د ننګرهار خښتو بټيو کې په شاقه کارونو بوخت ماشومان خوشحال خان لېسې ته د زده کړو په موخه ليږل کيږي.

دغه څرګندونې د قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو مدير د کار ټولنيزو چارو رياست کې د ټولنيز مصئونيت غونډې پر مهال وکړې.

د کار او ټولنيزو چارو رئيس د ټولو اړونده ادارو مسوولينو او استازو ته لارښوونه وکړه هغه ماشومان ، چې شاقه کارونه ترسره کوي او له زده کړو بې برخې دي د ژوند ښه کېدو په موخه يې لازم تصميمونه ونيسي.

شيرازاد د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه ،چې ددې ولايت په ځانګړي ډول په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې د هغه ماشومانو د ژوند ښه کېدو په موخه لاس په کار شي ،چې دا مهال د شاقه کارونو په ترسره کېدو بوخت دي او دزده کړو له نعمت بې برخې دي.

د قومونو او قبايلو چارو رياست دجرګو مدير شيراغا وويل: هغه ماشومان، چې اوس مهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې کار کوي په کابل کې د خوشال خان په ليسه کې د زده کړو او اوسيدو اسانتياوې برابرې کړيدي .

د او – ايچ – ډبليو کمېټې مسوولينو شاه زلمي او قدرت الله جمال ژمنه وکړه هغه ماشومان ، چې دا مهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې په شاقه کارونو بوخت دي د زده کړو تر څنګ به ورته د ژوند نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د امنيت ټېنګښت او قومونو يوالي په موخه غونډه ترسره شوه .

د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ انګړې کې د قومونو يووالي او امنيت ټینګښت په موخه غونډه تر سره شوه.

د ولايت کار پوه حاجي سبحان الله وويل، چې په دې ولايت کې د دولتي ځمکو غصب دمشرانو لپاره د منلو وړ نه دی ،چې پر وړاندې به يې جدي اقدامات ترسره شي.

نوموړي وويل، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د مشرتابه ، امنيتي ځواکونو او ولسونو پرمټ امنيت ټېنګ دی ، چې له امله يې هر اړخيز دولتي خدمات په ياده ولسوالۍ کې ښه پرمخ روان دي .

ده وويل، چې د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي ديادې ولسوالۍ اړوند د قاسم اباد ښارګوټي دعملي چارو په پيل کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې ، چې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاپ منګل دولسوال دغه هڅې ديو ستاينليک په ورکړې سره ستايي او په راتلوونکي کې ورته دچارو د لاښه پرمخ وړلو سپارښتنه کوي .

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي دستاينليک د ترلاسه کولو پرمهال له ولايت مقام څخه دمننې ترڅنګ وويل، چې دبهسودو ولسوالۍ په اړوند سيمو کې دامنيت ټېنګښت يوازينی لامل دمسولينو، امنيتي ځواکونو او ولسونو ترمنځ ښه همغږي ده او ژمنه يې وکړه ، چې لا به خپلې هڅې کړندۍ کړي.

د بهسودو ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي ، ملک ولايت خان ، ملک سيد حبيب او ګڼو نورو ويناوالو دبهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي فعاليتونه وستايل او له ولايت مقام څخه يې په ياده ولسوالۍ دنظامي تشکيل دزياتوالي غوښتنه وکړه .

دبهسودو ولسوالۍ قومي مشرانو دلسمې ، يولسمې او دولسمې ويالو دقصبو په سيمه کې د دولتي ځمکو دغصب په مخنيوي کې په خپله دهمکارۍ ترڅنګ دولايت مقام دځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه

د سلاکار وزير او ننګرهار والي په ځانګړې جدي امر د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د يو شمېر کسانو له لوري په خپل سري توګه په دولتي ځمکه جوړ شوي کورونه ونړول شول .

د يکشنبې په ورځ د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمدګلاب منګل د امر له مخې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې يو شمير کسانو ، چې په دولتي ځمکه يې کورونه جوړ کړي وه د ښاروالۍ له لوري ونړول شول اوهم د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون په ملکيت کې د يو تن له لوري د کور لپاره جوړ شوي ديوالونه د ولايت مقام د استازي پروړاندې ويجاړ شول .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي،چې د ده د ماموریت پر مهال حکومتي ځمکه غصب کړي او په دغه برخه کې به په ملکي او نظامي کارکوونکو،امر او غریب او نورو ټولو باندې به یو ډول قانون تطبیق کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال انجنيرحکيم الدين امرخيل وويل : ياد کورونه او ديوالونه په شنه ساحه کې د يو شمير کسانو له لوري په خپل سري توګه جوړ شوي و، چې د ښاروالۍ له لوري و نړول شول .

دی وايي: هيچاته به په دولتي ځمکه د کور جوړ ولو اجازه ورنه کول شي .

په ورته مهال د ولايت کارپوه حاجي سبحان الله وويل : د سلاکاروزير او ننګرهار والي د ځانګړې سپارښتنې له مخې به هيچاته په دولتي ځمکه د کور جوړولو اجازه ورنه کول شي او که څوک سرغړونه وکړي جوړې شوې ودانۍ به يې ويجاړې شي او عاملين به ېې د قانون منګولو ته وسپارل شي .

داپداسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار والي د ځآنګړې لارښوونې او پاملرنې له مخې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په قاسم اباد ښارګوټي کې د خپل سرو له لوري يو شميرجوړې شوې ودانۍ ونړول شوې او پر مهال یې په قانوني ډول د خدمتونو د برابرولو لړۍ هم پیل شوه .

د ختيځ زون اړوند شل تنه پوليس دمخابرې او کمپيوټر څلور مياشتني کورس څخه فارغ او سندونه پرې ووېشل شول .

دکورنيو چارو وزارت دمخابرې او کمپيوټر رياست په لار ښونه او د دننګرهارامنيه قوماندانۍ دمخابرې او کمپيوتر مديريت په نوښت دننګرهار،لغمان اوکنړ ولايتونو دګډو پوليسو شل تنه د مخابرې او کمپيوټر د څلور مياشتنيو مسلکي زده کړو ورسته فارغ او سندونه پرې ووېشل شول.

دامنيه قوماندانۍ دمخابرې او کمپيوټر مديرسمونوال غلام جان نيازي وويل تر دې وړاندې هم په نهه بېلابېلو دورو کې يو سلو شپېته تنو پوليسو په ورته برخو کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي او خپلو قطعاتو ته د دندې په موخه ستانه شوي دي .

نوموړي امنيه قوماندان ته ډاډ ورکړ ،چې دمخابرې او کمپيوټر په برخه کې به دپوليسو دظرفيت لوړولو په موخه لا ډېرې هڅې وکړي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په قرارګاه کې دښځينه پوليسو په ګډون پنځه ديرش تنو ته د ظرفيت د لوړولو په موخه څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو.

دغه څلور ورځنی ورکشاپ د کورنيو چارو وزارت دولسي پوليسو د رياست له لوري دهبيتات ادارې په مرسته جوړ شوی ،چې پکې د يو شمېر ښځينه پوليسو په ګډون پنځه ديرشو تنو برخه اخستې ده .

دغه ورکشاپ دپوليسو د ظرفيت لوړولو ، دخلکو او پوليسو همکارۍ ، او د ولسونو سره دپوليسو دچلند او اړيکو ټنګېښت په موخه جوړ شوی .

د ورکشاپ ګډونوالو ته ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني دخبرو پرمهال په دې خوښي څرګنده کړه ، چې دپوليسو دمسلکي زده کړو او تجهيز په برخه کې ګړندۍ هڅې روانې دي .

نوموړي دورکشاپ ګډونوالو ته لارښوونه وکړه ،چې دورکشاپ له زده کړو او تجربو څخه مثبته ګټه پورته کړي .

دغه راز دکورنيو چارو وزارت دولسي پوليسو رياست دپلان او پاليسۍ مدير سمونوال محمد طيب (نبی زاده) دياد ورکشاپ په ارزښت خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه ، چې په دې برخه کې خپلې هڅې پراخوي.

امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اغا روحاني دپوليسو دريزرف عملياتي قطعې پرسونل ،چې په يو عسکري نظام تر تيب شوي و ليدنه او معاينه وکړه .

امنيه قوماندان ديادې قطعې له منسو بينو مننه وکړه ،چې ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې دخپلو ولسونو او خاورې دساتنې او دفاع په موخه شپه او ورځ هلې ځلې ترسره کوي .

نوموړي ديادې قطعې منسوبينو ته لارښوونه وکړه ،چې خپلې دندې په پوره ميړانه او صداقت ترسره ، له ولسونو سره ښه چلند او ژوند خونديتوب ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي .

ديادې قطعې مسول سمونيار هدايت الله امنيه قوماندان ته ډاډ ورکړ ،چې منسوبين يې مسلکي زده کړه سمبال دي او کولای شي ، چې دامنيت د ټينګښت او ترهګريزو پېښو په مخنيوي کې دپام وړ فعاليتونه ترسره کړي .

د دوو غاصبینو او یو غل په ګډون شپږ تنه ونیول شول .

ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د هسکې مېنې ولسوالۍ په احمد خېلو سيمه کې د پلټنې پر مهال يو شکمن کس نيولی .

بل لورته د جلا ل اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو يو تن د غلا په تور نيولی دی.

په ورته وخت کې د کانال رياست د محافظ ټولي موظفينو دوه تنه د ديارلس بيسوې ځمکې د غصب په تور نيولي دي.

د دور بابا ولسوالۍ پوليسو بيا يو تن له نهه کلچو چرسو سره يو ځای نيولی .

د بهسود ولسوالۍ پوليسو يو تن د نشه يي توکو پرچون پلورنکي لس ګرامه هيروينو سره يو ځای نيولی دی.

د شپږم سمت ماموريت پوليسو په اړونده سيمه کې يو کړۍ د وسايطو ضد ماين ، چې د هېواد او سولې دښمنانو له لوري ځای پر ځای شوی و کشف او لمنځه وړی

له یو کال زیاتې مودې راهیسې په ننګرهار کې د پولیو مثبته پېښه نده ثبت شوې .

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب کاموال وایي د بېلابېلو ادارو او ولسونو سره د ښې همغږۍ او عامه پوهاوي له امله د واکسین د ښه تطبیق په ترڅ کې په دغه ولایت کې د تېرو پنځلس میاشتو راهیسې د پولیو هیڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې.

نوموړي دغه څرګندونې د EOC په اونیزه ناسته کې چې په کې مرستندویه او تطبیق کوونکو ادارو ترڅنګ د عامې روغتیا مسؤلینو ګډون کړی و.

کامه وال وویل د پولیو ناروغۍ د محوې په برخه کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست فعالیتونه په بریالیتوب سره روان دي او همدا علت دی چې تر دې مهاله په ننګرهار ولایت د پولیو کومه مثبته پیښه شتون نلري .

په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه ځنګلونه بیا زرغونیږي .

د ننګرهار کرنې او مالدارې ادارې په چوکاټ کې د GEF اداره پلان لري،چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه تخریب شوي ځنګلونه یو ځل بیا تر کرلو وروسته زرغون کړي .

د دغه ادارې له لورې په همدې موخه د دره نور ولسوالۍ ولسونو ته د ځنګلونو د اهمیت په برخه کې روزنې هم ورکړل شوې.

ټاکل شوې یاده مرستندویه اداره د دره نور ولسوالۍ ولسونو سره د نږدې ۱۲ سوه سون توکو د کارونې وسایلو مرسته وکړي،ترڅو د ځنګلونو په ترڅ کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي .

سږ کال به د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې نږدې ۵ سوه زره نیالګي کینول شي.

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزی وایي سږ کال د کرنې ریاست په چوکاټ کې ۴۵۰ زره مېوه لرونکې،غېرې میوه لرونکې او زینتي نیالګي تولید کړي .

هغه زیاته کړه، یاد نیالګي به د حکومتي ادارو ترڅنګ په عام المنفعه سیمو کې د کینولو په موخه وړیا ورکړي او عامو ولسونو ته به یې په بازار کې دیرش سلنه تر نورو ارزانه ورکړي .

ټاکل شوې ډیر ژر په ننګرهار ولایت کې د نیالګیو کینولو لړۍ پيل شي

د کوټ ولسوالۍ یو شمېر مخورو خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې .

ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د بر سې پای سیمې یو شمیر مخورو د مرغومې په ۲۷مه د ولایت په مقام کې ننګرهار والي سره خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کوټ ولسوالۍ د ولسونو د مېړانې او قربانیو قدرداني او ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، حکومت او په ځآنګړي ډول ولایت مقام به د دغه ولسوالۍ د ولسونو شجاعت هیڅکله هم هیر نکړي.

هغه یادو مخورو څخه وغوښتل چې د ستونزو د حل په موخه پخپلو کې سره لا هم یو موټی شي .

ننګرهار والي د یادو مخورو د یو شمېر ستونزو په حل کې د جدي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت سوداګرو د سپین جومات د چارو د پیل کېدو ژمنه وکړه .

د ننګرهار ولایت سوداګرو ژمنه وکړه،چې د ولایت مقام او څارنوالۍ د رسمي لارښوونو او اجازې وروسته به د یو منظم میکانیزم له مخې د سپين جومات د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړي .

سوداګرو دغه څرګندونې د مرغومې په ۲۷مه د ولایت په مقام کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال وکړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، په جدي ډول هوډ لري، چې د سپين جومات له مودو راهيسې ځنډول شوې چارې پيل کړي او په همدې موخه د څارنوالۍ، ګمرک او نورو ادارو په ګډون د سوداګرو او مدني فعالانو څخه د ځآنګړې همکارۍ هيله لري.

نوموړي وويل، چې د سپين جومات رغنيزې چارې د سوداګرو بوديجې له مخې پر مخ وړل کېدې پلان لري، چې د همدوی د بوديجې له مخې د دوی په صلاحيت دغه چارې يو ځل بيا پرمخ ولاړې شي.

ده وويل، چې که سوداګر لازم وګڼي؛ نو د چارو ښه تر سره کېدو لپاره به د څآرنې په موخه مسلکي کسان ور وپيژني.

ننګرهار والي وويل، چې څارنوالۍ ادارې ته يې دنده ورکړې ترڅو د پخوانۍ بوديجي لګښت معلوم کړي او ګمرک ادارې ته يې لارښوونه کړې ، چې د راټولو شوو او مصرف شوو پيسو په اړه معلومات ورکړي.

د سوداګرو په استازۍ حاجي مصطفی او حاجي ګلمراد ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د سپين جومات جومات د جوړېدو چارې تعقيبوي.

نوموړو وويل،چې ولايت مقام دې د سپين جومات د جوړېدو چارو بيا پيل کېدو په موخه رسمي غوښتنليک د سوداګرۍ خونې ته وسپاري ترڅو د غوښتنليک پر اساس دوی له څارنوالۍ څخه د کار کولو اجازه تر لاسه کړي.

دوی وويل، چې د رسمي غوښتنليک څخه يې موخه په راتلونکې کې د چارو پر وړاندې د ستونزو لمنځه وړل دي.

سوادګرو ژمنه وکړه، چې د دغې چارې څخه وروسته به رسما د سپين جومات جوړيدو چارې پيل کړي

ننګرهار والي ډاډ څرګند کړ، چې د سپين جومات جوړېدو کې به سوداګرو سره په ټولو برخو کې قانوني همکاري تر سره کړي.

One thought on “د ننګرهار د سې شنبې خبرونه”
  1. د بهسود وولسوال باید دخپل ځانه شروع وکړی اول هغه ځمکی چه ده پخپله اودده ورور مسلمیار په غصب نیولی دی هغه باید دولت وسپاری بیا دی دنورو غاصبانو غم وکړی ځکه دا پخپله غاصب دی نود نورو غاصبانو به څه مخه ونیسی

ځواب ورکول امسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *