دريمه برخه:  

وروستۍ هڅې او وروستۍ تېروتنې

نه يوازې نجيب الله په دې پوهېده چې د ژينو له موافقې نه وروسته سياسي اوښتون اړين دی، بلکې دافغانستان خلکو هم دغه اندېښنه درلوده چې څه به پېښېږي؟

له هرچا زيات د کابل د خلکو اندېښنه تر پوزې رسېدلې وه چې هره شېبه يې سر او مال د پېښو قرباني ګاڼه.

همغه نېټه را ورسېده، چې د اپرېل په ۱۳ نېټې په همغه ورځ، نجيب الله وغوښتل له هېواده وتښتي، د جمهوري رياست مرستيالان يې د يوه فرمان په ترڅ کې له دندې ګوښه کړي ول او دی د ملګرو ملتو په موټر کې روان شوکله چې دی په تېښتې بريالی نشو او د هوايي ډګر له نيمې لارې بېرته را وګرځول شو، نېغ په نېغه د ملګرو ملتو دفتر ته لاړ. بيا ورته د هند استازی راغی ور سره و غږېد خو خبرې په نهيلۍ پايته ورسېدې.

په دغه وخت کې دولتي چارواکو د ورځنيو چارو د نه ځنډ لپاره يوه بېړنۍ غونډه را وبلله. د غونډې مشري ځکه عبدالرحيم هاتف کوله، چې د ده په دفتر کې جوړه شوې وه.

هاتف، د خبرو پيل له دېنه وکړ، چې جمهور ريس نجيب الله غوښتل له بنين سيوان سره، په هوايي ډګر کې وګوري او بيا د هغه په الوتکه کې هند ته وتښتي، دا چې دی او بنين سيوان په دې بريالي نشوچې سره وګوري، نو هغه وه چې جمهور ريس د ملګرو ملتو په دفتر کې پنا واخسته.

هاتف زياته: په خواشينۍ بايد ووايم، کله چې نجيب الله غوښتل له هېواده ووځي زموږ د ګوښه کېدو فرمان يې لاسليک کړی دی… موږ اوس له يوې سترې ستونزې سره مخ يو، له يوې خوا نجيب د ملګرو ملتو په دفتر کې او له بلې خوا يې مرستيالان پخپل فرمان له دندې ګوښه کړي دي، ووايئ څه وکړو؟ دا ځکه چې موږ حقوقي ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د اساساي قانون د شورا ريس ساپي وويل: بايد د ولسي او مشرانو جرګې غونډه جوړه شي او د جمهور ريس فرمان باطل اعلان کړي، بيا د قانون خلا مينځته نه راځي.

په همدې بنسټ د اپرېل په ۲۲ مې نېټې (۱۹۹۲ ز کال) د هاتف تر مشرۍ لاندې محتاط، سرابي، رفيع (مرستيالان) خالقيار (صدراعظم) حبيبي (د مشرانو جرګې ريس، ابوی ولسي جرګې ريس، د کورنيو چارو وزير پاکتين، د دفاع وزير وطن جار لو ې درستيز دلاور، د ګار نيزيون آمر نبي عظيمي غونډه وکړه او هاتف د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو. لومړی فرمان دا وه چې سياسي بنديان ازاد شي چې په دې کې کيڼ اړخي او ښي اړخي بنديان هم وو.

په ۲۴ مې نېټې يوه بله بېړنۍ غونډه هم وشوه او د کابل د نا امنۍ په تړاو يې خبرې وکړې، پوځ ته يې سپارښتنه وکړه چې په دې اړه ستونزې کابو کړي. په دغه غونډه کې چې د هاتف تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، عظيمي وويل: د کورنيو چارو وزارت اسلامي ګوند ته يو شمېر امنيتي حوزې تسليم کړې دي، نو ځکه اندېښتې ډېرې شوې دي، د دې څرګندونو پر وړاندې پاکتين ور غبرګه کړه: بلې، کورنيو چارو وزارت دا کار کړی دی خو دا چې عظيمي د شمالي ټلوالې ځواکونه هوايي ډګر ته په الوتکو کې را ورسول چې د ننيو ستونزو ستر لامل همدغه عظيمي دی…هاتف پر محتاط غږ وکړ، تاسو څه وايئ؟ محتاط ځکه د عظيمي د خبرې ملاتړ وکړ چې دې پېښو احمد شاه مسعود واک ته ورسوه.

وطنجار غږ وکړ: هاتف صاحب! موږ دغه خبره حلوو، تاسو ډاډه اوسئ… دا د دې نظام وروستۍ غونډه وه.

د افغانستان د سياسي پېښو واک د پرديو په لاس وو، د ژينو موافقه ليک يې څرګند ثبوت دی، چې دواړه غواړې بې واکه وې نو ځکه د ژينو له موافقه ليک نه وروسته د افغانستان د سياسي حل په تړاو ټولې خوا وې په يوه خوله نه وې:

۱ – د افغانستان په حکومت کې هم داسې ډلګۍ وې چې د ژينو موافقه ليک يې دثور د انقلاب ماته ګڼله او د حکومت چلند يې غنده.

۲ – په پاکستان کې مېشت تنظيمونه هم په دې هکله وېشل شوي ول، يو شمېر تنظيمونو نيوکه کوله چې موږ ولې د يوه خپلواک افغانستان استازيتوب د پاکستان حکومت ته وسپاره؟

۳ – د پاکستان حکومت کې محمد خان جونيجو د يعقوب خان پلوی وه. ولې جنرال ضياء او د I.S.I مشر اختر عبدالرحمن د دوی خلاف داسې انګېرنه وه ،چې د افغانستان حکومت بايد په زور چپه شي.

۴ – د شوروي اتحاد چارواکي هم وېشل شوي ول، يو شمېر چارواکو داسې ويلې چې بايد ځواکونه په داسې وخت ونه وېستل شي. خو ګورباچف بيا په دې ټينګار کاوه چې پوځونه يې بايد د ټاکلي مهالوېش له مخې هرور مرو افغانستان نه ووځي.

۵ – د امريکا يو شمېر چارواکو دا يو ستر بری ګاڼه چې د شوروي اتحاد ځواکونو وتلو ته چمتو والی وښود. ولې يو شمېر نور په دې اند ول چې د شوروي د ځپلو لپاره بايد دا جګړه نوره هم غوځېدلی وی.

ضياء الحق له لومړي سر نه په دې ټينګا کاوه تر هغې چې مسکو نجيب الله، له دندې ګوښه کولو ته اړ نه کړي او په پاکستان کې د اووه ګونو تنظيمونو لنډ مهاله حکومت قبول نکړي د ده حکومت دې ته چمتو نه دی چې د ژينو تړون لاسليک کړي. په پاکستان کې د استوګنو تنظيمونو لخوا لنډ مهاله جوړ شوي حکومت بيا پخپلو کې هم ستونزې در لودې ولې د ګډدوالو هغه استازي چې په ايران کې مېشت ول دوی هم لومړی په خپلو کې دويم لنډمهاله حکومت له تشکيل سره په يوه خوله نه وو خو بيا هم پاکستان کوښښ کاوه چې د دغو تنظيمونو لنډ مهاله حکومت ته د نړيوال باور زمينه برابره کړي.

د تنظيمونو لنډ مهاله حکومت:

کله چې خبره دې ټکي ته ورسېده چې د پاکستان حکومت د بهرنيو چارو وزارت له خوا «زين نوراني» دې ته ګمارلی چې د ژينو موافقه لاسليک کړي، نو آی اس آی په پېښور کې د تنظيمونو مشران دې ته وهڅول چې د يوه ګډ لنډ مهاله حکومت د جوړېدو لپاره هڅې ګړندی کړي . د تنظيمي مشرانو له هلو ځلو وروسته په ۱۳۶۷ ل کال د حوت په (۶) نېټه د اوه تنظيمونو له خوا يو لنډ مهاله حکومت جوړ شو، چې مشري يې د حضرت صبغت الله مجددي په غاړه وه.

د صدارت چارې د عبدالرب رسول سياف تنظيم ته وسپارلې. له دې سربېره د لنډ مهال حکومت ريس ته د روغتيا وزارت، صدراعظم ته د مخابراتو وزارت، مولوي محمد نبي ته د دفاع او کرهڼې وزارتونه، ګلبدين حکمتيار ته د بهرنيو چارو سرحدونو او عدليې وزارتونه مولوي محمد يونس خالص ته، د کورنيو چارو، د دولتي امنيت او د اوقافو وزارتونه ورکړل شول .

برهان الدين رباني ته د بيا رغاونې، معادن او صنايع، ارشاد او تبليغ وزارتونه، سيد احمد ګيلاني ته د ماليې، ښوونې او روزنې وزارتونه او د سترې محکمې چارې ور وسپارل شوې.

دغه حکومت چې په اصطلاح کې د قومندانانو د شورا له خوا چې د اوه تنظيمونو د استازو په ګډون درلود مينځته راغی، ولې دغې شورا ته له هر تنظيم نه شپېته (۶۰) تنه معرفي شوي وو.

خو له دغو سربېره شيعه ګانو ته د يوه تنظيم په توګه حق ورکړ شوی وه چې خپل استازي ور وپېژني خو دغو شيعه تنظيمونو په دې ټينګار کاوه، دا چې په پېښور کې د قومندانانو د شورا، اوه واړو تنظيمونو ته په ټوله کې څلور سوه شل (۴۲۰ = ۷×۶۰) څوکۍ ورکړ شوې وې، دوی «۱۲۰» څوکۍ غوښتې، کله چې سوني تنظيمونو د دوی غوښتنې ونه منلې هغوی هم په شورا کې له خپل ګډون نه تېر شول.

د دې يو لامل دا هم وو چې سعودي عربستان او امريکا نه غوښتل چې ايراني پلوه شيعه ګان دې دومره امتيازات ترلاسه کړي.

د شيعه تنظيمونو ترشا ولاړ ايران په دې ډېر خواشينی شو .يوشمېر تنظيمونو کوښښ کاوه چې د ايران او د شيعه تنظيمونو ملاتړ تر لاسه کړي. ولې هغه تنظيمونه چې عربستان ته ډېر نږدې ول پټه خوله پاتې شول.

د مجاهدينو هڅه دا وه چې له يوې خوا په اسلامي کنفرانس کې د افغانستان هغه خالي چوکۍ تر لاسه کړي چې د شورويانو له يرغل نه وروسته تشه پاتې وه اوله بلې خوا تنظيمونو کوښښ کاوه چې د دوی لنډ مهاله حکومت په رسميت وپېژندل شي حکمتيار چې د بهرنيو چارو د وزرات چارې پر مخ وړلې د ليبيا او عراق مشرانو قذافي صدام سره وليدل. دوی د اسلامي کنفرانس خالي چوکۍ ترلاسه کړه خو دويمې موخې ته ونه رسېدل. يوازې څلورو هېوادونو د تنظيمونو موقتي حکومت په رسميت وپېژند.

پاکستان چې د دوی سياسي کوربه وه چې د ژينو موافقه يې لاسليک کړه هم د دوی حکومت په رسميت ونه پېژند.

د پاکستان صدراعظمې بېنظير بوټو په دې ټينګار کاوه چې مجاهدين بايد لږ تر لږه د د افغانستان مهم ښارونه ونيسي. نو بيا به يې هغه وخت په رسميت وپېژني چې د تنظيمونو لنډ مهاله حکومت افغانستان ته ولېږدول شي.

د قومندانانو شورا د لنډ مهاله حکومت په تړاو داسې هم ويلي وو چې له يوه کال نه په لږه موده (۹ – ۱۱ مياشتو) کې بايد يو نوی حکومت د ټاکنو له مخې را مينځ ته شي، او يا همدغه حکومت ته رايه ورکړ شي. ولې حقيقت دا وو چې دغه حکومت يو شمېر تنظيمونو ته د منلو وړ ځکه نه وو چې لږ امتيازونه يې تر لاسه کړي وو. نو ځکه هره ګړۍ شونې وه چې موقتي حکومت ړنګ شي.

د دغو تنظيمونو په لړ کې يو هم د برهان الدين رباني جميعت اسلامي تنظيم وو.

همدغه خوابدي او خواشيني وه چې احمدشاه مسعود، د هېواد په شمال کې د اسلامي ګوند پر وړاندې جګړه پيل کړه. که څه هم له دېنه دمخه هم دا ډول جګړې د اسلامي جميعت او اسلامي ګوند تر مينځ پېښې شوې وې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه چې موږ د سيد جمال او د ده د کورنۍ وژل د بېلګې په توګه يادولی شو.

اسلامي ګوند د غچ اخستو لپاره د اسلامي جميعت پر وړاندې عمليات پيل کړل، چې په پای کې د هغه تنظيم ګڼ شمېر کسان يې ووژل.

د تنظيمونو تر مينځ دا ډول لسګونې پېښې او ناخوالې را مينځته شوې چې د مجاهدينو موقتي حکومت يې وګواښه ان تر دې چې امريکا او متحدينو يې په دله ييزو رسانيو او خپرونو کې په ډاګه کړه چې تنظيمونه د حکومت کولو جوګه نه دي.

د کابل حکومت هم له دې موقع نه ښه ګټه واخسته، وې ليدل چې له يوې خوا تنظيمونه په خپل مينځي جګړو کې ښکېل دي او له بلې خوا يې وليدل چې د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د تنظيمونو موقتي حکومت داسې کوم لوی ښار هم تر لاسه نکړ چې د پاکستان او د نړۍ د هېوادونو پام يې ځان ته را ګرځولی وي.

کابل چارواکو د مسکو له مشرانو سره په سلا او مشوره يوه اعلاميه خپره کړه چې دا دي شوروي ځواکونه له افغانستان نه ووتل. پکار دي چې مجاهدين د ملي روغې جوړې تګلارې ته غاړه کېږدي او په پاکستان يې غږ وکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

که چېرې ټولې خواوې د ژينو موافقې ته ژمن پاتې نشي د راتلونکو پېښو بشپړ مسؤنيت به د افغانستان د حکومت د سيالو لورو په غاړه وي. حکومت د ملګرو ملتو د منشور (۵۱) مادې ته هم ګوته ونيوه او وې ويل، دغه ماده په خپل ځای ده، شوروي ځواکونه کولی شي چې د دويم ځل لپاره بيا افغانستان ته راشي.

د جلال اباد د جګړې يو لنډ جاج :

(۱۵/۱۲/۱۳۶۷)

د ژينو له موافقه ليک نه وروسته چې کله څرګنده شوه، د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان نه وځي، د ملګرو ملتو د کارپوهانو يو ځانګړی پلاوی افغانستان ته راغی، چې وګوري افغانستان د جګړې په دغه موده کې څونه زيان ګاللی او ليدلی دی.

د ملګرو ملتو پلاوی چې بېرته دافغانستان پلازکا بل ته را وګرځېد د يوه راپور په ترڅ کې يې وکښل چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ډېر کورونه د جګړې په بهير کې له مينځه تللي دي. کرهڼې هم زيان ليدلی دی، د اوبو رسولو چارې هم په ډېرو سيمو کې له مينځه تللې دي. باغونه، ځنګلونه، څړځايونه ا وډېر ټولنيز بنسټونه له خاورو سره خاورې شوي دي.

له دغې څېړنې او سروې نه وروسته ملګرو ملتو پتېيلې وه چې:

  • بايد ډېر ژر په ټول افغانستان کې سراسري سوله ټينګه شي.
  • د ملګرو ملتو اداره، خيريه او مرستندويه ټولنې، د روغتيا، ښوونيز او روزنيز بنسټونه بايد د افغانستان په رغاونه کې رغنده ونډ واخلي.

ولې له بده مرغه دواړه غاړې دېته ژمنې نه وې چې نور افغانستان بايد د جګړې په لمبو کې ونه سوځي.

دا چې د کابل حکومت او د تنظيمونو لنډ مهاله اداره د کوم خپلواک نوښت جوګه نه ول، نو وې نشو کولی چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

تنظيمونو د پاکستان د حکومت په ملاتړ او ټينګار کوښښ کاوه چې د کابل حکومت په زور را چپه کړي نوو ځکه خو د لويو ښارونو د نيولو په نيت لومړی لوی او خونړی بريد په جلال اباد ترسره کړ.

د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت بېړنۍ حالت اعلان کړ. ولې موقتي حکومت هم د ټولو تنظيمونو په جنګياليو غږ وکړ او «سر وهلی مال يې تالا» تر شعار لاندې د غنيمت پنوم په جلال اباد (۷/۳/۸۹) يو پراخ بريد وکړ (۱۶/۱۲/۶۷) په دغه بريد کې نه يوازې د تنظيمونو وسلولو جنګياليو برخه اخستې وه بلکې د پاکستان ملېشو او مذهبي ګوندونو چې موږ قاضي حسين احمد، سميع الحق او مولوي فضل الرحمن د ساري په توګه يادولی شو ونډه درلوده.

په جلال اباد د بريد بله موخه دا وه چې اسلامي هېوادونو د حوت په ۲۳ نېټې (۱۳۶۷ ل کال) په سعودي عربستان کې د يو کنفرانس د جوړې دو هوډ شوی وو.

دغه کنفرانس ته د مجاهدينو د لنډ مهاله حکومت استازی هم بلل شوی وه.

دا خبره په پام کې وه، که چېرې د مجاهدينو له خوا جلال اباد او يا د افغانستان بل کوم لوی ښار ونيول شي، نو د دوی موقتي حکومت به د اسلامي هېوادونو له خوا په رسميت وپېژندل شي.

د دې لپاره چې د مجاهدينو د حکومت، په رسميت پېژندلو بهير پيل شوی وي، لومړی هېواد سعودي عربستان وو چې له کنفرانس دمخه يېد حوت په ۱۹ (۱۳۶۷ کال) نېټه د دوی حکومت په رسميت وپېژند.

د حوت په ۲۴ نېټې د لنډ مهالې ادارې د بهرنيو چارو مسؤل ګلبدين حکمتيار خپله («۴۰» دقيقي) وينا کنفرانس ته ور واوروله او د رايو په اکثريت د افغانستان خالي چوکۍ چې د شورويانو له بريد نه وروسته د افغانستان له حکومت نه اخيستل شوې وه، حکمتيار ته د ناستې اجازه ورکړ شوه.

په دې سره سوډان او بهرين هم د مجاهدينو موقتي اداره په رسميت وپېژندله ولې پاکستان د يو شمېر لاملونو او شرطونو له کبله په رسميت و نه پېژندله.

د پاکستا يوه لويه غوښتنه د نورو غوښتنو په لړ کې دا وه چې وسلوال تنظيمونه بايد د افغانستان په لويو ښارونو پرلپسې بريدونه پيل کړي. همدا لامل وه چې دوی لومړی يرغل په جلال اباد وکړ. دوی داسې انګېرلې وه چې د جلال اباد نيول د هېواد د پلازمېنې (د کابل) د نيولو په مانا دی.

د دې لپاره چې د کابل د نيولو لنډه لاره لومړی جلال اباد دی او په اصطلاح دايې د کابل د نيولو دروازه بلله.

نو ځکه خو پاکستان ټول پوځي، اقتصادي او سياسي امکانات او اسانتيا وې د آی اس آی په سپارښتنه وسلوالو جنګياليو ته په واک کې ورکړې وې.

جګړه مارو او د پاکستان د حکومت چارواکو او پوځي سلاکارانو سل په سلو کې دا انګېرلې وه چې جلال اباد به نيسي ‎. دوی دومره ډاډه وه چې يو شمېر کسانو له ځان سره بوجۍ، رسۍ او د چور نورې وسيلې اخستې وې چې د جلال اباد ښار به چوروي، ولې په دې بريالي نشول خو د «غازي اباد پارم» غواګانې او نور کوم شته چې د غازي اباد پارمونو کې وو لوټ کړل او له ځان سره يې، پېښور ته يووړل.

دا چې ولې له دومره ستر ځواک سره دغه لوی بريد په شا وتمبول شو لاملونه يې داسې په ګوته کېږي:

۱ – د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان جمهور ریس نجيب الله، د حکومت تر واک لاندې سيمو نه يو شمېر ديني عالمان قومي مشران کابل ته را وبلل او داسې يوه پرېکړه يې وکړه چې د شوروي پوځونو له وتلو وروسته جهاد ته اړتيا نه ليدل کېږي، په دې نوم جګړه او وژنې شرعي بنسټ نه لري نجيب الله يو طرفه اوربند هم اعلان کړ او له ټولو خوا وو يې وغوښتل چې د سراسري سولې لپاره بايد د يوه ګډ حکومت د جوړېدو لپاره جرګه شو. د خلکو په مينځ کې د نجيب الله څرګندونې ډېرې تبليغ شوې او دی يې د ملي روغې جوړې نوښتګر وباله.

که څه هم سيال لوري دی د خاد رئيس باله او د زرګونو افغانانو د قاتل ګوته ورته نيول کېده او د هغه د اوربند وړانديز يې رد کړ او د فرانس پرس اژانس د موقتي حکومت له قوله وويل: «دا يو دام دی موږ پرې نه غولېږو.» ولې بيا د خلکو او په تېره د وسلوالو ځواکونو په مينځ کې د نجيب الله پرلپسې ويناوو ډېره اغېزه وکړه او دوی يې ددولت ملاتړ ته ژمن کړل.

۲ – د تلک خرس کتاب، ليکوال، د دوه سترو ناوړو پېښو تر سرليک لاندې دې ټکو ته ګوته نيولې چې د اپرېل په اوايلو کې (۱۹۸۸ کال) د سهار په لسو بجو د را ولپنډۍ په اوجری کمپ کې يوه سخته چاودنه وشوه، انګېرنه دا وه چې د هند له خوا د کوم بريد په پايله کې وسله تون له مينځه لاړ او د I.S.I هغه سپکې او درنې وسلې چې د افغانستان د جنګياليو لپاره ځای په ځای شوې وې له مينځه لاړې.

«په دغه چاونده کې له ۱۰۰۰۰/ نه زياتو کسان ووژل شو، ۳۰ زره ميله راکېټونه، په زرګونه بمونه او هوانونه، ميلونونه د بېلابېلو سپکو او دنو وسلو مرمۍ، د ټانګ ضد دايکولس، سټنګر را کټونه ۹۱ نور ډېر مهمات د اور په لمبو کې لو لپه شول.([1])

حميد ګل او د بېنظيرې د حکومت چارواکو دا پرته له شکه منلې وه چې د افغانستان حکومت د شوروي پوځ له وتلو وروسته پخپله را نسکورېږي، ښه به دا وي چې د مجاهدينو پنوم ترلاسه شوې وسلې پخپلو وسله تونو کې خوندي کړي… بيا يې مجاهدين وهڅول چې د همدې ډاډ له مخې له پوځي انډول نه پرته په ډېرې عجله بريد وکړي حکمتيار هم په خپل کتاب کې دا خبره په ځغرده کړې ده چې: «د روسي پوځونو له وتلو وروسته د هرچا انتظار دا وو چې د نجيب حکومت به ډېر ژر را نسکور شي…»([2])

نو ځکه هر تنظيم په عجله بريد ته چمتووالی نيوه. دغه چاودنه د پاکستان چارواکو په سر کې پوځ ته دومره بوګنوونکې وه چې پوځ په I.S.I سخته نيوکه وکړه چې د دوی له ډېرې بېباکۍ دغه پېښه را مينځ ته شوه. ولې ځنې بيا په دې اند دي چې: «جمهور ريس ضياء چې تر دې دمه لوی درستيز هم وه له جنرال اختر او جنرال حميد ګل نه ملاتړ وکړ او ويې ويل چې پوځ او I.S.I د پېښې مقصر ندي.»([3])

۳ – په ۱۹۸۸ کال د اپرېل په مياشت، د اوجرې کېمپ کې دغه پېښه را مينځته شوه او په اګست کې د پاکستان جمهور ريس ضياء الحق او جنرال اختر عبدالرحمن، د امريکا سفير ارنالد رافيل، بريد جنرال هربرت ويس، د پاکستان د اتو (۸) جنرالانو په ګډون چې ټول دېرش (۳۰) تنه کېدل د الوتکې د را غورځېدو له کبله (۱۹۸۸ کال د اګست ۱۷) ووژل شو، د جنرال ضيا په مرګ چې له پاکستانيانو نه يو شمېر افغان مجاهدين او تنظيمونه ډېر خواشيني ول، د کابل حکومت لپاره يو ښه زېری وو. که څه هم حکمتيار د جلال اباد د ماتې لامل دا نه ګڼي او وايي:

«ضياءالحق له ترور نه وروسته غلام اسحق خان جمهور ريس وټاکل شو… د پوځ لوی درستيز جنرال اسلم بېګ او د I.S.I مسؤل جنرال حميد ګل وو،… د مهمو ادارو واګې د داسې کسانو په لاس کې وې چې د ضياء الحق هم فکره او هم مزاجه خلک ګڼل کېدل.([4])

۴ – د جلال اباد د جګړې کوم بری چې د افغانستان حکومت په برخه شو، بل لامل دا وو چې د نجيب الله حکومت له کونړ څخه چې کوم ځواکونه را ووېستل د وسلوال پوځ غړي يې خوندي ځايونو کې ځاي په ځای کړل او دوی يې د ښار کمر بندونو ته واستول. ان تر دې چې ختيځ لور ته يې شل (۲۰) کيلو متره پراخ کړ او د خاد د را پور له مخې د تنظيمونو بېلابېلو جنګياليو د اوه زره تنو په شاوخوا کې خپل جنګيالي سيمې ته د راتلونکي بريد لپاره چمتو کول، دوی د دفاع لپاره نور نوي ځواکونه د کابل نه را وغوښتل او هرڅوک پدې روحيه جنګېدل چې «وطن يا کفن».

۵ – د مجاهدينو د ماتې بل لامل دا وو چې دوی د مخامخ جبهه ييزې جګړې تجربه نلرله، او دا هم د دوی پوځي تېروتنه وه چې د مارچ د مياشتې (۱۹۸۹ کال) په شاوخوا کې د (۵ – ۷) زور په شاوخوا کې خپل جنګيالي يې غرونو او غونډيو کې ځاي پر ځای کړي ول.

د کابل حکومت د دوی د ځواک، د دوی د وسلو، ځای او شمېر په تړاو بشپړ معلومات درلود او بيا هغه لورته خپلې سپکې او درنې وسلې، د هوايي ځواک په ملتيا متوجه کړي چې سيال لوری له پښو وغورځوي.

۶ – د جګړې په ترڅ کې کوم افغان سرتېري چې مجاهدينو ته يا پخپله خوښه او يا د جنګي اسيرانو په توګه هغوی نيولي وو، سرونه ترې غوڅ کړي ول او بيا يې په بوجيو کې د کابل حکومت تر واک لاندې سيمو ته واستول چې د کابل د سرتېرو روحيه او جګړه ييز مورال کمزوری کړي.

ولې د جلال اباد پوځي مشرانو د دغو کسانو سرونه خپلو سرتېرو ته وښودل او ورته وې ويل، هرڅوک چې تسليم شي برخليک به يې داسې وي.

کله چې مجاهدينو بريد وکړ، په داسې حال کې چې د سرتېرو شمېر له لږو نه لږ وه د ژوند تر پايه وجنګېدل او همدا به يې ويل سر ورکوو خو سنګر نه ورکوو او د پنجابيانو پر وړاندې تر پايه جنګېږو.

ولې د هوايې پوځ بريدونه، په ځانګړي ډول د ترانسپورتي الوتکې انتونوني ۱۲ بمبارۍ رول هم د پام وړ وو.

د سکه توغنديو پرلپسې بريدونو د تنظيمي جنګياليو ملا ماته کړه او د درې (۳۰۰۰) زره په شاوخوا مجاهدين ووژل شول اويا ټپيا ن شول، چې پدغه وخت د ننګرهار د ۱۱ فرقې د جنګياليو شمېر دې کچې ته نه رسېده.

مجاهدينو د څلورو مياشتو په شاوخوا کې د دې وس پيدا نکړ چې جلال اباد لاندې کړي، نو ځکه ټولو خوا وو په تېرهI.S.I ته دهيښتيا او حيرانتيا خبره وه، چې له يوې خوا تنظيمي جنګيالي په ډېرې خواشينۍ مخ په پېښور وخوځېدل او افغان سرتېري د ټول هېواد د ستاينې وړ وګرځېد ل .

د دې ماتې لوی شرم او «توق لعنت» د جنرال حميد ګل په غاړه وځړېد، نو ځکه خو په ۱۹۸۹ کال د جون په مياشت کې د I.S.I له مقام نه را وغورځېد، که څه هم بېنظير بوټو دی يوې بلې دندې ته وګماره، خو له تېرې دب دبې نه پرېووت.

«د جلال اباد له فاجعې او غميزې وروسته جهاد پيکه شو،… که چېرې دوی ته جنګي توکي او وسلې ورکړ شي، که د جهاد روحيه يې پياوړې کړی شي او يو پياوړی پوځي مشر ولري، په هغه صورت کې به بری ترلاسه کړي»([5])

که له يوې خوا د جلال اباد په جنګ کې تنظيمونو ماته وخوړه خو له بلې خوا نجيب د يوه پياوړي سياست پوه په بڼه وځلېد. ولې ټولې ستونزې په همدې ځای پايته ونه رسېدې. خکه چې د نجيب الله يواځينۍ ستونزه يوازې مجاهدين نه ول. بلکې په حکومت کې د ننه هم نوموړی له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د کارمل ډلې هم د ده پر وړاندې توطيه کوله او خلقيان خو د ده پروني سياسي دښمنان ول او پدې لړ کې شهنواز تڼی يادولی شو په يوې ناکامې کودتا يې هغه سخت وګواښه. دا داسې سياسي شېبې وې چې خلقيان هم ووېشل شو او پرچميان هم.

د تڼي کودتا پخپله خلقيانو له ماتې سره مخ کړه، ځکه چې د وطن جار په څېر پوځي شخصيتونه د نجيب ترشا ودرېدل. ولې کوم وروستی ګوزار چې يو شمېر پرچميانو وکړ نه يوازې د نجيب الله سياسي ملا ورماته کړه بلکې د همدې پېښو قرباني شو.

نور بیا

[1] تلک خرس ۲۴۴ مخ.

[2] پټې توطيې بربنډې څېرې ۲۶ مخ.

[3] تلک خرس ۲۴۵ مخ.

[4] پټې توطيي ۲۹ مخ.

[5] تلک خرس ۲۵۷ مخ.

2 thoughts on “د نجيب الله د واک وروستۍ شېبې | استاد شهسوار سنګروال”
  1. ددی ټولو ناخوالو او ستونزو لامل ټول هغه بهرنی هیوادونه وو چی د افغانستان په تیر او اوسنی حکومتی چاروکی یی لاسوهنی کولی او همدارنګه افغان ولسونه او پرګنی یی د خپلو شخصی او ځانګړو ګټو لپاره په ډول ډول ډلګیو ونومول او ویی ویشل لکه (خلقی ، پرچمی ، ایخوانی ، کمونیست ، اشرار……..) او بیا یی په خپلو منځو کی سره په جګړو اخته کړل او دوی ورته د خیر په غونډی کښیناستل چی تر ننه پوری ټول افغان ولس پدی اور کی سوځی او هرچاته دا پته ده چی ټوله پړه ددی ناخوالو یوازی او یوازی په همدی 50 هیوادونو ده .

ځواب ورکول Hekmatullah Safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *