زبیر خاکسار

ژوند وفا نه لري ، ژوند نیمګړی نیمه خوا دی، ژوند زحمت دی ، ژوند زېړی مازیګری دی، ژوند یوه نیمګړې سندره ده ، یو نیمګړی ارمان دی ، ژوند یوه نیمګړې ټپه ده چې لا پر شونډو بشپړه شوې نه ده ، خواږه خواږه یاران یوله بله بېلوي، ژوند نیمګړی سفر دی.

نه پوهېږم خبره له کوم ځایه را واخلم ؟، له ژونده څومره ګیلې وکړم ؟، ژوند خو له مانه زما مټ واخیست ، ژوند خو زه نیمګړی کړمه ، ژوند خو زه د بیابانونو مزله ته یوازې پرېښودم او پر مرګ یې له مانه زما د سترګو تور واخیست ، مرګ زما د مټو زور او دجلال کوټ شور یې واخیست .

سترګې چاته واړومه ، چاته دا زخمي زړه وښییمه ، چاته فریادي سینه ورښکاره کړمه ، له چا سره وژاړمه، چاته ور غاړې وځم ، چاته مې د سوي زړه حال ووایم، زما د رازونو او زما د بنډارونو بل مشال تت شو ، هغه خوش نوا بلبل ته چا رانجه ورکړل ، چې غږ یې ویده زړونه ویښول ، زما د جلالکوټ شور شهید شو ، زما خاکسار ورور له مانه بې مخه ښې لاړ.

ویل به یې : ګوره ته خو دادی راته وایې کنه ، چې په هیڅ شي نه ارزې ، خو په خدای قسم په مرګ کې به مې نور نه لږ تر لږه درې ورځې له کاره ووځې . خو زه بد نصیبه ددې لایق نه شومه چې د خپل ګران دوست دغه ارمان پوره کړم ، هغه ما بې مخه ښې لاړ ، هره شېبه مې اوس دده یادونه په زړه را اوري ، اوس زه یم ، دده تصویرونه دي او اوښکې ، ای کاش چې زه پوهېدلی چې دی به له ما رخصت اخلي ، نو مابه هیڅ ځورولی نه وای ، ما به دی په بڼو ګرځولی وای ، خو بس څه وکړم ، اوس یې یادونه افسانې ښکاري ، اوس مې هم باور نه راځي چې زما دوست له مانه د تل لپاه رخصت اخیستی ، هغه خو له ما ډېر خپه شوی ، په نه خبره سره ورا شوي یو ، بېرته سره په نه خبره جوړ شوي یو ، ویل به یې : ازمونیه زه دې پېژنم .

خو کله به یې د ټلیفون پر لیکه راته کړلې : حاجي صیب ! څنګه یې ؟

ما به ورته وویل : زبیر جانه ! زه ښه یم ، ته څنګه یې ؟

– ښه ګوره یو خدمت خو وکه .

– وایه د څه خدمت ؟

– مړه داځل خو په دې کرښه کې ولیکه چې د ننګرهار معارف غرق او تباه شو ، خیر دی زما له خوا یې ولیکه ، ثواب لري ګوره .

بیابه یې راته وویل : ګوره ډاکټر اشرف غني ویلي و ، چې خاکسارارګ ته راوله ، نو اوس خو مې وروله ، زه خو د چا برخه نه خورم .

مابه ورته وویل : زبیر جانه ! اوس اشرف غني هغه د دارالامان اشرف غني نه دی ، چې ما به وروستې، اوس هغه پاچا دی او زه او ته ملنګان ، هلته اوس ډېر خلک پیدا شوي دي ، ما او تا څوک نه ورپرېږدي، بیا به هم زه کوشش وکړم .

ویل به یې : ته خو یو کوشش وکړه ، ستا په مخ کې یې ماسره وعده کړې وه .

دده دا ارمان هم پوره نه شو ، نو ځکه ژوند نیمګړی نیمه خوا دی .

د خاکسار بلا خبرې، بلا کیسې راسره دي ، ځانګړي اصطلاحات یې زموږ د مجلس نقل وو ، خدای پاک عجبه استعداد ورکړی و ، د حاضر جوابۍ استعداد ، د سمدستي تشبیه جوړولو استعداد ، جرئت .

جلال اباد په خاکسار ښایسته و ، جلال اباد ته خاکسار شور ورکړی و ، یوځل هم چې چا لیدلی ، نو دده پر مجلس یې زړه بایللی دی .

ماته به ملګرو ویل: په دې شرط جلال اباد ته درځو چې خاکسار به راته راغواړې .

خاکسار به ویل: زه چاته رسېږم نه ، ته ځوانیمرګ مې له یوې خوا ګاونډی یې ، بل پلو مې استاد ، بې له تا راباندې په جلال اباد کې شپه نه سبا کېږي ، ته مې ځوروې هم ، زه خدای سپک کړم او تا سپک کړم ، خو بس یو له بله مو چاره نه کېږي .

خاکسار یو هنر پال شخصیت و ، د قلم له خاوندانو سره یې خواخوږي او پراخه ناسته ولاړه لرله ، د هنرمند په مرګ به یې نیمې غوښې اوبه کېدې ،هنرمند ته یې ګدايي کوله ، پوښتنه ، ګدنه یې کوله ، پروګرامونه به یې پرې جوړول، ماته به یې ویل : داسې ورځ به راشي چې په ما هم څوک وژاړي ؟

مابه ورته وویل : څوک دې په بلا وهي .

ده به راته وویل : کم بخته په دا نیمو شپو به څوک درسره وګرځي ، موسکی به شو ، هیڅ خبره به پرې بده نه لګېدله .

مابه ورته کله ناکله ویله: خاکساره ډېر بدرنګ یې ،ویل به یې دومره خو نه لکه ….

زما مور مړه وه ، ما دده ګرېوان ته اوښکې توی کړې ، پلار مې مړ و ، دده پر اوږه مې سر کېښود او ښه مې ورسره وژړل ، اوس دده غم او مرګ له چاسره وژاړم ، د چا پر اوږه سر کېږدم ، چې دده په مړینه دا خپل زړه سپک کړم .

خاکسار زما د شعرونو اورېدونکی ملګری و ، راته به یې ویل : ځوانیمرګه ښه شعرونه دې لیکل ، امریکا غږ له کاره وویستې.

نیمه شپه به راغی او راته به یې ویل : کتابچه را واخله ، نوي څه دې لیکلي او که نه ؟

دابه یې راته ډېر ویل : هسې ازمون صیب ! که زه نه یم ، ته به څه کوې ؟ او ګوره که خدای مه کړه که ته نه یې ، نو زه خو ګومان نه کوم که ژوندی پاتې شم .

زه په سفر روان وم ، نیمه شپه مې دده د مرګ خبر تر غوږ شو ، ټوکې مې ګڼلې ، ما ویل خاکسار او مرګ !

خو خبر هغه وخت یقیني شوه چې یو دوست راته پر ټلیفون وویل: ته یې مه باوروه ، خو زه دادی دده د جسد سرته ولاړ یم .

تر نیمې شپې مې دده د مرګ خبرونه اورېدل، خاکسار ټوله شپه راسره خبرې کولې، هغه ځانګړي اصطلاحات او خاصې دعاګانې یې راته یادېدلې ، هیڅ ګومان مې نه کېده چې دی به مړ وي ، ټول شپه دده له یادونو سره ویښ پاتې شوم ، خو چې دده زېړبخنه څېره مې ولیده ، پوه شوم چې ژوند له چا سره یاري نه کوي او تر قیامته څوک نه پالي.

خاکسار یو خاص ټیپ لاره ، با سلیقه سړی و ، ښکلې جامې یې لرلې ، په ځان به یې ډېر پام کاوه ، پاک ګرځېده ، هسکه شمله به راووت ، ویل به یې : شینواري تاسې یاستئ ، خو دروزه مو زه ګرځوم .

له خاکسار سره ډېر خلک ژوندي و ، مړه هنرمندان هم دده له برکته ژوندي وو ، مجلسونه پرې ښایسته و ، ناروغانو ته نیمه شفا وه ، مرګي رانه ډېر ارزانه واخیست .

زه به دده ډېرې خاطرې چې له ماسره ژوندۍ دي ، یوه یوه لیکم ، ګورم چې له ماسره به ژوند څومره یاري کوي ، چې زه دده د خاطرو دېوان بشپړ کړم .

استاد شپون به راته ویل : وه هلکه ! هغه له خاکسار سره یوه مرکه وکه ، عجبه سپینې سپینې خبرې کوي ، دی په شاړو کې یو سړی دی .

خپلې خبرې دده په یوې خاطرې پای ته رسوم چې پر ۱۳۸۱ لمریز کال استاد شپون ننګرهار ته راغلی و ، موږ ټول په درونټه کې د یو ملګري مېلمانه وو ، نو استاد شپون نه یوچا پوښتنه وکړه : استاده ! ته اوس څه کارکوې ؟

استاد ورته وویل : وخت دی تېرېږي ، زه یو وخت د پوهنتون استاد وم ، بیا امریکې غږ راډیو ته راغلم ، اوس له ډېره مجبوریته خاکسار سره ګرځم .

خاکسار ورته په کټ کټ وخندل او ویې ویل : استاده ! از بد اش توبه .

زه خپل احساسات نه شم قابو کولای ، دده پر مړینه چې څومره دردېدلی یم ، دهغه اظهارهم نه شم کولی ، ځان او کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړم .

دده مړینې زه پر ملا مات کړم، خاکسار دمرګ سړی نه و، خاکسار یوژوندی او انسان پال سړی و.

پر ګوریې انوار، ارواه یې خوښه

ازمون

تهران، ۱۳۹۴،۱۱،۱۰

3 thoughts on “د ننګرهار شور یتیم شو، د طنز پاچا مړ شو!/ پوهندوی لال پاچا ازمون”
  1. الله تعالی دې د خاکسار صاحب شهادت قبول وګرځوي، کورنۍ ، تاسو او د ژبې ، فرهنګ شعر او ادب لارويانو ته دزړه صبر غواړم.
    رب دې ازمون صاحب! تاسو ژوندي لري، الله د ې دخاکسار قاتلين تبا او برباد کړي

  2. په زړه مې ډېرڅه دي چې وېې ليکم خولاسونه مې ریږدي ، لیونئ زړه راته وايي چې په چيغو چيغو وژاړه ، بس دومره به وليکم ! خاکساره ، دجنتونو سردارشې ، ماپه ټول ژوند کې ستا پشان مينه پال شخصيت نه ووليدلئ روح دې آرام اوسه ، په مخه دې ښه

  3. الله تعالی دی دخاکسار صاحب شهادت قبول کری خاکسار صیب په ریښتیا دافغانانو اوپه خاصه ډول دپښتو دملا تیروه خو ناځوانه مرګی په دیره ارزانه رانه واخست پاک ربالعذال دی دخاکسار صیب کورنی اوخصوصا”دمشریقی شریفو خلکوته صبرالجمیل ورکری او الله تعالی دی ظالم ته سزا ورکری چی په داسی گل باندی یی خزان راوست .روح دی ارام اوسه

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *