تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن /یکشنبه/ د وزیرستاني زلمي نقیب الله مسید د لومړي تلین په مناسبت په غونډه کې وویل، که له خپلې خاروې پښتونخوا سره د مینې لرلو په خاطر غدار بلل کېږي، نو تل دې غدار وي.

ده چې په ټانک ښارګي کې یوې لویې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې یو کال تېر شو خو هیڅ غوښتنه یې منل شوې نه ده.

منظور پښتین وایي، د پاکستان حکومت له پنجابیانو د پنجابیانو لپاره جوړ شوی دی او په دې خاوره کې پرتو نورو قومونو ته یې کله هم په ښه سترګه نه دي کتلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو غوښتنو څخه یوه دا ده چې حکومت دې ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي او په علني ډول دې یې محاکمه کړي.

 ښاغلي پښتون وویل، دوی عدالت (محکمې) ته د بې درکه کړای شویو پښتنو د حاضرولو غوښتنه کوي خو د دې پر ځای هغوی له منځه وړل کېږي.

په غونډه کې د ګڼ شمېر بې درکه شویو پښتنو د کورنیو غړي هم راغلي وو او د خپلو عزیزانو عکسونه یې په لاسونو کې نیولي وو.

ده همداراز وویل، د پاکستان حکومت په جلسو حقوق نه راکوي او له دې وروسته د احمد شاه بابا لاره خپلول په کار دي او دا مبارزه به سر له همدې نن ورځې پیلېږي.

 نوموړي دغه راز د نقیب مسید وژل کېدو ته په اشارې وویل،«دا د مسید د وینې ګټلو لپاره جوړه شوې جلسه ده خو باید د هغو زرګونو پښتنو د برخلیک پوښتنه هم وکړو چې په تېر کې د پاکستاني حکومت لخوا د ترهګرۍ په تور ورک شوي دي.»

 هغه زیاته کړه پاکستان باید په خلاصو غوږو واوري چې دوی خپل حقونه غواړي، نور به ټولو پښتنو ته له نورو سره مساوي حقونه ورکول کېږي او که داسې ونه شي نو د خپلې مبارزې شیوه به بدله کړي.

منظور د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکینۍ غوښتنې تکرار کړې او ویې ويل يوه غوښتنه يې نه ده منل شوې.

پښتين وويل، د پښتنو سيمې د معدنياتو نه ډکې دي خو ګټه يې دوي ته نه ورکړی کیږي او نه د پاکستان ـ چين په اقتصادي راهدارۍ کې پښتنو ته برخه ورکړی کيږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د نقیب الله مسود د وژنې په اړه مقدمه (دوسیه) ورو روانه ده چې د اندېښنې وړ خبره ده.

نقیب مسید د ۲۰۱۸ز په جنورۍ کې وژل شوی وو او هغه مهال د کراچۍ د پولیسو چارواکی راو انوار، چې د نوموړي د قتل مسوول ګڼل کېږي، ویلي ول چې مسید د تحریک طالبان پاکستان غړی و او له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې په مهال د پاکستان چارواکو انترنیټي او ټېلفوني شبکې بندې کړې وې او د تېر په شان یې خبریالان او رسنۍ د دې غورځنګ د غونډې له منعکس کولو منع کړې وې.

3 thoughts on “د نقیب الله مسید لومړی تلین؛ منظور پښتین وايي چې غوښتنې یې نه دي منل شوي”
  1. SALAM AW EKHTERAM;YOU PASHTOONS LEADER&ELDERS;
    THIS IS TIME TO RENEW GREAT AHMAD SHAH BAABAA MILITARY FORCE,
    FOR 40 YEARS PUNJAB KILLING US/WEAK UP/SHAKE YOUR HEAD. LAR AW BAR BECOME MUST BECOME ONE GREAT AFGHANISTAN.
    THANK YOU

  2. له پنجابي حکومته د عدالت تمه بې ځایه ده. غورځنګ ته پکار ده چې خپله د عدالت چیغه جهاني کي، د ملګروملتو امنیت شورا تر میزه یې ورسوي، د پښتون په قتل عام خو هسې هم خبر دي مګر ورته ووایي موږپوهیږو چې پوهیږئ خو غوږونه موکاڼه اچولی چوپ یئ، خو نور چوپتیا د منلو نه ده. ترې وغواړي د پښتون جینوسایډ خپلواکه مفصله څیړنه وکړي او د پنجابي پوځ جنایتکار جنرالان نړیوالې جنایي محکمې ته ورټیله کي

  3. د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې په مهال د پاکستان چارواکو انترنیټي او ټېلفوني شبکې بندې کړې وې او د تېر په شان یې خبریالان او رسنۍ د دې غورځنګ د غونډې له منعکس کولو منع کړې وې.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *