تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲مه: د برښنا شرکت وايي، د نغلو، ماهیپر او سروبي د بندونو د بریښنا د تولید ظرفیت د تېر کال په پرتله دوه برابره شوی دی.
برښنا شرکت وايي، سږ کال په دغو بندونو کې د اوبو مدیریت او تنظیم په ډیر دقیق ډول روان دی ځکه یې د بریښنا تولید هم دوه چنده شوی دی.
د برښنا شرکت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، په تېره جدي میاشت کې د نغلو بند ۳۴ زره او ۱۶۴ میګاواټه بریښنا ورکړې، د سروبي بند بیا ۱۵۸۸۵ میګاواټه بریښنا او ماهیپر بند ۲۶۹۰۹ میګاواټه بریښنا تولید کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله د کابل پر سیند دغو دریو واړو بندونو په تېره جدي میاشت کې په مجموعي ډول ۷۶ زره ۹۵۸ میګاواټه بریښنا تولید کړې ده.
خو دا په داسې حال کې ده چې له دې هر څه سربیره هم په کابل کې د برښنا پارچاوي د تيرو وختونو په څېر روانه ده او کمه شوې نه ده.
افغان دولت ولی د کامی او کنړ په سیند باندی بندونه نه جوړوی چی تل د مخکینیو بندونو صفت یی شروع کړی ځکه ولسمشر تل د اوبو د مدیریت خبره کوی درحالیکه چی هر کال په زرګونه متر مکعبه اوبه بهر یعنی پاکستان ته وړیا روانه ده لدی معلومیږی چی افغان دولت د بندونو جوړولو لپاره کومه خاصه طرحه او برنامه نه لری او تل یی فیسبوکی خبرونو ته زور ورکړی او د مخکینو بندونو صفت یی شروع کړی