تاند – د کابل او ننګرهار تر منځ وروستي ارتباطات ښیي، چې نور نو زورواکو او مافیایي کړیو ته د ارګ زغم پای ته رسېدلی او د هغوی د مهارولو لپاره یې ځانګړي پوځي واحدونه جلال اباد ته لېږلي دي.

ویل کیږي، چې حکومت دا ګام وروسته له هغه واخیست چې ننګرهار ته نوي لېږل شوي والي د سیمې حالات تشخیص کړل او په کابل کې چارواکو ته یې راپور ورکړ.

په کابل کې یوه حکومتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، چې ننګرهار ته د والي په توګه د حیات الله حیات په ورتګ سره هلته واکمنو او زورواکو وکیلانو ورته خپلې غوښتنې مخې ته ايښي او ورته یې ویلي چې که غواړي چې په ننګرهار کې ولایت وکړي د هغوی غوښتنې دې ومني.‌

د حاجي ظاهر قدیر په هکله ویل شوي، چې حکومت باید هغه ته هره میاشت د پنځوسو ساتونکیو تنخا اولګښتونه او تر څنګ یې دېرشو موټرو ته لګښتونه ورکول شي.‌

یوه بل زورواکي حاجي حضرت علي غوښتنه کړې چې د هغه د کور د برېښنا میاشتنی لګښت درې زره لېټره تېل دی او دا چې هغه جهاد کړی نو ولایتي اداره باید هره میاشت د هغه د درې زره لېټره تېلو لګښت ورکړي.

د حاجي محمد امان خیري په هکله ویل شوي چې له والي څخه یې د خپلې حجرې د چلولو لپاره د میاشتې د دېرش زره ډالرو شکونې د دوام غوښتنه کړې ده.

په یوه بل انکشاف کې تاند ته وویل شول، چې څلورمه دوسیه د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار او پنځمه د فریدون مومند په نامه ثبت شوې ده.

ویل کیږي چې د رسنیو هغه کارکوونکی چې څو میاشتې وړاندې یې د ښاغلي مسلمیار له کور نه په ځانمرګو بریدونو کې د کارېدونکو واسکټونو د راوتلو په هکله خبر خپور کړی وو، تری تم شوی دی.

په داسې حال کې چې د ښاغلي مومند په هکله ویل کیږي چې له یوې خوا د افغانستان حکومت او په افغانستان کې د هندوستان له دیپلوماتیکو حلقاتو سره ارتباط لري او بلې خواته د پاکستان استخباراتي ادارو سره اړیکې پالي او د میرویس یاسیني په همکارۍ یې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د پاکستان شناختي کارډونه توزیع کړي دي.

د ښاغلي یاسیني په هکله پخوا ویل شوي وو چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني ولسمشر فاروق احمدخان لغاري تر څنګ کور ورکول شوی دی.

داسې ښکاري چې په ننګرهار کې په روانو نا امنیو کې دا او دوی ته ورته نورې مافیایي کړۍ او ناقانونه وسله والې ډلې نېغ په نېغه لاس لري، او ویل کیږي چې په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي بریدګر قېمت پنځوس زره افغانۍ دی او همدغه ډلې یې په حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره کاروي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې نژدې درې ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د یوه ویډیو کانفرانس له لارې د ننګرهار چارواکو ته وویل، چې د وکیلانو ناروا غوښتنې ونه مني او دا چې نوموړی دا کار له ملي خیانت سره برابر بولي.

د ولسمشرغني په حواله دا هم ویل شوي چې د ننګرهار چارواکو ته یې ویلي چې ژر تر ژره د زوراکو او جنایتکارانو په مهارولو لاس پورې کړي او له هغو ځانګړیو پوځي واحدونو څخه چې جلال اباد ته ور رسېدلي مرسته ترلاسه کړي او د اړتیا په صورت کې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له پوځي واحدونو څخه مرسته وغواړي.

11 thoughts on “د ننګرهار د جنایتکارانو او د نا امنۍ د عواملو په مهارولو لاس پورې کړئ”
  1. PEOPLES MUST SUPPORT GOVERNMENT AND CUT ANY KIND SUPPORT OF WARLORDS/CORRUPT AND DRUG MAFIA,
    THIS IS THE THIRD TIME AFTER GULAGHA SHIRZAI ANY GOVERNER
    CAN NOT CONTROL THE NANGARHAR,
    REASON IS THESE WARLORDS.
    FIRS GAVE VOTE TO HONEST PERSON NOT TO CORRUPT
    .THANK YOU

  2. Salamoona
    Kacheri dagha waqighiat walari bayad de 1000 ningraharyanoo ghach la hamdagho beghairato sakha wakhestal she aw ningraynan lag de ghairat na kar wakhli ter so daghasi khabisan control she aw bas kho pa tolo ke loy murtadeen yseeni aw hazrati ali aw faridoon maloomigi che mostaqimi de fakistan isi sara ertibath lari.
    Manana.

  3. د تاند کور ودان چې همیشه ددغه وطنفروشانو او ملي خاینانو څیرې بربنډوي خو د حکومت تاندې ډیرې سستې دي او هیڅ اقدام ددوی په ضد نه کوي حیران یو چې ولې ؟ ولس ددې داړه مارانو له خوا یرغمل دی او کوکې یې اسمان ته پورته شوې خو اوریدونکي غوږونه کاڼه شوي او د ولس کومک ته هیڅ قسم امادګي نه ښایي

  4. د یوه ځانمرګي بریدګر قېمت پنځوس زره افغانۍ دی
    وروره که قیمت یی ریښتیا هم داسی وی دولس دانی زمونږ هم په کار دی او خبره یی د چاسره وکړو که ادرس یی راولیږی ښه به وی

  5. آخ ! چې دا کومانډو پوځ نور هم غښتلی او ددې جنایتکارانو په ځپلو هیواد وژغوری – بیا به اردو اتل وی

  6. یو څو یې پکې ندي ذکر کړي لکه ګلمراد عرب او داسې نور. که چیرته ددغو ذکرشویو او څو نورو چاره وشي ننګرهار به بیرته د سولې کور اوهمیشه بهار شي. همدغه خاینین، غاصبین او چورچپاولګرو ننګرهار بې امنه او بې سکونه کړی. دا څه چې ددوی په هکله لیکل شوي دا صرف ددوی د بدو اعمالو یوه فیصدي په حقیقت کې خو دوی ډیر نارواح او ذلیل کارونه کړي.

  7. بدترینه او کرغیړنترینه دیکتاتوري طالبي دیکتاتوري وه چې تجربه شوه او بدترینه کرغیړنترینه دیموکراسي، اشراري ډمانګراسي ده چې د امریکا ترهګر دولت یې راباندې ټسټ کوي.

    د ترهګرۍ اصلي بڼسټګر په افغانستان کې همدغه نجسې څیرې دي، په یاد مو وي چې همدوی په ۱۳۷۱ کې د افغانستان حکومت نه، بلکې د افغانستان دولت او ټول سیاسي ټولنیز اقتصادي پوځي امنیتي تاداو ونړولو. لارښود مرشد یې نامتو قاتل ترهګر د عربي ترهګرۍ دلال د اسامه بن لادی ماستر غلام رسول سیاف دی. دا نجسان د نظام سرطاني غدې دي، سخته جراحي یې پکار ده.

  8. د ا خبیثه قواری دی چی واقعا د شرق د بازانو قاتلین دی او د ارودوی ملی هغه غیرتی سر تیری همدوی په شهادت ورساوو څکه عمر شهید څو ساعته مخکی له شهادته ددغو قاتلینو د موټرانو شیشی سپینی کړ ی وی دا څومره بیغیرته حکومت دی ددی خلکو له منځه وړل د یوه ساعت کار دی دا ټول اجنټان دی د زنبق د څلور لاری په درجنو شهیدان د میرویس یاسینی شراب خور فاحش کارووه. ولی زموږ حکومت قوی سیاسی اراده نلری.

  9. که زما مني حکومت دې یو ساعت هم ورته سرپه نه کوي او په دا ټولو ذکر شویو جمع ګل مراد، د ګمرک غل احسان الله،‌ غل ګل کریم او نور هر غل او جنایتکار چې فعال وي دې په یوه وخت بریدونه وکړي او له منځه دې یې ویسي. والسلام

ځواب ورکول Mohammed Arif haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *