د شاوخوا ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۱ نوي جوماتونه جوړ او ۲۲ نور ترمیم شول .
په ننګرهار ولایت کې د حج او اوقافو ریاست له لوري د ښار جوړونې ادارې په تخنیکي همکارۍ د شاوخوا ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۱ نوي جوماتونه جوړ او ۲۲ نور ترمیم شول،چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
په همدې موخه د بهسودو ولسوالۍ د بې نیګاه سیمې په نوي جوړ شوي جومات کې جوړو شوو مراسمو ته سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د حج او اوقافو ادارې له لورې د ښار جوړونې ریاست په تخنیکي همکارۍ ۲۱ نوي جوماتونه جوړ او د ۲۲ نورو د ترمیم چارې ترسره شوې .
نوموړي زیاته کړه،یاد جوماتونه یې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او ترمیم کړي،چې د لس زرو په شاوخوا کې د لمونځ کوونکي د ځای پر ځای کېدو ظرفیت لري .
د ننګرهار حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني وویل،د شاوخوا ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۱ جوماتونه جوړ کړي او د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یې د ۲۲ نورو مسجدونو د ترمیم چارې بشپړې کړي .
هغه زیاته کړه،د ټولو جوماتونو د ترمیم چارې د حج او اوقافو وزارت له بودیجې ترسره شوي؛ خو د نویو جوماتونو په جوړولو کې ورسره مرستندویه ادارو هم همکاري کړې ده .د حج او اوقافو رئیس په راتلوونکې کې د نورو جوماتونو د نویو جوړولو او ترمیم کولو ژمنې ترڅنګ پر خلکو غږ وکړ، چې د جوړ شوو جوماتونو څخه د لمانځه د ادا کولو او خپلو اولادونو باندې د دیني زده کړو ترسره کولو په موخه ګټه واخلي .د ننګرهار د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حيدري وویل، د ټولو جوړ شوو جوماتونو تخنیکي چارې د دوی له لورې په شفاف او مسلکي ډول څارل شوي او ډاډ یې ورکړ،چې په راتلوونکې کې به د کمپلکس په شکل نور جوماتونه جوړ کړي،خو د خلکو څخه یې د زیاتې ځمکې د ورکړې غوښتنه وکړه.د جوماتونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کانال رئیس انجینر غلام حضرت عبدالرحیمزي،د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس وجيح الرحمن شینواري،د غني خېلو او مومندرې ولسوالانو،قومي مشر حاجي حیات خان،د ختیځ زون د علماؤ شورا رئیس او غړو یې او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولايت د کرنې رياست مسئولينو له لوري په بهسودو ولسوالۍ کې د نيالګيو کېنولو کمپاين د حضرت ابوبکر صديق لېسه کې د څو نيالګيو په کينولو سره پيل شو.
په همدې موخه د جوړو شويو مراسمو پر مهال د کرنې رئيس رفيع الله رحيمزي وويل، چې د بهسودو ولسوالۍ د حضرت ابوبکر صديق په لېسه کې کوم نيالګي کښېنول کيږي د افغان ايډ موسسې له لوري برابر شوی دي.
رحيمزي د يادې لېسې زده کوونکو ته د وينا پر مهال د شنو ونو او نيالګيو پر ګټو خبرې وکړې، چې په وينا يې کومه سيمه، چې سرسبزه وي هوا او چاپيريال يې ښکلی وي.
په ننګرهار کې د افغان ايډ موسسې مسئول محمد صديق خير خوا وويل، چې دوی په پلان کې لري سږ کال په بهسودو ولسوالۍ کې شپيته زره غير ميوه لرونکي نيالګي د دې سيمې اوسيدونکو ته په وړيا ډول ورکړي.
هغه د ښوونځي له زده کوونکو او د سيمې له اوسيدونکو غوښتنه وکړه ،چې د کينول شوو نيالګيو ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي
د اوږدو څڼو درلودونکی صدام ونیول شو.
ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ملي امنیت مؤظفینو د اوږدو څڼو درلودونکی وسله وال مخالف صدام،چې مشهور په خالد دی،ژوندی نیولی .نوموړې په سرحدي سیمو کې له نورو ترهګرو سره یو ځای تروریستي فعالیتونه ترسره کول،چې د فعالیت پر مهال د ملي امنیت زړور منسوبینو له لورې ژوندی ونیول شو.نیول شوي وسله وال مخالف صدام پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې،چې په امنیتي پوستو،ښوونځیو، روغتونونو او نورو عامه ځآیونو یې بریدونه ترسره کړي .
دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ هم د ملي امنیت مؤظفینو په ننګرهار کې یو تن انسان تښتوونکی د ښځو په چادریو کې نیولی وو.
د ننګرهار اقتصاد رياست په مشرۍ د ۱۳۹۸ مالي کال د پرمختيايي پلان جوړونې فرعي کميټې غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه چې داقتصاد رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د ولايتي شورا غړي سهراب قادري سربيره د بيلابيلو ادارو استازو پکي ګډون کړی و ، چې د خپلو اړوندو ادارو د ۱۳۹۸ مالي کال پرامختيايي پلانونه يې د پلان جوړونې فرعي کمېټې ته وړاندي کړل.د مسولينو په وينا ياد پرامختيايي پلانونه يې د ننګرهار ولايت ټولو ولسواليو په نظر کې نيولو سره ترتيب کړي او د اړتيا په اساس يې پکې د پروژو تطبيق ته لومړيتوب او وروسته والی ورکړی.افغانيار وايي، چې د ننګرهار د ډيری ادارو پرمختيايي پلانونه په معياري بڼه چمتو شوي ، چې له همدي امله د کميټې د تائيد وړ او يو شمير يې چې تخنيکي ستونزې يې درلودې اړوندو ادارو ته استول شوې چې د درې ورځو په موده کې ستونزې حل او بيرته يې اقتصاد رياست ته وسپاري .دنوموړي په خبره له دې وروسته ياد پلانونه په ولايت مقام کې مالي کميټې ته هم وړاندي کيږي.د ولايتي شورا غړي سهراب قادري د مسئولينو له لوري چمتو شوي پلانونه د ننګرهار ولسونو له اړتياوو سره سم ياد کړل او له مرکز څخه يې د يادو پرمختيايي پلانونو د منظورۍ غوښتنه وکړه.
په جلا ل باد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ټولنې پرمختيايي شوراګانو باندې د ثبت تصديق پاڼې وويشل شوې .
د تصديق پاڼو د ويش په موخه جوړو شويو مراسمو کې د جلال آباد سرپرست ښاروال انجنير حکيم الدين عمرخېل د يادو شوراګانو استازو ته وويل، چې ولسي تړون يو ملي پروګرام دی چې له مخې به يې ښار او کلي سره وتړل شي .
د ښاروال په وينا دولــت تل پــه هېواد کــې د پراختيــا ، اقتصــادي ، ټولنيــزې اوفرهنګــي ودې د ژمنې د تحقــق پــه موخه هڅــې کړي ، چې له مخې يې هېواد والوته د ښه ژوند زمينه برابره شوې ده.
نوموړي وويل، چې د ولسي تړون په نوم ملي پروګرام پــه ښــومعيارونو او ارزښــتونو سره دوام لــري چــې دښــارونو او کليــو پــه يوځــای کولــو سره په بېلا بېلو برخو کې د خلکــو اقتصــادي بنســټ غښــتلي کــوي.
د ولسي تړون ملي پروګرام ولايتي واحد مشر فقير فيضي په جلال آباد ښار کې د ياد پروګرام په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې ويې ويل چې دغه پروګرام به ښارونو او کليو ته نوې ښکلا ور وبخښي.
د غونډې په پای کې د ټولنې پرمختيايي شوراګانو باندې د ثبت تصديق پاڼې وويشل شوې .

خوږياڼو ولسوالۍ ته د غير خوراکي توکو مرسته ولېږل شوه
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښونه د کليو پراختيا رياست له لوري د خوږياڼو بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې په موخه يادې ولسوالۍ ته د غير خوراکي توکو مرسته ولېږل شوه.
د کليو او پراختيا رئیس مجيب الرحمن ضياء وويل، چې په دغه مرسته کې ۱۵ سوه کمپلې، ۳ سوه خېمې، ۳۷۵ ترپالونه، ۳۷۵ د اوبو سطلونه، د اشپز خانې سامان او روغتيايي کيټونه شامل دي.
دغه مرسته به په هغو کورنيو وويشل شي، چې په ياده ولسوالۍ کې له خپلو اصلي ځايونو بې ځايه شوي او کليو پراختيا رياست د سروې له مخې مستحق ګڼل شوي.
په ګوشتې کې د ځوانانو يووالي او زده کړو ته د لېوالتيا په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوال ځوانانو سره د دوی د يووالي او زده کړو ته د لېواله کولو په موخه غونډه وکړه.
د دغه غونډې پر مهال د ګوشتې ولسوال شېر شاه حسيني له ځوانانو وغوښتل، چې خپلمنځي يووالی وساتي او د پرديو دسيسو ښکار نشي.
نوموړي ځوانان زده کړو ته وهڅول ورته يې سپارښتنه وکړه، چې هڅه وکړي، څو خپلې لوړې زده کړې بشپړې او هېواد ته خدمت وکړي.
ده له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې په خپله سيمه کې دې د ټولنيزو ستونزو په حل کې قومي مشرانو سره همکاري وکړي.
ولسوال له ځوانانو مننه وکړه، چې حکومت سره يې د قانون په تطبيق کې همکارې کړې او ورڅخه يې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ځوانانو د ګوشتې له ولسوال مننه وکړه، چې د دوی د يووالي او پرمختګ په موخه يې غونډه جوړه کړې او ورته يې لازمې سپارښتنې وکړې.
دوی وويل، چې هڅه کوي خپلمنځي اړيکې لا غښتلې او د ټولنې د پرمختګ په موخه کار وکړي.
ځوانانو ډاډ څرګند کړ، چې د پخوا په څېر به حکومت سره همکاري کوي او د خپلې سيمې ساتنې او پرمختګ کې به مسئولينو سره شپه او ورځ هلې ځلې تر سره کړي.
په پای کې يو شمېر فعال ځوانان د ګوشتې ولسوال له لوري په ستاينليکونو وستايل شول.

One thought on “د ننګرهار د چهارشنبې خبرونه”
  1. hundeerds of children are in jalalabad city in the streets ,need to attends to the schools,
    BASICALLY THE FIRST ELEMENT OF SOCIETY IS SCHOOLS,
    IF WE DO NOT PAY ATTENTION TO THIS ISSUE,IN THE FEATURE
    MAJORITY OF OUR NEXT GENERATION SHOULD BE UNEDUCATED AND
    ADDICTIVE WITH DRUGS.
    NANGARHAR PROVINCIAL COMMUNITY MEMBERS NEED TO PAY ATTENTION AND FIND PUBLIC SCHOOLS FOR POOR CHILDRENS.
    ALSO MANY SCHOOLS ARE NEED TO BUILDING AND OTHER NECESSARY SUPPLY,THANK YOU

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *