تاند- پاکستاني طالبانو تور پوري کړ چې د حقاني شبکې مالي مسوول نصیرالدین حقاني د پاکستان استخباراتو د امریکا په غوښتنه وژلی او دوی به یې له پاکستانه بدل واخلي.

نصیرالدین حقاني دې یکشنبې په ماښام په اسلام اباد کې هغه مهال د وسله والو موټرسایکل سپرو له لوري وویشتل شو چې له نانوايي څخه د ډوډۍ رانیولو لپاره له موټره کښته شو.

پولیس وايي چې د حمله کوونکو په ډزو د یوه تن د ټپي کېدو راپور ورسره ثبت شوی دی خو د وژل شوي کس او د هغه د دوو ملګرو د ټپي کېدو دوسیه نه ده ثبت شوې.

د نصیرالدین حقاني مړی پرون / دوشنبه/ د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې په یوه کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

راپورونه وايي چې په سیمه کې پر ګرځېدو د بندیز له کبله د نصیرالدین د جنازې په مراسمو کې ډېرو لږو کسانو برخه واخیستلی شوه.

سږ کال د ناټو په یوه افشا شوي راپور کې ویل شوي و چې د پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو او حقاني شبکې له مشرانو خبر دي چې په پاکستان کې اوسي.

په دغه پټ راپور کې دا هم ویل شوي و چې د نصیرالدین حقاني په شان مهم طالب مشران په اسلام اباد کې د آی ایس آی مرکزي دفتر ته څېرمه اوسي. خو پاکستان هغه مهال دا راپور رد کړی و.

دې ته په پام سره چې نصیرالدین حقاني د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود له وژل کېدو یوازې لس ورځې وروسته د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې ووژل شو، د نوموړي د ترور د عواملو په اړه راز راز شکونه کېږي.

تراوسه پوري داسي کوم راپور نشته چې د افغانستان امنیتي ادارو دې کوم طالب مشر په پاکستان کې په دې ډول وژلی وي. کتونکي وايی، یا ممکن نصیرالدین شاه د حکیم الله مسود په بدل کې وژل شوی وي او یا ښايي د افغانستان له حکومت سره د حقاني شبکې د نژدې کېدو په خاطر پاکستاني استخباراتو وژلی وي.

حقاني شبکې، چې په افغانستان کې تر ټولو د خطرناکو حملو مسووله بلل کېږي، په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په ښارونو کې کوم مهم برید نه دی کړی.

دا احتمال هم ورکول کېږي چې نصیرالدین حقاني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او له طالبانو څخه د پاکستان د لاس اخیستو قرباني شوی وي.

3 thoughts on “د نصیرالدین حقاني په وژلو کې څوک لاس لري؟”
  1. هر چاچه دافغا نستا ن په ملا تړ دافغا نستا ن دسوکا لی هوډ کړی هغه ډیر ژر له منڅه تللی ده isi

  2. جنګه جنګه تور شه د خره په لکئ سور شه
    ما درته نئني کړۍ او تا راته تماشئ کړۍ
    هر چا چه دا نيک عمل کړۍ وئي د لاسونو نه يئ جار شم
    دا خبره د تمسخر وړ ده چه اۍ اس ائ به کړئ وئي
    مګر نتيجه يئ د پاکستانئ طالبانو په غبرګون کښۍ ښه ده که خدائ کول
    او د دهغه ځينو د خوشبينو په خوب ويده ورونو ته بايد چه ووائيم چه راويښ شه
    مولا نصرو کباړۍ ومړ ـ نه جلالدين افغان که د اعمالو نه يئ نه يئ خبر مطالعه وکړه

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *