تاند- د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړه ور زاهد نن /یکشنبه/ ماښام مهال د دغه ولایت په حصارک ولسوالي کې د ترهګرو له لوري د اېښودل شوی ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوګیاڼي د جنرال زړه ور وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې په دې پېښه کې د امنیه قوماندان یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
خوګیاڼي وویل، چنرال زړه ور په حصارک ولسوالي کې امنیتي وضعیت څاره چې په یوه پوسته کې ماین وچاودېده.
د خوګیاڼي په وینا دا پوسته په وروستیو ورځو کې له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوې وه.
جلال اباد ښار ته د قوماندان زړه ور زاهد د مړي د وړلو لپاره حصارک ولسوالي ته هیلي کوپتر استول شوې ده.
الله ج دیی زړه ورخان وبښی
یا الله داعیشیان اوطالیبان تباه اوبرباد کړی، زردانی تورمخی داعیشیان دقوماندان صیب زړه ور خان دیو نوک هومره اهمیت نلری
زړه وره !
د لوی اختر او د لوی شهادت دی مبارک سه. پوهیږم چي اولادونه دئ یتیم سول، میرمن دئ ګونډه سول مور دئ بوره سول، ستا خلا هیڅ څوک نه شي ډکولای. ستا د سرښندني عوض یوازی الله در کولای سي. تا پر وطن سر کیښود دا کار یوازی د میړنوپه وسه پوره وي.
تاندولو د چا لپره خدمت کړي چه واې ووژل شو ولې شهېد نه شو . زه خو په پورا باور سره ستاسو په افغانيت شک لرم .
MARKHOOM GENRAL ZARAWAR GAVE HIS LIFE FOR HOMELAND.
HIS NAME WILL BE WRITE WITH GOLDEN LETTERS IN HISTORY,
I HOPE AFGHAN GOVERNMENT SUPPORT HIS FAMILY,CHILDREN IN THE FURTHER.
WE HAVE TO STAND BY OUR NATIONAL POLICE,ARMY FOR SECURITY OF OUR COUNTRY,
ALWAYS BE OUR ANP AND ANA
THANK YOU
زړه ور زاهېد واقعېاً ډېر عښتلې پاسوال وو ځکه دده تورنې رتبې وخت او شهامت راته معلوم دې په هعه وخت دې قوماندان ټولې ماشېن محاربوې وو
دده شهدت واقعاً شهدت او لوې اختر شپه دا ډېرې لوړې درجې شهدت دې قبول او فامېل ته ېې دې الله له درباره دې جمېل صبر غوښتونکې ېم
په جهان د ننګیالی دي دا دوه کاره
یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شي
زړورصاحب په خپل ویاړلی ژوندکې تل بریالی و. هغه دخپل ویاړلی عمر ټول وخت په انسانیت ، شرافت ، زړورتیا ، افغانی اواسلامی غرور سره تیر کړ.
که شهید قوماندان زړور نن زمونږ منځ کې نشته ، د هغه له ویاړه ډکې خاطرې د ټولو په زړنو کې ثبت شوې.
زما هیله د افغانستان له دولته او مدنې ټولنو داده چې د شهید کورنۍ هیره نکړی. د شهید زړور زاهد په نوم د وسله وال پوځ تعلیمی موسسې مسمی شی ترڅو دهغه نوم تل پاته او راتلونکی نسلونه پرې وویاړی.