ثبات

د لارې خوا ته، څنګ ته شوې تیږه

که څوک راوګرزېد، پر ما تکیه شو

نه ورته نه وایمه

کله چې ځي ترې د مننې تمه هم نه لرم

خو ما نه هم دا غوښتل نه دي په کار

چې زه دې چا پسې یو دوه قدمه منډه وکړم

مېوه

د تورو ورېځو زړه کې

تالندو چېغې وکړې

د اسمان خړه لمن

د برېښناګانو پړکا و څیرله

هلته مې څنګ ته ټکه ولوېدله

دلته مې ته پر ېړه را واورېدې.

زما د هیلو ونې،

د پسرلي له فیضه،

په هره څانګه کې زرګونه ګلان

د زړه په زور زنګول

هغه دې واړه راته

له یوه شړک سره تالا ترغه کړل

اوس به نو ما خلک بې بره بولي

2 thoughts on “د نجیب منلي دوه شـــعرونه”

ځواب ورکول فدا نظري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *