۲۷/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار والي او امنيتي مسئولين د ښو کړنو له امله د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، امنيه قوماندان، ملي امنيت رئیس او تورخم ښاروال د بهسودو ځوانانو او مخورو له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې د ستاينليک په ورکړې سره وستايل شول.
په ياده غونډه کې ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له امنيتي مسئولينو، د بهسودو مخورو او ځونانو او د دې ولايت له ټولو قشرونو مننه وکړه، چې د افغانيو په ترويج، ثبات، انکشاف، فساد مخنيوي او فکري تغير رامنځته کولو کې يې ور سره همکاري وکړه.
نوموړي وويل، چې په سختو شرايطو او تهديدونو شتون سره يې بېلابېلو برخو کې مثبت بدلونونه راوستي او دغې سپيڅلي مبارزې ته به له هر ډول وېرې پرته ادامه ورکوي.
هغه زياته کړه، چې د نظام پياوړتيا، مثبت بدلون او د فساد مخنيوی په ښه فکر او ژمنتيا سره کيږي او دی به د تشدد نه؛ بلکې د فکري بدلون له مخې اصلاحات رامنځته کړي.
ننګرهار والي وويل، چې په دې ولايت کې يې د کلدارو څلويښت کلن اسارت د ځانګړي ميکانيزم او طرحې په کارولو سره مات کړ او ډېر ژر به د ننګرهار طرحه په نورو ولايتونو کې هم تطبيق شي.
هغه وایي، چې افغانۍ بشپړه دود شوې، نرخونه کنترول دي؛ خو بايد ننګرهار ميشتي د نرخونو په لا ښه کنترول کې ورسره همکاري وکړي.
ننګرهار والي له ياد مخورو او ځوانانو مننه وکړه، چې د دوی د ستاينې په موخه يې غونډه جوړه کړې او ژمنه يې وکړه، چې په ټولو برخو کې په پوره اخلاص او صداقت اصلاحات او سهولتونه رامنځته کړي.
ننګرهار امنیه قوماندان ايمل نيازي د افغانيو ترويج او امنيت ټينګښت کې د ننګرهار والي ښه رهبري او همغږي ياده کړه او د ګڼ شمېر لاسته راوړنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدا راز له ننګرهار مېشتو وغوښتل، چې د جرمونو او ناړه تبليغاتو په مخنيوي کې ور سره همکاري وکړي او ډاډ يې څرګند کړ، چې پولیس هر مهال په پوره اخلاص خپلې دندې تر سره کولو ته چمتو دي.
د ملي امنيت مرستيال د وسله والو مخالفينو ماته او د افغانيو ترويج دوه لوی برياليتوبونه ياد کړل او ولسونو ته يې د ثبات په ټينګښت او نورو برخو کې د هر ډول چمتووالي لرلو ډاډ ورکړ.
د تورخم ښاروال راحت ګل زيارمل د ننګرهار والي ښه رهبري او د ده له لوري د افغانيو ترويج په موخه په شفاف ډول مجازات، قاطعيت او تعقيب د افغانيو ترويج ستر لاملونه ياد کړل او همدا راز په تورخم ښارګوټي کې يې د افغانيو ويستلو او کلدارو راوړلو مخنيوي په موخه يې د تر سره کړيو اجراتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د بهسود مخورو په استازۍ ملک ولايت خان، د ځوانانو په استازيتوب شريف الله ناصري، تميم اسحاقزي او اسد الله خالز د خپلو خبرو پر مهال له ننګرهار والي او امنيتي ارګانونو مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې افغانۍ په بشپړ ډول دود کړې.
دوی وويل، څوک چې ښه کارونه کوي ستايل کيږي به او که د قانون خلاف کړنه تر سره کړي؛ نو د ولس غبرګون سره به مخ شي.
هغوی وويل: (( ولس د کار خلک درک کړي دي، پخوا يې چا غږ نه اوريده؛ خو نن يې ننګرهار والي او ټول مسئولين چې ښه همغږي لري هر مهال يې د دوی غږ اوريدلی او ستونزې يې ورته حل کړي دي…))
دوی د افغانيو ترويج، امنيت، انکشاف او نورو برخو کې د ننګرهار والي د تر سره کړيو هڅو ستاينه او قدرداني وکړه او د دوی د ټولو قانوني کړنو څخه يې ملاتړ څرګند کړ.
يادو قومي مخورو او ځوانانو ننګرهار والي شاه محمود ميآخېل، امنيه قوماندان، ملي امنيت مرستيال او تورخم ښاروال ته د افغانيو ترويج له امله د ښه خدمت ستاينليک ورکړ او د دوی د تر سره کړيو هڅو قدرداني يې وکړه.
۲۷/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار والي ته د ځوان بدلون ټولنې غړو د ښو خدمتونو ايوارډ او ستاينليک ورکړ
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته د مرغومي په ۲۷مه جلال اباد ښاروالۍ مېلمستون کې د ځوان بدلون ټولنې غړو د افغانيو ترويج، امنيت، انکشاف او نور خدمتونو له امله ايوارډ او ستاينليک ورکړ.
د ځوان بدلون ټولنې غړو امرالله، عبيد، هلال وزيري او عنايت الله له ننګرهار والي مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې بشپړ امنيت او انکشاف رامنځته او د افغانيو ترويج په موخه يې بريالي اقدامات تر سره کړل.
دوی وويل، چې خلکو ته د مسئوليتونو په ګوته کول او د ځوانانو ښې لارې ته ګرځول يې د ټولنې ځانګړې موخې دي او په دې برخه کې به لازمې هڅې تر سره کړي.
يادو ځوانانو ننګرهار والي ته د افغانيو په ترويج او ټولو مثبتو کړنو کې د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی همدا راز ننګرهار والي ته د اعزاز لونګۍ په سر کولو، ايوارډ او ستاينليک په ورکړې سره د افغانيو ترويج او نورو تر سره کړيو خدمتونو قدرداني وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د يادو ځوانانو د ملي احساس ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د افغانيو په ترويج کې ټولو قشرونو په ځانګړي ډول ځوانانو ښه رول اداء کړ.
نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې يې په کلتوري، امنيتي او انکشافي برخه کې ټول بدلونونه په فکري تغير سره رامنځته کړل او هڅه کوي، چې بېلابېلو برخو کې پاتې شته ستونزې هم حل کړي.
ننګرهار والي شاه محمود ميآخېل ياد ځوانان زده کړو، د ځآن او نورو اصلاح، د نظام ملاتړ او نورو مثبتو کړنو ته ځير کړل او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې د خپلې ټولنې له لارې خلک ښو کارونو ته وبلي.

۲۶/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار والي د افغانيو ترويج له امله کوچي مخورو له لوري وستايل شو
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د مرغومي په ۲۶مه ولايت مقام کې، چې د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضياء عبدالزي هم شتون درلود د افغانيو ترويج له امله يو شمېر کوچي مخورو له لوري وستايل شو.
د دوی په استازۍ د ميدان وردګو ولايت کوچيانو امر محمد همايون عزيزي وويل، چې کوچيان په هېواد کې د ټولو سيمو اړوند دي او
له همدې امله په هر ځای کې چې څوک ښه خدمت وکړي دوی يې ملاتړ او ستاينه کوي.
نوموړي د افغانيو په ترويج او کلدارو مخنيوي، امنيت، انکشاف، بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو او نورو برخو کې د ننګرهار
والي شاه محمود مياخېل د تر سره کړيو هڅو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې دوی يې ملاتړ کوي.
دوی ننګرهار والي ته د اعزاز لونګۍ په سر کولو سره ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې په ټولو قانوني چارو کې به ور سره همکاره وي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل له یادو کوچي مخورو مننه وکړه، چې له لرې سيمې راغلل او د ده د فعاليتونو ستاينه يې وکړه.
نوموړي وويل، چې په يوې سيمې کې اصلاحات او امنيت راوستل په نورو سيمو مثبته اغيزه لري او بايد ټول ولسونه په مثبتونو کارونو کې د مسئولينو ملاتړ او همکاري وکړي.
ننګرهار والي وويل، چې خپلې پيسې کارول عزت، وقار او اقتصادي پياوړتيا ده او په ياده برخه کې يې د ولسونو د همکارۍ ستاينه او مننه وکړه
په ختیځ کې د خصوصي ښوونځیو اتحادیې مسؤلینو د افغانیو رواجولو له امله د ننګرهار والي د ښه مدیریت څخه ستاینه وکړه .
په ختیخ کې د خصوصي ښوونځیو اتحادیې مسؤلینو د مرغومې په ۲۶مه ولایت مقام کې د یوې لیدنې پر مهال د افغانیو رواجولو،ښې
حکومتدارۍ،امنیت تامین او انکشافي پرمختګ له امله د ستاینلیک
په ورکړې سره د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ستاینه وکړه.
د دوی د اتحادیې مشر ښاغلي ناصري او یو شمیر نورو یې د خبرو
پر مهال په یادو برخو په ځآنګړي ډول د افغانیو رواجولو لاسته
راوړنه یو تاریخي ګام یاد کړ او له همدې امله یې ننګرهار والي
شاه محمود میاخېل او ولایت مرستیال تمیم عارف مومند ته لیکلي ستاینلیکونه ورکړل .
دوی همدا راز په امنیتي،مالیاتي،برېښنا او یو شمیر نورو برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې چې د ننګرهار والي له لورې د یو شمیر ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د خصوصي ښوونځیو د مسؤلینو څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې څه باندې ۳ سوه خصوصي ښوونځي پرانیستي او هم مهاله یې پخپلو ادارو کې یواځې افغانیو کارولو ته اجازه ورکړې ده .
نوموړي د نرخونو د کنټرول، واړو بانک نوټونو ستونزو په حل کې د اخیستو عملي اقداماتو په اړه مالومات شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې ټولې هغه ستونزې به حل کوي چې له امله یې د افغانیو چلند او خلکو ته د تاوان اوښتو لامل کیږي .
د یادونې وړده چې اوس مهال د ښاروالۍ له لورې د نرخونو د کنټرول په موخه د تازه نرخنامو ویش او د کمیسیون غړو له لورې د سرغړونکو سره د چلند لړۍ جریان لري .
۲۶/۱۰/۱۳۹۸
ننګرهار والي ته د تعهد او بدلون ټولنې له لوري د ښو خدمتونو ايوارډ او د افغانیو ترويج کميسون غړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته د مرغومي په ۲۶مه ولايت مقام کې د تعهد او بدلون ټولنې غړو له لوري د امنيت، انکشاف، حکومتولۍ او په ځانګړي ډول د افغانيو ترويج په برخه کې د ښو خدمتونو له امله ايوارډ او د افغانيو ترويج کميسون غړو د ولايت مرستیال تميم عارف مومند او نورو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
د تعهد او بدلون ټولنې مشر نظير احمد زاهد، حيات الله حميدي او يو شمېر نورو وويل، چې په دې ولايت کې د کلدارو مخنيوی اسانه کار نه و؛ خو د ننګرهار والي د ښه مديريت او تعقيب په ترڅ کې افغانۍ په بشپړ ډول دود شوې.
دوی وويل، چې د ډېر افتخار ځای دی، چې ننګرهار مېشتي اوس په بشپړ ډول راکړه ورکړه په افغانيو تر سره کوي؛ خو له ولس يې غوښتنه وکړه، چې د نرخونو په کنترول کې حکومت سره همکاري وکړي.
هغه همدا راز له ننګرهار والي هم غوښتنه وکړه، چې د افغانيو ترويج کمپاين دوامداره وساتي او ژمنه يې وکړه چې دوی د دې اقدام ملاتړي او همکار دي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د افغانيو ترويج کميسون غړو، مدني ټولنو استازو، ځوانانو او ټولو ننګرهار مېشتو مننه وکړه، چې د افغانيو په دودولو کې يې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې تر سره کړې.
نوموړي وويل، چې د افغانيو ترويج په موخه يې ځانګړی ميکانيزم په کار اچولی، چې له مخې يې له وړاندې ذهنتونه جوړ او دغه پروسه بريالۍ شوه.
هغه زياته کړه، چې هېواد په زور نه؛ بلکې په فکر جوړيږي او د فساد پر ضد يې فکري مبارزه کړې، چې له امله يې په دې ولايت مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
ننګرهار والي شاه محمود ميآخېل وويل، چې جنګي فکر په سوله ييز فرهنګ بدلوي، فساد لمنځه وړي او د خپل ماموريت په اوږدو کې به يو لړ نور مثبت اقدمات هم تر سره کړي، چې له مخې به يې په دې ولايت سوله، امنيت او انکشاف رامنځته شي.
په دې غونډه کې ننګرهار والي ته د تعهد او بدلون ټولنې غړو له لوري د ښو خدمتونو او افغانیو ترويج له امله ايوارډ، د دې ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د افغانستان بانک رئیس احمدزي توحيد يار، د ننګرهار والي وياند او مطبوعاتو مدير عطاء الله خوږياڼي او تورخم ښاروال راحت ګل زيارمل ته ستاينليکونه ورکړل شول.
همدا راز د يادې ټولنې له لوري يو شمېر ځوانان او مدني فعالان هم چې د افغانيو ترويج برخه کې يې هڅې کړې وې د ستاينليکونو په ورکړې سره وستايل شول.
په ورته وخت کې يو ځوان له لوري د ننګرهار والي نقاشي شوی انځور هم هغه ته د ښو خدمتونو په نوم ډالۍ شو.
۲۶/۱۰/۱۳۹۸
بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۴۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د سردار محمد داود خان ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ لسمې ويالې سيمه کې د يو سل او څلویښت زره امريکايي ډالرو په لګښت د سردار محمد دواد خان عالي لېسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د يادې ودانۍ د بنسټ ايښودلو په مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند وويل، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د UNHCR ادارې په يو سل او څلويښت زره امريکايي ډالرو لګښت په اوو مياشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
نوموړي وويل، چې دغه ښوونځی به ټول اړين ملحقات ولري، چې په جوړيدو سره به يې د سلګونه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شي.
د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري وويل، چې دغه ښوونځی څلور اداري او دولس درسي خونې، د پاکو اوبو سيستم، تشنابونه او نور اړين ملحقات لري، چې په جوړيدو سره به يې د هغه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شي چې پخوا يې درسي خونې نه درلودلې.
د سردار محمد داود خان لېسې امر محمد صميم تلاش وويل، چې تر دې وړاندې به په بېلابېلو وختونو کې يو شمېر زده کوونکي رخصت کېدل؛ خو د نوې ودانۍ په جوړيدو سره به ياده ستونزه حل شي.
د بنسټ ايښودو په دې مراسمو کې د بهسودو ولسوال غالب مجاهد او نورو مسئولينو هم شتون درلود.

۱۳۹۸/۱۰/۲۶
د ننګرهار په لعلپورې کې د لس ولسوالیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې .
د ننګرهار ولایت د شینوارو زون د لس ولسوالیو د ځوانانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ په لعلپورې ولسوالۍ کې په بشپړ ډول د افغانیو د رواجولو په نوم پیل شوې .
د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼي د ځوانانو له یاد نوښت څخه مننه وکړه چې د بهرنۍ کرنسۍ د مخنیوي او افغانیو د بشپړې رواجولو په موخه یې د کرکټ خپل منځي سیالۍ پیل کړې .
تر دې وړاندې په جلال اباد ښار کې د ورزشي خبریالانو او یو شمیر ولسوالیو ترمنځ هم ورته سیالۍ ترسره شوي دي .
۱۳۹۸/۱۰/۲۶
ننګرهار کې د ۴۱ میرمنو په ګډون ۸۲ تنو ته د حرفوي زده کړو وروسته د کار کولو وسایل هم ورکړل شول .
د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د TDH مؤسسې په همکارۍ د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند کابل کمپ سیمه کې
د ۴۱ میرمنو په ګډون ۸۲ تنو ته د شپږو میاشتو په موده کې د جنراتور ترمیم او د خیاطۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوې .

د یاد روزنیزې مودې وروسته فارغ شویو کسانو ته د خپلې حرفې
اړوند د کار کولو بېلابېل وسایل ورکړل شول او په ټولنه کې ورته
د کار موندنې زمینه برابره شوه .
په ننګرهار کې دولتي منسوبینو او مامورینو ته په وړو بانک نوټونو د تنخوا د ورکړې لړۍ پیل شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه په دې ولایت کې د افغانستان بانک له لورې ټولو هغه بانکونو ته چې ملکي او نظامي منسوبینو او مامورینو ته میاشتنۍ تنخواوې ورکوي،د دوی د ضرورت مطابق د وړو بانک نوټونو د ورکړې لړۍ پيل کړه .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وایي، د یاد اقدام له امله د افغانستان بانک څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ، له یادې چارې څخه یې موخه هر کور ته د وړو بانک نوټونو رسول دي چې تر دې وړاندې هم په مرکز او ولسوالیو کې واړه بانک نوټونه تبدیل کړي .
هغه زیاتوي، د افغانیو رواجولو په موخه د وړو بانک نوټونو د ویش او نرخنامو د کنټرول په برخه کې په جدي ډول هڅې رواني دي .

One thought on “د ننګرهار خبرونه”
  1. چاپلوسی په ننګرهار کسی یو کلتور ګرزیدلی دی۰
    بیکاری /فقر/روغتیای ستونزی/ /د ماشومانو شاقه کارونه۰
    زه د جلال اباد صحت عامی ته حیران یم۰
    د سرک د غاړی چتل حواړه چه خلک خوری
    د رنګارنګ ناروغیو سبب نه کیږی
    والی صاخب او د پوهنی ریس صاخب
    کوم ماشومان چه د مکتب نه پاتی دی
    په هکله کوم فکر کوی
    زه فکر کوم/یوازی خلیم فدایی د خوست والی د لوګر ولایت
    عملن شه کرونه وکړل۰
    په درناوی

ځواب ورکول رازمخمد کاماوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *