تاند- د ننګرهار ولایتي شورا د دغه ولایت د والي او امنیه قوماندان په ګډون په غونډه کې پرېکړه وکړه چې باید د پاکستان یرغل ته ځواب وویل شي.
د غونډې ګډونوال دې نتیجې ته ورسېدل چې باید د پاکستان د پر له پسې حملو ځواب ته تیاري ونیول شي او نور پاکستاني یرغل بې ځوابه پرې نښودل شي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، د هیواد دفاعي ځواکونه چمتو دي چې د پاکستان د توپونو د ګوزارونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي خو ولایتي اداره غوره ګڼي چې دا مسله له دیپلوماتیکو لارو حل شي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې پاکستان وروسته له دې پر ننګرهار حملې تېز کړې چې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د یاغیانو خلاف د شاهین ۲۵ عملیات پیل کړل.
دوی وايي چې تر نن /یکشنبې/ پوري د پاکستان له لوری پر لالپورې ولسوالۍ د توپ نژدې ۴۰۰ ګولۍ ویشتل شوي چې په لړ کې یې لږترلږه ۴ ماشومان ټپیان شوي دي.
د ننګرهاري چارواکو په وینا د پاکستاني یرغل له کبله تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
آفغانان دي په دې پوه وي پاکستان دموږي په مرسته پورته پورته غورځي .
دجلال آباد او کنړ پر سيمو دتوغنديو اورول او يا په داخل دپاکستان دعادي غريبو پاکستانيانو وژل يو دهغو توطيو څخه ده چه نښانې ئې تر مخه موجودي وي لکه پر ۹دسپټمبر حمله په نيويارک کي چه خپله دآمريکاه خون خوار امپريالسټي هيواد وکړه او په هغه حمله دخوار هيوادو کاريګران ووژل سول او ورسته آمريکاه پر آفغانستان او عراق حمله وکړه او ددې هيوادو په زرهاو مخلوق ئې په خاورو چخ کړه دپاکستان داکار دآمريکاه او آنګلس په دستور کوي چه زموږ وهيواد ته دي توغندئ راوآوروي.دآمريکاه په انتخاباتو که هر څوک راسي داجهان بل څوک اداره کوي چه نه رئس جمهور دئ او نه ئې معاون او نه دآمريکاه دحکومت بل څوک داجهان دداسو خلګو له خواه اداره کيږي چه په حکومت کي شموليت نه لري دوئ دي چه رئس جمهور دآمريکاه ئې مامور دئ .
نور هيوادوالو ته لازمه ده چه په هيواد کي دي آمريکائې بازار نور ټول کړي تر څو آفغانان دآمريکاه دهر ډول ظلم اوستم څخه لکه مواد مخدره،دهيواد دکانو چور، او دمستبد آمريکائې رژيم او دهيواد دهر ډول بې ثباتي چه همدا اوس جريان لري په آمان سي .ومن آلله توفيق.