تاند- افغان طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د حقاني شبکې د مالي مسوول نصیرالدین حقاني وژنه وغندله او ډاډ یې څرګند کړ چې د نوموړي وژل کېدا به د طالبانو پر جنګي هلوځلو اغېز ونه کړي.

نصیرالدین حقاني د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خپل کور ته نژدې هغه مهال د ناپېژندویو وسله والو موټرسایکل سپرو له لوري ووژل شو چې له خپل موټره د ډوډۍ رانیولو لپاره کښته شو.

نصیرالدین حقاني په ډزو سخت ژوبل شو خو کله چې روغتون ته ورسول شو، همالته یې ساه ورکړه. پاکستاني خبرځایونه وايي چې استخباراتو نه غوښتل چې د ده د وژل کېدا خبر خپور شي خو لوېدیځو خبریالانو موضوع افشا کړه.

دوی همداراز د پاکستاني چارواکو له قوله ادعا کړې چې د نصیرالدین مړی نامعلومو کسانو له روغتونه وتښتاوه او شمالی وزیرستان ته یې یووړ.

په همدې حال کې د نصیرالدین حقاني خدمتګار (فاروق) چې د حمله کوونکو په ډزو ژوبل شوی، له جراحي عملیاتو وروسته اوس په ښه حالت کې دی.

نصیرالدین په اسلام اباد کې د ډاکتر نصیر په نوم مشهور و خو له رسنیو سره یې د ذبیح الله مجاهد په نوم تماسونه نیول.

د ده دوه وروڼه حاجي ابراهیم او حاجي خلیل هم په اسلام اباد کې اوسي.

جلال الدین حقاني اته زامن لري چې یو یې تر دې پخوا په خوست او دوه په وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي ول.

پاکستاني طالبانو ویلي چې د نصیرالدین حقاني په وژلو کې د پاکستان آی ایس آی لاس لري خو افغان طالبان بیا وايي:«موږ د ماتې خوړلي دښمن دا وحشیانه عمل غندو او دوی ته وایو چې دا ډول تروریستي اعمال به زموږ پر روانو جهادي فعالیتونو هیڅ منفي اغېز ونه کړي.»

ظاهراً د افغان طالبانو اشاره د افغانستان حکومت او د هغه بهرنیو ملاتړو ته ده نه د پاکستان آی ایس آی ته.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې نصیرالدین حقاني په جګړه کې برخه نه لرله بلکې په اسلام اباد کې یې سوداګري کوله خو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د نوموړي له پلار او وروڼو سره د غمرازۍ د ښکارولو ترڅنګ ویلي:« څرنګه چې نوموړي د جهاد په لاره کې خپل روح خپل خالق او مالک جل جلا له ته سپارلی ، د الله تعالی له دربار څخه  ور ته د فردوس جنت غوښتنه کوي ، دغه راز یې قریبانوته هم له اللهي دربار څخه جمیل صبر او عظیم اجر غواړي .د جهاد په لاره کې د  نوموړي هلې ځلې دزیات قدر وړ وې  ، شهید ډاکټر نصيرالدين حقاني رحمه الله  دخپل ژوند ترپايه د اشغال په وړاندې  د مبارزې په ميدان کې پاتي شو، چې دښمن د ده  ميړانه او د جهاد په لاره کې فعاليت نشوای برداشت کولای ،  واقعا د  نوموړي شهادت د اسلامي امارت او ټول افغانستان لپاره لويه ضايعه ده.»

د طالبانو اعلامیه د پخوانیو خلاف د ذبیح الله مجاهد له لوري نه بلکې د طالبانو د مشرتابه له خوا رسنیو ته لېږل شوې ده.

22 thoughts on “د نصیرالدین حقاني پر وژل کېدا د طالبانو عکس العمل او د پېښې نور جزییات”
  1. ښه، ښه نو آ ذبع الله مجاهید صاحب دغه وو !! جالبه خو یی لا داده چی پاکستانی چارواکو ویلی دی چی نامالومو کسانو یی مړی د روغتون څخه باسلی او تښتولی یی دی او ان په وزیرستان کی یی خاورو ته سپارلی دی. او هیڅوک هم ندی پری خبر شوی. دا د پاکستان حکومت خو د افغانستان له حکومت څخه هم کمزوری معلومیږی.
    مړي خو یی پر ځای پریږدی خو دا د پاکستان آی اس آی باندی خو بیخی سترګی پټی شوی وی چی دا ځوان په اسلاماباد کی ژوند کاوه او دوی تری خبر نه لره.
    نه، یاره داسی به نه وی، د پاکستان حکومت او آی اس آی به په ټولو خبرو خبر وی او دا به یی قصدآ پریښی وی چی په اسلام اباد کی د پاکستانی چارواکو سره او د پاکستانی استخبراتو سره له نږدی تماس ولری ځکه دا خو د طالبانو د مرکزی شورا غړی وو.
    خو بیا سوال هم پیدا کیږی هغه دا چی دا د پاکستان حکومت او استخبرات هم عجیب شانی خلک دی ، ځینی طالب مشران نیسی بندیان کوی یی امریکایانو ته یی ژوندی په لاس ورکوی او د ځینو نورو کوردینات امریکایانو ته ښیی تر څو یی په بی ډیروره الوتکو ولوزوی او بمبارد یی کړی. دا هم عجیب سوال دی. زه فکر کوم چی دوه ډوله طالبان دی دا یو ډول لکه د حقانی زوی او څینی نور چی په ښکاره په اسلام اباد او یا د پاکستان په نورو شارونو کی ازادانه ګرځی او ازادنه ژوند کوی د آی اس آی خبرو ته به غوږ ږدی او څه چی ورته هیدایت کیږی دوی به یی اجرا کوی . او دابله ډله چی په پاکستان کی بندیان کیږی، ترویږی او امریکایانو ته یی د ځای په هکله معلومات ورکول کیږی هغه ډله طالبان دی چی د آی اس آی او پاکستانی چارواکو ته غوږ نه ږدی او خبره یی نه منی.
    څنګه د تاند لوستونکو ستاسو نظرونه پدی هکله هم غواړم

  2. په اسلام اباد کې اوسېدل او نوکران لرل او د نړۍ په تور لیست کې شاملېدل او د ای ایس آی له غېږې د ذبیح اله مجاهد په نوم د افغانانود مرګ او قتل او تباهي خبرونه ورکول…. دا هم د عبرت یو داستان دی. نه پوهېوم چې خپل خدای ته به د دغه سړي ځواب څه وي؟ !

  3. دا هغه څوک وو چی د بی کناه افغانانوپر وژولو به يی همیشه فخر کاوه. ده به د هری پیښی مسولیت منه او هغه به یی د طالبانو عمل ګنه. دا ‌‌ډیر ښه کار وشوچی دی هم د بیت الله مسود په شان خپل د کرغیړنو عملونو په سزا ورسید. خدای د دوی ټول خپل د بدو کارونو په سزا ورسوي

    ږ

  4. اوښتون صاحب ته، ګرانه وروره ای ایس آی ته د بل ذبیح الله مجاهد جوړول څه سخته کار نه دی. تاسې چې یې د نومرې خبرې کوئ، نو نوی سیمکارت خو په بازار کې په پنځوس افغانیو تر لاسه کېږي. الله پاک که ستار او د عیبونو پټوونکی دی نو د ظالمانو او قاتلانو شرمونکی هم دی. وګورئ اسامه ته چې د چاوڼیو په منځ کې ووژل شو او وګورئ د حقاني د بچی انجام ته چې چېرته ووژل شو؟ عبرت واخلئ او د خدای په قدرتونو کې شک مه کوئ. د افغانستان د کونډو، بورو، ورارو او یتیمانو ازار به ډېر ظالمان او قاتلان وشرموي. .

  5. محترمینو مجاهدصیب خوپه افغانی نمبر داسوکاله وسو فعال ده همدا اوس می هم خبره ورسره وسوه همغه کس وو کوم چي داسو کاله زه خبره ورسره کوم
    تاسو هم عجیب ساده خلګ یاستئ

  6. د ډاکټر صیب شهادت دې الله تعالی قبول کړي دافغانستان لپاره یوه لویه ضائعه ده هرچا چې دا کار کړې دې الله تعالی دې ورته سنګینه سزا ورکړي څوک چې هرڅه وایي هغه به وایي مګرزه وایم چې شهید ډاکتر صیب چې د کومې داعیې لپاره کار کاوه ډیره مقدسه ده زه باور لرم چې ددې داعیې دکاروان بهیر په یو فرد پور
    ې ندې تړلې دده په شان زرګونه دا ځوانان شته چې دابهیر به روان ساتي س
    ان شاءالله

  7. دا نور څلور به یې کله م…ريږي ډېربې ګناه یې وژلي وو الله ج ته ښه ورسره پوهېږې

  8. اوښتون صاحب زه په خپله په یوه رسنۍ کې کار کوم ما د ذبیح الله مجاهد په نوم له ګڼو کسانو سره خبرې کړي. ذبیح الله مجاهد یو کس نه دی بلکه څو کسان دي. خو اصلي ذبیح الله مجاهد همدغه نصیرالدین حقاني و. ده د اسلام اباد نه هر څه کنټرولول د ټېلفون شمېرې یې داسي عیار کړې وې (رومینګ) چېناست په اسلام اباد کې و خو نمبر به د افغانستان ښکارېدلو.
    خوشاله اوسئ

  9. یارہ تسی ھم عجبہ خلگ یاست کہ واقعاداستاسی خبردرسرہ وہ منوچی طالبان دای ایس ای پہ خولہ دی نودادہ ٹول دنیاکافران چی تسی پہ افغانستان کی پلہ سرخوی خوداISIپہ ختم کی خیراوخیرت بہ سی دی پہ اسامافسی راغلی وہ ھغہ پہ فاکستان کی اوحقانی صیب دی تہ مطلوب دی ھغہ پہ پاکستان کی دۂ ملاعمردکوٹی شوراپہ پہ فاکستان کی دہ نوفرموژمودسشی دپارہ غوبل جوڑکڑی دی

  10. اوشتون خانه ستا د پښتو لیک خو داسی معلومیږی چی له پاکستان څخه موږ ته مخاطب یی؟ که زما ګمان سم ندی؟
    که یی منی او کنه خو موږ یی په غټو وینو چی ټوله ډرامه آی اس آی جوړه کړی ده نوره ستا خوښه

  11. دا خبره علته ده چي د زبیخ الله مجاهد په نوم فغالیت درلود زبیخ الله مجاهد سره مونږ خبري وکړي هغه ژوندي دي

  12. الحمداللہ دہ اسلام ڈیرغٹ لشکردی کہ چیری دازبیح اللہ مجاھد وی موژدہ دہ پہ شان نورمجاھدھم لرودانہ خلاصیدونکی لشکردی اللہ دی جنت ورکی
    خودایوپیغام چی پہ افغانستان کی یوکافراودہ کفارویوایجنٹ وی انشاء اللہ جھاد بہ جاری وی دہ دی وطن ویاڑ جھاد اودہ اسلام ساتنہ دہ

  13. دست ازطلب نداریم تاکام من براید–یاجان رسدبه جانان یاجان زتن براید–بکشای تربتم راوقت شهادتم بنګر–کزآتشی درونم دودآزکفن براید-
    آفسوس ستاسی پرمسلمانی چی په هیوادکی مونړیوال کفارپرأولس چپه میچنی ګرزوی تاسوځانونه ړانده آچولی آوپاکستان موله ۳۵کالوراهسی پخپله غیږه کی ساتی أوحال داچی مسلمانان دی خونمک حراموتاسوچی څه پرخوله درځی هغه لیکی کفاروته موخولی ماتی دی سترګی یی درمړی کړی هیڅ نسی ورته لیکلای أوداچی تاسودنصیرپرشهادت خوښی ښکاره کوی داستاسوکم عقلی دی ځکه طالب یاذبیح الله دیوفریاآفرادونوم نده أونه دایومشخص کس ده چی شهیدسونورنوختم سوبلکی دادیوسپیڅلی عقیدی آوخپلواک ُ فکرنوم دی چی ختمول یی ستاسی دبادارتروس هم تیره ده ډیریږی کمیږی نه نوچټی غرتی مه لیکی فایده نکوی درته

  14. پدی ټولو نظرونو کی د اوش تون نظریات ډیر جالب او د خندا وړ دی . د الله په فضل سره لیک او لوست خو یی نه ده زده او بل دا چی د اردو په لیک دود یو څه اوتی بوتی لیکی. ده ته په کار ده چی لومړی لږ لیک لوست وکړی ، بیا د په سیاست او تبصرو کی ګوتی وهی. که ملا ذبیح دی او که ملا نصرالدین او یا بل څوک د ی هغه هم د اوش تون په شان لافی وهی . که خر خوشایی تویی کړی ملا ذبیح وایی دا د خره نه دا زما دی او همداسی نور. دوی د ځان او هیواد ګټی نه پیژنی ، بس څه چی په مرداریو کی د چا لاس وی هغه بیا د طالب په نوم ختم وی.

  15. daga de isi mozdor ba da isi kom hber nawo hpor kally zaka ye warta shahadat ya kom bal maarg warka .
    zaka dwe ho da pakistan da panjro spen charghan de har waht che warta zra washe haga waht warta bya pangra hlasa klly aw melmstya ye da haga donya woklly ho her dwe bya ham na pohegi da bechara afghanano marg tbahi ham dwe kawe hoday de. daga paty che de dwe poha kally che nor bechara masken melat pa weno na lally aw kondy yateman nor na be sarparasta kawe . aw rashe hpal watan ta aw hpal watan ke zendaghi da abro woklly na da noro da chater lande wasalam.

  16. که چیرته د ای اس ای کس وی نوخدای دي نه بښی، اوکه د ای اس ای کس نه وی نوخدای دي وبښی.

  17. ياره شکر د خداۍ دۍ چه دهغه وطن فروشه د پنجابئ غلام د کباړيانو سردار د غلو د کاروان باچا د وطن د بچو قاتله ـ مولا نصرو کباړۍ ـ په خپل انجام ورسيد پلار يئ د سړۍ ظوئ نه وو او دهغه ظوئي يئ د پنجابيانو پيداوار وو او د دهغه ځينئ نورو چه زړه په بد دۍ نو ورته وائيم چه د پنجاب غلامانو زړه مو وچوه او دا د خداۍ پاک قهر دۍ چه په تاسو نازل دۍ تاسو که شرم ولرۍ نو زهر وخورۍ ځکه چه بادارم د ځناورو په شکل په امريکا خرځوئ او تاسو اوس هم شرم نه لرۍ او په ناپاکستان کښۍ د زلت ژوند کوۍ او د پنجابيانو په وينا خپل هيواد ورانوئ
    لعنت د خداۍ د په کباړيانو باندۍ

  18. ALLAH PAK DE DASI GHOLAMAN NOR HAM WASHARMAWI.

    DA DA HAGHO MORGANO,KWAINDO,ITIMANNO, MASHIRANO, MUJIAHIDO AFGHANANO AW BEWAZLO SHERAGANE DI CHE DASE DA PUNJAB SPYYAN MARDARIGI.
    DOY NA ISLAM AW NA INSANDOSTI TA, AW NA WATAN TA, AW NA QURAN AW NA JUMATONO TA EHTERAM LARI.

    DA YAWAZI DA NAN WAKHT HAGHA ZALIMA , HAGA WAHSHYYAN DI CHE LA ISLAMA TAR MAKHA MAUJOD WA. ZA DASI HEIRAN YAM CHE KARZAI SAHEB DOY TA DA WRONO AW WATAN BACHAYYAN WAYI, HAL DA CHE DOY DA AFGHANANO WINE NORE HAM TOYA WI AW ZRONA DA PUNJAG YAKHAWI…..WASALAM

  19. غيرت ته
    خدائ که دۍ پلار نيکه په غيرت په لاره کښۍ پل ائيښئ وئي د پنجاب غلامه تا کښۍ خو هځ غيرت نشته چه تر اوسه پورۍ پنجاب کښۍ ژوند کوۍ او کورنئ به د اوس هم د پنجاب په غيګ کښۍ پرته وئي
    د جاهل سړۍ پيداواره

  20. ورونو،ټول پوه یږو څه[غوا توره او پۍ یې سپینې] اـ هلته یې وظیفه او استوګن ځای وه.۲ـ هلته یې امنیتی مسولاندرلودل.۳ـدټولې شبکې دبهرنیومادی مرستوټولولو مسول ۴ـپه هیوادکې دټولو وژنو په بل نامه لحظه په لحظه اعلانول دهمدې افغانی ډاکټرله قصره۰خپلواستادانو په رحمۍ مړ،مړۍ مسافر،کریدت د چا؟خوشالي دچا

ځواب ورکول momen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *