تاند (جلال اباد) – د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار، د افغانستان د راډېو پخوانی ویاند او مشهور طناز محمد زبیر خاکسار نن ماښام ووژل شو.

ویل کیږي چې ښاغلی خاکسار د یاد ولایت سره رود ولسوالۍ ته تللی وو چې هلته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.‌

محمد زبیر خاکسار د ننګرهار ولایت د لیکوالانو او شاعرانو تر منځ تل د خوښۍ او خوش طبعۍ یو سمبول ګڼل کېده او ټولو ځوانو لیکوالو او شاعرانو به یې ناز اخیسته.‌

د نوموړي د وژنې د خبر په اورېدلو سره د فیس بک د مجازي نړۍ ګڼ شمېر ځوانانو خپل د پروفایل عکسونه د نوموړي په عکسونو باندې اړولي دي. ځوان لیکوال عبدالله سحر په خپل فیس بک د خاکسار په مړینه د څو ثانیو یو کلېپ خپور کړی دی چې په کې ژاړي او ورسره یې لیکلي دي،‌ «حاجي صیب خاکساره پرته له اوښکو درته نوره هیڅ ډالۍ نه لرم !!!.» یو بل ځوان لیکوال او شاعر اکرام الله اکرام وایي،‌ «محمد زبیر خاکسار یو مخلص، خنده رویه او بې کبره انسان وو،‌ ټوکې ټکالې یې عادت وو او زه یې په مرګ سخت خواشینی شوم.»‌

محمد زبیر خاکسار د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ کې زېږېدلی وو چې په سیمه کې د ښوونځي د زده کړو له تعقیبولو څخه وروسته د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی وو.‌ وروسته یې د افغانستان راډېو او تلوېزیون کې بېلابېلې خپرونې په ځانګړې توګه طنزیه خپرونې وړاندې کولې.

په افغانستان کې د نژدې څلورو لسیزو جنګ د ځوانو افراطیونو د نوي نسل په لاس په وسله کېدلو سره د وحشت داسې یوه پړاو ته داخل شوی دی چې له توپیرڅخه پرته په کې وژنې کېږي.‌

3 thoughts on “د ننګرهار د والي سلاکار او مشهور طناز محمدزبیر خاکسار ووژل شو”
  1. پر پيښور دپاچاخان پوهنتون باندي حمله او پر خاکسار صاحب باندي حمله ديوې کړۍ کار دئ هغه آيس آئ دئ روح دي ښاد وي جنت فردوس دي په نسيب سي دښمنان دي آلله (ج)دي نابود لري آمين

  2. دخدای ج له دربارخخه محمدزبیرخاکسارته جنت فردوس اوبازمانده گانوته ئی صبرجمیل غوشتنه کوم دده مرینه داهیوادته یوه لوی خایع ده الله تعالی دی وبخشی اوداکاردهمسایه گانودغلامانوکاردی خدای تعالی ج ددوی تباه کری

  3. { چې پيداشوې تاژړل ، خلکو خنداکړه ،،، داسې مړشه چې ته خاندې ، خلک ژاړي } خاکساره ! ته خدایبخښلئ پاک شهید ېې ، شهادت دې مبارک شه ، ته د تورې اوقلم خاوند وې ، ستا موسکا به ډېرخفه زړونو ته خندا بخښله خو افسوس چې د دښمن سپووخوړلې ، او دمنحوس تورلست څخه چې په ټول افغانستان کې دسرسړي نه پريدي یوبل نامي نوم کم شو

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *