، نو هغه هم زموږ په ګاونډ کې شته. هلته د کوم دين او يا بديلې ديني نظريې تبليغ او ترويج سخت جرم دی. د سي پيک پروژې ( د پاکستان و چين تر منځ جوړېدونکې اقتصادي لارې ) پر يوه څنډه ګوادر او پر بله څنډه يې د چين شين جيانګ ايالت پروت دی. د دغهٔ ايالت د ۲۰ ميليونو وګړو پنځوس سلنه برخه ايغور مسلمانان دي. آيا دا مسلمانان، سره له دې، چې له يوهٔ ځانګړي حد څخه زياته ږيره پرېښوودای شي؟ پخپله خوښه پر ماشوم کوم نوم اېښوودای شي؟ په روژه کې خپل د خوراک، څښاک دوکانونه تړلی شي؟ اولادونه يې روژه په خولهٔ ښوونځيو ته تلی شي او هلته د غرمې له ډوډۍ خوړلو ډډه کولی شي؟ آيا مېرمنې يې له حجاب سره په عامه ترانسپورت کې سفر کولی شي؟ او دا هر څه په شين جيانګ ايالت کې د ترهګرۍ د ځپلو په نامهٔ روان دي. له شين جيانګ څخه راوتونکي خبرونه پاکستاني رسنۍ هم خپروي، خو د ټولې نړۍ د درد و خواخوږۍ ټېکه دار هېڅ پاکستانی وتلی ديني عالم يا سياستوال په دې اړه نظر نه ورکوي.

نو آيا زه د سيکولريزم او بې دينۍ له يوه ګڼونکي او د دهٔ په وينا، له نه ټيټېدونکي او نه وېرېدونکي حساس طبيعت لرونکي چوهدري نثار صاحب څخه په دې اړه د کومې لړزوونکې وينا هيله ولرم؟


د ښاغلي وسعت الله خان لیکنه د بي بي سي په اردو ویبپاڼه کې خپره شوې ده.

2 thoughts on “د نثار علي خان سيکولريزم/ ژباړه : محتاط مبارز”
  1. سیکولرزم که څه هم ټولو دینو ته احترتم لری ، خو اولیت هیڅ دین ته نه ورکوی او هم د هیڅ دین په احکامو عمل نه کوی ، نو وروره چه نه ورته اراده لری او نه بری عمل وکړی، نو بیا دا کس د کوم دین والا حسابیږی

  2. سېکولرزم مذهب نه دی چې ورباندې عمل وشې.
    دا یوه نظریه ده چې مذهبي خپلواکۍ ته اجازه ورکوي.خو مذهب له سیاست سره نه ګ‌ډوي. په دې معنا چې مذهب له فرد سروکار لري.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *