افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېل هيوادونه هرکال د فبروري ۲۱ مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي چې همدا نننۍ غونډه په افغانستان کې د دغې نمانځنې څرګنده بېلګه ده.

په افغانستان کې د جګړو، ناخوالو، د مسوولینو د بې غوریو او ټولنیزو بې عدالتیو له امله په مورنۍ ژبه د باکیفیته زده کړو په برخه کې دومره ډېرې ستونزې موجودې دي چې یوازې د دغې ورځې نمانځنه په دغه برخه زموږ شته ستونزې نشي حلولی، نو له دغې ورځې څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په خاطر باید مدني بنسټونه، ولسونه، ملي او بانفوذه شخصیتونه، کورنۍ، میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبه د باکیفیته زده کړو د برابرولو غږ وکړي او هر کال په همدې ورځ په مورنۍ ژبه د زده کړو په اړه خپله ژمنتیا بیا تازه، خپل غوښتنه تکرار او خپل غږ لوړ کړي.

په مورنۍ ژبه د زده کړې لپاره زموږ ژمنتیا، په خپله غوښتنه ټینګار او د خپل برحقه اواز او داعیې لوړولو به بالاخره مسوولین دېته وهڅوي او حتی مجبور به یې کړي چې په مورنۍ ژبه زده کړې ته چې زموږ د ماشومانو اسلامي، انساني او قانوني حق دی نه یوازې درناوی ولري، بلکې د دغه حق د تامین لپاره عملي هلې ځلې وکړي.

 د نننۍ غونډې ګډونوال وړاندیز او پرېکړه کوي چې:

 ۱- د افغانستان جمهور رئیس دې:

  • چې د یو استاد، عالم او مفکر په توګه په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتیا، ارزښت او ښېګڼې ښې ورمعلومې دي، نو په ټول هېواد کې افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو بهیر د پیاوړتیا په موخه مسوولینو او په ځانګړي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته واضح دستور ورکړي.

۲-پوهنې وزارت دې :

ـ د اساسي قانون د ۱۶ او ۴۳ مادې د لارښوونې په اساس ماشومانو ته په خپلو مورنيو ژبو د زده كړې اسانتیاوې برابرې كړي . پلازمېنه کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې پیل شوی بهیر دې د ښار نورو سیمو او د کابل اړندو ولسوالیو ته پراخه او لا پیاوړی کړي. په مورنۍ ژبه د زده کړو ریاست دې ایجاد، يو جامع پلان دې جوړ  او عملي كار دې پيل كړي.

– درسي كتابونه دې په ټولو ژبو د تناسب، تعادل، عدالت، د ټولنې عيني واقعيتونو له مخې چاپ  او وويشي.

– د ښوونكيو په استخدام کې دې ژبنی انډول، رشته او تخصص په پام کې ونیسي او د هغو ښوونکو استخدام ته دې لومړیتوب ورکړي چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو تدريس كولاى شي ،  همدا راز دې د دې ترڅنګ درېيمو ژبو ښوونكي هم وروزي.

 ۲ – د لوړو زده كړو وزارت دې:

–         د لوړو زده كړو  په ټولو موسسو، پوهنتونونو او  پوهنځيو كې درسمي او مورنيو ژبو زده كړې اسانتیاوې ډېرې کړي.

–         د هېواد په مرکزي پوهنتونو (كابل، پولیتخنیک، طب، ښوونې او روزنې، حربي او هوایي پوهنتونو) كې دې د هېواد په دواړو رسمي ژبو د تدریس زمينه برابره كړي.

۳- اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې :

–         دهېواد د ژبو د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره  دې جامع پلانونه جوړ كړي.

–         دولتي او نادولتي رسنيو كې  دې د ژبو متوازنه، متناسبه  او عادلانه وده یقیني کړي.

–         دملي ټرمينالوژۍ  د ساتنې او ملاتړ لپاره دې ټينګ اقدامات وكړي.

–         د ژبو د ودې او افغان ملي فرهنګ د ساتنې، پالنې او بډاینې لپاره دې عملي پلانونه او پروګرامونه تطبیق کړي.

 ۴ – د افغانستان ملي شورا دې :

  • د قانون جوړوونكي او دقانون پلي كولو د څارونكي په توګه دې د ټولو ژبو د سالمې، متناسبې او عادلانه ساتنې، تقويې او ودې لپاره حكومت سره په ګډه كار وكړي او حكومت دې مجبور كړي چې د افغانستان بچيانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې حق وركړي.

 ۵- دملګرو ملتونو دفترونه او نادولتي ټولنې دې:

– د افغانستان له دولت او حكومت سره  دې مرسته وكړي او حتی له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته دې په دې شرط ورکړي، چې دافغانستان د ژبو په ساتنه او وده او په مورنيو ژبو د زده كړو برابرولو كې عملي اقدامات وكړي.

– په خپلو خپرونو كې د افغانستان د دواړو رسمي ژبو توازن په پام كې وساتي.

۶- ټولې دولتي او نادولتي رسنۍ دې:

– په مورنۍ ژبه د زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی وکړي، کورنۍ او ولسونه دې دېټه وهڅوي چې خپل اولادونه او ماشومان د مورنۍ ژبې ټولګیو او ښوونځیو کې شامل کړي.

د افغانستان ټولو ژبو ته د درناوي د عامولو لپاره خپرونې وكړي.

۷-  مدني ټولنې دې:

– په حكومت او مسوولینو دې فشار راوړي چې د ژبو متوازن پرمختګ او په مورنۍ ژبه د زده کړې برخه کې د اساسي قانون د حکمونو مطابق عملي كارونه وكړي او زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو، منځنيو او لوړو زده كړو په برابرولو كې عملي، چټك او اغېزمن ګامونه پورته كړي.

One thought on “د نننۍ غونډې پرېکړه ليک”

ځواب ورکول الهام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *