۲۳/۴/۱۳۹۵

د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري په ياده لوا کې د جوړې شوې غونډې پرمهال دسرحدي پوليسو هغه هڅې ، چې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې يې دولسونو دامنيت خونديتوب په موخه ترسره کړې وې وستايلې

په ياده غونډه کې دلومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سربېره دلومړي نمبر سرحدي لوا درستيزوال سمنوال محمد ايوب حسين خېل ، اداري مرستيال او نورو ګډون کړی و
په غونډه کې دلومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري په خبرو کې دسرحدي لوا د پرسونل هڅې ، چې دکوچني اختر په ورځو کې يې دولسونو دامنيت خونديتوب په موخه ترسره کړې وې وستايلې
شينواري وويل سرحدي پوليس په اسلامي او افغاني روحيه سمبال دي او ددې وړتيا لري ، چې هر وخت دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي
دغه راز دسرحدي قواو په وړانديز او دکورنيو چارو وزارت په منظورۍ دلومړي نمبر سرحدي لوا اداري مرستيال سميع الرحمن مومند د سمونمل له رتبې څخه دسمونوال رتبې ته ، دچټک غبرګون قعطې دپېژند امر شاه اغا دلوموړي څارنۍ نه دڅارمنۍ او سنګر مومند دلومړي ساتنمنۍ نه دويم څارنۍ رتبې ته ترفيع وکړه

———————————

د کوټ ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د امنيت ټينګښت په موخه امنيتي مسوولينو سره ناسته ترسره کړه

۲۳/۴/۱۳۹۵
دغه ناسته ،چې په کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوه پکې د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمد جان درياب ، دکوټ ولسوال سيدالرحمن مومند ، امنيني مسوولينو او قومي مشرانو ګډون کړی و
د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمدجان درياب د کوټ ولسوالۍ د ولسونو هڅې وستايلې ،چې په خبره يې تل يې د دوښمن په ځپلو کې امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده
نوموي په ياده ولسوالۍ کې د شاهين اتلس په نوم روان عمليات ګټور ياد کړل ،چې په وينا يې تردې دمه پکې سلګونه داعش وسله وال وژل شوي دي
د کوټ ولسوال سيد الرحمن مومند په ياده ولسوالۍ کې د ميشتو امنيتي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ وستايلې او په دې يې خوښي ښکاره کړه ، چې افغان امنيتي ځواکونو په پوره همغږۍ سره دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی
قومي مشرانو هم د روانو عملياتو پر مهال له ولسونو سره د امنيتي ځواکونو چال چلند ښه ياد کړ ، چې په خبره يې تل يې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته خاصه پاملرنه کړې ده
په پای کې د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمد جان درياب دکوټ ولسوالۍ اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ ، چې دژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به له خپلې خاروې او خلکو دفاع وکړي

———————————————-

د ننګرهار ترافيکو مديريت مسؤلين وايي:د بې پلېټه،باقي او د تورو ښيښولرونکو موټرو پروړاندې يې پراخ کمپاين پيل کړی

۲۳/۴/۱۳۹۵
د ترافيکو مدير سمونوال سيدحميدالله سادات وايي: په ښار کې د ترافيکي نظم د پلي کولو او د والي په مشرۍ د نظامي شورا د پریکړې له مخې په ښار کې دهغو موټرو پروړاندې جدي کمپاين پيل کړی چې پليټ ونلري او يايې ښيښې تورې وي
سادات وايي:د سې شنبې په ورځ يې تر څلوېښت زرو افغانيو پورې سرغړوني موټر چلوونکي جريمه کړي او په لسګونو موټرو تورې ښيښې يې سپينې کړي
د ترافيکو دعمومي مدير په ويناد ښار په ټولو واټونو او څلور لارو کې يې لاهم کمپاين روان دی او تر هغې به دوام وکړي،څو يې يو بشپړ ترافيکي نظم نه وي جوړکړی
سادات پر هغو کورنيو غږ وکړ چې خپلو هغو اولادونو ته دموټر چلولو اجازه ورنکړي چې له ترافيکي اوصولو نا خبره وي او له احتمالي پېښو د رامنځ ته کېدو ترڅنګ بې نظمي هم رامنځ ته کوي

—————————————————-

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ښوونکو دروزنې څانګه پرانستل شوه

۲۳/۴/۱۳۹۵
د ګوشتې ولسوالۍ په عبدالحمید مومند لیسه کی په جوړو شوو مراسمو کې د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات، دولایتي شورا غړي افتخار مومند ، دننګرهار د عالي دارالمعلمین ریس مولوي محمد داود ابراهیم خیل ، دګوشتې ولسوال شیرشا او قومي مشر ملک عبدالکریم خان خبرې وکړې او په یاده ولسوالۍ کی د دارالمعلمین د ملاتړې څانګې پرانستل يې د وخت اړتیا وبلله
وینا والو په خپلو ویناو کې وویل: چې یاده څانګه به د ښوونکو د پوهې دکچې او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې اغیزمنه تمامه شي
همدا رنګه په یاده څانګه کې پر ښوونکو سربیره د دولسمو ټولګیو فارغې انجونې هم زده کړې کولای شي
د ګوشتې ولسوالۍ د دارلمعلمین څانګه ، چې څلور استادان او اداري او خدماتي پرسونل هم لری په دوه څانګو ساینس او ریاضي کې به زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږي
دیادونې وړ ده ، چې دا مهال د ننګرهار په پنځلسو ولسوالیو کې د دارالمعلمین ملاتړې څانګې فعالیت کوي
انځور ارشیف څخه

——————————————

وحیدالله پوپلزی د ننګرهار بریښنا د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپیژندل شو

۲۳/۴/۱۳۹۵
پدې موخه د ننګرها ر بریښنا ریاست کې غونډه جوړه شوې وه ، چې پکې د ولایت مرستیال سربیره د ولایتي شورا غړو ، د بیلابیلو ادارو ریسانو او مدني فعالانو ګډون کړی و
د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د پخواني ریس محب الرحمن مومند د بریښنا په برخه کې د کړو خدمتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه ، چې په وینا یې له نغلو څخه راغلې بریښنا یې په جلال اباد ښاریانو په عادلانه توګه وویشله او هم یې د تخنیکي ستونزې د پیدا کیدو په صورت کې یادې سیمې ته خپله ځان رساوه
ګردیوال د بریښنا نوي ریس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او هم یې ورڅخه غوښتنه وکړه ، چې کومې سیمې د بریښنا له پوښښ پاتې دي بريښنا د ورکړې زمینه دې ورته برابره کړي
دغه راز د ولایتي شورا مرستیال ډاکترلعل محمد دوراني پدې ولایت کې د بریښنا په تړاو یو لړ ستونزې په ګوته کړې او په حل کې یې له نوي رئیس څخه د پاملرنې هیله وکړه
د بريښنانوي رئیس وحیدالله پوپلزي ژمنه وکړه ، چې د دې ولایت ولسونو ته به د یومنظم پلان له مخې د بریښنا زیاتیدو ته کارکوي او هم به د بریښنا پورونه له پوروړو راټولوي

—————————————–

د څلور بهرنیانو په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

۲۳/۴/۱۳۹۵
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په سنګیاني او سره غونډۍ سیمه کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او څوارلس نور ټپیان شول، همدا راز د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي مرمۍ د لګیدو له امله پر یو کور کې دولس کلن ماشوم هم شهید شوی دی
همدا راز د امنیتي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه تللي
په ترسره شوو بریدونو کې امنیتي منسوبینو ته کم زیان نه دی اوښتی

———————————————–

دولس داعش وسله وال ووژل شول

۲۳/۴/۱۳۹۵
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د هوایي برید له امله دولس داعشیان ووژل شول
دغه برید نن د چنګاښ په ۲۳مه سهار نږدې اته بجې ترسره شوی،چې په ترڅ کې د داعشیانو یو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي
په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی

————————————-

 داعشیانو راډیو دستګاه لمنځه یوړل شوه

۲۳/۴/۱۳۹۵
ننګرهار ولایت، اچین ولسوالۍ د مامند درې په خروه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش وسله والو بله راډیو دستګاه هم لمنځه یوړل شوه
دغه برید نن د چنګاښ په ۲۳مه له غرمې مخکې په یاده سیمه کې ترسره شوی دی
تر دې وړاندې هم څو ځله د داعشیانو له لورې فعالې شوې راډیویي دستګاوې لمنځه وړل شوي دي
لومړني معلومات ښایي چې د یاد برید په ترڅ کې د داعش یو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي،چې وروسته به کره معلومات شریک شي

————————–

د هسکې مینې ولسوالۍ ولسونه د قومي جوړښت له مخې د امنیت په ساتلو کې همکاري کوي

۲۳/۴/۱۳۹۵
ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د درې قومونو جهادي او قومي مشرانو ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې د قومي جوړښت له مخې د ولسوالۍ په امنیت ساتلو کې بشپړه همکاري کوي
یادو مشرانو چې د چنګاښ په ۲۳مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته درلوده، وویل: دوی ژمن دي،چې د خپلې ولسوالۍ امنيت ساتلو په موخه د وسله وال پوځ بشپړ ملاتړ وکړي
مشرانو ډاډ ورکړ،چې د ولسوالۍ د درې قومونو ۵۲ کسیزه شورا پر حالاتو کې د خپل نظام ملاتړ کوي او د وسله والو مخالفینو د ځپلو او په هسکه مینه ولسوالۍ کې د امنیت خوندیتوب په موخه د خپلو منسوبینو په خوا کې دي
ننګرهار والي سليم خان کندوزي د هسکې مېنې ولسوالۍ د خلکو مننه وکړه، چې د خپلې سيمې د امنيت ساتنې په موخه یې دوه پنځوس کسيزه قومي شورا جوړه کړې
نوموړي قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې خپل اولادونه د دښمن له ليکو را وباسي او د خپلو پلرونو په څېر د قومي پرېکړو له مخې د خپل نظام بشپړ ملاتړ وکړي،ترڅو په یاده ولسوالۍ کې امنیت تامین او ثبات ته زمینه برابره شي
ننګرهار والي یادو مشرانو سره د یو شمېر نورو غوښتنو په پلي کولو کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه

———————————

ننګرهار کې د لوی عامه کتابتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۳/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شاوخوا اتلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لوی عامه کتابتون د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه
په دغه مراسمو کې د ننګرهار والي، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالانو، ولایتي شورا مرستیال، رئیسانو ، جلال اباد ښاروال،دیني عالمانو، سوداګرو او ګڼ شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه وکړه،چې د ننګرهار د فرهنګپال ولس شاوخوا پنخلس کلنې غوښتنې ته یې ځواب ووې او د یاد وزارت د نږدې اتلس میلیونه افغانیو په لګښت یې د یو لوی عامه کتابتون د جوړولو چارې پیل کړې
نوموړي زیاته کړه، یاد کتابتون به په شاوخوا اتلس نیم سوه متره مربع سیمه کې د دوو کلونو په ترڅ کې جوړ شي،چې د مطالعې صالون، انلاین کتابتونو ترڅنګ به په کې علمي او مسلکي کتابونه شتون ولري
هغه د جوړونکي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې چارې په مسلکي او شفاف ډول ترسره کړي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري او مالي معین زردشت شمس د خپلو خبرو پر مهال وویل: د ننګرهار والي، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او فرهنګپاله ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د یاد وزارت د ژمنې له مخې د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د عامه کتابتون د جوړولو چارې پیل شوې
نوموړي زیاته کړه، هڅه به وکړي،چې یاد کتابتون کې د سیانسي،دیني، ادبي او نورو مسلکي علومو کتابونه پیدا او د ځوانانو لپاره یې د مطالعې په موخه ځآی پر ځآی کړي

د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ د بیا جوړونې چارې پیل کیږي

۲۳/۴/۱۳۹۵
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین وایي د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سراج العمارت تاريخي ودانۍ د بيا رغونې په موخه بودیجه منظور کړې او د جوړولو په موخه یې داوطلبۍ ته وړاندې کړیده
دغه کتنه، چې د چنګاښ په درويشتمه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د ننګرهار والي سربيره د اطلاعاتو کلتور مالي او اداري معين، د اطلاعاتو کلتور رييس او د ولايتي شورا يو شمېر غړو ګډون درلود
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې له مرکز څخه يو پلاوی د غازي امان الله خان د مزار رغولو په موخه ننګرهار ته راغلی و، چې سروې يې تر سره کړه؛ خو تر دې دمه يې عملي چارې ندي پيل کړي
ده د اطلاعاتو او کلتور له معين څخه وغوښتل، چې د غازي امان الله خان مزار د بیا رغولو چارې ګړندۍ کړي
د اطلاعاتو کلتور وزارت مالي او اداري معين زردشت شمس وويل، چې د غازي امان خان مزار د جوړونې چارې د اطلاعاتو کلتور او ښار جوړونې وزارتونه پر غاړه لري او ډاډ يې څرګند کړ، چې ډېر ژر به د دغه مزار د رغاونې چارې پيل کړي

——————————-

د داعش رآډیویي دستګاه ویجاړه او د بهرنیانو په ګډون ۲۶ داعشیان ووژل شول

۲۳/۴/۱۳
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په خروه، لنډۍ او کوچیانو غونډیو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعشیانو راډیویي دستګاه ویجاړه او د څوارلس بهرنیانو په ګدون ۲۶ داعشیان ووژل شول
په وژل شوو کسانو کې څلور تاجکستاني او لس نور د پاکستان د اورکزۍ ایجنسۍ سیمې اوسیدونکي دي
دغه بریدونه نن د چنګاښ په ۲۳مه سهار په بېلابېلو وختونو کې ترسره شوي،چې په ترڅ کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي

2 thoughts on “د ننګرهار د چهارشنبې د ورځې خبرونه”
  1. سلام،
    زه پوه نه شوم چې سړی څنګه تاسې ته د خپراوي لپاره لیکنه پرېږدي؟

ځواب ورکول مبارز ځیرمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *