د جلال اباد لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولسونو ته وروپیژندل شو.
د جلال اباد ښار لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال ریاض الله درمل د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت ولسونو ته وروپیژندل شو او رسماً يې په خپله دنده پیل وکړ.
د پيژندنې په پار د وري په ۱۶ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د جوړو شوو مراسمو پرمهال د ملي او ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو، د ګذر وکیلانو اود بېلا بېلو بنیسټونو استازو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منکل نوي ټاکل شوي ښاروال ته د مبارکۍ ورکړې ترڅنګ وویل، دولتي چوکۍ او مسئولیت یو ستر امانت دی او هغه څوک بریالی شخص ګڼل کیدای شي، چې لدې ازموینې بریالی راووځي.
نوموړي زیاته کړه له کډوالۍ راستنې شويو کورنیو ډیری په جلال اباد ښار کې میشت شوي، چې له امله يې په ښار کې د نفوس د زیاتوالي او بې نظمۍ سبب ګرځیدلي.
هغه همداراز وویل، چې د ښاروالۍ کارکوونکو ترڅنګ ښاریان هم سترمسئولیت لري، چې په ښار کې د بې نظمۍ مخنیوي او پاکۍ په برخه کې پوره همکاري وکړي.
ننګرهار والي نوي ټاکل شوي ښار وال ته د یادې ادارې په بېلا بېلو برخو کې د اصلاحاتو سپارښتنه وکړه او هم يې په قانوني چارو کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سیمه یزو اګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین روح الله نیازي او د ښار جوړونې وزارت معین حامد جلیل نوي ټاکل شوي ښاروال ته د عوایدو په زیاتیدو، فساد مخنیوي او ځینو نورو برخو کې د اصلاحاتو سپارښتنې وکړې.
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د ښاروالۍ ادارې له لوري په بېلا بېلو برخو کې په ورکړل شوو قراردادونو نیوکه وکړه او له نوي ټاکل شوي ښاروال څخه يې په یاده برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
دغه راز د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار وویل د هیواد جوړولو په برخه کې سپيڅلي احساس ته اړتیا ده او هر ټاکل شوی مسئول باید د پاکې ارادې له مخې خپلو ولسونو ته خدمت وکړي.
د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو اتحاديې مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب او ګڼ شمیر نورو نوي ټاکل شوي ښاروال ته د بې نظمۍ په مخنیوي، پاکۍ او د عوایدو په زیاتیدو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د جلال اباد لپاره نوي ټاکل شوي ښاروال رياض الله درمل وویل، چې د ازادې سيالۍ او د شفاف پروسیجر له مخې د ښاروال په توګه په دنده وګمارل شو.
نوموړي زیاته کړه د جلال اباد ښار د هر اړخیز پرمختګ او ښاریانو ته د سهولتونو برابرولو په برخه کې ځانګړې طرحه او پلان يې جوړ کړی، چې په پلي کیدو کې يې د ښاریانو او بېلا بېلو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جلال اباد نوي ټاکل شوي ښاروال ولسونو ته د عوایدو د زیاتوالي، د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ د فاصلې ختمول او په اداره کې د فساد له منځه وړلو ډاډ ورکړ.

بهسودو کې د ملخانو افت څخه خلاصون په موخه د غنمو پر فصلونو درمل وکارول شول
ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د ملخانو افت څخه د خلاصون په موخه د غنمو پر فصلونو درمل وکارول شول.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئیس رفيع الله رحيمزي وويل، چې بهسودو ولسوالۍ کې ملخانو د غنمو پر فصلونو حمله کړې وه، چې له امله يې فصلونه سخت زيان سره مخ و.
نوموړي زياته کړه، چې بزګرانو ورته د ياد افت خبر ورکړ او سمدستي د دغه افت لمنځه وړلو او کنترول لپاره د غنمو پر فصلونو حشره وژونکي محلول وکارول.
ده بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو ولسواليو کې د فصلونو هرډول افت لمنځه وړلو لپاره د دوی د ترويج مديريت پوره چمتووالی لري.
د دوو ماينونو لمنځه وړلو ترڅنګ درې تنه ونيول شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې پولیسو د ګزمې پر مهال دوه د وسايطو ضد خود سازه ماينونه مخکې له چاودنې کشف او لمنځه يوړل.
د یو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې پولیسو يو تن د نشه يي توکو پلور، يو تن د جنګ او بل د خلکو تهديدولو په تور نيولي، چې تر پوښتنو لاندې دي.

د وسله والو طالبانو دښاري شبکې مهم غړی ونيول شو
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مهم غړی، چې د نورو جرمونو ترڅنګ د دولتي کار کوونکو ترورو لپاره چمتو شوی و ونيول شو.
د معلوماتو له مخې نيول شوی وسله وال طالب شاهدالله نوميږي او په امين مشهور دی، چې د خوږياڼو ولسوالۍ د پيره خيلو سيمې اوسيدونکی دی.
شاهد الله اعتراف کړی، چې د وسله والو طالبانو قومندان حمزه تر مشرۍ لاندې يې په بېلابېلو سيمو کې تخريبي او تروريستي کړنې تر سره کولې.
نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال يې د وسله والو طالبانو ښاري شبکه کې دنده درلوده او د د دولتي کار کوونکو ترور لپاره چمتو شوی و.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د وسله والو طالبانو درې کسيز ګروپ، چې په ګڼو قتلونو کې يې لاس درلود ونيول شول.
دوه داعش وسله وال ووژل شول او يو موټر بم لمنځه يوړل شو
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ غلام ډاګ او سيد علي چينې سيمو کې تېره ورځ ګډو کورنيو ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه داعش وسله وال وژل شوي او يو کرولا ډوله موټر چې چاوديدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و لمنځه يوړل شو.
د معلوماتو له مخې داعش وسله والو پلان درلود، چې په جلال اباد ښار کې په يوې مهمې ادارې موټر بم چاودنه رامنځته کړي؛ خو موخې ته ونه رسيدل او موټر بم لمنځه يوړل شو.
د دغه عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو يو سراچه ډوله موټر، دوه راکټ اندازه او دوه ميله کلاشنکوفونه هم ترلاسه کړي دي.

په بهسودو کې زده کوونکو ته حقوقي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار ولایت عدليې رياست د عامه پوهاوي څانګې له لوري بهسودو ولسوالۍ کې د محمدي صاحبزاده لېسې زده کوونکو ته د حقوقو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د يادې ادارې مسئولين وايي، چې له دغه عامه پوهاوي څخه يې موخه داده، څو لوستي ځوانان په خپلو حقونو وپوهوي او په ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د دوی په وينا دغه لوستي ځوانان به حقوقي موضوعات د خپلو کورنيو غړو او نورو دوستانو سره شريک کړي او په دې توګه به يوه ښه ټولنه رامنځته شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت قاضی القضات او د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم دننګرهار استيناف محکمې له مشرتابه او قضاتو سره د ويډوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
دغه ويډيوي کنفرانس ، چې وري په ۱۵مه له غرمې وروسته ترسره شو پرمهال يې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت قاضي القضات او دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم، د ننګرهار استيناف محکمې مشرتابه او دقضايه قوې ټولو منسوبينو ته د دغه ويډيوي ازمايښتي کنفرانس مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې په راتلوونکي کې به دقضايه قوې ټولو منسوبينو ستونزې نېغ په نېغه د ويډيوي کنفرانس له لارې دحل په موخه واوري.
دغه راز د ويډيوي کنفرانس پرمهال دننګرهار اسيتناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په قضايه قوه کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت قاضي القضات او دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم ، دسترې محکمې عالي شورا غړو او نورو مسولينو هڅې وستايلې او له ولايتونو سره دويډيوي کنفرانس دسيستم په فعاليدو يې خوښي وښوده اودا يې ارزښتمند، مثبت او پرځای اقدام ياد کړ.
قاضي زاده وويل، چې دويډيوي کنفرانس پرمټ کولای شو، چې نېغ په نېغه له کوم ځنډ او خنډ پرته ستونزو ته پروخت رسيدګي وکړو او په اړوند برخو کې لازم هدايت واخلو .
دننګرهار استيناف محکمې رئيس دافغانستان اسلامي جمهوري دولت قاضي القضات او دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم په قضايی چارو کې دښې اصلاح ، داوسنيو شرايطو له غوښتنې سره سم دقانون واکمنۍ ، عدالت تامين او اداري فساد سره دواقعي مبارزې له امله مننه وکړه ، چې په وينا يې دقضا په منصب او دقضاوت چارې يې لوړ او عالي مقام ته رسولي ، په ملي او نړېواله کچه يې دقضا اعتماد او باور پيدا کړی ، چې په دې برخه کې يې دلازياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
يادونې ده ، چې دلومړي ځل لپاره دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم او سترې محکمې عالي شورا له لوري دننګرهار اسيتناف محکمې مشرتابه او قضاتو سره ويډيوي کنفرانس ترسره شو.

په پنځلس جريبه ځمکه کې کوکنار لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت شينوارو او خوږياڼو زون په ۱۴ ولسواليو کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين پیل شو، چې د کمپاين په لومړۍ ورځ سره رود او لعلپورې ولسواليو کې ۱۵ جريبه ځمکه کې کوکنار لمنځه يوړل شول.
د دغه کمپاين پر مهال د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رئیس محمد ادريس ساپي، د لعلپورې، اچين، غني خېلو او يو شمېر نورو ولسواليو ولسوالانو او امنيه قومندانانو ګډون کړی و.
د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رئیس ادريس ساپي وويل، چې دغه کمپاين به د شینوارو او خوږياڼو په ۱۴ ولسواليو کې پرمخ يوړل شي، چې په ترڅ کې به يې ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار لمنځه يوړل شي.
نوموړي وويل، چې کمپاين يې د سره رود او لعلپوې ولسوالۍ څخه پیل کړی، چې په لومړۍ ورځ يې په يادو دوو ولسواليو کې ۱۵ جريبه ځمکه کې کوکنار لمنځه يوړل.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې ولسونه او قومي مشران ور سره په دغه کمپاين کې همغږي لري او په ټولو سيمو کې به په بريا سره پرمخ يوړل شي.

One thought on “د ننګرهار د پنچشنبې خبرونه”
  1. hundeeds of children on the streets saleing bags/asking for help/walk in the city.this is first worst problem in jalal abad city.
    children need to schools/some youngs need to classes for work programs.
    push cars in the middle of streets,
    .streets must clear for traffic from vendoors.poverty is in high leavel/
    but must help with real needy and poor immigrant from pakistan
    more population is concentrated in JABD CITY,government must pay
    attention.need for place/supply and need for work program.
    kuner river projects and dams for electricity can find some jobs,
    exactly government do not pay attention for nangarhaar.
    ALL NANGARHAR MEMBERS IN PARLIAMENTS AND PROVINCIAL SHURWA ARE FULL IN CORRUPTION/
    BECOME MILLIONAIRE,
    HAJIQADEER FAMILY WAS GARDENERS /THEY SOLD SPINAGE/CARROTS/EGGPLANTS,NOW HAJIZAHEER NOUN EDUCATED ARE MILLIONAIRE/SAME THING YASEENI/FARIDOON/ALL MUJAHIDEEN LEADERS.LOOK TO EKHSANULLAH NOBODY ASKING HE BECOME
    MILLIONAIRE FROM NANGARHAR BORDER TAX……..

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *