تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د ترویج کمپاین په زور او شور روان دی، خو ښاریان شکایت کوي چې صرافانو د دغه کمپاین د پراختیا مخه نیولې ده.

په جلال اباد کې د افغانیو د ترویج په مخه کې لوی خنډ د افغانیو وړو بانکنوټونو کمښت ښودل کیده، خو وړمه ورځ د ننګرهار ولایتي ادارې او د افغانستان بانک په ګډه وویل چې جلال اباد ښار ته یې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ رسولې دي تر څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

ولایتي ادارې وویل، نږدې ۲۰۰ میلیونه وړې افغانۍ یې دوکاندارانو او صرافانو ته ورکړې دي، خو نن بیا په ښار کې له دې کبله لاریونونه راوتلي چې خلک وایي، صرافان ورته د کلدارې په افغانیو نه بدلوي.

معترضان وایي، صرافان میده افغانۍ پټوي او یا د ۲۱۰۰ کلدارو په بدل کې مشتریانو ته زر افغانۍ یا له دې څخه هم کمې افغانۍ ورکوي.

ځایي خبریال الله داد مومند لیکي: ((زه همدا اوس له صرافۍ راغلم، له خلکو مې وپوښتل چې دوی ولې دوکانونه تړلي، افغانۍ نشته، که کومه بله مساله ده؟ دوی ویل افغانۍ ورسره شته، پټې یې کړې، دوی نه غواړي چې په افغانیو راکړه ورکړه وشي.))

هدایت الله عادل لیکي: (( والي صیب کاملاً خپل صداقت وښوده، داچې دلته په لویه کچه مافیا موجوده ده او پر هغوی حتی د ولسمشر زور نه هم نه رسیږي. ولس هم دا ځل پوره صداقت وښوده خو صراف چې د تورو پیسو مور ده ولاکه ترې دا موضوع حل شي.))

عبدالله حسرت بیا لیکي: ((دا خلک افغانۍ غواړي خو صرافانو دوکانونه وتړل او وايي افغانۍ نه لري. که د ولس جذبه دا ځل تته شوه، بيا به څوک د افغانيو پر چلښت بريالي نه شي. پرون يې زموږ مخکې صرافانو ته ميليونونه وړې افغانۍ ورکړې؛ خو نن صرافي له افغانيو تشه ده.))

جان اغا بهار لیا لیکلي: ((د افغانیو د ترویج د مخنیوی پر وړاندې، شعوري او غیرې شعوري هڅې لوی خیانت دی. لطفاً په خپل هویت او خپلې کرنسۍ ورحمیږئ، د خپلو شهیدو افغانانو په اراوو رحم وکړئ. مدیریتې ستونزې به وي، د میده پیسو کمښت به وي؛ خو په ټوله کې پروسه ښه روانه ده، د ولسونو انګیزه او د کلدارو مقابل کې رامنځته شوې کرکه لویه حماسه ده. قدر دانی یې وکړئ، لا یې وهڅوئ. دا ډول لیکل څه معنی چې وایو:
” د کلدارو بندښت سره د یو لیتر تیلو بیه ۷۰ ــ ۸۰ افغانیو ته پورته شوه، په داسې حال کې چې في لیتر په ۴۹ ــ ۵۰ افغانۍ دي” ظلم مه کوئ. اخر ستاسې تاوان څه دی؟))

بلخوا د ننګرهار یو صراف د نوم نه اخیستلو په شرط وایی، د جلال اباد صرافۍ ځینې مشران د پاکستان له قونسلګرۍ سره نږدې اړیکې پالي او نه غواړي چې افغانۍ ترویج شي.
سرچینه وایي، تیره ورځ د یو شمیر صرافانو ناسته شوې او لارښوونه پکې شوې د افغانیو بازار له خنډ سره مخ کړای شي.

سرچینه وایي، په دې ناسته کې صرافانو ته لالچ ورکول شوی چې په دې کار سره به دوی د کلدارو او افعانیو په تبادله کې لکونه روپۍ ګټه وکړي، خو په وینا یې چې اصلي خبره د پاکستان د قونسلکرۍ د غوښتنو د پوره کیدلو ده چې له ځینو مشرانو صرافانو یې کړې دي.

بلخوا د ننګرهار ولایتي اداره ستونزې مني خو وایي، نوي نرخونه یې ټاکلي دي او که کوم صراف ناغیړي کوي پولیسو ته دې خبر ورکړي.

د ننګرهار والي وایي، د کلدارو په تبادله او د افغانیو په ترویج کې هر ډول ناغیړي خیانت دی او ولس باید له حکومت سره په دې برخه کې ملاتړ وکړي.

6 thoughts on “د ننګرهار صرافان، د پاکستان د قونسلګرۍ په فرمایش د افغانیو د چلند مخه نیسي”
  1. نن ښاغلی ولسمشر د ننګرهار والی ته هدایت ورکړ چه د ملی امنیت کسان د صرافی بازار ته خصوصی ولیږی، تر څو هغه کسان وپیژنی چه قانون او ملی ګټو ته سپکاوی کوی.

    د سپکاوی په صورت کی به په صراف دکان او دصرافی پیشه یا کارو بار د تل لپاره بند وی ، او هم به صراف عدلی او قظایی چارو ته معرفی کیږی.

  2. کله چی صرافان دا ډول کار کوی او امنیتی اداری هم ورباندی خبر وی نو بیا لدی ډول صرافانو سره پنځم مذهب پکار دی ځکه دوی د دښمن سفارت امر ته غاړه ږدی مګر خپل ولس او هیواد سره خیانت کوی باید څارنوالی او ملی امنیت ددی ډول صرافانو او کسانو او مافیایی ډلو په وړاندی جدی ګام پورته کړی

    ولسمشر باید دداسی خلکو په وړاندی جدی امر ورکړی کچیری ځان تیر باسی نو ولس کی پیدا شوی احساس به په صفر کی ضرب شی نو بیا چارواکو ته هم نده پکار ټیټه رتبه کسانو باندی فشار راوړی ځکه چی ولسمشر یی خبره نه منی او ملتیا یی نه کوی او دوی په وړاندی یو قونسلګری یا سفارت هم خنډونه جوړوی او صرافان د خپل شخصی ګټو په خاطر له ولس او هیواد سره خیانت کوی او شته چارواکی ورته ګوری چی کچیری صرافان او قونسلګری اصلاح شی

    بد پیر سره بد مذهبی جوړیږی او کږی خوله په سوک سمیږی

  3. پاکستان د ګړنګ پر غاړه

    اکستان اوس مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. له یوې خوا پرې د پورونو امبار پروت دی له بلې خوا یې نړۍ ته د صادراتو مارکېټ په بد وضعیت کې دی.

    له دې سره سره دا دی اوس د افغانستان په هغو سرحدي ولایتونو کې چې پاکستانۍ کلدارې په کې چلښت درلود د بندېدو په حال کې ده که په ننګرهار ، خوست ، کونړ ، لغمان ، کندهار ، زابل، روزګان، هلمند ، پکتیا ، او پکتیکا کې د پاکستانۍ کلدارو چلښت په مکمل ډول بند شي نو د کلدارې ارزښت به خورا کم شي او په دې توګه به پاکستان ته په اقتصادي برخه کې موږ لویه ضربه رسولې وي.

    ددې تر څنګ پاکستان پرته له افغانستان له نورو داسې هېوادونو سره ګډې پولې لري چې تقریباً په ځان بسیه دي او د پاکستان د صادراتو کچه یا ورته خورا کمه ده او یا هم بېخي صفر ده .

    اوس مهال د پاکستان د صادراتو لپاره یوازېنی د پام وړ هېواد افغانستان دی
    او دې وختونو کې داسې رېپوټونه تر سترګو شوي افغانستان ته هم له پاکستان څخه واردات نیږدې ۵۰ % سلنه کم شوي

    که افغان دولت هڅه وکړي او د تجارانو لپاره له نورو هېوادونو سره د پاکستان بدیلې لارې ډېرې پرانیزي نو تجاران به په ډېرې خوښۍ او لېوالتیا سره خپل واردات د پاکستان په ځان له نورو ګاونډیو هېوادونو پیل کړي او په دې ډول به د پاکستان د اقتصاد بازار ته یوه بله درنه څپېړه ورکړي
    پاکستان څه د پاسه څلوېښت کاله موږ په ترورېزم وځلو.

    خو اوس وخت ددې دی چې موږ ورته په اقتصادي مارکېټ کې ماته او ځواب ورکړو
    په اوس کې چې هر څومره له پاکستان څخه زموږ د وارداتو کچه کمیږي هغومره پاکستان اقتصادي انزوا ته ځي چې دا کار یې موږ ته خورا ګټه لري .

    که پاکستان له دې زیات د اقتصاد له خراب وضعیت سره مخ شي نو فوج او د ISI اداره به یې کمزورې شي .

    د ملت له سختو غبرګونونو سره به مخ شي او په دې توګه به قرار قرار یا خو بېخي له مېنځه لاړ شي او یا به هم په یوه کمزوري هېواد بدل شي

  4. ګلبدین حکمتیارد افغانیو د رایج کولو مخالفت وکړ

    د حزب اسلامي مشر او تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د افغانیو له دودولو سره مخالفت وکړ.

    ګلبدین حکمتیار په یوه اعلامیه کې ویلي چې، اوسني افغاني بانک نوټونه جعلي دي او په کار ده چې، افغان ملت ترې ځان وساتي.

    پر حکمتیار له دې وړاندې هم خلکو نیوکه درلوده چې، دی د پاکستان لاسپوڅی دی او په افغانستان کې د پرمختګ کلک مخالف دی.

    ګلبدین حکمتیار په اعلامیه کې د افغانیو بانک نوټونو له کارولو او ساتلو افغانان منعه کړي دي.

    هغه په اعلامیه کې افغان ولس ته ویلي چې، په راکړه ورکړه کې دې د سعودي ریال، پاکستانیو کلدارو، ایراني تومن او دغه راز له ډالرو ګټه پورته کړي.

    د ګلبدین حکمتیار له لوري په خپره شوې اعلامیه کې چې، په دري ژبه خپره شوې په ۳ ماده کې ویل شوي: (( افغاني ټول بانک نوټونه ټول جعلي او بې اساسه دي، هر نوی حکومت چې، رامنځته کیږي دا بانک نوټونه به ټول له منځه وړي، او نوي افغاني بانک نوټونه به وړاندې کوي، او په دې صورت کې به هغه کسان چې، له ځانه سره اوسني بانک نوټونه ساتي زیان وګوري.))

    د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیا په اعلامیه کې زیاته کړې چې، افغانان دې افغاني کرنسۍ پر ځای بهرنۍ پيسې په بانکونو او یا هم په شخصي ډول وساتي.

    نوموړی داسې مهال په هېواد کې د افغانیو پيسو د دودولو مخالفت کوي چې، دمګړۍ په ټول هېواد کې د پاکستانیو کلدارو لمنه په ټولېدو ده او دا لړۍ ډيره چټکه او زبردسته روانه ده.

    حکمتیار له دې وړاندې په هېواد کې د موقت حکومت غوښتنه هم په ځلونو کړې او خلکو یې مخالفت کړی.

    د ده پلویان هم له ده څخه ورځ تر بلې کډه کوي او وایي، دی تل د هېواد پر ضد پردیو ته کار کوي، او د افغانستان د پرمختګ مخالفت کوي.

    ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې له دې وړاندې هم داسې کومه کارنامه نه لري چې، خلک یې په کلکه ملاتړ وکړي او یاهم دی پرې ښه یاد شي.

    دی په افغاني ټولنه کې د افغان وژونکي او افغاني خاوري مخالف او خرابوونکي په نوم یادیږي او خلک ترې کرکه کوي.

    کلونه وړاندې نوموړی له افغان دولت سره په مخالفت کې واقع وو او حکومت ته به یې ګواښونه کول او د پاکستان حکومت ملاتړ به یې کاوه.

    افغان حکومت سره یې له سولې وروسته خلکو هیله لرله چې، حکمتیار به فکري بدل شوی وي او د افغان ملت خیر به غواړي خو اوس لیدل کیږي چې، نوموړی بیا هم د تیر په څير په زوړ فکر او بیاهم د افغانانو د وژنې او تباهۍ او دغه راز د پاکستاني حکومت قوي کولو پلان لري، خو افغان ولس ته په کتو ښایي دا ارمان یې یوځل بیا پوره نه شي او نه یې هم ولس او د ده پلویان ملاتړ وکړي.

    حکمتیار داسې مهال دا پریکړه کړې چې، په دې وروستیو کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ سخت سیاسي ناندرۍ روانې دي.

    چارواکي او ولسي خلک وایي پاکستان هڅه کوي چې یوځل بیا په افغانستان کې لاسپوڅی حکومت رامنځته کړي خو د دوی په خبره پاکستان به بیا دې ارمان ته ونه رسیږي.

    افغان ولس هم په کلکه د پاکستانیو کلدارو په خلاف او د افغانیو په دودولو خوښ دي.

    دوی وایي که څومره هم زیان وویني په ځان به یې مني خو حکومت دې پاکتسانۍ کلدارې له افغان خاورې ورکړه کړي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *