سلاکار وزیر او ننګرهار والي په مشرۍ لوړ پوړو مشرانو هغه سرتېري ونازول،چې پچیراګام ولسوالۍ یې د داعش په قبرستان بدله کړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د ۲۰۱ سیلاب قول اردو او ننګرهار امنیه قوماندانانو،ملي امنیت رئیس،د سرحدي پولیسو درستیزوال،ولایتي شورا منشي او ګڼ شمېر نور د لیندۍ په ۱۳مه پچیراګام ولسوالۍ وروستیو سرحدي سیمو کې هغه میړني امنیتي منسوبین ونازول،چې د داعشیانو په وژنه یې یاده ولسوالۍ د دوی له حضور څخه په بشپړ ډول پاکه کړه .

دغه لوړ پوړي مشران لومړی په اګام سیمه کې د سرحدي پولیسو بېز ته ولاړل او په یاده سیمه کې یې هغه مېړنې امنیتي منسوبینو څخه ستاینه او نازونه وکړه،چې د توپچي په بریدونو یې داعش ګوډ او مات کړ.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د توپچې قطعې منسوبنیو ته په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش ځپلو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،تاسې د خپلو بریدونو په ترڅ کې پر داعشیانو رڼا ورځې تورې شپې ګرځولې وې او په هغو سیمو کې چې دوی به مقاومت کوه،ستاسې له امله یې جسدونه په سیمه کې پاتي شول.

یاد مسؤلین وروسته د پچیراګام ولسوالۍ وروستيو سرحدي سیمو چې د هارون بابا په نوم یادیږي،د یو لوی کاروان په ملتیا سفر وکړ او په یاده سیمه کې یې د پوستو لپاره د ځآیونونو په نښه کولو ترڅنګ د خپلو میړنو سرتېرو ستاینه او نازونه وکړه .

محمد جعفر د ملي اردو یو له هغه منسوبینو څخه دی،چې د هارون بابا په سیمه کې د داعش ځپلو په موخه په عملیاتو کې ونډه اخیستې وه .

هغه وویل : (( په مرګ شهید په ژوند غازي ـ زه د ملي اردو پوځي،ډاډ ورکوم،چې داعش به د افغانستان له پاکې خاورې څخه په بشپړ ډول ورکوو . ))

د ولسونو استازي هم د ملي امنیتي قواو د جګړې خوښ دي او تائیدوي،چې په پچیراګام ولسوالۍ کې ترسره شوي عملیات په بریالیتوب پرمخ ولاړ دي .

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل،ډاډمن دی،چې نور به یادو سیمو ته داعش رانشي،ځکه په ښه توګه د امنیتي منسوبینو له لورې ځپل شوي دي .

د جګړې قهرمان سرتيري د پچیراګام په هارون بابا سیمه کې په هغه دنګو غرونو چې د دوی د مېړانې له امله پرې د خوږ وطن بېراغ رپانده و،د خپلو مسؤلینو سره د خوښۍ له امله انځورونه اخلي او د مېړانې نارې کوي .

د پچیراګام ولسوالۍ قومي مشر ملک کمین د داعش له ظلمونو او د ملي امنیتي قواو د مېړانې څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، داعش په بې رحمه ډول د دوی ماشومان،مېرمنې او نور په شهادت ورسول،څاروې،کورونه او باغونه یې ورته لمنځه یوړل .

ملک تور هم د پچیراګام ولسوالۍ بل قومي مشر دی،هغه وایي،داعش ورباندې ډیری ظلمونه وکړل، تر پنځوس تنو پورې یې د دوی ماشومان،مېرمنې او لویان شهیدان کړي،کورونه یې ورته سوزولي .

هغه خوښ دی،چې د وسله وال پوځ د مېړانې له امله یو ځل بیا خپلو سیمو کې په هوسا ډول ژوند کولو ته زمینه برابروي .

د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا رئیس ارکان ډګروال محمد جان سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته د داعش د ظلمونو څخه یادونه او د ملي امنیتي قواو د کلک هوډ او عزم څخه ډاډ ورکړ.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو درستیزوال محمد ایوب حسین خیل وویل،پلان لري،چې پچیراګام ولسوالۍ او نورو سیمو ته د داعش د راتګ ټولې سرحدي لارې د دوی پرمخ وتړي .

د ملي امنیت رئیس برید جنرال داد محمد حریفي وویل،په پچیراګام ولسوالۍ کې پنځه سوه تنه پاڅون کوونکي جذب شوي او د دوی هر ډول تجهیزات او اکمالات به د دوی لخوا ترسره شي .

ننګرهار امنیه قوماندان سید ګل اقا روحاني هم د خپلو خبرو پر مهال ډاډ څرګند کړ،چې د پچیراګام ولسوالۍ د امنیت د تامین په موخه بریالي او غوره پلانونه لري.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټولو منسوبینو او ولایتي شورا منشي څخه مننه وکړه،چې پچیراګام ولسوالۍ وروستۍ سیمو ته یې له نوموړي سره د امنیتي منسوبینو د ستاینې او نازونې په موخه سفر وکړ.

هغه د امنیتي ځواکونو د بریا او داعش ځپلو له امله د ننګرهار ټولو ولسونو ته مبارکي ورکړه او د داعش د ظلمونو له امله یې ملکي وګړو ته په اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو باندې خواشیني څرګنده کړه .

نوموړي زیاته کړه،پچیراګام ولسوالۍ ته به ژر سکتوري رئیسان او ځآنګړی پلاوی را ولیږي،ترڅو تخریب شوي کورنه او نور زیانونه د مرستو د ورکړې په موخه معلوم کړي او همدا راز په یاده ولسوالیو کې پخپلو برخو کې مرستې ترسره شي.

ننګرهار والي وویل، د یادې جګړې پر مهال سلګونه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د دغه نښتو پر مهال پنځه امنیتي منسوبین شهیدان او شل نور ټپیان شوي هم دي .

د دغه سفر پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي له لورې برابرې شوې نغدي ډالۍ،ستاینلیکونه او تقدیر نامې هم د مسؤلینو له لورې افسرانو،ساتنمنانو او سرتېرو ته ورکړل شوې .

ننګرهار والي په دغه ولايت کې د سوداګريزو چارو پراختيا او همغږۍ غوښتنه وکړه.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ليندۍ په ۱۴ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د افغان جرمن پيوستون مرستندويه ادارې مسئول الياس عمر څخه د سوداګريزو چارو پراختيا او همغږۍ غوښتنه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار ولي محمد ګلاب منګل د افغان جرمن پيوستون مرستندويه ادارې مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار سوداګرو سره يې د المان او په ننګرهار کې د سوداګرو ترمنځ د اړيکو ټينګولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو د تګ راتګ او د سوداګريزو اړیکو په موخه دې ولايت ته سفر کړی.

ننګرهار والي وويل، چې په ننګرهار کې له هره پلوه سوداګرۍ لپاره زمينه برابره ده او دوه لوی صنعتي پارکونه سوداګرو لپاره جوړ شويدي.

نوموړي له المان څخه راغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې جرمني ته د ويزو اخيستنې او همدا راز يو مهم ښار د ننګرهار ولایت سره د هوکړه لیک له مخې په هره برخه کې مرستې وکړي.

د افغان جرمن پیوستون مرستندويه ادارې مسئول الياس عمر وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر موخه د ننګرهار سوداګرو د خصوصي سکتور پراختيا برخه کې اړيکو ټينګول او همدا راز په راتلونکو څو ورځو کې په جرمني کې د سوداګرۍ په برخه کې کنفرانس ته بلنه ده.

دوی وویل، چې هڅه مو داده ترڅو د ننګرهار سوداګر د المان سوداګرو سره خپلې تجربې شريکې او د ننګرهار تولیداتو کچه لوړه او جرمني ته د صادرولو زمينه برابره کړي.

د سوداګرۍ ادارې رئيس شېر عالم امله وال، سوداګرۍ خونې په استازۍ ډاکتر مخلص، حاجي ګلمراد او انجينر محمد قاسم د خبرو پر مهال له ننګرهار والي مننه وکړه، چې دوی ته یې په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړو د افغان جرمن له موسسې مسئول څخه غوښتنه وکړه،چې په ننګرهار کې د سوداګرۍ لپاره ښه زمينه برابره، د المان سوداګر دې په ننګرهار کې پانګونه وکړي او همدار از يې ترې وغوښتل، چې د صنعت پراختيا په موخه دې تخنيکي وسايل، د ظرفيت لوړونې او المان هېواد ته د ويزې د ورکړې زمينه برابره کړي.

د افغان جرمن پيوستون مرستندويه موسسې مسئول الياس عمر ژمنه وکړه، چې د ولايتي ادارې او سوداګرو غوښتنې او پيشنهادونه به د خپلو مسئولينو سره شريکې او دې ولايت ته به د مزار شريف په څېر پاملرنه وکړي.

ولایت مقام او ولایتي شورا د ستونزو د حل په موخه پنځلس ورځنۍ ګډې کاري غونډي پیل کوي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په ۱۴مه د ولایتي شورا رئیس او غړو سره د لومړنۍ عمومي ناستې په ترڅ کې پرېکړه وکړه،چې د بېلابېلو ستونزو د حل په موخه به هر پنځلس ورځې وروسته کاري غونډې ترسره کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د دغه ولایت د ولسونو ستونزو د حل او نورو موضوعاتو د ښې څېړنې په موخه به له دې وروسته د هر پنځلس ورځو په موده کې د ولایت مقام او ولایتي شورا ترمنځ ګډې کاري غونډې ترسره کړي .

نوموړي زیاته کړه، ولایتي شورا سره د ښې همغږۍ له مخې به له دې وروسته په امنیتي،پراختیایي او نورو مهمو غونډو کې د دغه شورا مشرتابه پلاوی ګډون ولري .

د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت وویل،په وروستیو کې له کډوالۍ را ستانه شوې کورنۍ اکثریت په جلال اباد ښار کې میشت کیږي،چې د دغه ستونزې د حل په موخه باید ولایت مقام خپل تدابیر ونیسي .

نوموړي زیاته کړه،ولایت مقام او اړونده ادارې باید داخلي بې ځایه شوو کورنیو بېلابېلو ستونزو ته هم د حل لازمې لارې چارې ومومي .

حضرت همدا راز غوښتنه وکړه،چې ټولې ادارې دې یو کلن پراختیايي پلان له وړاندې ولایتي شورا سره شریک کړي،ترڅو د ټولو پروژو څخه خبر ولري او په اړه یې پخپله برخه کې اقدامات ترسره کړي .

د بهسودو پل چارو وروستیو کولو،امنیتي ستونزو حل او اداري فساد مخنیوي برخه کې هم د ولایتي شورا رئیس د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني غوښتنه وکړه،چې ټولې ادارې دې د راتلوونکي پلان ترڅنګ د ترسره شوو فعالیتونو په اړه هم ولایتي شورا معلومات شریک کړي .

نوموړي د ګمارنې په برخه کې ولایتي شورا ته د څآر په برخه کې د ځآنګړي پاملرنې او ولایت مقام سره د لیدنو پر مهال د وخت په ورکړه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د دغه ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې ټولې ادارې به د نوي کال پراختیایي پلان او د ترسره شوو فعالیتونو په اړه د ولایتي شورا غړو ته معلومات ورکړي .

د دغه ناستې په ترڅ کې مسؤلینو د برېښنا ادارې اړوند او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وکړ.

د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه په ولسوالیو کې د نظامي شوراګانو د لا زیاتو فعالولو لارښوونه وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نظامي شورا په ناسته کې امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د ولسوالیو د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه په ولسوالیو کې د ولسوالانو په مشرۍ نظامي شوراګانې لا فعاله کړي .

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیندۍ په ۱۴مه جوړه شوې وه،په ترڅ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په پچیراګام ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ترسره شوو بریالیو عملیاتو څخه ستاینه او مننه وکړه .

نوموړي همدا راز امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې په پچیراګام ولسوالۍ کې ژر تر ژره پوستو کې سرتېرې ځای پر ځای کړي،ترڅو عملیاتي ځواکونه د داعش ځپلو په موخه لا نور هم عملیاتو ته دوام ورکړي .

د دغه ناستې په ترڅ کې ننګرهار والي په شینوارو ولسوالیو کې د هغه پاڅوون کوونکو چې ډیر ژر به د سرحدي پولیسو په لیکو کې جذب شي،هم خبرې اترې وکړې .

ښاغلي منګل د پاڅوون کوونکو قهرمانۍ وستایلې،دوی ته یې نغدي انعامات ورکړل او ډاډ یې ورکړ،چې د دوی ستونزو ته به د حل لازمې لارې چارې موندل کیږي او په ټولو قانوني چارو کې به ورسره همکار ووسي .

ننګرهار والي امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،چې د جلال اباد ښار امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او همدا راز یې ورته د ښاري نظم کمیسون سره د مرستې او همکارۍ لارښوونه وکړه .

د دغه ناستې په ترڅ کې امنیتي منسوبینو پخپلو برخو کې ترسره شوي فعالیتونه، لاسته راوړنې او ستونزې سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د حل په موخه شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ،چې د خپلو دندو پر مهال د امنیت تامین په موخه جدي هلي ځلي وکړي .

دوه تنه داعش وسله وال ووژل شو

د ننګرهار اچين ولسوالۍ مامند سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه تنه داعش وسله وال، چې د اورکزو اوسيدونکي و ووژل شول.

د دغه بريد پر مهال ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

دوه تنه ۳۰ کيلو ګرامه تاریاکو سره ونيول شول

د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ درونټې سيمه کې پوليسو د پلټنې پر مهال په يو مټيز ډوله موټر کې له دوو کسانو سره ۳۰ کيلو ګرامه تارياک نيولي.

د معلوماتو له مخې يادو کسانو دغه تارياک له لغمان ولايت څخه د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ ته لېږدول.

څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

د ننګرهار سره رود او جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د داعش او دوه تنه د القاعدې غړي ژوندي نيولي دي.

د معلوماتو له مخې نيول شوي کسان د لوګر او کونړ ولايتونو دي، چې د وسله والو مخالفينو دوو ډلو داعش او القاعدې سره کار کوي.

د ننګرهار طبي علومو انستيتوت امر ډاکټر حبيب الله فرومن د عامې روغتيا وزارت له لوري په ستاينليک وستايل شو.

ددې ستاينليک د ورکړې پر مهال د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني وويل: په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو سيستم په پلي کېدو سره مسوولين لا خپلو دندو ته ځير کيږي او د ښه خدمت جوګه ګرځي .

په جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتيارياست ډاکټرانو ، دطبي علومو انستيتوت استادانو او د خصوصي سکتور يو شمېر استازو ګډون کړی و.

وينا والو د ننګرهار طبي علومو انستيتوت امر ډاکټر حبيب الله فرومن ترسره کړي فعاليتونه وستايل.

2 thoughts on “د ننګرهار د یکشنبې خبرونه”
  1. Hi
    Kamawal Raaz M. khan wrora salam; Wrrandizoonah de kha diy, xo
    Dagha English dee laj sahih aw right-spelling sara waleeka
    plz.
    You are writing from N.Y.!, I thought that you are living in pokistain!Hahaha.
    excuse me & good night!

    sta wror dr. safpi la Belgium saxa!

ځواب ورکول Dr. Sapfi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *