څو ورځې د مخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکيستان په پارلمان کې د هغو لسګونو پښتنو د وژونکو د محاکمې غږ راپورته کړ چې د ۲۰۰۷ کال د مۍ مياشتې په ۱۲ نیټه د متحده قومي خوځښت لخوا په کراچۍ کې وژل شوي وو.
په همدې ورځ له مشر سره زما ليدل هم وشول. ښاغلي ويل چې که هر څوک پښتون افغان ولس وژني بيا ېې څوک د وژونکو د محاکمې پوښتنه نه کوي او د وخت په تيريدو ېې له یاده باسي. د نوموړي په وينا که بنګله ديش حکومت د ۱۹۷۱ کال د جنګي جرمونو عاملين محاکمه کولای شي نو ولې موږ دا کار نه شو کولای؟
د ۲۰۱۳ کال په سيپټمبر کې د بنګله ديش د جنګي جرمونه محکمې جنرال عبدلقادر ملا چې د بنګله ديش د جماعت اسلامي ګوند مرستيال مشر وو او په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله ديش د ازادۍ په جګړه کې د بنګله ديشيانو په وژنو تورن وو په مرګ محکوم کړ.
په دې وروستيو کې د هالنډ د ملي پوليسو د نړيوالو جرمونو څانګې د هغه پنځه زره افغانانو نوملړ خپور کړ چې په ۱۹۷۰ کلونو کې په هيواد کې د خلق او پرچم د واکمنۍ پر مهال وژل شوي وو.
په نوملړ کې داسې ښکارې چې د وژل شوېو کسانو تر منځ ېې ډير بې ګناه هيوادوال دي چې په بيلا بيلو نومونو شهيدان شويدي.
له هغه ورځې چې دا نوملړ خپور شوی دی ليدل کيږي چې ځېنې افغانان بې دريغه د خلق او پرچم واکمني ښکنځي او غندي خو د تيروڅو لسيزو په ترڅ کې د نورو په جنايتونو ېې سترګې پټې کړيدي.
بې له شکه چې د خلقيانو لخوا به ځېنې بې ګناه هيوادوال وژل شوي او ځورول شوي وي خو د ځينې افغانانو لخوا یواځې د خلق او پرچم غندل او د نورو وژونکو جهاديانو، طالبانو او پاکيستانيانو په ظلمونو سترګې پټول احساساتي او غير سياسي کړنه ده.
ظلم، ظلم دی که د هر چا لخوا په هر نوم کيږي بايد یو ډول وغندل شي.
د خلق او پرچم لخوا د بې ګناه خلکو وژل غير انساني او غیر افغاني عمل وو او باید عاملين ېې محاکمه شي.
خو خلقيان یواځيني خلک نه دي چې په افغانستان کې ېې وژنې کړېدي. په دې تيرو څو لسيزو کې د ډیرو خلکو لاسونه د بې ګناه افغانانو په وينو سره دي.
که موږ خلقيان غندوو راځئ د مسوولو او هيوادپاله افغانانو په څير د طالبانو، مجاهدينو او نورو وژونکو په اړه هم خپل غږ راپورته کړو چې هيواد ېې کنډواله کړ او په ميلیونونو افغانان ېې د غم په ټغر کينول او لا هم افغانان د پاکيستان او نورو دښمنو ګاونډيو او بهرنيانو په اشاره وژني او هيواد مو ړنګوي.
افغانان بايد نور هغو کړيو ته چې ېې لاسونه د بې ګناه هيوادوالو په وينو سره وي اجازه ورنه کړي چې له دې حالاتو ګټه واخلي او ځان سپينې ملايکې کړي.
که موږ د خلقيانو لخوا د پنځه زره افغانانو وژل غندوو نو په يو شان ورسره په کابل کې د مسعود، ګلبدين، رباني، محقق، مزاري او نورو د جهاد او اسلام ټيکه دارانو لخوا د شپيته زره بې ګناه هيوادوالو وژل وغندوو او د وژونکو د محاکمې غوښتنه ېې وکړو.
موږ بايد د طالبانو د واکمنۍ په مهال په شمال او باميانو کې د زرګونو بې ګناه افغانانو د وژونکو د محاکمې غږ هم راپورته کړو.
افغانان دې په ځان کې همت پيدا کړي چې په افغانستان کې د روانو او تيرو ټولو جنايتونو د عاملينو په وړاندې په یو غږ راپاڅي او د محاکمې غوښتنه ېې وکړي.
په افغانستان کې د اوسني نظام پايښت ، ټينګښت او د ملي ځواکونو او قضاېې ځواک په ځان بسايانه ،پياوړتيا او سمون د دې ضمانت کوي چې افغانان به یوه ورځ د بنګله ديش په څير د تيرو څو لسيزو د بدمرغيو او وژنو ټول عاملين او جنايت کاران محاکمه کوي.
حبيب خان توتاخېل
Salam Wrrora
Byad aual the kommuniste nezam Khaq au Pracham mohkama shee bia ba da nor nobat ham inshalah rashee
Da argumnet da kommunistano de, chee wale da tola byad mohkama shee
Khaq, Paracham, Talib Mujahedd, Krazai da tool byad pa nobat mohkamma shee
pa dranawe