تاند- د افغانستان د ځوانانو دیموکراتیکې ټولنې نن په کابل کې د پخواني دولتمشر(دولت ريیس) ډاکتر نجیب الله په یاد غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې، چې افغانستان ته د نجیب الله د خدمتونو د درناوي لپاره جوړه شوې وه، یو شمېر جګپوړو دولتي چارواکو او سیاستوالو هم ګډون کړی و.

نجیب الله د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې د کودتا په نتیجه کې له واکه تر لېرې کېدو وروسته په کابل کې د ملګروملتو دفتر ته پناه یووړه او تر هغو همالته و چې طالبانو په ۱۹۹۶ میلادي کال کابل ونیوه. طالبانو نجیب الله له خپل ورور سره په خورا بې رحمۍ وواژه.

نن د ډاکتر نجیب الله د خدمتونو په یاد په غونډه کې ګډونوالو وویل چې د نوموړي د وژلو پلان مخکې تر مخکې د آی ایس آی له لوري جوړ شوی و. دوی د نجیب الله د وژلو تور په آی ایس آی پوري کړ.

دوی همداراز له ملګروملتو وغوښتل چې د ډاکتر نجیب الله د وژلو قضیه وڅېړي او په دې اړه راپور خپور کړي.

د غونډې برخوالو د افغانستان د پخواني دولتمشر نجیب الله پر وژلو د ملګروملتو چوپتیا د نه منلو وبلله.

د غونډې ډېرو برخوالو پر پاکستان نیوکې وکړې او دا هیواد یې د افغانستان دښمن وباله.

دوی ادعا وکړه چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د ډاکتر نجیب الله او مجاهدینو د خبرو مخه نیوله.

په غونډه کې د وطن ګوند ګڼو غړیو برخه اخیستې وه. دوی د راتلونکي لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د غونډې برخوالو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره مهم وبلل.

د ډاکتر نجیب الله په یاد دا غونډه په داسي حال کې جوړه شوه چې د ناروې لویې څارنوالۍ د ثور د کودتا په لومړیو دوو کلونو کې د یو شمېر وژل شویو افغانانو لیست خپور کړ.

نجیب الله د خلق د دیموکراتیک ګوند په واکمنانو کې تر ټولو خوله ور او ژبه ور مشر و. د ده ویناوو حتي پر مجاهخدینو هم اغېز کاوه.

د خاد مشري د ده شهرت ته زیان رسولی و خو پر جلال اباد د مجاهدینو ناکامې حملې او په هغې کې د پاکستاني پوځیانو بربنډ ګډون شرایط د نجیب الله په ګټه واړول مګر د پخواني شوروي ړنګېدو او د روسیې د مرستو بندېدو داسي حالات رامنځته کړل چې د نجیب الله له حکومته خپلسري ملېشه ځواکونه مخه واړوي او له احمدشاه مسعود سره یوځای شي.

28 thoughts on “د نجیب الله په یاد د غونډې برخوال: د نجیب قاتل آی ایس آی دی”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښه به دا وي، چې د ډاکټر نجيب د خدمتونو توګې او طريقې کوم څوک يآد کړي، چې ټول پرې پوه شي، هغه څه چې ماته معلوم دي، زه به يې لنډ ياد کړم:
    ۱ ـ د شوروي اتحاد له يرلغه وروسته د خاد (خدمات اطلاعاتي دولت)، چې د اګسا او کام (کشتارګاه امين مر…) پر ځای نومول شوی وو، نو رياست يې ورپه برخه شو، چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۱ پورې د د روسېې د تآثيرات موده وه.
    ۲ – په افغانستان کې په ۱۹۸۶ کال د ګورباچف په مرسته او د شوېردنادزې په سپارښت د افغانستان د جمهوري رياست واګي تر لاسه کول او د ګورباچف له پېرېسترويکې سره سم د (ملي مصالحې علانول) او بيا له خلقيانو سره ښکر په ښکر کېدل، چې پايله يې د تڼي کودتا او د بابه جان جنرال کېدل اود ۱۴۰ پښتني منصبدارانو وژل، چې د (اردو و سياست) د عظيمي په کتاب کې هم د بابه جان دغه خونريزي ته نغوته کړې ده.
    ۳ – د جلال آباد جنګ او د منوک منګل او نورو په کومانده د جلال آباد د جنګ ګټل او پاکستان ته د افغان ولس د غيرت او همت ښودل.
    ۴ – له عبدالرشيد دوستم څخه د ګلم جم او کله جم جوړول، چې تر ننه د افغانس پر ولس بار دی او زموږ د خلکو وينې تويوي، او د دوستم په واده ګې له يوې يوسفزۍ سره د څو لکو افغانيو ډالۍ ورکول.
    ۴ – د پهلوانانو (رسول پهلوان، عمر پهلوان، مالک پهلوان…) رامنځ ته کول او د جنجال مومن خان ستايل او بيا يې په جمعه اڅک او جنرال ستار يې بوږنول او د ملل متحد د طرحې ګواښېدل.
    ۵ – د ډاکتر نجيب پر ضد د جبل السراج توافق او د ملا متحد د طرحې ناکامېدل يا شنډېدل او د مرحوم ډاکټر صيب د تېښتې مخه نيول او بيا د ملل متحد موسسې ته پناه وړل او بيا نو د کابل د مجاهدينو غميزه ده، چې عظيمي، کاوياني، دوستم، مزدک، علومي، لايق، دلاور وکيل او ګڼشمېر نور يې ورسره ملګري ول، چې ټول د مرحوم ډاکټر نجيب د ډلې خلک ول!
    ۶ – د شوروي اتحاد په کودتا کې د ګورباچف ضد دريځ نيول او له کودتاچيانو پلوي کول، چې د ېلتسن له راتګ سره د مرحوم ډاکټر صيب د تګ ژمنيتا په واقعيت تبديله شوه، چې ۴۸ ساعته يې تيل پرې بند کړل، نو د کابل ټول نظامي ماشين په ټپه ودرېدلو او د څو اوباشو ښکار شو، چې فلمونه يې اوس هم په يوتيوب کې شته دي!

    مرحوم ډاکټر صيب نجيب الله د خدای وبښي او نااهله ملګري دې يې خدای تباه او برباد کړي، ځکه همدوی د افغانستان د وروستيو غميزو لامل شول!

    معه سلاموکم الاهلول مباحثين
    ملا ميوند آخوند

  2. دډاکټرنجیب په یادغونډی جوړول ګډون پکښی کول دنوموړی ستاینه کول له افغان مجاهدملت سره ظلم جفااوپه کړی جهادقربانیودبطلان کرښه راکشل دی اوداسی کسان دتیروټولوغمیزوعاملین دملت دشهیدانوقاتلان اوملی خائنان دی ډاکټرنجیب آی اس آی نه بلکی دشهیدانووارثانوپه داروځړول ځکه دا۵۰۰۰زره اویونیم ملیون بیګناه هیوادوال یی وژلی ؤ=نفرین بادبرآنان که روزاعدام یک غلام کی -جی -بی-راتجلیل مینمایند

  3. ابو مجاهده، نور دی نه دا جهادونه افغانانو ته د تقدس درجه لری او نه هم غنیمت، چور، وژل، تړل، سر پریکول، او نه هم دا بدوی نومونه لکه ابو، …. اوس نو لا څلور بول هم په دی پوه شوی چی نه جهادونه ول او نه ثوابونه او جنتونه. که څه نوی خبره د وطن د ابادولو، وطندوستی، ملت دوستی لری نو خدای دی راوله کنه دا بدوی القاب دی ځان سره که او د دری زبانو خبره او ایته پوف کده بخو. او که نه یخیږی نو مخه دی خلاصه ده او ورځه پری د مصر، سوریی، فلسطین په لور او خپل د غلامی ژوند ته دی د جنت په بهانه د پای ټکی کیږده.. او که خدای کول نو دا اندوخړ چی ته ورته جهاد وایی د سعودی په لوری هم روان دی، هلته ورشه د جنت لاره به دی هم لڼډه شی

  4. ښاغليه ابوالمجاهده د ليکنو دې مالوميږي چې ډېر احساساتي يې او ټولې خبرې دې بې سنجشه او چټي دي، يوازې او يوازې د مجاهد او د جهاد په ټکو را څرخي او شعاري بڼه لري . ستا دې په په الله پاک قسم وي چې دا ستاسو جهاد في سبيل الله وو او که د پنجاب د پاره وو. که د مارکسيستانو او اخوانيانو د مشرانو کړنې چې د افغان ولس او وطن په حق کې يې کړي دي ، پرتله کړو ډاکټر نجيب الله افغاني احساس درلود، په وطن او ولس زهير وو او نه يې غوښتل چې د افغان وينه د بل افغان په لاس تويه شي او ملي روغه جوړه يې اعلان کړه او د واک نه تېر شو تر څو واک يوې بې پرې ډلې ته وسپاري. خو هغه چې څه پېښ شول او ستا د مجاهدينو غوبل، چې تيږه يې په تيږه پرېنښودل او يو او بل يې سره يې ووژل او په دې انډوخر کې څومره بې ګناه انسانان چې هغوې هم د الله تعلی بنده ګان وو ستا د مجاهدينو په لاس شهيدان ، تور سرې يې بې ستره او مال ستا مجاهدينو لوټ کړ. پلونه، الوتکې او نور نظامي وسايط يې وران کړل او د کباړ په ډول يې په پنجاب باندې خرڅ کړل. ايا دا د شهيدانو د روح سره چې د روسانو سره په جګړه کې شهيدان شوي وو، خيانت نه وو، او که دې ته دې خوله ماته ده او اقرار پرې وکړېچې هو موږ هم چندان خلک نه يو او د وطن په ويجاړېدو کې مو مخامخ برخه درلوده. ديوې خوا که پرونی مارکسيست ملامت دی، چې دا وطن يې وران کړ. ته خو هم وجدان ولره، ماته شا کړه او الله ته مخ کړه، او ووايه نني اخوانيان هم د مارکسيستانو څخه د وطن په ويجاړۍ او د ولس په ځورونه کې کم نه دي، او لا وړاندې تللي دي، او که چېرې د سوال او ځواب ورځ وي، بايد ځواب ووايي. پاتې د نجيب الله خبره شوه. ستا دې په خداې قسم وي ته د اخوانيانو ژوندو او مړو مشرانو ته وګوره او دا ووايه چې څوک وطن او ولس ته ژمن دی، او که شخصي ګټې لري. زما او ستا د وطن ګټه په دې کې ده، چې تېر په هېر او اوس چې افغان خاوره په خطر کې ده، د ورورۍ لاسونه سره ورکړو، او د ملي احساس نه کار واخلو. والسلام

  5. We lose a great leader dr NAJIBULLAH by isi . We strongly condemn isi warlord mujahedeen and taraki , fazal ameen , KGB karmal for genocide our a beloved afghans . We must confront new ideology of isi Taliban who genocide pakhtoons by the name holy Islam and destroying our great cultures for last 15 years

  6. ابواالمجاهد ، لعنت دي په تا او تولو وطن خر حٓوونكو مجاهدينو دې مرګ وي ١
    ١- هير ددي چه تول د مجاهدينو دورغجن رهبران لكه سياف احمد شاه مسعود رباني گلبدين او دير نور لا پخوا د اي اس اي غري وه او د مرحوم داود په وخت كي خپلي ناولي حٓيري خلكو ته شودلي وي او دي .
    ٢- اسلام صرف يوه وسيله وه چه زموژ بيسيواده خلك ي و غولول او اوس هم خلك غولوي د حلكو د پاكو احساساتو حخه ناوره استفاده كوي .
    ٣ – كه د يو پاك مسلمان په صفت د خداي تعالي دترس او ويري له لپاره ووايو د مرحوم داكتر نجيب او حتا د تولو چپيانو د تولي دوري اشتباهات ، تيروتني د مجاهيدينو د يوي ورحٓي جنايت ( د كابل خپل منحٓي جنگونه ) هغه هم د اي اس اي په سر شورونه سره برابر دي .
    ٤- حنگه د يو پاك مسلمان په صفت حان ته اجازه وركوي داسي ليكنه وكري دپنجشير د سيند چه په مياشتو مياشتو ورحخه د وينو رنگ نه نه پاكيدلي همدا مسعود چه لا پخوا د اي اس اي او سي اي ي غري وه او دوه سوه دالره مغاش ي درلود او حتا د روسانو سره ي هم ودكا حٓشله مگر خپل افغانان ي وژل ؟
    ٥- همدا سياف نه وه چه خلك ي ژوندي تر خاورو لاندي كري كري دي ورشه د پغمان د خلكو نه پوشتنه و كاوه ؟
    ٦- همدا اوس د سياف وراره بد ماش او خاين وراره حٓو جريبه حٓمكه غصب كري ده ؟
    ٧ – كه دا مجاهدين د تول پاكستان د ديرشو كالونو دال او نور حبوبات خرحٓ كري دومره پيسي نشي پيدا كولي نه فهيم بيني نه سياف ريش نه مسعود بز نه ي ورونه نه كرزي او نه ي ورونه داسي نده .
    ٨ – راوشيه يو حزبي د افغانستان د خلكو دموكراتيك گوند يو غري چه ميليون يا كوم بلدينگ يا كوم بانكي پانگه ولري .
    ٩ – درسته ده اشتباه شويده مگر مه هيروه چه دا جنگ د غتو قوتونو وه افغانان صرف لوبغاري وه كه چيري د گوند غري خاين او وطن خر حٓونكي واي ايا دوي وسلي نشوي اخستلي مگر غرب او پاكستان پدي پوهيدل او پوهيژي چه دا با سواده قشر نه استفاده نشي كولي او دمجاهدينو او بيسواده ملت حخه ي استفاده و كوله او كوي .
    ١٠- اوس هم ناوخت ندي په والله كه د مجاهدينو په رهبري سره وطن جور شي تر حو باسواده ، صادق او داسي خلك چ دا د قوم ژبي او سمت پلوي ونكر او خدمت وكري .
    ١١- راحي دا پريژدو ما حه وكره ستا حٓه وكره تول به تاريخ او د خلكو وجدان ته او بلاخره لوي خداي تعالي ته و سپارو او توكل په هغه وكرو او ووايو : چه زه وايم چه زه يم او ته واي چه ته ي نه به ته ي او نه به زه وم او كه چيري دا اصل مراعات كور هغه هم په عمل كي چه زه وايم چه ته ي او ته واي چه زه يم هم به ته وي او همبه زه وم .
    ١٢- په افغانستان كه د اسلام په خاطر جنگ نه وه او نه به وي دجهاد ديره خوژه ميوه اوس تول ملت خوري ورشه د خلكو نه پوشتنه وكاوه حٓوك حٓوك دي او چا حٓه كري دي .

  7. دخلقي اوپرچمي رژیم قتل عام

    کله چه مي دخلقي اوپرچمي رژیم دپنځوزرو افغانانو دوژلو دلستونو خبر دمیدیا له لاري ووایه اوبعضي لستونه مي وکتل نو واقعا ډیر غمجن سوم اویوځل دیرش کاله شاته ولاړم اودپوهنتون دورمي راپه زړه سو ، په کابل پوهنتون کي مي په یوه پوهنځۍ کي درس وایه اوپه مرکزي لیلیه کي اوسیدم ، ښه مي په یاددی چه دکمونستانو کودتا چه دوی ورته انفلاب وایی دثور پراوومه دپنج شنبي ورځ دغرمي وروسته شروع سوه ، دافغانستان دبدبختیو بهیر دهمدي کرغیړني ورځي څخه راشروع سو . شهید سردارداودخان دکورنۍ دغړو سره په شهادت ورسید او کمونستي منفور رژیم په خپلو ظلمونو شروع وکړه ، هره ورځ مظاهري ،مارشونه اومیټینګونه شروع سوه اوهرڅوک مجبوره ؤچه په دي مارشونو کي حاضروی ، داختناق دورؤ ټول بیریدل نومجبوره وه چه په مارشو کي برخه واخلي ، خلقیانو پرچمیانو څخه ځانونه ورک سوه ،داسي به ګرزیدل چه ته به وایی لوی قهرمان دی ،سري نکتایاني به یی تړلي وی اودستالین غوندي بریتونه به یی جوړکړي وه . په هره پوهنځي کي اوپه هر صنف کي دکمونستي حزب ګوداګیان اوجاسوسان وه او دمحصلینو ژوندیی تریخ کړی ؤ ، که به چا یوڅه پاک لباس درلود نوهغه به داشرافي په نوم دشپي راایستل کیدی او کشتارګاه ته بیول کیدی ، که به چا لمونڅ کاوه نوداخواني ټاپه به پروهل کیده ، اوکه څوک ډیرمظلوم او بیچاره محصل ؤ نوبه دضدانقلاب په نوم وژل کیدی ، هرکمونستي ګوداګۍ موظف ؤ چه په یونوم اوبل نوم دبي ګناه محصلینو لست جوړ کړي اوتر لوړو استخبارتي کړیو پوري ورسوی ، هرچا چه دډیروکسانو لست ورکړی وای نو هغه ډیر ښه انقلابي ملګری ؤ.
    دشهیدسردار داودخان په خاصه پاملرنه چه دکابل پوهنتون دکامیابۍ پرلور روان سوی ؤ اوډیر نوي اومثبت تحولات پکښي راغلي وه او په نړیواله سطح یی کریدیت ترلاسه کړی ؤ بیرته مخ پرکښته روان سو ،هره ورځ مارش اومیټینګ ؤ ، استادان ووژل سوه اوډیرو په مهاجرت پیل وکړ ، دپوهنتون سویه راټیټه سوه ،خلقي اوپرچمي محصلین به جبهاتو ته تلل مګر په صنف کي به حاضر نیول کیده اوپه امتحانو کي به کامیاب وه .
    ښه مي په یاددی چه په مرکزي لیلیه کي زموږ داطاق څخه دوه محصلین دشپي وایستل سول اوبیا موږ هغه ونه لیدل ،داطاقو دروازي دشپی باید قلف نه وی ، د لیليي یوملازم چه په یوه سترګه ړوند ؤ دشپي همداوظیفه وه چه مورد هدف محصل رابیداره کړی اوورته ووایی چه یو دوست دي راغلی دی ، دغه پیاده دومره ترین سوی ؤ چه دشپي په تیاره کي به هم هغه چپرکت ته ودریدی اواجل نیولی محصل به یی رابیداره کړ ، ما ددغو دوو محصلینو رابیداره کول په خپلو سترګو ولیدل ، دزړه به مودرزهار ؤ اوبيابه دډیروشپو لپاره خوب نه راتۍ اوهمداسي به په وهم اوترس کي لټ پر لټ اوښتو ،کله کله به زه دخور کورته ولاړم .. به لستونو کي مي زموږ داطاق دیوه محصل نوم پیداکړ خدای دي شهادت قبول کړي ،ډیر ورته خفه سوم . دبی بی سي رادیو اوریدل منع وه ،هیڅ چا بی بی سي نه اوریدله ،په کورو کي به خلکو په ټیټ اواز اوریدله ، دغه وه دکمونستي رژیم دیموکراسي ،کمونستانو به ویل چه دادپرولتاریا دیکتاتوري ده یعني درژیم عمال چه هرڅه زړه غواړي همهغه کولای سي . دخلق اوپرچم دبین البیني تضاداتو په نتیجه کي هم ډیر بي ګناه انسانان ووژل سوه ، داخفه کن حالت په ننګرهارپوهنتون اوپولي تخنیک پوهنځۍ کي هم روان ؤ . ډیرومحصلینو په پټه لمونځ په اطاقو کي کاوه دلیلي مسجد ته دبیري څوک نه راتلل .
    انقلابي رنګ سورؤ ،ښه مي په یاددی چه دکندهارښاروال امروکړ چه ددوکانو دروازي باید سري سي ،بیچاره دوکاندارنو به په عادي رنګو دروازي رنګولي ،ښاربه یوعجبه خنداوره منظره درلوده . دخلکومځکی په زوره واخیستل سوی اوبزګروته وویشل سوی اودمځکومالکین ته به فحش ویل کیده اوتوهین کیدله به چه تاسوفیودالان یاست دکاریګر اوبزګر استثمارکوی اومځکه دهغه چا ده چه کارپرکوي .
    دکمونیزم تیوري دشوروی اتحاد سره په خاورو لاهو سوه ، شوروی اتحاد دړي وړي سو ، دستالین اولینین مجسمي دپارکونو اوقصرونو څخه راټولي سوي ، په اوسنۍ روسیه کي داروپایی هیوادو په شان ازاد بازار اوشخصي ملکیتونه رامنځ ته سوه . دشوروی دماتیدو سره سم دجهان یکه تاز امریکا اوس څه چه زړه یی غواړي هغه کوي .
    دخلق اوپرچم دګوندونو مشران اوتیوریسنان دافغانستانه ووتل ، یو تعداد یی بیاهم دشوروی اتحاد سره په وفاداري هم هلته په مسکو کي پاته سو اوډیرزیات مشران یی غربي نړۍ ته پنا یوړه په لندن اونورو ددوی په اصطلاح په امپریالستي ښارونو کي میشت سوه ، اواوس هم دکمونیزم خوبونه ویني .
    خدای تعالی ج ظالمان نه پریږدي اوظالم په ظالم وژني ، هرڅوک که بی ګنا ه انسان ووژني لکه ټول بشریت چه قتل کړي . دهاګ نړیواله محکمه باید دغه قا تلین په خپله جزا ورسوي . دخلق اوپرچم مظالم باید هرڅوک دځان لپاره یوسبق اوعبرت وګڼي .

  8. دډاکترنجیب دټولو نه عظیمه ګناه او غلطی داوه چه دپښتون څخه یی واک اواختیار واخست اونورو ته یی ورکړو، اخر نی نتیجه داشوه چه دخپل پرچمی ملګری(دوستم) لخوا په دار وځړول شو، ځکه دده مخه دده دملګرو لکه دوستم اونوروپرچمیانولخوا ونیوله شوه، نونجیب مجبورشوچه دملګروملتوناکام دفترنه پناه واخلی.
    که چیرته دغو حرام نمکه اومتعصبو ملګرو ورسره خیانت نه وای کړی نوډاکتر نجیب هیڅ وخت دملګروملتو ناکام دفترته پناه نه وړله اونه به په دار ځړول شوی وای.
    بله خبره داده چه داکترنجیب دپښتنوسره دخپلی چوکۍ په خاطر ډیره دښمنی لرله، اوډیرکوریی ددری ژبی ورونو سره وه، یعنی دامعنی چه په داخل د دولت کی ډاکترنجیب ډیر ډاډ اوباور په دری ژبودرلود اوپه مجاهدینو کی یی هم ډیر ډاډ اوباور په دری ژبو کی درلود، ځکه ډاکترنجیب خپل یوورورچه صدیق اله نومیده احمدشاه مسعود ته لیږلی وه اوتر اخره دمسعود سره پاتی وه،کله چه به چا دنجیب څخه پوښتنه وکړه چه ستا یوورور ولی دمسعود سره دی نوده به ورته وویلی چه مسولیت فردی دی.
    لنډه داچه نجیب دخپلو متعصبه ملګرو لخواپه دار ځړول شویدی.
    دوستم یو بیسواده سړی وه مګردنجیب دقدرت په وخت کی ډیر مخکی لاړوتردی چه نجیب ګاو یی هم په ښه سزا ورساوه، مګر عصمت مسلم چه ډیر قوی اومشهور سړی وه اودوستمیان یی دنوم څخه هم ډیرډاریدل حتی تر دی چه دوستمیان به کابل ته دمسلم دډاره نشوراتلای مګرهغه دنجیب دقدرت په وخت کی په ډول ډول توطیو بدنام اوحتی چه ترمرګه یی ورساوه ځکه چه پښتون وه.

    په اخرکی وایم دکومی پایلی او سرنوشت سره چه نجیب مخامخ شوی دی، نوواوری دهمدغی پایلی سره به انشآالله ښاغلی کرزی هم مخامخ کیږی، ځکه ښاغلی کرزی خو پښتانه په دغه تیره لسیزه کی تباه اوپه شرمونو وشرمول.
    الله تعالا دی زمونږ ۵۰۰۰ شهیدان وبښی اوددغه شهیدانو قاتلین دیی دنجیب ګاوپه قیسم په دار وځړوی.
    م. افغان

  9. ښاغلیه د مجاهد په نوم جاهلانو پخپل جهالت د بطلان کرښه راکښله.
    دوی هم اسلام بدنام کړ هم یې وطن وپلوره، درحالیکه نارې یې وهلې چې اسلامي حکومت جوړوي، ګوډاګی رژیم له منځه وړي.
    اما اسلامي حکومت پرځای یې افغان پېِغلې بې پته او پر پنجابیانو وپلورلې، همدارنګه یې وطن لوټ او تالان کړ
    اوس ته وایه چې د مجاهد پرده به پر څه وکړي
    ایا سیاف او دا نور رښتیا مجاهدین و، چې یو وخت یې ظاهر شا بابا کافر باله، خو وروسته یې هغه ته مېلمستاوې کولې او جنازه یې پخپلو اوږو وړله.
    دوی کله په یوه خبره ودرېدل

  10. افسوس د هاغه افغان په حال چی هاغه چا چی دا وطن خرڅ کړ او له د ملک او ملت سره یی جفا و کړه اود روسانو درجه یک غلام وو بیا هم شرم نلری او دده ورځ لمانځی او حتی دده خبیث نجیب تصویرونه هم په هر ځای کی نصب کوی

  11. Hallo everybody!
    Dr.Najibullah was a real president who spoke Pashtu in UN & Belgrad;and he is SHAHID with his brother Ahmedzai.They were leaders of Watan & SULHA.

    Ghorzan wrora! da ebo-bine landen & abu dgehl evlade ta de dder sha zawab warkrry dy.

    What were rabbany,mesud,even now Ceyyaf,feiim,ata,mohakik & otherz?
    Afghan people,soldiers,real mojaheds were Shaheeds too but the remenants of shuheda`s are war milliarders,mofciedins,Human killerz ,watan-sellers, spiez etc…
    May ALLAH(j.J.) forgive the real & honest shahids of Watan,& Din….amien.

  12. دا ډیر د افسوس خبره ده چی د نجیت په یاد غونډه نیول کیږی او مونږ خوشحاله هم یو. الله د مونږ ته هدایت وګړی

  13. دافغانستان داسلامی جمهوری دولت مشر جلالتماب حامد کرزی صاحب دیدډاکټر صاحب نجیب الله له تیروتنو ته په کتو سره سره بیا هم عین اشتباهات تکراروی ، که جلالتماب کرزی صاحب ۱۰ کاله وړاندی په څو جنګ خوښونکو اشخاصو تکیه نه وای کړی او په عوض یی دفغانستان په غیور ملت باور کړی وای نو نن به فعلی اداره دداسی ستونزو سره لاس او ګریوان نه وه، تر اوسه پوری زموږ نظام ۱۰۰فیصده په بهرنیو مرستو متکی ده که دااوس ناټو دخپلو ټولو قواوو دایستلو پریکړه وکړی،صبا نظام سقوط کوی، ځکه چی همغسی خلکو باندی یی باور کړی لکه نجیب الله چی ورباندی کړی وو، کله یی مرستیالان غرونو ته خیږی ، کله څه وایی او کله څه په کډو وډو یی سر ده چی پوه شی چی خارجی قواوی نشته په همغه ورځ به همغه غوبلونه شروع کړی لکه پخوا یی چی کړی وو، ډاکټرنجیب نه چی روسانو لاس واخیسته حد اقل دری څلور کالی یی ملک وساته ،

  14. دهرختیځوال لویدیځوال تیری ګراوتارنګه زرخریده غلامانوچوپړیانوپه ضدیی قیام سپیځلی جهادده اومجاهدلفظ دخدای درسول صلعم=لقب اوزموږدغیرتی اولس ویاړلی پرافتخاره زرین نوم ده له داسی مقدس عمل سپیځلونومونوانکارکفرلادینیت کمونستیت لینینیت اومارکسسیت ده ستانوم غلن ځنګن اوناروالیکنی موږته ستاخبیثه څیره اوعقیده راوښودله-چی ته څوک اودچاپه خیرات لوی شوی اوروزلشوی یی =مرامرګ بهترازآن زندګی-که سالارباشم کنم بندګی -ماته مالومه سوه چی ته له دین سره هیڅ اړیکه نلری ځکه خوله جهادمجاهداوجنت ټولوڅخه منکریی-دمجاهدماناداده آزادخپلواک اويواځی دیووخدایی غلام-مقابل لوری ته دغلام نوکرچاپړاسی اومزدورڅخه بغیربل نوم نه پاته کیږی نومعلوم شدی که حاجی نیستی-یک غلامی دوبادارهستی-ازین وجه خانه بارهستی-اوس وطن آبادوی-وای هندوچی وشکول په منډویی پیل وکړ-=نه ظالم یم نه تیری دچازغمی شم=روزل شوی زه دعدل په ځانګویم= –

  15. دغورزنګ دخبروداسی شکاری چی دایونیم میلون شهیدان مرداری مرګ اونوزکه داسی خبری کوی اوګمان کوم چی نوموړی به پشکی دخیل وی بل خبردوطن دابادی چی دی وای که دی دوطن دابادی خبره سته راسه کنی سعودی جنت ته نژدی دی هلته ورسه جناب افغانان ټول دوطن ابادی غواړی دافغانیت په شکل نه دناموس پروشی په شکل داستارنګه افغانان ډیرکم دی امریکایان روان دی شه به داوی چی ته ورسره ولاړسی دوژخ امریکاته نژدی دی دجنت شوق خوهسی هم ستاسره نسته

  16. غورزنگه داسی معلومیژی چی دروسانوپه غلامی کی دغورزنگونه وهلی دکی جی بی او سی ایئ ای اودایئ ایس ایئ جاسوسانوسره به هغه خلک انشاأله یوواربیاداخر واردپاره حساب کوی هغه چی پرون اونن په پردیو تانکونو کی سپاره راغلل هغوی ته افغانان ویل کناه ده اوخلقیان پرچمیان خو ذاتی غلامان دی تاریخ به ثابته کری چی دافغانستان اصیل بچیان خوک دی دمرگونواوبدبختیو تهداب هم دوی ایشی ده شرعی مسله داده اوس هم چی بیگناه خلک وژل کیژی دوی پکی شریک دی البته دگناهگارواوغلا مانو وژل داتلانوکارده دغه د پردیومزدوران به خامخانابودکیژی انشاأله

  17. ښاغلیه لیکونکیه ! ډیره مننه د متن له خپرولو څخه : یو څه ویل غواړم هغه دا چه په ډاکټر صاب چا کودتا نه ده کړي که یی کړي هم ده نو د تڼي په شان یي ځان او خپل وجدان شرماولی ده بله دا چه ډکټر صاب د ملي روغي جوړي لپاره استعفی ورکړي چه دا یوه نه هیریدونکي قرباني ده . په هره لیکنه کي باید دقت وشي مننه .

  18. Salam w k

    Dr N Allah was great because of 7 killer or seven thief . Jihad is a great word they play game with afghan Muslim Islamic emotional . Found by USA EU Arabs country and our number one enemy Pakistan . Pakistan taken advantage of that and chosen few of these stupid to destroy Afghanistan . It wasn’t Jihad for these seven dogs but our people is Majihaden of Islam . Look at Ahmed shah Massod he was a Russia spy every one of them . Be Educated and find out about them 7 laders .

  19. هی د مجاهد پلاره که ځویه (په دی ابو دی نه دی پوهیږم) ، دا د کفر ، شرک، او لا دینیت فتواوی به دی په جیب کی در کیږدی، لکه چی درته ومی ویل دا فتوا وی دی نوری د افغانانو د شعور او روان په مارکیت کی خرڅلاو نه لری، خو وژنی کولای شی، سرونه پری کولای شی، مکتبونه او کلینیکونه د خپل تور مخی بادار لپاره سوځولی شی. او دا هیڅ د افتخار ځای نه دی. دا کارونه په ټولو انسانی ادوارو کی هغو چی په ما تحت انسانان دی هم کړی دی خو نن د تاریخ په غوچلو کی د هغوی نوم، شناخت، او عقیده ځای لری.تاریخ به ستاسی نوم هم په هم داسی تاریخی غوجلو کی ولیکی. که ته وایی چی جهاد، سر پریکونه، د ماشومانو ، ښځو، او سپین ږیرو وژل جهاد، ثواب، او جنتونه دی نو دا جهادونه، ثوابونه، او جنتونو باندی دی اور ولګیږی. دا هیڅ نور انسانانو ته تقدس نه لری بلکی منفوری پدیدی دی. ستاسی د غولامانو خو زور هلته معلوم شو چی په قطر کی یی اول دفتر در پرانیزه او تاسو ورته پورته پورته ټوپونه وهل چی سغی مو هم ښکاره شوی خو په دوهمه ورځ یی درباندی بند کړ. نو غلام تور وی که سپین. چی په یوه ورځ دی بیرغ او امارت در اوچتوی او په دوهمه ورځ یی بیرته در ته په ځمکه وهی نو اوس د امریکار مریی ته یی او که زه. ستا دی په بیرغ لعنت شی لا له حمارت سره او لا له شناخت سره.
    اوښتونه! د انسان وژل هیڅ څوک هم نه شی کولای چی ځان ته او یا د بل لپاره توجیع کړی، هر چا چی انسانان وژلی وی باید پوښتنه تری وشی که هغه کمونست وه او یا هم مجاهد او یا د تور پنجاب ناجایزه اولاد تالیب. زما ملک زما ده نه ده امریکایی ده او نه هم د عرب او پنجاب. زما هیواد ماته تقدس او سپیڅلی ده ما ته جنت ده، سپیڅلتیا یی نه په عربو ورکوم او نه هم په پردیو جنتونو
    او شناختونو، که پری خوشحاله کیږی او که دی زړه پری چوی. ماته وطن د هری بلی پدیدی نه لوړ او مقدس حیٍثیت لری
    او پاتی شو طوطاخیل! ته خو اول یو کار وکړه که دومره ته د پان اسلامیزم طرف داره یی نو اول خو دی دا نوم د قومی شناخت نه واړوله او یو عربی نوم په ځان کیده ځکه چی قومیت د مذهب په ایدیولوژی کی ځای نه لری. نیمه سغی دی پټه کړی او نیمه دی لوڅه کړی یا یی سمه لوڅه که او یا یی سمه در پټه کړه. نه می د روسانو سره غورځنګونه کړی او نه هم د پنجاب او عربو سره. بس ددی خاروی مرید یم او دا وطن را ته تر بلی هری پدیدی لوړ ښکاری. اما پام چی بی ځایه ګوزونه به نه ولی، که دومره نران یاست نو اول لاړ شی د هغه ۵۰۰۰ دګړو پوښتنه مو وکړی چی دوستمایانو په کانتینرونو کی ژوندی در وسوځول. دا کسان می ښځو، ماشومانو، پښتنو نه وه در سوځولی. دوستم در سوځولی ول چی اوس هم ښخ بریتونه ګرځی. غلامانو تاسی خو هغه ماتحت انسانان یی چی د پښتون شناخت مو وشرماوه. او ته ماته کمونست کمونست مه یادوه ماته څومره چی کمونست یوه منفوره عقیده او پدیده ده په هغه اندازه راته مجاهد او طالب هم. دوی ټولو سره باید حساب وشی، او تاریخ به یی کوی. خو بیا هم ما ته کمونست او مجاهد انسانان ښکاری خو مجرم انسانان خو طالب خو له سره انسان نه دی، طالب هغه ماتحت انسان دی چی تاریخ به د دوی قضاوت په انسانی معیارونو نه بلکی د دوی کړنی به د حیوانی معیارونو په اساس تلی.
    و ما علینا الاالبلاغ.

  20. وایی ګرلی می شارشم ؤخوکوکناروپکښی ګل وکړل=څه ښائسته کابل ؤخوخلقیانوپرچمیانوپکښی غول وکړل=زه الحمدلله یوخپلواک مسلمان مجاهدافغان یم نمی روبلی نه کلداری نه ډالرآخستی نه می تراوسه په الله قسم که بی ګنامسلمان افغان یاغیرافغان وژلی وی نمی ورته اراده ده=خودغوایی د۷ومی دروسی غویانوله نه جبرانیدوکی جنایته بیادغوایی د۸می وروسته دګلمجمیانواویوشمیرلچکوټپکیانوترخیانته چی دپاکومجاهدینورنګی وربدګړداټول ظلمونه په سختوټکوکی غندم اوکونکی یی نه بخشم نه یی دبخشنی وړبولم کله چی په کابل کی دقدرت دلیونووزلوبه شروع شوه =زه چی په لوړمړی ځل کابل ته لاړم اوددارالامان کوټه سنګی اوده مزنګ وران ښائته تعمیرونه می ولیدل په زړغونی غږمی ؤویل الله موداسی ټوټه ټوټه کړه لګه زمادټاټوبی زړه-چی موټوټه کړی -خوپشتانه وایی په یوچاپیړه سل مخه مه وهه-نوزه وایم عثمان ځنګه اونوروپلورلشویوتاسوجهاداوپه نوم مجاهدپه سپکو نومونومه یادوی وایی میړه مړکه خومیړانه یی مه هیروه که دامجاهدین نه وایی تاسی به مورخورنیوله دګرباچوف ګروموف پوتین په نومونو به یادیدلاست موربه موشورټ اغوست په ۱۱سم صنف کی به وه تاسوهیڅ ضمیرنه لری پرون مووارسارودله نن مودناټوپرتی خوله ایشی په سردیکی ورکوی داچی تاسودیوڅولاسپوڅونومونه اخستی چی داهم مجاهدین وونویادولره چی دالیږشمیرمنافقین زمادټول مجاهداولس نمایندګی نسی کولایی ستاسی دی خرتوبی ته زه حیران یم چی ځان افغانان بولی خوپه ډیره بی شرمی بیادمیلینونوافغانوقاتل ستاینه کوی-پیادولری موږبه ددی ۵۰۰۰زروشهیدانوبدل اخلوتاسوزندیقین هم دنجیب ملعون دبرخلیک انتظارباسی=څووانخلی له غلیم انتقام-مردنه خوب کړی نه خورک کړی نه ارام-آی شهیده ستادوینوترهرڅاڅکی به قربان ستاقاتلان کړم=ورښکاره به ټول جهان ته طواغیت اوفرعونیان کړم-کوردی ګورکالی کفن ډوډی غمونه=داناره دی تل په یادلره ملعونه-

  21. گرانو لوستونکو
    تیرو خبرو پسی مه ګرځی او خپله انزژی پری هم ختموی هرچاته معلومه ده چی غوا توره ده او شیدو سپینی دی هرچا چی څه اوکړو خدای ته به جواب ووایی او تیرو کیسو او افسانو پسی مه ګرځی هر چا چی هر خیانت دی ملت سره کړی او یا وفا کړی ده سزا او جزا یی خدای سره ده اوس د وطن ابادی او یهودو او عیسایانو څخه د دولت د خلاصون لپاره هلی ځلی وکړی نو زما په اند باندی باید وطن په ابادی لپاره فکر وکړو ښه خبره به وی

  22. د تاریخ او تیرو وختونو یادول زمونږ د ځوان نسل لپاره ضروری ده اما حقیقت باید هیڅکله له دوی پټ نه شی .
    له دوهم نړیوال جنګ نه وروسته زمونږ نړۍ په دو قطبونو وویشل شوه چی په 1949 کی ناتو پیمان او په 1951 کی په مقابل کی د وارسا پیمان جوړ شو. دواړو مخالفو نظامی سیاسی پیمانونو هڅه وکړه چی د نړۍ په نورو هیوادونو کی نفوذ وکړی. د افغانستان مشرانو هڅه وکړه چی ځان غربی نړۍ ته نژدی کړی خو د پښتونستان معضلی او د پاکستان سیاست چی د لوی بریتانیا له خوا حمایت کیده ، افغانستان له غربی نړۍ سره د وصل خنډ شول. افغانستان هڅه وکړه چی د باندونګ یا د ناپیلیو هیوادونو په غورځنګ کی فعال غړی پاته شی چی نه له شرقی بلاک سره نژدی وی او نه له غربی بلاک سره. اما د نړۍ کاروان مخ په وړاندی روان وو او مونږ هم بیطرفه نشو پاته کیدلای. د پاکستان فشار خصوصا د ډیورند کرښی د منلو په باب افغانستان مجبوره کړ چی له شوروی اتحاد نه وسله واخلی. د مدرنو وسلو استعمال لپاره متخصصین او روزل شوی افسرانو ته ضرورت و چی د زدکړی لپاره شوروی اتحاد ته ولاړ او د هغوی له تجربی نه ګټه واخلی. کوم ځوانان چی شوروی اتحاد ته ولاړل هغوی ځان سره د شوروی فرهنګ اوسیاست افغانستان ته راوړ.
    همداراز زمونږ ډیر نور ځوانان د دولت له خوا د عصری علومو د زدکړی لپاره عربی او اروپایی هیوادونو ته ولیږل شول چی هغوی هم د ښو زدکړو او تجربو تر څنګ د مصر د اخوان المسلمین او نورو هیوادونو په شان غورځنګونه په خپل هیواد کی جوړ کړل . متاسفانه زمونږ ځوانانو هم د خپل هیواد ملی ګټو ته ډیر پام ونه کړ او دوی د نورو یعنی د سوړ جنګ تر اغیزی لاندی راغلل او یو بل ته یی بد رد ویل چی کله کله به دوی د وسلو کارولو ته مجبوره کیدل او یو د بل ملګری به یی وژل.
    دواړو قطبونو کوشش کاوه چی د خپل نفوذ د زیاتیدو په خاطر په نورو هیوادونو کی کودتا ګانی وشی چی په پاکستان کی دا شپیته کاله د کودتا ګانو انډوخر د ټول په یاد دی خو د دوی افسرانو تر نن پوری وکړای شول خپل بارکونه وساتی او خپل هیواد وران نه کړی . ‌ذوالفقار علی بوتو د پاکستان د خلکو ګوند ماویستی مفکوره درلوده چی د ضیاالحق له خوا کودتا ورباندی وشوه او بوټویی اعدام کړ.
    زمونږ په هیواد کی هم داسی حالت منځ ته راغی چی په ډیر تاسف سره د هغه وخت د مشرانو د سادګی او بی تجربه ګی له امله تر دو میلیونو پاک ، بیګناه او په خپل هیواد مین مسلمان او افغان او پښتانه ځوانان شهیدان او له ټول ارمانونو سره له دی فانی نړۍ نه جبرا او قصدا پناه شول چی الله ج د د ټولو جنتونه نصیب او خپلوانو ته اجرونه او د د زړه صبر ورکړی.
    په هغه وخت کی به دوی یو پر بل د کمونست ، ملحد ، ملیشه او کافر او خلکی او پرچمی او بالمقابل د اشرار ، اخوانی ، د ای اس ای ګوډاګیان ، وطن خرڅونکی اواخوان الشیاطین او نورو نومونه کیښودل او یو بل به یی په ډیره بیرحمی سره وژل چی دا پروسه تر ننه دوام لری.
    نن زمونږ د ځوان نسل اصلی او اساسی دنده داده چی نور د افغان او مسلمان وژل په ټول توان سره ودروی . نور زمونږ هیواد ړنګ او وران نه شی . د ټولو افغانانو تر منځ د وروری او تفاهم یو بل تحمل او زغم احساس رامنځ ته شی یو بل په غیږ کی ونیسو . هغوی چی بد کړی هغو خپله جزا هم لیدلی او د که ژوندی وی دوی خپل وجدان او ضمیر ته ملامت دی او په اخرت کی به هم جزا ووینی.
    په انتقام اخیستلو دا بدبختی نه ختمیږی او له وژلو او ورانو نه زمونږ د هیواد کورنی او باندنی دښمنان ګټه اخلی. مونږ هره ورځ خپل مټ او بازو قطع کوو. خپل اقتصاد له منځه وړو . اوس داسی شرایط مساعد شوی چی تور ، شنه ، سره او سپین کولای شی سره یو ځای شی او د افغانستان د تور ، سور او زرغون بیرغ لاندی سره راټول او خپل ګران او محبوب هیواد یو موټی ، ودان او پر مخ بوځو.
    د ټولو افغانانو د یوالی او وروری په هیله . میوند همت

  23. MR,,Abo mujahid,,,,,, I UNDERSTAND YOU TRYING TO TELL US THAT YOU ARE A VERY GOOD PERSON,,AND YOU SAYED DR NAJIBULLAH IS NOT A GOOD PERSON?????????
    WHY YOU ARE STILL ALIVE?YOU SHOULD HAVE DEDICATED YOUR SELF FOR ISLAM.
    THANK FIRST THEN TALK
    THANKS

  24. گرانو هیواد والو. راخی چه دتاریخ نه عبرت واخلو او دخبل هیواد دایندی لباره فکر وکرو یو اوبل باندی تورونه ونه لگو واو خبل وخت دافغا نستان دخلکو دملی یووالی او ملی گتو ته قربان کرو به درناوی

  25. درنو او د قدر وړ ورونو
    سیاسی بحثونه په احساساتو مه څیړی بلکه علمی او هر اړخیز بحث ورباندی وکړی. د دوکتور نجیب الله د واکمنی دوره له 1365 نه تر 1371 پوری دوام کړی او هغه د خپلی دوری دواکمنی او اعمالو مسوول دی . له هغه مخکی ببرک کارمل د شوروی اتحاد په مستقیم تجاوز سره پر افغانستان وتپل شو . د شورویانو په راتګ سره د افغانستان ټول کلی او لاری وران او په میلیونونو انسانان مهاجر او شهیدان او ټپیان شول هغوی چی ژوندی دی لا هم معیوب او د ټولو احتیاج دی.
    له ببرک کارمل نه مخکی سل ورځی د حفیظ الله امین واکمنی وه چی د 1358 کال د سنبلی له 27 شروع او د همدی کال د جدی تر 8 پوری دوام کړی او بیا د شورویانو په ډزو سره د دارلامان د تاج بیګ قصر کی ووژل شو. او له هغه مخکی نور محمد ترکی د د 1357 کال د ثور په 7 د شهید سردار محمد داود له وژل کیدو وروسته واک ته رسیدلی دی. دوی هر یو د خپل وخت و واکمنی مسوول دی.
    پدی ورځوکی د هالند د یوه څارنوال له خوا د شهیدانو لست خپرول په اصطلاح د ثور د انقلاب د اولی دوری کارنامی دی چی د حفیظ الله امین تر وخت پوری د وژل شویو افغانانو نومونه پکی راغلی دی. دا لست به په هر حال نیمګړی وی او هغوی چی د مخالفینو له خوا وژل شوی او یا یو بل یی په خپلو منځونو کی وژلی وی شاید لسګونو زرو ته اوږد کړی.
    که مونږ او تاسی همدا راز دی شان زهرجنو تبلیغاتو ته دوام ورکړو ممکن په زرګونه زره نور بیګناه او مومن افغانان نور هم ووژل شی . دا یی د حل لار نه ده.
    په اول ګام کی باید یو د بل پر ضد له تحریک کوونکو خبرو اوتبصرو ډډه او مخنیوی وکړو . پر یو بل د اعتماد او باور فضا را منځ ته کړو.
    تاسو ولیدل چی د مخکی یاد شوی معاصر تاریخ اصلی لوبغاړی څوک ول ؟ چا شهیدان ورکړل او د چا سیمه او کور وران شول؟
    څوک له قدرته ولویدل او څوک قدرت ته ورسیدل ؟
    چا ګټه وکړه ؟
    واضیح خبره ده چی پښتون له قدرت نه لری او لږکی یی سره متحد او واک ته ورسول . ر اتلوکی ټول ټاکنی به ستاسو د ابوالمجاهد او غورځنګ ورونو د جر او بحث ته قانع کوونکی ځواب ورکړی.
    تاسی وګوری ستر جنرال آصف دلاور چی د خپل وخت لوی درستیز ، د جلال آباد پر سر د افغانستان او مخالفینو ترمنځ د خونړی جنګ قوماندان و تر نن پوری د افغانستان له ټولو امتیازاتو ګټه اخلی کله لوی درستیز وی ، کله د نظار شورا قومانده په لاس اخلی ، او کله هم د افغانستان لوی سفیر او فوق العاده استازی په اوکراین کی وی .
    همدا شان ستر جنرال عبدالرشید دوستم او ډګر جنرال بابه جان چی د پښتنو د ټول وژنو په افتخار یی جنرالی رتبی لاس ته راوړی او اوس یی واک او اختیار وګوری.
    مګر ستاسو پښتانه جنرالان څه شول؟
    ستاسو مجاهد اوسرغندویه مشران او قوماندانان څه شول او څه په لاس ورغلل؟ ستاسو مولوی خالص ، حکمتیار ، قوماندان عبدالحق، حاجی عبدالقدیر…… کوم یوه امتیاز لاس ته راوړ او سیاف تاسو ته څه درکړل؟
    اوس وخت د دی دی چی ټولی زړی خبری او د زړه دردونه یوی خواته کیږدو او یو بل په غیږ کی ونیسو او د سیاست اصلی محور ته چی هغه د سیاسی واک ساتل دی له لاسه ورنه کړو که نو سبا به پښیمانی سود ونه لری.

ځواب ورکول عرفان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *