وایې یوفقیر سړي ؤ هرځای چي به مړی سوي ؤ د سرخاکۍ د تقسیم په وخت کي به دی هلته ولاړ ؤ یو لس یا شل افغانۍ به ور سیدلې یو وخت یو ډیر خان سړي مړ سوي و د متوفی خپلوانو فقیر ته زرافغانۍ ورکړې! فقیر چي زر افغانېو ته وکتل د ډیری خوشحالې څخه یې وویل چي اوه (دغه دي مړ! هردوس پښي وغځوي وایې زه مړ یم، مړ خو دغه دي چي په سرخاکۍ کښي یئ سړي ته زر افغانۍ ور رسیږي).

په دې مملکت کې ډیرو ځانونه خوږ کړل د مختلفو هدفونو لپاره ډیرو ځانمرګي وکړل هم یې ځان هم يې وطن برباد کړي، اصلي فدایې او نثار نن په کریکیټ کښي (نجیب ځدران) وکړه داسي فدایې چي توپ یې کیچ کړي ځان یې فدا کړي درې کته یې ځان د ځمکي وواهه، د سوبی اوکامیابې په خاطر نجیب په خپله فدایې حمله کښي بل افغان نه دي وژلي برعکس د افغانانو لپاره یې ځان فدا کړي، خدایه داسي افغانان ډیر کړي چي د افغانانو په خاطر ځان فدا کړي نه داسي څوک چي افغانان فدا کړي.

12 thoughts on “د نجیب ځدران لوبه! / نجیب الله علیزی”
  1. دیره په زره پوری لیکنه ده علیزی صاحب رشتیا هم خدای دی په افغانانو ورحمیگی.

  2. زه هم ددی بریا وروڼو ته چه قهرمانی وکړه مبارکی وایم او خدای رب العزت دی وکړی چه دا بریا د افغان قهرمان ملت لپاره د کامل نجات او سلامت زیری او مقدمه وی او د وطن ریښتونی بچیانو ته ښه درس وی دګډی همکارۍ ،ورورولۍ، اخلاص او صداقت تر سالم قیادت لاندی ،رب العزت دی مصلحین او صلح په دی ملت او ټول اسلامی امت حاکم وګرځوی.
    موږ الحمد لله په ټولو میدانونو کی مخلص قهرمانان لرو خو متأسفانه چه حاکم انحصار ګر د خپلی خبیثی کړۍ نه بهر څوک نه وینی قهار عزیز ذو انتقام ذات دی د دغه مفسدینو سترګی وباسی او هلاک دی کړی چه دا سر لوړي قهرمان ملت خپل مؤمنانه شجاعت اومیړانه نړیوالوته وځلوی او ثابت کړی چه ددی ملت اصلی بچیان معامله ګر او مفسد نه بلکه مؤمن خادمان او ریښتونی قهرمانان دی په ټولو انسانی کمالاتو کی،خو رب العزت دی ،دی ملت او ټول امت ته خپل باعزته ،خادم اوصادق قیادت ورکړی چه هر ځوان یی وکولی شی خپله قهرمانی او میړانه وښیی او د پر مختګ لپاره یی خنډ نه وی

  3. اصلي ځان وژنه هغه ده چې د نورو ژوند وژغوري نه دا چې نور ووژني کله چي یو سرباز ځان قربانوي پدی خاطر چې ولس یې ارام ژوند وکړي او د دښمن د شر څخه په امان کې وي همدارنګه د لوبو په لړي کې هم که یو لوپغاړي ځان فدا کوي خو په بدل کې یې خپل ولس ته خوشحالي په برخه کوي دا رښتیني اتلان او فدایان دی

  4. چه دا سر لوړي قهرمان ملت خپل مؤمنانه شجاعت اومیړانه نړیوالوته وځلوی او ثابت کړی چه ددی ملت اصلی بچیان معامله ګر او مفسد نه دی بلکه مؤمن خادمان او ریښتونی قهرمانان دی په ټولو انسانی کمالاتو کی،خو رب العزت دی ،دی ملت او ټول امت ته خپل باعزته ،خادم اوصادق قیادت ورکړی چه هر ځوان یی وکولی شی خپله قهرمانی او میړانه وښیی او د پر مختګ لپاره یی خنډ نه جوړ وی افغانستان یومټی سی یولاس دی اودنور بریاوو په هله یو

ځواب ورکول Najeebullah Raihan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *