نجيب الله آزاد

د پروسږکال خبره ده، زه د جنوبي اسيا هيوادونو (سارک) ادبي کنفرانس لپاره هند ته تللی وم. په دې وخت کي د کندهار څو قومي مشران او مخور شخصيتونه ولسمشر ته د کندهار د بېلابېلو ستونزو شريکولو لپاره ولسمشر ته ورغلي ول.

څرنګه چي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي تازه شهيد سوی، نو دې مشرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ بې له دې چي زما سره مشوره وکړي د ښه نيت له مخي يې ولسمشر ته زما د مرستيال والي کېدو وړانديز کړی و. څرنګه چي ولسمشر زه شخصا پېژندلم، نو بې له ځنډه يې دا وړانديز منلی او زما د مقررۍ فرمان يې لاسليک کړی و.

کله چي زه خبر سوم، نو ولسمشر ته مي خپله استعفا واستوله. د (۱۴۹۵) ش کال د حوت پر (۲۷) د ولسمشر د دفتر له خوا د زيرک په نوم يو چا زنګ راته وواهه، ويل سبا څلور بجې له ولسمشر سره دوه په دوه ملاقات لرې او د خبرو موضوع ستا استعفا ده، هغه و چي سبا مې له ولسمشر سره پر ټاکلي وخت وليدل. ولسمشر راته وويل چي زموږ د حکومت په اړه څه فکر کوې؟ ما ويل دومره وخت خو نسته چي پر ټول نظام تبصره وکړو، خو يوه خبره چي زما له مسلک سره اړه لري او زه يې يوه جدي ستونزه ګڼم دا ده چي ارګ ژبه نه لري. کله چي خلک ستاسي سره مخامخ ويني او تاسي خپلي برياوي او ستونزئ ورته بيان کړئ او يا ارګ ته ځيني نژدې خلک لکه ډاکټر اکرم خپلواک يا حنيف اتمر خلکو ته معلومات ورکوي، نو خلک يې مني او قناعت کوي، خو ستاسي وياندويان ستاسي لاسته راوړني نه يوازي دا چي په علمي او فصيحه ژبه نه سي تشريح کولای، بلکي ځيني خبري سرچپه تعبيروي او يا ګونګي پاته کېږي. نړيوالي رسنۍ د لابي کولو لپاره يوه ښه وسيله ده، تاسي کولای سئ چي د رسنيو له لاري نړيوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندي کړئ، خو له بده مرغه چي ستاسي يو وياند هم په انګليسي ژبه نه پوهېږي، په مرستيال وياندويانو کي هم يو په فارسي او بل په پښتو نه پوهېږي.

ولسمشر ويل زه له خدایه دغسي يو تکړه وياند غواړم، څو واره مي غضنفر صاحب ته هم ويلي چي يو ښه تکړه وياند راپيدا کړه، خو تر اوسه يې څوک نه دی رامعرفي کړی. ما ويل زه يو تکړه سړی پېژنم چي نجيب الله ازاد نومېږي، زه باور لرم که دا سړی وياند سي، نو هم ستاسي او هم به د ملت شمله په لوړه سي. دوې ماسټرۍ لري، په پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو رواني خبري کولای سي او په پښتو او نګليسي خو ښه ليکوالي هم کولای سي.

ولسمشر په دې خبره ډېر خوشاله سو، زه يې د دې همکارۍ له امله په غېږ کي ونيولم، ويل دا سړی ژر رامعرفي کړه، خامخا يې وينم. څرنګه چي ولسمشر زما ټول طنزونه لوستي، نو زه تل ټوکي ورسره کوم او په ټوکو کي انتقادونه هم ورباندي کوم، ځکه نو ولسمشر راسره عادت سوی او زما انتقادونه بد نه ورباندي لګېږي. ما په ټوکو ورته وويل چي ته خو پېريانو محاصره کړی يې، پېريان لا کله کله ځانونه انسانانو ته ورښکاره کوي، خو نه پوهېږو چي ستا پېريان کوم ذات دی. که زما استعفا نه وای نو ولاکه مي په کلونو ليدلی وای، ازاد صاحب څنګه تر تا پوري راورسوم، د ارګ پر دېوال يې راواړم او که يې د يوې مورۍ له لاري ارګ ته راننباسم؟ ولسمشر وويل چي شاه زمان ميوندي ته هم پېژنې، هغه تازه د ستراتيژيکو اړيکو مسئول ټاکل سوی او دا کار په ده پوري اړه لري. همدا نن ورته ووايه چي د ازاد صاحب (سي، وي) ما ته راوړي.

زه چي له ارګ څخه راووتم، نو سمدلاسه مي ميوندي صاحب ته زنګ وواهه چي ولسمشر ته مي ازاد صاحب د ولسمشر د وياند په صفت معرفي کړ، هغه راته وويل چي ميوندي صاحب ته يې اسناد ورکړه، هغه به يې ما ته راوړي. ميوندي صاحب ويل سمه ده، اسناد يې ما ته راواستوه، زه به يې ولسمشر ته ورسوم.

په هغه ورځ ازاد صاحب خپله (سي، وي) د ايميل له لاري ميوندي صاحب ته واستوله او ميوندي صاحب ما ته ډاډ راکړ چي (سي، وي) راورسېده، خو وروسته خبر سوم چي ميوندي صاحب د دې پر ځای چي د ازاد صاحب اسناد ولسمشر ته ورسوي، د انګليسي، پښتو، دري او اردو ژبو د امتحان لپاره له بهرنيو چارو وزارت څخه ډيپلوماټان او نور کارپوهان راغوښتی او په درې پړاوونو کي يې له ازاد صاحب سره مرکې کړي دي. په نتيجه کي څه موده وروسته د ارګ د وياند له دفتر څخه خبرپاڼه خپره سوه چي ازاد صاحب د ولسمشر د مرستيال وياند په توګه وټاکل سو، په داسي حال کي چي د وياند پوسټ سرپرست شخص اداره کاوه او دوه نور مرستيالان يې هم درلودل.

دا چي وروسته د ازاد صاحب پر ضد څه ډول دسيسې جوړي سوې خپله ازاد صاحب د خبري کنفرانس له لاري په لنډو ټکو کي يادي کړي او په دې اړه يې پوره کتاب ليکلی چي څه موده وروسته به خپور سي، خو زه يوه خبره په صراحت کوم چي د ازاد صاحب په اړه يو ښکاره خيانت وسو، دا کار که ميوندي صاحب خپله کړی او که بل چا دې کار ته مجبوره کړی وي، خيانت ځکه ورته وايم چي ولسمشر ما ته وويل چي شاه زمان ميوندي دي يوازي د ازاد صاحب اسناد ما ته راورسوي، نه دا چي خپله دي د ازاد صاحب په اړه پرېکړه وکړي، که څه هم ميوندي صاحب د ازاد صاحب آمر بلل کېده، خو په دې برخه کي يې يوازي تر ولسمشر پوري د

(سي، وي ) رسول و بس. زه دقيق خبر يم او باور لرم چي د ازاد صاحب (سي، وي) تر اوسه پوري هم ولسمشر ته نه ده رسېدلې او ولسمشر ته ويل سوي چي ازاد صاحب خپله غوښتل چي مرستيال وياند سي.

بايد رسنۍ دا موضوع تعقيب کړي، خبره بيخي سپينه او روښانه ده، ما ولسمشر ته وړانديز کړی او هغه په ورين تندي منلی دی، په دې اړه د ميوندي صاحب کار يوازي دا و چي د ازاد صاحب اسناد ولسمشر ته ورکړي بس، نه دا چي خپله د هغه په اړه پرېکړه وکړي، زما په اند دا يو ښکاره جعل او تذوير دی او بايد پلټنه يې وسي.      

4 thoughts on “د نجيب الله ازاد استعفا هم يو داستان لري |  عبدالنافع همت”
  1. دغسی خاین مامورین نباید د د.اشرف غنی په دفتر کی یو ساعت هم پاتی شی ځکه دا شاغلی د ملت او اشرف غنی دواړو سره امین او قابل اعتماد ندی حتی د غټو خاینانو د کورنی غړی دینه وروسته په ارګ او نورو مهمو پوستونو کی نباید وظیفه ورکړشی ځکه چی د خاین ملی له کورنی سره تړاو لری او ځینی علما د حرامو نه تغذیه شوی انسان ته هم حرامزاده او حرامی وایی او دا مفسدین دهمدی سزاوار دی ااو مبارک حدیث فرمایی:
    اذکرالفاجر بما فیه لکی یحذره الناس

  2. يؤ ليكوال خا ن ته تعريف لري أو د تولني نول تولنيزه واقعيتونه را بر سيره كُوي خو يؤ سياستوال يوازي د خبلو كتو به لته كي وي د هر دول جل أو بلمي سازش أو احتكار نه كار اخلي جي ستر مثا لونه يي بخواني ولس مشر معلم عطا نبيل أو يوشمير نوركسان هم را خي

  3. زما په اند په یوه دفتر کې کار نه کول، یا مستعفي کیدل یا د دفتر له همکارانو سره ستونزه غیرعادي حالت نه دی او همیشه یې مثالونه مومو. له استعفا څخه دومره لویه خبره جوړول مناسب نه ښکاري. نه عطا په دې ښه معلوم شو چې له خپلې استعفا یې د مچ نکل جوړ کړ او نه د ازاد صاحب ملګري له ده سره ښه کوي چې جنجال او تاویلی ما ویلی ته یې هڅوي.

  4. داچې آزاد صیب استعفی ورکړه ښه کار یې وکړ.
    وایی له وژلي وروره پرېښی وطن ښه ده.
    ښاغلي آزاد صیب ته به هم الله ج روزي ورکړي. په ارګ کې ځينې کسان فکر کوي چې دا نور انسانان د دوي بنده ګان دي. ارګ ته ویاندویان کم نه دي ، بل به پیدا کړي.

ځواب ورکول سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *