تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴ مه: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د کلدارو د بندیدو سره د کلدارو د ایجنټانو نفوذ هم ختم شوی خو دا ډله اوس د فرهنګي مافیا په شکل د افغانیو د ترویج پرضد تبلیغ کوي او دی یې هم له دوه بریدونو روغ وتلی.
ښاغلي میاخیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ځای نیم به یو څوک په نرخونو کې بی انصافي کوي خو عمومي نرخونه کنترول دي او که شواهد وي نو خلک دې د کمیسیونونو شمیرو ته، ۱۶۰ شمیرې ته او یا مربوطه ناحیه او ولسوالۍ ته خبر ورکړي: (( شکایت کوونکی هلته باید موجود وي ترڅو د اسنادو په درلودلو سره اجراات وشي، ځکه تر اوسه اجراات شوي هم دي او کیږي.))
میاخیل د چا نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده، د کلدارو ایجنټان که د ملک نه بهر یا دننه د هرځای نه هرڅومره منفي تبلیغ وکړي، په مشرقي ولایتونو کې د کلدارو دور ختم دی او څه ګټه نه لري: ((د دې پروسۍ د پیل نه دوه ځلې زما د وژل کیدو هڅه وشوه چې یو کس ونیول شو او په دویمه حمله کې زما یو ډریور زخمي شو خو لکه څنګه مې چې ویلي وو، د افغانیو د ترویج پروسه موقتي نه ده، ټول ۳۲ کمیسونونه به په ولسوالیو او جلال اباد ښار کې په میاشتو میاشتو کار کوي او سرغړونکو ته به د قانون په چوکاټ کې سزا ورکوي. داسې بیځایه پروپاګند او یا تهدیدونه زمونږ هوډ نشي بدلولې.))
دا په داسې حال کې ده چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې په ننګرهار کې د کلدارو ضد کمپاین روان دی او د چارواکو په وینا چې ۵۰ میلیارده کلدارې له مارکیټ څخه ایستل شوي.
د ننگرهار والی ته د خدای (ج) نه ډیر اوږد عمر غواړو او د ننګرهار د ولایت په مدیریت کی ورته د لا زیات موفقیت آرزو لرو ، واقعآ دده په راتګ سره په ننګرهار کی ډیری مهمی لاسته راوړنی تحقق مومی ، خصوصآ د امنیت او دصلحی د بهیر سره د مخالفینو د پیستون په برخه کی ، دده په مدیریت کی داعش په ننګرهار کی د ناکامی سره مخامخ شو . البته د وطن نجات همدغسی کلک هوډ او قربانی غواړی لکه د ننګرهار والی چه یی لری ، ملت هم د دولت چارواکی یو یو تر څارنی لاندی لری ، هغه ویدیو چه نامرد او افغان دښمنه شبکو دوه نفره تروریستان برینواش کړی ؤ او د والی صاحب د ترور د پاره یی را لیژلی ؤ ومولیدله دتروریسم نه د د ابزارپه توگه د استفادی سیاست هم نوروخت په تیریدو دی . الحمدلله ملت هغه د ۴۰ کلونو مخکی ملت نه دی، بیداری او مثبت بدلونونو خواته خوځښت په چټکی روان دی ، اوملت دوطن ملی منافعو ته د مخلصو خدمتګارانو قدرشناسی او درناوی نه هیروی
دولت عجیبه فکر لری په ننګرهار او خوست کی او نورو پښتنو میشتو ولایتونو کی د کلدارو په ضد کمپاین شروع کړی مګر کابل چهار آسیاب ته نږدی یو د لرګیو تم ځای ده چی نوم سنګ نوشته ده ټول اخیستل او خرڅول د لرګیو چی له خوست او پکتیا څخه راځی په کلدارو سرته رسیږی ځینی کسان وایی چی اوس هم په کونړ او ننګرهار،لغمان او همدارنګه خوست، پکتیا او پکتیکا او غزنی ، قندهار،ارزګان او هملند او نورو پښتنو میشتو سیمو کی په کلدارو کارو بار روان دی نو دولت همدارنګه پکار ده چی د ډالرو او تومنو په وړاندی ورته ګام پورته کړی ځکه موږ په ټولو ولایتونو کی په افغانی باندی راکړه ورکړه غواړو نه تنها په پښتنو سیمو کی په افغانیو ځکه هر ولایت د افغانستان پوری تړاو لری
دولت باید سرچوک پل خشتی مخی ته او دلته د خلکو ګڼه ګوڼی مخه ونیسی ځکه چی د مازدیګر په وخت کی تیریدو هیڅ لاره نه وی او همدارنګه بی کیفیته مواد پلورل کیږی نه پوهیږم چی ښاروالی او د روغتیا وزارت او همدارنګه چاپریال ساتنی اداری دنده څه ده
اشرف غنی باید ټولو حوزو او امنیتی ادارو ته دنده ورکړی چی په کابل ښار کی د غلو او قچاق برو مخه ونیسی
ځکه ولس او هیوادوال له ولسمشر څخه د لنډغرو په وړاندی جدی ګام ته په تمه دی
ځکه ولس اوس په ډیر فقر او بیکاری کی وخت تیروی
تنها وزارت خارجه کی تغیرات مهم ندی بلکه برښنا شرکت لدی بد حالت لری ځکه غالب اوس د انرژی سکتور لپاره سرطانی دانه جوړه شوی کچیری دولت همدا اوس مخه ونه نیسی نو کیدای شی په ناسور بدله شی
همدارنګه په چوک ترافیک له یو بل ګوډ ملاقی سره لاس یو کړی هر ورځ له ډریورانو ۵۰ افغانی کمیشن اخلی ولسمشر یا ښاروالی یا وزارت داخله یا شهیدانو او معلولینو وزارت یی په وړاندی ګام پورته کړی ځکه ولس او ټول ډریوان د کرزی دومره صلاحیت چی دی ګوډانو ته ورکړی بیخی په تنګ راغلی